آصف علي زرداري
اصف علي زرداري (په اوردو ژبه: آصف علی زرداری، په سېندي ژبه: آصف علي زرداري؛ د ۱۹۵۵ کال د جولای په ۲۶مه زېږېدلی) یو پاکستانی سیاستوال دی چې د پاکستان د خلکو ګوند د پارلمان رئیس او د پاکستان د خلکو ګوند مرستیال و. هغه له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان د یوولسم ولسمشر په توګه خدمت وکړ او لومړنۍ ولسمشر چې د یاد هېواد تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته زېږېدلی. هغه د بېنظیر بوټو کونډ دی چې دوه ځله د پاکستان د لومړۍ وزېرې په توګه ټاکل شوې. نوموړی د ۲۰۱۸ کال له اګست راهیسي د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړی دی.
آصف علي زرداري | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۶ جولای ۱۹۵۵[۱][۲] نواب شاه |
تابعیت | پاکستان |
ګوند | د پاکستان د خلګو ګوند |
ښځه | بېنظیر بوټو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | اوردو ژبه |
کاروونکې ژبه | |
تور | |
تورونه | د پیسو وینځل ( په: ۱۹۹۰) |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
زرداري د سېندي مځکوال حکیم علي زرداري زوی دی، زرداري په ۱۹۸۷ کال کې له بېنظیر بوټو سره تر واده وروسته شهرت ترلاسه کړ، بوټو د پاکستان د ۱۹۸۸ کال په ملي ټاکنو کې د پاکستان لومړۍ وزیره وټاکل شوه. کله چې په ۱۹۹۰ کال کې د بوټو دولت د ولسمشر غلام اسحاق خان لهخوا ړنګ شو، زرداري د اداري فساد په هغه قضیو کې د لاس لرلو په تور چې د واک د نسکورېدو لامل شوې له پراخو نیوکو سره مخ شو. کله چې په ۱۹۹۳ کال کې بوټو د دویم ځل لپاره وټاکل شوه زرداري د فېدرال د پانګونې وزیر او د پاکستان د چاپېریال ساتنې شورا د رئیس په توګه خدمت وکړ. د بوټو د ورور مرتضی او زرداري تر منځ د کړکېچونو په دوام مرتضی د ۱۹۹۶ کال د سېپټامبر په ۲۰مه په کراچۍ کې پولیسو وواژه. د بوټو دولت یوه میاشت وروسته د ولسمشر فاروق لغاري لهخوا په داسې حال کې ړنګ شو چې زرداري د مرتضی د وژنې او اداري فساد په تورونو تورن او ونیول شو. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
که څه هم هغه په بند کې و، خو په ۱۹۹۰ کال کې يې ملي اسامبلۍ ته او په ۱۹۹۷ کې يې سنا ته تر ټاکل کېدو وروسته په پارلمان کې په نامه خدمت وکړ. هغه په ۲۰۰۴ کال کې له بند څخه ازاد شو او پهخپله خوښه يې په دوبۍ کې جلا وطني غوره کړه او د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر په ۲۷مه کله چې بوټو ترور شوه بېرته راستون شو. هغه د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) د نوي مرستیال رئیس په توګه د ۲۰۰۸ کال په عمومي ټاکنو کې خپل ګوند بریا ته ورساوه. هغه د داسې پيوستون مشري پر غاړه لرله چې د ۲۰۰۸ کال د سېپټمبر په ۶مه يې پوځي واکمن پرويز مشرف استعفا ته اړ کړ او خپله ولسمشر وټاکل شو. هغه په همهغه کال کې له ټولو جنايي تورونو څخه برات ترلاسه کړ. کله چې NAB (د احتساب ملي دفتر) د اصف علي زرداري د پلار حکم علي زرداري د نیولو نیت درلود، هغه مرافع وکیل ایجاز حسین بطالوي ته مراجعه وکړه تر څو د NAB د قضايي تعقیب پر وړاندې د هغه د مدافع وکیل په توګه ښکېل شي او ښاغلي بطالوي په موسکا دې پوښتنې ته چمتو شو چې که هغه له خپلې نګور (بېنظیر بوټو) څخه اجازه واخلي او هغه هېڅکله بېرته راستون نه شو، دا خبره د بطالوي د میراث لاروي مدافع اخترعلي کوروشي افشا کړه. [۹][۱۰]
