آيسلېنډي گل سنگ

Cetraria islandica
آيسلېنډي گل سنگ
مملکه پوڅکۍ
څانگه Ascomycota
طایفه Pezizomycotina
کورنۍ Parmeliaceae
جېنس Cetraria

آيسلېنډي گل سنگ (په لاتين: Cetraria islandica) یو درملي گل سنگ دي چې په آيسلېنډ، اروپا، امريکا او آسيا کې په ځنگلونو، غرونو او لاوایی اړخو کې شنه کېږي.[۱]

توصيف سمول

آيسلېنډي گل سنگ د Parmeliaceae په کورنۍ او د Cetraria په جنس پورې اړه لري. ریسه یی ښوني (زيتوني) رنگ لري. اوږدوالي یی ۵ - ۱۰ سانتيمټره دي. نوموړي گل سنگ يو شمير طبيعي توکې لکه بغلمونه lichenin، isolichenin پېکټين، ويټامين A، طبيعي اسيدونه (Cetrarin) او يوډ (I) لري.[۲]

آيسلېنډي گل سنگ په روغتيا کې سمول

نوموړي گلسنگ په ځانگړي ډول په اولسي طب کې د هضمو سترونزو د علاج لپاره کارېده. د گلسنگ طبيعي اسيدونه د معدې اوبه زياتوي او پر خوند باندي ښه آغېزه لري. نوموړي اسيدونه د باکټرياگانو پر ضد آغېزه هم لري او د خولې تشې التهاب ، د حلق التهاب او نری رنځ د علاج لپاره هم کارېدلای شی.[۲]

سرچينې سمول

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Pukl%C3%A9%C5%99ka_islandsk%C3%A1
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://www.celostnimedicina.cz/lisejnik-islandsky-cetraria-islandica.htm