آنتونوف-۲۲۵
آنتونوف-۲۲۵ Ан-225 Мрия | |
---|---|
هېواد | اوکرائین |
د الوتکې ډول | وړونکی الوتکه |
د الوتکې تولیدونکی | آنتونوف Antonov АНТК Антонова |
لمړی الوتنه | ۱۹۸۸ |
د الوتکې استعمالونکی | د اوکرائین هوایی ځواک |
آنتونوف-۲۲۵(په روسي: Ан-225 Мрия ) د نړی تر ټولو لوی ترانسپورټی الوتکه ده چې په ۱۹۸۸ کال کې په شوروی اتحاد کې جوړ شوه. دغه الوتکه د توغولو د راکټونو Proton او Energie د ترانسپورټ لپاره کارېده. د آنتونوف لمړی الوتنه د دیسمبر په میاشت کې په ۱۹۸۸ کال کې عملی شوه. تر اوس وخت پورې یوازې دوه الوتکې جوړ شوې.
ځانگړنې
- د کارولو ډول: د ترانسپورټ الوتکه
- جوړونکی شرکت:Antonov
- د الوتکې د سپرلی شمېره:۶
- د ماشینونو محرکه ځواک:Progress D-18T
- اوږدوالی:۸۴ متره
- سور:۸۸،۴ متره
- جگوالی:۱۸،۲ متره
- خالص وزن:۱۷۵۰۰۰ کیلوگرامه
- د چټکتیا اخری حد:۸۵۰ کیلومتره په ساعت کې