زرداري د ولسمشر په توګه په ۲۰۱۱ کال کې د ریمونډ الن ډیوس (د متحده ایالاتو پخوانی پوځي سرتېری، ژباړن) پېښې او د ناټو تر برید وروسته له متحده ایالاتو سره د عمومي مخالفت سره سره د افغانستان په جګړه کې د متحده ایالاتو کلک ملاتړ پاتې شو. زرداري په ۲۰۱۰ کال کې په کور دننه د ۱۸م تعدیل تصویب ترلاسه کړ چې د اساسي قانون له مخې يې د هغه ولسمشریز صلاحیتونه راکم کړل. د سترې محکمې د پرېکړې د بېرته اخیستلو لپاره د هغه هڅې د هغه د سیاسي سیال نواز شریف په مشرۍ د پراخو لاریونونو پر وړاندې له ماتې سره مخ شوې. رغېدلې سترې محکمې د خلکو ګوند منتخب لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني له دې امله ګوښه کړ چې په ۲۰۱۲ کې يې محکمې ته په سپکاوي د سویزرلنډ دولت ته د زرداري د اداري فساد قضیې د بیا پرانیستلو د لیک له استولو څخه ډده وکړه. د زرداري د واکمنۍ دوره په ۲۰۱۰ کال د عمومي سیلابونو د ناسم مدیریت او ترهګریزو تاوتریخوالو د زیاتوالي له امله له نیوکو سره مخ شوه. زرداري په ۲۰۱۳ کال کې په کویټه کې د هزارهګانو د بېلابېلو بمي بریدونو له امله په بلوچستان کې خپل ایالتي دولت ړنګ کړ.
زرداري د خپلې دورې په پای کې د خلکو د رضایت په ټولپوښتنه کې تر ټولو ټيټه درجه چې د ۱۱ او ۱۴سلنو تر منځ راتله ثبت کړه. د ۲۰۱۳ کال په عمومي ټاکنو کې د PPP تر شدیدې ماتې وروسته زرداري د هېواد لومړی منختب ولسمشر شو چې خپله د اساسي قانون دوره يې د ۲۰۱۳ کال د سېپټمبر په ۹مه بشپړه کړه. د هغه میراث هم له نفاق سره مل دی او سیاسي څارونکي د هغه دولت په فساد او د دوستانه روابطو پر بنسټ ګومارنو تورونوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
سمولزرداري د ۱۹۵۵ کال د جولای په ۲۶مه د کراچۍ په سېند ایالت کې د زرداري په کورنۍ کې نړۍ ته راغلی. هغه په اصل کې بلوچ او د سېندي ژبو له زرداري ټبر څخه دی. هغه د ټبر د مشر او مخکښ مځکوال حکیم علي زرداري او بېلکیس سلطانه زرداري یوازینی زوی دی. د هغه پلارنی نیکه عراقی الاصله و، حال دا چې مور يې د ښوونې او روزنې د متخصص او د سېند د اسلامي ښوونځي د بنسټ اېښودونکي حسن علي افندي لمسۍ وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
په ځوانۍ کې يې له چوګان او بوکس سره مینه لرله. هغه د زرداري څلور په نوم د چوګان د یو ټيم مشري پر غاړه لرله. پلار يې په کراچۍ کې د بامبینو په نوم د نوموتي سینما څښتن و او د فلم وسایل يې ښوونځي ته ورکړل. هغه همدارانګه په ۱۹۶۹ کال کې د سالګیرا په نوم فلم کې د یو ماشوم په توګه راڅرګند شو. د زرداري د زدهکړو مخینه یوه سوالیه پاتې ده. هغه خپلې لومړنۍ زدهکړې د کراچۍ په ګرامر ښوونځي کې وکړې. د هغه رسمي ژوندلیک وايي چې هغه په ۱۹۷۲ کال کې د کاډت