ارچي الکساندر

ارچیبالډ الفونسو الکساندر (د ۱۸۸۸ز کال د مې په ۱۴مه زیږېدلی- د ۱۹۵۸ز کال د جنورۍ په ۴مه مړ شوی) یو امریکایی معمار او انجنیر و. هغه د ایوا پوهنتون لومړنی افریقی الاصل امریکایي فارغ التحصیل و او لومړی کس و چې د ایوا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي څخه فارغ شو. دغه راز هغه د امریکا د ورجین ټاپوګانو والي په توګه هم دنده تر سره کړي.

ارچي الکساندر
ارچي الکساندر
ارچي الکساندر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل
ګوند
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

لومړنۍ ژوند او زدکړې

سمول

الکساندر د ایوا ایالت په اوتوموا ښار کې په یوې کوچنۍ افریقایي-امریکايي ټولنې کې زیږیدلی. هغه د پرایس او مري همیلتون الکساندر د ۹ ماشومانو له ډلې مشر اولاد و. کله چې د الکساندر کورنۍ د دموین (د ایوا ایالت پلازمینه) نه بهر یوه فارم ته لاړه پرایس د ملي بانک مشر په توګه وټاکل شو. دغه راز الکساندر په ۱۹۰۵ز کال کې د اوک پارک عالي لیسې نه فارغ شو. همدارنګه الکساندر مخکې له دې چې د ایووا ایالتی پوهنتون (وروسته د ایووا پوهنتون په نوم ونومول شو) کې د انجینرۍ په برخه کې زده کړې وکړی، هغه د هالینډ پارک کالج او کمینز کالج د هنر په پوهنځی کې زدکړې کولې. الکساندر په هغه وخت کې نه یوازینی د پوهنتون تور پوستی زده کوونکی و، بلکې هغه لومړنی افریقایي الا صله امریکایي محصل و چې په ۱۹۱۲ز کال کې د ایوا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي نه فارغ شو. دغه راز الکساندر ته خپلو پروفیسورانو خبرداری ورکړی و چې د یو افریقایي امریکایي انجنیر په توګه هغه ته به کار موندل ډېر ستونزمن وي. همدارنګه الکساندر ایوا په پوهنتون کې یو له لومړنیو افریقایي-امریکایي فوټبال لوبغاړو نه و. الکساندر د کالج په لړ کې د خپلو د مصارفو او د زدکړو د فیسونو د پوره کولو په موخه څو نیم وخت دندې ترسره کړې. دغه راز هغه د زیاتره تورپوستي افریقایي (Kappa Alpha Psi) ورورګلوی ټولنې غړی هم و. همدارنګه الکساندر اوړي موسم کې د مارش په نامه د انجینرۍ شرکت لپاره د یوه نقشه ویستونکي په توګه کار کاوه، چې یاد شرکت په ډیس موینز کې موقعیت درلود او ډېری مهم پلونه یې ډیزاین کړي چې تر نن ورځې پورې پاتې دي. دغه راز الکساند په ۱۹۲۱ز کال کې د لندن په پوهنتون کې د خپلو رخصتیو په ترڅ کې د پل ډیزاین برخه کې زدکړي وکړي او وروسته یې په ۱۹۲۵ز کال کې د ایوا ایالت پوهنتون نه د انجینرۍ په برخه کې سند ترلاسه کړ.[۲][۳][۴][۵]

مسلکي ژوند

سمول

انجنیري او معمارۍ

سمول

الکساندر له پوهنتون نه تر فراغت وروسته او مخکې له دې نه چې په ۲۶ کلنۍ کې خپل انجینري شرکت جوړ کړ د مارش انجینرۍ شرکت کې د مدیر په توګه کار وکړ. دغه راز د الکساندر شرکت چې د (A. A. Alexander, Inc.) په نوم یادېده په اصل کې د پلونو جوړولو په برخه کې کار کاوه. همدارنګه الکساندار د خپل سپین پوسته قراردادي  جورج ایف هیګبي له مړینې مخکې د اتو کالو لپاره هغه سره شریک و، چې د هیګبي له مړینې نه وروسته الکساندر په یوازې توګه د څلورو کلونو لپاره د شرکت چارې پر مخ ویوړې او په دې موده کې د هغه د مهمو پروژو له ډلې یوه د ایوا پوهنتون د تودوخې او یخولو سیسټم و. په ۱۹۲۶ز کال کې الکساندر په سوداګرۍ او انجینرۍ برخو کې د هغه د پام وړ لاسته راوړنو لپاره د هارمون جایزه وګټله. په همدغه کال هغه د لاوریل وریوت جایزه هم ترلاسه کړه، کوم چې د کاپا الفا پسي لاسته راوړنو لپاره ترټولو لوړه جایزه ده.[۵][۶]

