آلن شپارډ
(انګلیسي: Alan Shepard د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آلن شپارډ
آلن شپارډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ نومبر ۱۹۲۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 21 جولای 1998 (75 کاله)[۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ليوکېمي[۱۵]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده تشیالیونی (۹ اپرېل ۱۹۵۹–۱ اگسټ ۱۹۷۴)
الوتګر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ناسا  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آلن بارټلېټ شپارډ جونیز. (زوکړه: د ۱۹۲۳ زکال د نومبر ۱۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۸ زکال د جولای ۲۱مه) امریکايي فضا نورد، د سمندریز ځواک بېړۍ چلونکی، ازمیښتي پیلوټ او سوداګر و. په ۱۹۶۱ زکال کې نوموړی د نړۍ په کچه دویم کس او لومړنی هغه امریکايي وګړی شو چې فضا ته یې سفر وکړ او په ۱۹۷۱ زکال کې د سپوږمۍ په سطح وګرځېد.

شپارډ چې په اناپولیس کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک له اکاډمۍ فارغ شو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې په سمندریز پوځ کې خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د سمندریز ځواک بېړۍ چلونکی او په ۱۹۵۰ زکال کې هم ازمیښتي پیلوټ شو. په ۱۹۵۹ زکال کې نوموړی د ناسا د مرکیوري اووه پروګرام یو له فضانوردانو وټاکل شو او د ۱۹۶۱ زکال په مۍ میاشت کې د مرکیوري پروژې په ډانه کې د فریډم ۷ (Freedom 7) په نامه ستور مزلي پر مټ چې دغه نوم یې خپله ورباندې اېښی و په مرکیوري ریډسټون ۳ فضايي ماموریت کې یې فضا ته سفر وکړ. د نوموړي وړونکی ستورمزلی توغندی فضا ته ننوت خو د ځمکې مدار ته یې د رسېدو وړتیا وه نه مونده. نوموړی د نړۍ په کچه دویم کس او همدارنګه لومړنی امریکايي و چې فضا ته یې سفر وکړ؛ سربېره پر دې نوموړی لومړنی فضايي مسافر و چې په لاسي ډول یې خپل ستورمزلی کنټرول کړ. د مرکیوري پروژې په وروستیو پړاونو کې په پام کې وه چې شپارډ به د مرکیوري اطلس ۱۰ (MA-10) په نامه د درې ورځني ماموریت ټولې چارې مخته یوسي. هغه د مرکیوري پروژې ۱۵ بي (15B) ستورمزلی د خپل لومړني ستورمزلي په ویاړ دویم فریډم اووه ستور مزلی (Freedom 7 II) وباله، خو دغه ماموریت لغو شو.

شپارډ د جمیني پروژې د لومړني ماموریت د پروازي عملې قوماندان وټاکل شو، خو د ۱۹۶۳ زکال په اکتوبر میاشت کې په غوږ کې دننه د منییر ناروغۍ له امله چې د شدید ګنګسوالي او استفراق لامل یې وګرځېده له دغه ماموریت څخه لرې کړای شو. د نوموړي دغه ناروغي په ۱۹۶۸ زکال کې د جراحي عملیاتو پر مټ له منځه ولاړه او په ۱۹۷۱ زکال کې یې د سپوږمۍ په سطحه د راکوزیدونکي انتاریس ستورمزلي په پیلوټۍ کولو سره یې د اپولو د ۱۴م ماموریت قومانداني وکړه. په دې سره نوموړی د ۴۷ کلنۍ په عمر پنځم تر ټولو ډېر عمر لرونکی او د مرکیوري اووه پروژې یوازنی هغه فضانورد و چې د سپوږمۍ په سطح وګرځېد. د دغه ماموریت پر مهال نوموړي د سپوږمۍ په سطحه د ګلپ لوبې دوه توپونه هم وویشتل.

شپارډ د ۱۹۶۳ زکال له نومبر میاشتې څخه د ۱۹۶۹ زکال تر اګست میاشتې پورې (د هغه د بشپړې ناروغتیا تر دورې) او بیا ځلي د ۱۹۷۱ زکال له جون میاشتې څخه د ۱۹۷۴ زکال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې هغه مهال چې د متحده ایالاتو له سمندریز ځواک او ناسا څخه تقاعد شو د فضانوردۍ د ادارې مشر و. نوموړي ته د ۱۹۷۱ زکال د اګست په ۲۵ مه د تورن جنرالۍ (rear admiral) رتبه ورکړل شوه او په دې سره لومړنی هغه فضانور وګرځېد چې دغه رتبه یې ترلاسه کړه.

