اتم میکائیل پالایولوګوس

د اتم میکائیل پالایولوګوس (په یوناني ژبه: Μιχαὴλ Δούκας Ἄγγελος Κομνηνὸς Παλαιολόγος، رومي بڼه: Mikhaēl Doukas Angelos Komnēnos Palaiologos؛ له ۱۲۲۳ کال – د ۱۲۸۲ د ډسمبر تر ۱۱) له ۱۲۵۹ کال څخه تر ۱۲۶۱ کال پورې د نیکیا سترواکۍ د مرستیا سترواک په توګه او له ۱۲۶۱ کال څخه تر خپلې مړینې پورې د بیزانس د سترواک په توګه واکمني وکړه. اتم میکائیل د پالایولوګوس کورنۍ بنسټ ایښودونکی و. دې کورنۍ په ۱۴۵۳ کال کې د قسطنطنیې تر سقوط پورې د بیزانس سترواکۍ واکمني وکړه. نوموړي په ۱۲۶۱ کال کې له لاتین سترواکۍ څخه قسطنطنیه بېرته ونیوله او د نیکیا سترواکي یې د بیزانس په بیا راپورته شوې سترواکۍ بدله کړه.د هغه په واکمنۍ کې د بیزانس ځواک، د بیزانس پوځ او سمندري ځواک د پراختیا په ګډون، په پراخه کچه بیا ورغول شول. په دې کې د قسطنطنیې د ښار بیارغونې او د نفوسو زیاتوالي هم ګډون درلود. د دې ترڅنګ، نوموړی د قسطنطنیې پوهنتون بیا تاسیس کړ، چې د ۱۳ او ۱۵ پېړیو ترمنځ د پالایولوګان رینسانس په توګه مشهور و.  [۱][۲][۳]

اتم میکائیل پالایولوګوس
Μιχαήλ Η΄ Παλαιολόγος (يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۲۲۴ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۱ ډيسمبر ۱۲۸۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Thrace (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

په همدې وخت کې د بیزانسي پوځ تمرکز د بلغاريا پر وړاندې بالکان ته واوښت او د اناتولیا پوله له پامه غورځول شوه. د نوموړي ځایناستو د تمرکز دا بدلون جبران نشو کړای، او د ارسنیت مذهبي بېلوالي او دوه کورنیو جګړو چې د ۱۳۲۱ – ۱۳۲۸ کلونو او ۱۳۴۱ – ۱۳۴۷ کلونو ترمنځ پیښې شوي د ځمکنۍ بشپړتیا او بیا رغونې لپاره نورې هڅې کمزورې کړې، د سترواکۍ ځواک یې کم کړ، اقتصاد او سرچینې یې وچې کړې. د بیزانس د ځایناستو دولتونو لکه د تیسالونیکا سترواکۍ، ټریبزونډ، ایپیروس او سربیا ترمنځ منظمې شخړې د پخوانۍ بیزانس سیمې د دوامداره تجزیې او د سلجوقي وروسته د اناتولي بیګانو له لوري د پراخو سیمو د بریالیو فتحو لپاره، په ځانګړې توګه د عثمان لپاره چې ورسته د عثماني سترواکۍ په نوم یاد شو، فرصت برابر کړ. [۴]

لومړی ژوند

سمول

اتم میکائیل پالیولوګوس د سر اعلی قومندان اندرونیکوس پالیولوګوس، د سترواک دریم الیکزیوس انجلوس او د افروسینه دوکینا کاماترینا د لمسۍ، د تیوډورا انجیلینا پالیولوګینا زوی و. د ډینو جان ګیاناکوپلوس له قوله، د میکائیل نسب په ټولو دریو هغو سترواکو کورونو کې موندل کېدای شي چې د ۱۲۰۴ کال کې په صلیبي جګړه کې د قسطنطنیې له لوټ مخکې یې د پېړیو په اوږدو کې په سترواکۍ کې واکمني کوله. داسې نه برېښي چې د نوموړي مور د هغه په لومړني ژوند کې د پام وړ ونډه لوبولې وي. بلاخره هغه د یو وخت لپاره د خپلې مشرې خور، مارتا تر پام لاندې لوی شو. مارتا د سر اعلی قوماندان نیکفوروس تورچینیوټس مېرمن وه، که څه هم دا له هغه یوازې لس کاله مشره وه.  [۵][۶]