الکساندر په ۱۹۲۹زکال کې د خپل پخواني ټولګیوال او د فوټبال ټیم ملګړي موریس ریپاس شریک شو او د شرکت نوم یې په الکساندر او ریپاس بدل کړ. د دوی لومړۍ لویه پروژه د میشیګان په ګرینډ ریپډزسیمه کې د څو ملیون ډالرو په ارزښت د  فاضله اوبو د تصفیه او مدریت دستګاه وه. همدارنګه دوی په ټول هېواد کې د ګڼ شمېر سړکونو او پلونو د جوړولو دنده هم په غاړه درلوده په شمول د Whitehurst لویه لارې جوړول او د بالټیمور- واشنګټن لویې لارې پراخول. دغه شرکت د واشنگټن ډي سي په ټیډال بیسن کې د پل او سمندري دیوال جوړولو لپاره ګومارل شوی و او الکساندر د دې پروژې د ټولو ساختماني کارونو لپاره یو همغږي ټیم وګوماره. د دې کارونو سربېره د دوی شرکت د ماوټون هوایی ډګرهم جوړ کړ، چیرې چې د Tuskegee  په نوم هوایي ځواک هم روزل کېده او همدارنګه دوی د رنګینو مېرمنو د ملي ټولنې لپاره د استوګنځایونو جوړولو دنده هم په غاړه درلوده. د الکساندر شرکت د بې څاره بریالیتوبونو په  پایله کې په ۱۹۴۹ز کال کې د ایبوني مجلې یاد شرکت « په هېواد کې ترټولو نامتو بین النژادي سوداګرۍ» اعلان کړ. په پای کې الکساندر د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې له ۳۰۰ نه زیاتو پروژو مشري وکړه.[۵][۷][۸][۹]

په ۱۹۲۵ز کال کې د ایوا پوهنتون هغه ته د انجینرۍ په برخه کې د ماسټرۍ افتخاري سند ورکړ. همدارنګه په ۱۹۴۶ز کال کې د هوارډ پوهنتون الکساندر ته د انجینرۍ په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه. که څه هم ځینې سرچینې ادعا کوي چې الکساندر د NAACP معتبر سپینګارن مډال هم ترلاسه کړ، خو NAACP هغه د یاد مډال د ترلاسه کونکي په توګه نه  ډلبندي کوي.[۱۰][۱۱]

سیاسی ژوند

سمول

الکساندر په ۱۹۳۲ز کال کې خپل سیاسی ژوند هغه مهال پیل کړ کله چې دۍ د جمهوری غوښتونکو د ایالتی کمېټې مرستیال په توګه وګومارل شو چې په ۱۹۴۰ز کال کې یې دغه دنده بیا تر لاسه کړه. دغه راز الکساندر په ۱۹۳۴ز کال کې د هایټي هېواد د اقتصادي فرصتونو د څېړنې ټیم غړي په توګه وټاکل شو او په همدې ډول د ۱۹۳۰ لسیزې په اوږدو کې الکساندر د جمهوري غوښتونکي ګوند فعال غړی و. همداراز هغه د ​​۱۹۵۲ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډوایټ ډي آیزنهاور لپاره په کلکه کمپاین وکړ. دغه راز الکساندر د جمهوري غوښتونکو ګوند لپاره د کار کولو سربیره د افریقي امریکایي سازمانونو کې هم فعال و. الکساندر په ۱۹۴۴ز کال کې په ډیس موینز کې د NAACP د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې همدارنګه هغه د تور پوستانو د مرکزي ټولنې د بورډ مشر او د هوارډ پوهنتون او د توسکګي موسسې یو باوري غړی هم و.[۱۲][۱۳]

