ارزښت‌پوهنه


ارزښت‌پوهنه (په انګلیسي: Axiology؛ له یوناني څخه مشتق شوې ګړنه؛ ἀξία یا axia: «ارزښت»؛ او -λογία: یا -logía: «مطالعه») د ارزښت فلسفي مطالعه ده. په‌دغې مطالعه کې د ارزښتونو ماهیت او ډلبندي اړوند مسایل او هغه پوښتنې شاملې دي چې کوم څیزونه ارزښت لري. ارزښت‌پوهنه، د اخلاقو، ښکلاپېژندنې یا د دین فلسفې په څېر، د ارزښت د مفهوم اړوند بېلابېلو نورو فلسفي څانګو سره نږدې اړیکه لري او همدا راز د ارزښت له تیوري او مافوق‌اخلاق سره هم تړلې ده. نوموړې ګړنه د لومړي ځل لپاره د پاول لاپي له‌خوا په ۱۹۰۲ز کې او وروسته د اِدوارد فون هارتمان له‌لورې په ۱۹۰۸ز کې وکارول شوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ارزښت‌پوهنه د ذاتي او ظاهري ارزښت ترمنځ پر توپیر باندې څرخي. د یوې مفهوم‌جوړونې له‌مخې، «یو څیز په ذاتي توګه ارزښتمن دی که چېرې په‌خپله ښه وي او یا د خپل لپاره ښه وي». په ټولیز ډول، باور پر دې دی چې ذاتي ارزښت د ارزښتمنو څیزونو په ځانګړو ځانګړتیاوو پورې تړاو لري. د بېلګې په توګه: کېدای شي ووایو چې یوه تجربه د خوشحالوونکې ځانګړنې له کبله، په ذاتي توګه ارزښتمنه ده. ظاهري ارزښت، په توپیر سره، هغو څیزونو ته نسبت ورکول کېږي چې بل څیز ته یوازې د یوې وسیلې په توګه ارزښتمن دي. ماهیتي تیوري‌ګانو کې هڅه پر دې ده ترڅو څرګند کړل شي چې کوم څیزونه ذاتي ارزښت لري. یوګون‌والې ته اړوند تیوري‌ګانو کې باور پر دې دی چې د ذاتي ارزښت یوازې یوه بڼه شتون لري. د یوګون‌والو تیوري‌ګانو یوه نمونه‌یي بېلګه هندوییزم دی او په اړوند اصولو کې یې یوازې خوند ذاتي ارزښت لري. له بلې خوا بیا څوګون‌والې ته اړوند تیوري‌ګانو کې داسې انګېرل کېږي چې د ذاتي ارزښت بېلابېلې بڼې شتون لري؛ د بېلګې په توګه: فضیلت، پوهه، ملګرتیا او داسې نور. د ارزښت څوګون‌وال له یوې ستونزې سره مخ دي او هغه دا چې، بیان کړي چې ایا د منطقي تصمیم‌نیونو پر مهال د ارزښت بېلابېلې بڼې، سره د پرتله کولو وړ دي، او که چېرې ځواب «هو» دی، نو څنګه؟ ځیني فیلسوفان وایي چې ارزښتونه د واقعیت تر ټولو بنسټیزې کچې باندې شتون نه‌لري. د دغه لیدلورو له جملې څخه، په یوه کې باور پر دې دی چې د یوه څیز د ارزښت په هکله څرګندنه، یوازې دا بیانوي چې ویونکی نوموړی څیز تاییدوي او که نه. دغه دریځ سره، د ارزښت په اړه واقعیت‌پال فیلسوفان مخالف دي.[۷][۸]

تاریخ سمول

په یونان کې د ۵مې او ۶مې‌م‌ز پېړیو په اوږدو کې، دا مهمه خبره وه چې، که غواړې بریا ترلاسه کړې، نو باخبره اوسه. فیلسوفان په کرار سره پوه شول چې د قوانینو او د ټولنې د اخلاقو ترمنځ توپیر شتون لري. سقراط پر دې باور ؤ چې پوهه او فضیلت سره حیاتي اړیکه لري او اخلاق او دېموکراسي په کلکه سره غبرګوي. اپلاتون، د سقراط شاګرد، د هغو فضیلتونو د معرفي کولو باور ټینګ کړ چې ټول یې باید په لټه کې وي.

