ژوند ليک

ډاکټر احمدسیر مهجور افغان ليکوال، څيړونکی او ټولنپوه دی چې په فرانسه کې اوسېږي. نوموړی په ۱۹۶۵ کال کې د افغانستان په بغلان ولايت کې زېږېدلی دی. نوموړي په افغانستان او پاکستان کې د ښوونې او روزنې ، الهياتو او سياسي علومو په برخه کې د خپلو زده کړو د يوې برخې له بشپړولو وروسته په ۱۹۹۲ کال کې فرانسې ته تللی او له همغه وخته راپدېخوا په فرانسه کې اوسېږي. نوموړې په فرانسه کې له فرانسوي ژبې له زده کړې او دفلسفې او ټولنپوهنې د اساساتو له مطالعې وروسته هملته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د سياسي فلسفې په برخه کې يې خپله ماسټري د نانتر پاريس له پوهنتون څخه، د ټولنپوهنې په برخه کې يې فوق ماسټري دسوربن پاريس له پوهنتون څخه او د محلي سياستونو د ودې په برخه کې يې د فوق ماسټري تخصصي ډيپلوم د رووان له پوهنتو څخه ترلاسه کړ. نوموړي د خپلې دوکتورا تيزس ( د ټولنپوهنې د نږدې کېدلو طرېقې، په افغانستان کې ګذري مرحله- د سنت او عصريت تر منځ ټکر ۲۰۰۵-۲۰۰۲) وليکه او د سياسي ټولنپوهنې په برخه کې يې خپله ډاکټری سند د فرانسې د رووان له پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

ښاغلي مهجور د قضايي حقوقو په برخه کې د رووان پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د (عدلي کارپېژندنې) ديپلوم هم ترلاسه کړی او له ۲۰۰۲ کال څخه راپدېخوا يې په فرانسه کې رسما د عدلي کارپوه لقب ترلاسه کړی دی.

ډاکټر احمد سير مهجور د ټولنپوهنې په ګڼو نړيوالو کنګرو کې برخه اخيستې او برخه والو ته يې په دې برخه کې علمي او څيړنيزې مقالې وړاندې کړي دي. د ۲۰۰۸ کال د جولای په مياشت کې د ټولنپوهنې په هغه نړېواله کنګره کې چې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، د ښاغلي مهجور د څيړنيزې موضوع تود هرکلی وشو.

د يادونې وړ ده چې ښاغلي مهجور په ۲۰۰۷ کال کې د فرانسوي ژبو ټولنپوهانو د نړېوالې اتحاديې او په ۲۰۰۸ کال کې د فرانسې د ټولنپوهانو د اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړی.

دنده

ډاکټر احمد سير مهجور اوس د فرانسې د رووان پوهنتون د GRIS د ټولنپوهنې د څيړنيز مرکز دایمی غړی دی او د ۲۰۰۶ کال راهيسې د رووان په پوهنتون کې د ټولنپوهنې استاد دی.

نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې د Traduction France په نامه د ژباړې يو مرکز تاسيس کړ.

ډاکټر مهجور له دري، پښتو، عربي، فرانسوي، انګليسي او اردو ژبو سره بلدتيا لری او ګڼې علمي، سياسي او ټولنيزې ليکنې يې په دري، پښتو، فرانسوي او عربي ژبو کړې دي چې په معتبرو خپرونو او ويبپاڼو کې خپرې شوې دي. اخرنی علمي اثر يې د ( تړلو ټولنيزو ډلو – د فرقو يا ډلو د ټولنپېژندنې څيړنه) کتاب دی او ډېر ژر به يې نوی کتاب چې نوم يې (عدلي کارپوه) دی، چاپ شي.

اثار

کتابونه:

۱. تړلي ټولنيزې ډلې (د فرقو يا ډلو د ټولنپېژندنې څيړنه ) د ټولنې خپرونه (۲۰۰۹)۱۳۸۸

۲. د ارزښتونو بحران – د ټولنې خپرونه - ۱۹۹۴

مقالې:

کومه ډيموکراسي؟

اسلامي ټولنې او د ډيموکراسۍ ريښتينوالی


ماخذونه

۱-http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/s_mahjor_ketab.pdf

MAHJOOR Ahmad - Les groupes sociaux fermés - Août ۲۰۰۹-France۲ً

۳-گروه‌های اجتماعی بسته»مطالعه جامعه شناختی سکت‌ها» دکتور احمدسیر مهجور Dr A.S.MAHJOOR انتشارات جامعه سال نشر: ۱۳۸۸ - طبع اول

۴- دکتور احمدسیر مهجور- کدامین دموکراسی-۲۰۰۹ -http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/s_mahjor_kodamin_demokracie.pdf