الکساندر په ۱۹۵۴ز کال کې د ولسمشر ډوایټ ډي. آیزنهاور له خوا د امریکا د ورجین ټاپوګانو والي وټاکل شو، چې په یادو ټاپوګانو کې د لومړي مدني حکومت له جوړېدو وروسته الکساندر لومړی جمهوري غوښتونکی والي و. په دې دنده کې د هغه د کار موده لنډه او خورا جنجالي وه، ځکه هغه په ۱۹۵۵ز کال کې د ​​سینټ توماس ټاپو د سړک جوړولو په قراردادونو کې د پخوانیو سوداګریزو شریکانو په ګټه تورن شوی و، چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس له خوا د الکساندر په اړه څیړنه وشوه، چې وروسته هغه د ۱۹۵۵ز کال د اګسټ په ۱۸مه د روغتیایي دلایلو له امله استعفا ورکړه.[۱۴]

شخصي ژوند

سمول

الکساندر په ۱۹۱۳ز کال کې د کلرادو په ډینور ښار کې له آډرا لینډسي سره واده وکړ. دوی د ارکیبالډ الفونسو جونیئر په نوم یو ماشوم درلود، چې ماشومتوب کې مړ شو. الکساندر په ۱۹۵۸ز کال کې د ایوا پلازمینه ډموین کې د زړه د حملې له امله مړ شو.[۱۵]

میراث

سمول

په ۱۹۷۳ز کال کې د اډرا لینډسي الکساندر له مړینې وروسته د الکساندر له وصیت سره سم د ایوا پوهنتون، توسکګي موسسې، او هوارډ پوهنتون د انجینرۍ برخه کې د بورسونو لپاره مرستې ترلاسه کړې، چې هر پوهنتون د انجینرۍ برخه کې د بورسونو لپاره له ۱۰۰،۰۰۰ ډالرو نه ډېر (په ۲۰۰۹ز کال کې شاوخوا ۱.۵ میلیون ډالره) مرستې ترلاسه کړې. دغه راز د ارچي الفونسو الکساندر مقالې د ایوا پوهنتون په ځانګړي ټولګه او ارشیف کې ساتل شوي دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. Wynes, Charles E. (April 15, 2014). Alexander, Archie Alphonso (1888-1958), engineer. American National Biography Online. Oxford University Press. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.1001909.
  3. Alexander, Archie Alphonso. "Archie Alphonso Alexander". Library of Congress Prints and Photographs Division. View original photograph. بياځلي په June 11, 2020.
  4. Wilson, Dreck Spurlock (2004). African-American Architects : A Biographical Dictionary 1865–1945. New York, NY: Routledge. pp. 11–12. ISBN 0-415-92959-8.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029.
  6. Sobers-Outlaw, Gill (April 15, 2014). "Archie Alphonso Alexander (1888-1958) •" (in American English). بياځلي په June 11, 2020.
  7. "Celebrating African American History Month with Role Models in Science & Engineering Achievement: Archibald A. Alexander". Scienceblogs (in انګليسي). February 12, 2014. بياځلي په June 11, 2020.
  8. "Details Page - The Biographical Dictionary of Iowa - The University of Iowa Libraries". uipress.lib.uiowa.edu. بياځلي په June 11, 2020.
  9. Alexander, Archie Alphonso. "Archie Alphonso Alexander". Library of Congress Prints and Photographs Division. View original photograph. بياځلي په June 11, 2020.
  10. "Spingarn Medal Winners: 1915 to Today". NAACP (in انګليسي). بياځلي په June 11, 2020.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  11. Henderson, Alexa Benson (1994). "African-American Business Leaders: A Biographical Dictionary. ByJohn N. Ingham and Lynne B. Feldman · Westport, Conn.: Greenwood Publishing, 1993. xiv + 806 pp. Appendixes, bibliographic essay, and index. $99.50. ISBN 0-313-27253-0". Business History Review. 68 (2): 289–292. doi:10.2307/3117448. ISSN 0007-6805. JSTOR 3117448.
  12. Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029.
  13. Alexander, Archie Alphonso. "Archie Alphonso Alexander". Library of Congress Prints and Photographs Division. View original photograph. بياځلي په June 11, 2020.
  14. Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029.
  15. Weingardt, Richard G. (October 1, 2009). "Archibald Alphonso Alexander". Leadership and Management in Engineering. 9 (4): 207–211. doi:10.1061/(ASCE)LM.1943-5630.0000029.
  16. Washington, Jess (February 14, 2020). "Chick-fil-A College Football Hall of Fame Celebrates Black History Month". www.dallasweekly.com. بياځلي په June 11, 2020.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  17. "Archie A. Alexander Memorial - University of Iowa Scholarships". uiowa.academicworks.com. بياځلي په June 11, 2020.
  18. "Engineering | Tuskegee University". www.tuskegee.edu. بياځلي په June 11, 2020.