ادوارد یان دایکسترهویس ونومېرله چې ارزښت‌پوهنیز تضاد د لرغوني یونان فلسفې د رامنځ‌ته کېدو ځانګړنه ده:[۹]

…په ارزښت‌پوهنیز تضاد کې، د یوناني تفکر معمولي دود دا ؤ چې تل یې پرېکړه کوله چې له دوو پرتله‌ییزو فعالیتونو، ځانګړتیاوو یا کیفیتونه څخه کوم یو لا لوړ، ښه، اشرافي او بشپړ دی. د فیثاغورث فلسفي مکتب لارویانو به پر بې‌پایه باندې پای، پر جفت باندې طاق، پر مستطیل باندې مربع، او پر ښځینه باندې به یې نر کېښوده. اپلاتون به هېڅ وخت له دې استدلال څخه نه‌ستړی کېده چې مفکورې څومره د ظاهر په پرتله لوړې دي. ارسطو د ځمکنۍ کُرې نابشپړتیا د سماوي کُرې له بشپړتیا سره پرتله کوي. نو له‌دې امله، منظم حرکت هم له غیرمنظم حرکت څخه لوړ دی، د یوه منظم څووجهي ارزښت د غیرمنظم څووجهي په پرتله ډېر دی خو د کُرې ارزښت بیا له دواړو پورته دی.

د یوه دولت له سقوط سره سم، ارزښتونه فردي، او له‌امله یې د تفکر شکمن‌وال مکتبونه مخ په غوړېدو شول او په پایله کې د عیني فلسفې یوه خلقت‌پوهنیزه بڼه رامنځ‌ته شو چې فکر کېږي په مسیحي فلسفه کې تر ډېره شامله ده. د منځنیو پېړیو په اوږدو کې، ټوماس آکوینس د طبیعي او ماورای طبیعي (الهیاتي) فضیلتونو ترمنځ توپیر راوست. دغه مفهوم فیلسوفان اړ کړل ترڅو د واقعیت پر بنسټ قضاوتونه او د ارزښتونو پر بنسټ قضاوتونه سره جلا وګڼي، چې په‌دې توګه د ساینس او فلسفې ترمنځ د وېش مسأله رامنځ‌ته شوه.[۱۰]

ذاتي ارزښت سمول

په دودیز ډول، فیلسوفان پر دې باور وو چې یو موجود په ذاتي توګه ارزښتمن دی که چېرې په‌خپله ښه وي او یا د خپل لپاره ښه وي. د ظاهري ارزښت نسبت، په توپیر سره، هغو موجوداتو ته ورکول کېږي چې بل موجود ته یوازې د یوې وسیلې په توګه ارزښتمن دي. د بېلګې په توګه: د موټرو یا مایکرووېو په څېر وسیلې، د ترسره کوونکې کارکړنې د غوره‌والي له‌امله، ظاهري ارزښت لري، په داسې حال کې چې رامنځ‌ته شوې هوساینه یې، د هندوییزم له‌مخې، په ذاتي توګه ارزښتمنه ده. یو متشابه موجود کېدای شي په بېلابېلو بڼو ارزښتمن وانګېرل شي: ځیني موجودات په ورته مهال کې هم ذاتي او هم ظاهري ارزښتونه لري. ظاهري ارزښتونه داسې یو ځنځیر رامنځ‌ته کولای شي چې په هغه کې یو موجود ظاهري ارزښت لري، ځکه چې د بل موجود لپاره، چې ظاهري ارزښت لري، د یوې وسیله په توګه عمل کوي. په ټولیز ډول، باور پر دې دی چې ځنځیرونه باید په داسې یوه ټکي کې شکېدلي وي چې د پای ټکی یوازې ذاتي ارزښت درلودلای شي. په ارزښت‌پوهنه کې، د بېلابېلو نظرونو پر اختلاف باندې د پوهېدلو په موخه، د ذاتي او ظاهري ارزښتونه ترمنځ توپیر کول اړین دي. د ارزښت په اړه بېلابېلې ماهیتي تیوري‌ګانې د یوه څیز (د بېلګې په توګه: پوهه) د ارزښت لرلو په تړاو سره موافقې دي، خو په‌دې اړه چې نوموړی څیز ظاهري ارزښت لري او که ذاتي ارزښت، سره توافق ته نه‌رسېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ذاتي ارزښت دودیز مفهوم، چې پورته وړاندې شو، له‌دې امله په نومهالې فلسفه کې تر نیوکې لاندې نیول شوی، چې په هغه کې بېلابېل جاجونه سره یوځای کېږي، په داسې حال کې چې په جلا توګه باید تر بحث لاندې ونیول شي. یو له دغو توپیرونو څخه، د ذاتي او وروستي ارزښتونو ترمنځ توپير دی. په یوه لا محدود مفهوم کې، یو ذاتي ارزښت هغه ارزښت دی چې موجود یې د خپلو ذاتي ځانګړتیاوو له‌امله لري. د بېلګې په توګه: فرض کړئ چې د یوې په‌زړه‌پورې تجربې ښکارندیز اړخ، یوه ذاتي ځانګړتیا ده؛ کولای شو ووایو چې تجربه د همدغې ذاتي ځانګړتیا له‌امله، په ذاتي توګه ارزښتمنه ده. د وروستي ارزښت لرونکی موجود، په توپیر سره، د خپل ځان لپاره ارزښتمن دی. په معمول ډول، منل شوې ده چې د ذاتي او وروستي ارزښتونه ترمنځ مفهومي توپیر شتون لري. د بېلګې په توګه: کېدای شي وویل شي چې د خوند تجربه، له یوې خوا، په ذاتي توګه ارزښتمنه او له بلې خوا، په وروستي توګه ارزښتمنه ده. خو دا لانجمن بحث شتون لري چې که چېرې د ارزښتونو دغه بڼې سره جلا شي، ایا واقعي څیزونه بیا هم شتون لري او که نه. د یوه وروستي غیرذاتي ارزښت د لېږدوونکو وړاندیز شوي نوماندان کېدای شي ځانتني یا نادر څیزونه (لکه، مُهر) او یا تاریخي توکي (لکه، هغه قلم چې ابراهام لینکلن د خلاصون د اعلامیې د لاسلیک کولو لپاره وکاروه). نادرتوب او د یوه چا له‌لورې کارېدل، ظاهري ځانګړتیاوې دي چې کېدای شي د وروستي ارزښت لېږدوونکي یې ولري، یعنې د خپل ځان لپاره یې ارزښتمن وي.[۱۶][۱۷]

