ابن حزم اندلسي

ابو محمد ، علي بن احمد بن سعيد زوی د حزم په قرطبه نومي ښار کې د نومبر په ۷مه، کال ۹۹۴ ز زېږېدلې./ ۳۰م د روژې مبارکې، کال ۳۸۴هجري سپوږمیز.

ابن حزم اندلسي یو ستر لارښود، مطلق مجتهد، د پوهې سمندر، د فنونو او پوهې خاوند، د پوهانو پلار او له طبري څخه وروسته د اسلام په اړه یو منل شوې او بې جوړې لیکوال او څېړونکې گڼل کېږي.

د الاندلسي القرطبي اصلیت کې د ولبة کلي څخه و. له آره د اوسني افغانستان او د ظاهري فقهي مذهب له مخکښو څخه گڼل کېږي. بلکه په ختیځ کې د ظاهري مذهب له ورکېدا څخه وروسته په غرب کې د ابن حزم په لاس بېرته راژوندی کېږي. ابن حزم یو ادیب، وزیر، سیاستوال، کره کتونکی او شنان (محلل) او د اندلس د وخت له نامتو علماوو څخه و. د مالکي مذهب یوه ډله دده پر ضد راپاڅېده او له وطنه یې وشاړه. دې د شعبان په ۲۸، کال ۴۵۶هجري سپوږمیز چې له ۱۰۶۴زېږد سره سمون خوري د کاسامونتیخا، په لبله ولبة کې ومړ.

ژوند

سمول

د ابن حزم پلار احمد بن حزم د اندلسي واکمن الحاجب المنصور بن ابی عامر له وزیرانو څخه و، دده کورنۍ له شاهي ژونده ډېر خوندونه واخېستل. همدا وجه وه چې ابن حزم په ځای ددې چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وگټي، بلکه د علومو او هنرونو ترلاسه کولو لپاره لستوڼي رابډ وهي. دی فطرتا ذهین او هوښیار هلک و، له پلاره ورته یوه ستر کتابتون په میراث ورسېد، دې هم د پلار په څېر په ځوانۍ کې د المظفر بن المنصور العامري په واکمنۍ کې وزارت ته ورسېد، چې په وخت سره یې له اړونده کاره استعفی ورکړه او ځان یې یو ځل بیا د پوهې ترلاسه کولو لپاره وزگار کړ. په ډېرو علماوو چې د ابن حزم منزلت وپېژندل شو، هغه دده ژبه وه چې په ذکاوت او تېزۍ به یې کاروله، چې ځینو یې په اړه ویلي وه چې: «د حجاج توره او د ابن حزم ژبه سره خویندې دي» نو دا ابن حزم و چې خپله ژبه یې په علماوو په ځانگړي توگه له مالکي علماوو سره په مناظرو کې خپله ژبه اسانه کوله، دې هوښیارۍ او ذکاوت د ډیری علماوو په زړونو کې د ابن حزم او د هغه د پوهې او مؤلفاتو لپاره کینه او بغض واچاوه، تردې چې له قرطبی څخه یې وشاړه او ده کتابونه یې په عامه مناظره کې د المعتضد بن عباد په امر وسوځول شول، تردې چې ابن حزم به له یوه ځایه بل ته کوچېده، او په همدې حال کې د لبلة په کلي کې ومړ. دا کلی د لویدیځ اندلس د ولبة ښار له سیمو څخه ده.