پتارو له کالج څخه فارغ شوی. هغه له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۴ پورې د کراچۍ سېنټ پاتریک ښوونځي ته لاړ، د ښوونځي یو مامور وايي چې هغه هلته په وروستۍ ازموینه کې ناکام شو. د ۲۰۰۸ کال په مارچ کې يې ادعا وکړه چې د لندن د سوداګریزو مطالعاتو له ښوونځي څخه يې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی. د زرداري په رسمي ژوندلیک کې راغلي چې هغه د بریتانیا په پدینټون ښوونځي کې هم زدهکړې کړې دي. په هر حال په بریتانیا کې د هغه زدهکړې نه دي تایید شوې او همدارنګه څېړنو په لندن کې د پېډینټون په نوم کوم ښوونځی پیدا نه کړ. د هغه د دیپلوم پر موضوع بحث و ځکه په ۲۰۰۲ کال کې یو قانون د نوماندانو د پوهنتون سند لرل لازمي اړتیا بلله خو دا قانون د ۲۰۰۸ کال په اپرېل کې د پاکستان سترې محکمې لغوه کړ. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
دنده
سموللومړۍ سیاسي دنده او د بېنظیر بوټو د واکمنۍ دوره
سمولد زرداري لومړني سیاسي فعالیتونه ناکام وو. هغه په ۱۹۸۳ کال کې د سېند ایالات په نوابشاه ښار کې چېرته چې د هغه کورنۍ زرګونه جریبه ځمکه لرله د والسوالۍ شورا په ټاکنو کې ماته وخوړه. وروسته د املاکو خواته لاړ. [۲۹]
هغه د ۱۹۸۷ کال د ډېسمبر په ۱۸مه له بېنظیر بوټو سره واده وکړ. له پاکستاني دود سره سم دا د کورنۍ په خوښه واده په لومړیو کې یو بې احتماله واده وبلل شو. په کراچۍ کې د لمر لوېدو تر شانداره مراسمو وروسته د شپې شانداره مراسم ترسره شول چې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیاتو خلکو په کې ګډون کړی و. په داسې یو هېواد کې چې نا واده شویو زړو ښځو ته په کې سپک نظر کېږي واده د بوټو سیاسي موقف ته وده ورکړه. زرداري د خپلې مېرمنې د غوښتنې په ځنډولو له سیاست څخه د لرې پاتې کېدو هوکړه وکړه. [۳۰][۳۱]
په ۱۹۸۸ کال کې جنرال محمد ضیاءالحق د الوتکې د غورځېدو په یوه پېښه کې ومړ. څو میاشتې وروسته بوټو د پاکستان لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزیره شوه چې ګوند يې د ۱۹۸۸ کال په ټاکنو کې له ۲۰۷ چوکیو څخه ۹۴ چوکۍ ترلاسه کړې.
سرچينې
سمول- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/zardari-asif-ali — subject named as: Asif Ali Zardari — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000026852 — subject named as: Asif Ali Zardari — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ "Profile: Pakistan: leaders". BBC News. 7 May 2009. نه اخيستل شوی 6 June 2009.
- ↑ "Bhutto's husband leaves prison". The New York Times. 7 February 1993. نه اخيستل شوی 3 March 2011.
- ↑ "Death anniversary: 16 years since Murtaza Bhutto was killed – The Express Tribune". The Express Tribune. 20 September 2012. نه اخيستل شوی 29 May 2018.
- ↑ "Bhuttos: 'Cursed' political dynasty". 28 December 2007. نه اخيستل شوی 29 May 2018.
- ↑ "Pakistan ex-premier's spouse indicted for murder". The New York Times. 6 July 1997.