لومړنی ژوند سمول

آلن بارټلېټ شپارډ جونیر د ۱۹۲۳ زکال د نومبر په اتلسمه د نیوهمپشایر ایالت د دری سیمې د اوسېدونکو؛ مشر آلن بارټلیټ شپارډ او د پاولین رینزا شپارډ (کورنی نوم یې ایمرسون و) په کورنۍ کې وزېږېد. هغه د پاولین په نامه یوه کوچنۍ خور لرله چې په پولي یې شهرت درلود. نوموړی د می فلاور بېړۍ د مسافر ریچارډ وارن یو له مشهورو لمسیانو څخه و چې د شپارډ د لړۍ له اړخه سکاټلنډي هغو کډوالو ته اړوند و چې د بیرونی هبرید ټاپوګانو له برینری سیمې څخه متحده ایالاتو ته کډه شوي وو. د ده پلار چې په بارټ مشهور و په دری ملي بانک کې یې کار کاوه هغه چې د شپارډ نیکه ته اړوند و. بارټ په ۱۹۱۵ زکال کې له ملي ګارد سره یوځای شو او د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې فرانسې ته د امریکا د لېږلي پوځ په اډانه کې خدمت وکړ. نوموړی د دواړو جګړو ترمنځ مهال کې په ملي ګارد کې پاتې شو او په دویمه نړیواله جګړه کې بیاځلي فعالې دندې ته وغوښتل شو او د ډګرمنۍ رتبې ته یې ترفیع وکړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۱۸][۲۲]

شپارډ په دری کې د آدامز په نامه ښوونځي ته ولاړ چېرې چې د هغه زکاوت د ده ښوونکي تر اغېز لاندې راوستل؛ هغه د شپږم ټولګي د لیاقت ازموینه ورکړه او په دې سره یې په دری سیمه کې د اوآک سټریټ منځني ښوونځي ته لار ومونده او هلته یې هم د اتم ټولګي د لیاقت ازموینه ورکړه. نوموړي د مخکښو امریکايي هلکانو لومړۍ درجه خپله کړه. په ۱۹۳۶ زکال کې پنکارټون اکاډمۍ ته ولاړ، په دری کې هغه خصوصي ښوونځی چې پلار یې هم همالته زده کړه کړې وه او نیکه یې هم په کې خزانه دار و. په دغه ښوونځي کې نوموړي له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې زدکړې وکړې. هغه له پیلوټۍ سره لیوالتیا لرله، همدا و چې په دغه اکاډمۍ کې یې د الوتکې په شکل یو کلب جوړ کړ او د ۱۹۳۸ زکال د کرسمس لمانځنې په توګه یې په دوګلاس ډی سی ۳ الوتکه کې پرواز وکړ. راتلونکی کال هغه د مانچسټر هوايي ډګر ته بایسکل تګ راتګ پیل کړ چېرې به چې نوموړي په الوتکو کې د کېناستو یا په هغو الوتکو کې د ګرځېدو په بدل کې چې پرواز به یې نه درلود د هوايي ډګر کارکوونکو ته به یې یو شمېر نمایشي چارې ترسره کولې. [۱۹][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۴]

شپارډ په ۱۹۴۰زکال کې د پینکارټون له اکاډمۍ فارغ شو. له دې امله چې په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه پیل شوې وه پلار یې ترې وغوښتل له پوځ سره مل شي. شپارډ هم د پوځ سره د یوځای کېدو اړوند سمندریز ځواک غوره کړ. نوموړي په ۱۹۴۰ زکال کې په ډېرې آسانۍ وکولای شول په اناپولیس کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک اکاډمۍ ته د لارموندنې په ازموینه کې بریالی شي خو له دې امله چې دغه مهال شپاړلس کلن و او دغې اکاډمۍ ته د لارموندو په موخه یې عمر لا کم و؛ سمندریز ځواک هغه د اډمیرال فراګوټ اکاډمۍ ته چې د سمندریز ځواک د اکاډمۍ لپاره چمتوکوونکی ښوونځی ولېږه چې بیا د ۱۹۴۱ زکال له دورې سره یوځای له هغه ځایه فارغ شو. په فراګوټ اکاډمۍ کې په نوموړي ترسره شوو ازمایښتونو وښووله چې د ځیرکتیا ضریب (IQ) یې ۱۴۵ دی، خو نمرې یې په اوسط کچه کې وې. [۲۸][۲۹]