واک ته رسېدل

سمول

میکائیل په کوچینوالي کې ځانګړې څېره شوه، چې د خپل پلار اندرونیکوس تر امر لاندې یې د میلنک او سیریس د تراسیان ښارونو د والي په توګه دنده پر مخ وړه. خو د ۱۲۵۳ کال په مني کې، میکائیل د سترواک دریم جان واتزز په مخکې د تخت په وړاندې په دسیسه تورن شو. د میکائیل د بیګاهۍ د ثبوت لپاره یوازینۍ اجازه دا وه چې د بیګاهنۍ سخت آزمایښت تېر کړي، یعني ګرمه سره اوسپنه په لاس کې ونیسي. کله چې سترواک هغه ته امر وکړ چې ګرمه اوسپنه ونیسي، ځوان میکائیل (د ګیاناکوپلوس د کلمو کارولو لپاره) "په هوښیارۍ سره ځواب ورکړ چې د سترواک په توګه د نوموړي د راتلونکې دندې ځانګړتیا وه": که د فلاډیلفیا مشر کشیش فوکاس، چې په ښکاره یې د دې وړاندیز ملاتړ وکړ، هوډ درلود چې په خپلو لاسونو له محراب څخه اوسپنه راواخلي او د میکائیل لاسونو کې یې کېږدې، نوموړي هوډ درلود به په خوښۍ سره په دې باور اوسپنه ونیسي چې حقیقت څرګند شي. [۷]

که څه هم میکائیل د مجازاتو څخه ډډه وکړه، او وروسته یې د سترواک د ورور له لمسي سره واده وکړ او د لاتیني اجیرو پوځي ډلو چې د د نیکیا د سترواکانو په چوپړ کې وې، لوی افسر و ګمارل شو، په هغه لاهم باوره نه و. د جان واتز له مړینې وروسته، میکائیل د څو نږدې ملګرو سره د سنګاریوس سیند څخه تېر شو او د روم سلجوقي سلطنت سره یې خدمت پیل کړ. د ۱۲۵۶ کال څخه تر ۱۲۵۸ کال پورې هغه د عیسوي اجیرو ډلو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله چې د سلطان دوهم کیکاوس لپاره یې جګړه کوله. په هغه کال کې سترواک دوهم تیوډور دوکاس لاسکاریس میکائیل وغوښت او وروسته له دې چې دواړو د وفادارۍ قسمونه او د خوندیتوب تضمینونه تبادله کړل، میکائیل د سترواک خدمت ته راستون شو.[۸]

میکائیل پالیولوګوس په ۱۲۵۸ کال کې د سترواک تیوډور لاسکاریس له مړینې څو ورځې وروسته، د متنفذ بیوروکراټ جورج موزالون پر وړاندې کودتا وکړه او له هغه څخه یې د اته کلن سترواک څلورم جان دوکاس لاسکاریس ساتنه واخیستله. میکائیل د ۱۲۵۸ کال د ډسمبر په ۱۳ د سر اعلی قومندان او حاکم په لقبونه ترلاسه کړل. د ۱۲۵۹ کال د جنوري به ۱ نېټه، اتم میکائیل پالیولوګوس په نیمفایون کې ، په ډېر احتمال په نیمفایون کې د څلورم جان پرته، د مرستیال سترواک (بیسیلیس) په توګه اعلان شو. [۹]

قسطنطنیه

سمول

په ۱۲۵۹ کال کې اتم میکائیل پیلاګونیا په جګړه کې د اچیا شهزاده، ولیهاردوین ولیم، او د ایپیرس دوهم میکائیل کومنینوس دوکاس یوالي ته ماتې ورکړه. د ګیاناکوپلوس په وینا، "په ۱۲۶۱ کال کې د قسطنطنیې د نیکین له فتحې لږ دمخه په پیلګونیا کې د میکائیل پالیولوګس له بریا څخه هیڅ کومه پیښه خورا مهمه نه وه." دې کار نه یوازې په لویدیځو پولو کې د دښمنانو لخوا برید شنډ کړ، همدارنګه د میکائیل مشروعیت یې هم ښه کړ او هغه یې د یو وړ مشر په توګه وښود.  [۱۰][۱۱]

د دې سترې بریا سره سره، یوازې یوه پیښه کولی شي د هغه د رعیت له سترګو څخه د غاصب بدنامۍ په بشپړه توګه لیرې کړي - پخپله د قسطنطنیه بیا رغونه. په 1260 کې میکائیل په شخصي توګه د ښار د نیولو لپاره ناکامه هڅه وکړه. د ځپل شوي ښار لپاره د پیاوړتیا اوازې میکائیل دې ته اړ کړ چې د اګست په میاشت کې د لاتیني سترواک بالډوین II سره یو کلن اوربند لاسلیک کړي. په دې پوهیدل چې هغه د قسطنطنیه په اغیزمنه توګه د محاصره کولو لپاره بحریانو ته اړتیا لري، میکائیل د راتلونکي کال په مارچ کې د جینوا سره د نیمفیم تړون پای ته ورساوه. د جینوس مرستې هغه وخت بې ځایه ثابتې شوې کله چې د اتم میکائیل جنرال الیکسیوس ستراتیګوپولوس د 25 جولای 1261 کې د خیانت له لارې د بالډوین II څخه قسطنطنیه ونیوله.[۱۲][۱۳]

