ابی بن کعب

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم صحابه(ملګری)

ابی بن کعب ( ʾUbayy ibn Kaʿb (مړینه 649) چي د ابو منذر په نوم هم پیژندل کیږي، [۱] د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم صحابي او په لمړنیو مسلمانانو کي د درناوي وړ کس ګڼل کېدی.

ابی بن کعب
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
1 زريزه ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۶۴۹ (Gregorian) — القرن 7 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
دنده
scribe (en) ژباړلIslamic jurist (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د
صحابهAnsar (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

ژوندلیک

سمول

ابی بن کعب په مدینه منوره کي (چي هغه وخت د یثرب په نوم یادیدل) د بنو خزرج په قبیله کي زیږیدلی وو. [۱] نوموړی یو له لومړنیو کسانو څخه وو چي اسلام یې قبول کړ او مدینې ته له هجرت مخکي یې په عقبه کي له محمدﷺ سره په بیعت کولو باندي ځان د لمړنیو انصارو مسلمانانو په ډله کي راوست. ابی په د عقبې په دویم بیعت کي هم ګډون درلود، [۱] او وروسته یې د بدر په جګړه او ځینو نورو پیښو کي هم برخه واخیستل.

ابی بن کعب د محمدﷺ لپاره د لیکوال په توګه کار کاوه، [۱] او یو له هغه څو کسانو څخه وو چي د قرآن کریم سورتونه یې په لیکلو ډول ځای پرځای کړل. همدارنګه یې له ځان سره یو مصحف هم درلود. [۲] د محمد صلی الله علیه وسلم له مړینې وروسته نوموړی یو له پنځه ویشت حافظانو څخه وو، هغه خلک چي په بشپړ ډول په قرآن کریم پوهیدل.

د روایاتو پر بنسټ عمر رضی الله عنه د خپل خلافت پر مهال له هغه ډلي سره مشوره کول په کومه چي ابی بن کعب شتون درلود.

ابی بن کعب په ۶۴۹ ز (۳۰ هـ ) کي د عثمان د خلافت پر مهال وفات سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Erol, Bünyamın (2012). ÜBEY b. K‘B - An article published in Turkish Encyclopedia of Islam (in ترکي). Vol. 42 (Tutun - Vehran). Istanbul: TDV İslâm Ansiklopedisi. pp. 272–274. ISBN 978-97-53-89737-2. بياځلي په 1 February 2022.
  2. Sunan Abu Dawood. Book 8, Hadith 1455.