په اناپولیس کې شپارډ په اوبو کې له ترسره کېدونکو ورزشونو خوند اخیست. هغه یو لیواله او سیالي کوونکی کشتۍ چلونکۍ و چې د اناپولیس د ځوانانو د ډلې له خوا د جوړې شوې ریګېټا سیالۍ په ګډون یې ګڼ شمېر نورې سیالې هم وګټلې. هغه د ۹۰ پوټه اوږدې (۲۷متره) یواس اس فریډم بېړۍ د چلولو سربېره د هغو ټولو بېړیو چلول زده کړل چې په دغه اکاډمۍ کې یې شتون درلود. د ۱۹۴۲ زکال د کریسمیس رخصتیو پر مهال پرینسیپا کالج ته ولاړ څو له خپلې خور سره یو څه موده تېره کړي ځکه چې د جګړې پر مهال د سفر د محدودیت له امله یې بیا وخت نشو موندلای کور ته ولاړ شي. په دغه ځای کې نوموړي له لوئیز بروئر سره ولیدل چې د هغې والدین هم د دو پونت کورني جایداد ونډه وال و او د رنزا شپارډ په څېر له متعهدو عیسوي پوهانو څخه وه. د جګړې له امله په اناپولیس کې معموله روزنیزه دوره له څلورو کلونو څخه یو کال راکمه شوه. په دې سره نوموړی د ۱۹۴۵ زکال د فارغېدونکې دورې سره د ۱۹۴۴ زکال د جون په ۶مه فارغ شو؛ هغه د ۹۱۵ تنه زده کوونکو ترمنځ د ۴۶۳ ځایګي په خپلولو د ساینس برخې لیسانس ترلاسه کړ او د دوهم بریدمن په رتبه خدمت ته وغوښتل شو. راتلونکې میاشت هغه په پټه سره له لوئیز سره کوژده وکړه.[۲۸][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په سمندریز ځواک کې خدمت سمول

د بېړۍ چلونې په برخه کې د یو میاشتني کورس له بشپړولو وروسته شپارډ د ۱۹۴۴ زکال په اګست میاشت کې په یواس اس کاګزوېل له منځه وړونکې بېړۍ کې وګمارل شو ځکه چې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک د پالیسۍ له مخې د بېړۍ چلونې نوماندانو باید په سمندر کې د خدمت یوه دوره تېره کړې وي. دغه مهال یاده بېړۍ په آرام سمندر کې په فعال خدمت کې بوخته وه. شپارډ هم هغه مهال له دغې بېړۍ سره مل شو کله چې د اکتوبر په ۳۰مه د اولیتي سمندري اډې ته راوګرځېده. په سمندر کې له دوه ورځې خدمت وروسته کاګزوېل بېړۍ د یواس اس رنو بېړۍ د هغه ۱۷۲ کارکوونکو ژغورنې ته منډه وکړه چې د جاپاني جنګي بېړیو له خوا له کاره غورځول شوې وه او دغه فلج شوې بېړۍ یې بیرته د اولیتي اډې ته راورسوله. [۲۷][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې سمول

  1. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Шепард Алан — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12480583p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62b9ffh — subject named as: Alan Shepard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8367 — subject named as: Alan Bartlett Shepard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?151795 — subject named as: Alan Shepard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. American National Biography ID: https://doi.org/10.1093/anb/9780198606697.article.1302616 — subject named as: Alan Shepard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/shepard-alan — subject named as: Alan Shepard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Alan_Bartlett_Shepard — subject named as: Alan Bartlett Shepard — سرليک: Store norske leksikon
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0062473.xml — subject named as: Alan Bartlett Shepard — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=sheparda — subject named as: Alan Shepard
  11. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=alan;n=shepard — subject named as: Alan Shepard
  12. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009505 — subject named as: Alan B. Shepard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. https://www.nytimes.com/1998/07/23/us/alan-b-shepard-jr-is-dead-at-74-first-american-to-travel-in-space.html
  14. https://www.nasa.gov/sites/default/files/atoms/files/shepard_alan.pdf
  15. Alan B. Shepard Jr. Is Dead at 74; First American to Travel in Space — آرشيف اصل په ۱۹ جولای ۲۰۰۹ — دوتنه: John Noble Wilford — خپرونکی: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۲۳ جولای ۱۹۹۸
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12480583p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. "Tobar an Dualchais". Tobar an Dualchais (په غیلیه اسكتلندیه ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Burgess 2014، ص. 69.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Burgess 2014، ص. 70.
  20. Thompson 2004، ص. 10.
  21. Thompson 2004، ص. 8.
  22. Thompson 2004، ص. 7.
  23. "Astronauts With Scouting Experience". U.S. Scouting Service Project. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Thompson 2004، صص. 16–18.
  25. Thompson 2004، صص. 20–24.
  26. Thompson 2004، صص. 24–27.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Shepard et al. 2010، ص. 64.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Thompson 2004، صص. 36–37.
  29. Thompson 2004، صص. 27–29.
  30. Thompson 2004، ص. 56.
  31. Thompson 2004، صص. 40–42.
  32. (په October 28, 1961 باندې). Well-wishers besiege Alan Shepard family.
  33. "Astronaut Bio: Alan B. Shepard, Jr. (REAR ADMIRAL, USN, RET.) NASA ASTRONAUT (DECEASED)" (PDF). National Aeronautics and Space Administration. September 1998. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Cogswell". Naval History and Heritage Command. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Thompson 2004، صص. 62–64.
  36. Thompson 2004، ص. 57.