د نیول شوي ښار خبر لومړی د میکائیل خور یولوجیا پالیولوجینا ته ورسید، چې خپل ورور یې سهار له خوبه راویښ کړ. هغه تر هغه پورې قانع نه شو چې د ستراتیګوپولوس څخه یو قاصد راغی او هغه تاج او توره یې درلوده چې بالډوین له خپلې ماڼۍ څخه په تېښته پریښي وو. اتم میکائیل د اګست په ۱۵ ښار ته ننوت او د سترواکۍ تاج یې په سر کېښود. کله چې ښار د قسطنطنیې کنټرول ته راغی، میکائیل ټول لاتیني دودونه لغوه کړل او د بیزانس ډېری هغه مراسم او بنسټونه یې د هغوی پر ځای وټاکل چې د د څلورمې صلیبي جګړې دمخه موجود وو. هغه پلازمینه بیا آباده کړه، د خپل واک تر پای پورې یې نفوس له ۳۵۰۰۰ څخه ۷۰۰۰۰ ته پورته کړ. ویجاړې کلیساګانې، عبادت ځایونه او عامه ودانۍ یې بېرته ورغولې. هغه د دې احتمال له امله چې لاتیني لوېدیځ په ځانګړې توګه په ایټالیا کې د هغه ګاونډیان به د نوموړي په ​​وړاندې یوموټی شي او په قسطنطنیه کې به د لاتیني واکمنۍ د بیا رغولو هڅه وکړي، په کلکه باخبر و. [۱۴][۱۵][۱۶]

څلورم جان چې په نیکیا کې پاتې شوی و، په پراخه بڼه د میکائیل تر سیوري لاندې راغلی و. د اکروپولیټس له قوله، خلکو په حقیقي بڼه هېڅکله جان ته د سترواک په سترګه نه کتل، - یعنې د نوموړي نوم په حقیقت کې خپل د پلار، دوهم تیوډور له مړینې وروسته له دولتي چارو څخه ړنګ شوی و او د مرستیال واکمن په توګه د میکائیل د تاج اېښودنې په مراسمو کې څرګند نه شو. د ۱۲۶۱ کال په ډسمبر کې اتم میکائیل د جان د ړندولو لپاره وروستی ګام پورته کړ او یو هغه یې یو عبادت ځای ته وټاکه او د تل لپاره د تخت لپاره نا اهل کړ. میکائیل په چټکۍ سره د جان خویندې دوو ایټالوي او یو بلغاریایی اشرافو ته واده کړې، نو د دوی اولادونو نشو کولای د سترواکۍ د ځایناستۍ لپاره د هغه د ماشومانو حق ته ګواښ را منځ ته کړي. میکائیل هڅه وکړه چې د جان ړوندوالی پټ وساتي، داسې بهانه یې وکړه چې د هلک رسمي تاج اېښودنه یوازې ځنډول شوې ده. خو بلآخره خبر خپور شو، او مشر کشیش ارسینیوس آتوریانوس اتم میکائیل تکفیر کړ. دا بنديز تر شپږ کلونو وروسته (۱۲۶۸) پورې د مشر کشیش اول جوزف تر ټاکلو لرې نه شو.  [۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Bartusis, Mark C. (1 January 1997). The Late Byzantine Army. University of Pennsylvania Press. ISBN 978-0812216202.
  2. Geanakoplos, Deno John. "Michael VIII Palaeologus". Encyclopedia Britannica. خوندي شوی له the original on 22 July 2018. بياځلي په 22 July 2018.
  3. PLP، 21528. Παλαιολόγος, Μιχαὴλ VIII. Δούκας Ἄγγελος Κομνηνὸς.
  4. Geanakoplos, Deno John. "Michael VIII Palaeologus". Encyclopedia Britannica. خوندي شوی له the original on 22 July 2018. بياځلي په 22 July 2018.
  5. Geanakoplos, Michael Palaeologus, pp. 18f.
  6. Geanakoplos, Emperor Michael Palaeologus and the West (Harvard University Press, 1959), p. 17.
  7. Geanakoplos, Michael Palaeologus, pp. 23f.
  8. Geanakoplos, Michael Palaeologus, pp. 26–30.
  9. Geanakoplos, Michael Palaeologus, pp. 39–46.
  10. A detailed account and analysis of the Battle of Pelagonia can be found in Deno John Geanakoplos, "Greco-Latin Relations on the Eve of the Byzantine Restoration: The Battle of Pelagonia-1259", Dumbarton Oaks Papers, 7 (1953), pp. 99–141. Geanakoplos' chapter in his Michael Palaeologus offers little new on his earlier paper.
  11. Geanakoplos, Michael Palaeologus, p. 47.
  12. Geanakoplos, Michael Palaeologus, p. 78.
  13. Bartusis, Mark C. (1 January 1997). The Late Byzantine Army. University of Pennsylvania Press. ISBN 978-0812216202.
  14. Geanakoplos, Michael Palaeologus, p. 119.
  15. Geanakoplos, Deno John. "Michael VIII Palaeologus". Encyclopedia Britannica. خوندي شوی له the original on 22 July 2018. بياځلي په 22 July 2018.
  16. Akropolites, George (2007) [شاوخوا 1261]. The History. Translated by Ruth Macrides. Oxford University Press. pp. 383–384. ISBN 9780191568718.
  17. Donald Nicol, The Last Centuries of Byzantium, 1261–1453, second edition (Cambridge: University Press, 1993), pp. 44f