ځیني فیلسوفان دغه پوښتنه وړاندې کوي: «ظاهري ارزښتونه، یوازې د ارزښتونو د یوې نښې په توګه د منلو پر ځای، ایا باید په ټوله کې د ارزښت په توګه وانګېرل شي که نه». د دغې مفکورې په پام کې نیولو یو دلیل دا دی چې، که چېرې د ذاتي ارزښتمنو څیزونه شمېر ثابت وساتل شي، د ظاهري ارزښت لرونکو څیزونو په زیاتولو یا کمولو سره، ټولیز ارزښت بدلون نه‌مومي. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۱ز کې د توهوکو سونامي او زلزلې، د ټولو رامنځ‌ته شویو ویجاړیو له‌امله، یو منفي ظاهري ارزښت درلود. خو په مسلم ډول، که چېرې کټ‌مټ همهغه ویجاړۍ، پرته له زلزلې څخه، له کوم بل امله رامنځ‌ته شوې وې، نو ځمکه به د اوسېدو لپاره یو ښه ځای نه‌ؤ.[۱۸]

سرچينې سمول

  1. Flew, Antony (1979). "Axiology". A Dictionary of Philosophy Editorial Consultant, Antony Flew. –. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Random House Unabridged Dictionary Entry on Axiology.
  3. Lapie, Paul (1902). Logique de la volonté. Paris: F. Alcan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Axiology and aesthetics - article". www.infotaste.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. von Hartmann, Eduard (1908). Grundriss der Axiologie. Hermann Haacke. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Samuel L. Hart. Axiology—Theory of Values. Philosophy and Phenomenological Research.
  7. Dicken, Thomas M.; Edwards, Rem Blanchard (2001). Dialogues on Values and Centers of Value: Old Friends, New Thoughts (په انګلیسي ژبه کي). Amsterdam: Rodopi. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-420-1397-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Keller, David R. (2010). Environmental Ethics: The Big Questions (په انګلیسي ژبه کي). Malden, MA: John Wiley & Sons. د کتاب پاڼي 5–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-7639-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. E. J. Dijksterhuis (1961) The Mechanization of the World Picture C. Dikshoorn translator, pages 75 & 75, via Internet Archive
  10. Arneson, P. (2009). Axiology. In S. Littlejohn, & K. Foss (Eds.), Encyclopedia of communication theory. (pp. 70-74). Thousand Oaks, CA: SAGE Publications, Inc.
  11. Honderich, Ted (2005). "good-in-itself". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Borchert, Donald M. (2006). "Intrinsic Value". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Schroeder, Mark (2016). "Value Theory". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Zimmerman, Michael J.; Bradley, Ben (2019). "Intrinsic vs. Extrinsic Value". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Heathwood, Chris (2015). "8. Monism and Pluralism about Value". The Oxford Handbook of Value Theory. Oxford University Press USA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Orsi, Francesco (2015). "2. Meet the Values: Intrinsic, Final & Co". Value Theory. Bloomsbury Academic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Rønnow-Rasmussen, Toni (2015). "2. Intrinsic and extrinsic value". The Oxford Handbook of Value Theory. Oxford University Press USA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Zimmerman, Michael J. (2001). "Appendix: Extrinsic Value". The Nature of Intrinsic Value. Rowman & Littlefield. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)