د اردن جند، وروسته له هغې چې د عمر فاروق رض په وخت کې شام مسلمانانو فتحه کړ، نو شام په څو برخو ووېشل شو چې هرې برخې ته يې جند ويل کېده، د اردن د جند یو له پنځو جندونو څخه و، چې د شام ولایت ته تابع وو. څلور نور جندونه د کنسرین جند، دمشق جند، حمص جند او فلسطین جند نومول شوي دي.[۱] د اردن جند نوم د اردن له سیند څخه اخيستل شوی و، چې د شام تر ټولو کوچنی جند و، او پلازمېنه (مرکز) يې د تبريه ښار و.

سوريه او د هغې ولایتونه د عباسیانو په واکمنۍ کې

سرچینې سمول

  1. قال صاحب معجم البلدان 1/38; «وأما الجند فیجیء فی قولهم: جند قنسرین، وجند فلسطین، وجند حمص، وجند دمشق، وجند الأردن. فهی خمسة أجناد، وکلها بالشام. ولم یبلغنی أنهم استعملوا ذلک فی غیر أرض الشام