- ↑ Burns, John F (5 November 1996). "Pakistan's Premier Bhutto is put under house arrest". The New York Times
- ↑ Tanoli, Ishaq (10 April 2008). "SHC acquits Zardari in Murtaza murder case". Dawn. Pakistan. نه اخيستل شوی 29 May 2018.
- ↑ "Death anniversary: 16 years since Murtaza Bhutto was killed – The Express Tribune". The Express Tribune. 20 September 2012. نه اخيستل شوی 29 May 2018.
- ↑ "Zardari has abysmally low approval rating". The Times of India. 28 June 2012. نه اخيستل شوی 11 August 2015.
- ↑ Nayani, Aziz (9 May 2013). "Democracy's Surprisingly Low Approval Rating in Pakistan". The Atlantic. نه اخيستل شوی 11 August 2015.
- ↑ Malik, Humaima (29 July 2013). "Asif Zardari Returns Home Ahead of Presidential Polls". Pakistan Tribune. Archived from the original on 5 January 2016.
- ↑ "Asif Ali Zardari: the godfather as president". The Guardian. 7 September 2008. ISSN 0261-3077. نه اخيستل شوی 31 October 2016.
- ↑ "Pakistan's president steps down after completing historic full term". The Daily Telegraph. Archived from the original on 12 January 2022. نه اخيستل شوی 31 October 2016.
- ↑ "President Asif Ali Zardari". gov.pk. Archived from the original on 29 July 2012. نه اخيستل شوی 30 June 2011.
- ↑ "Profile: Asif Ali Zardari". BBC News. 16 December 2009. نه اخيستل شوی 28 February 2011.
- ↑ Wilkinson, Isambard (4 September 2008). "Profile: Asif Ali Zardari, Pakistan's probable next president, is living the dream". The Daily Telegraph. London. Archived from the original on 12 January 2022. نه اخيستل شوی 6 June 2009.
- ↑ "Corrections". The New York Times. 10 January 1998. نه اخيستل شوی 29 July 2011.
- ↑ Tribune.com.pk (25 May 2011). "President grieved: Hakim Ali Zardari passes away". The Express Tribune.
- ↑ Pakistan Journal of History and Culture. National Institute of Historical and Cultural Research. 1996. p. 82.
The second son Hakim Ali Zardari, left his place of birth, Phatohal Zardari, and settled in the village Mir Khan Zardari village where he started cultivating ancestral lands. He married Bilqees Khanum, daughter of Hasan Ali Memon and grand daughter of the famous scholar Hasan Ali Effendi.
- ↑ Selections from Regional Press. Institute of Regional Studies. 2008. p. 48.
On his maternal side, he is the great-grandson of Khan Bahadur Hassan Ali Effendi, the founder of first educational institution for the Muslims of Sindh. The founder of Pakistan, Quaid-e-Azam Mohammad Ali Jinnah, was among the prominent students to graduate from the Sindh Madrassa.
- ↑ Current Biography Yearbook. H.W. Wilson. 2009. p. 623.
On his maternal side, Zardari is the great-grandson of Khan Bahadur Hassan Ali Effendi ["Afandi" in some sources), the founder of Sindh Madrasatul Islam, the first educational institution for Muslims in Sindh.
- ↑ Wonacott, Peter (5 September 2008). "Zardari set to assume Pakistan's presidency". The Wall Street Journal. نه اخيستل شوی 22 December 2009.
- ↑ Borger, Julian (31 December 2007). "Asif Ali Zardari: 'His elevation will turn off floating voters. It will hurt the party'". The Guardian. UK. نه اخيستل شوی 19 March 2011.
- ↑ Perlez, Jane (11 March 2008). "From prison to zenith of politics in Pakistan". The New York Times. نه اخيستل شوی 8 June 2011.
- ↑ کينډۍ:Cite episode
- ↑ Ellick, Adam B. (16 July 2010). "Pakistani legislators face accusations of faking their degrees". The New York Times. Archived from the original on 10 June 2011. نه اخيستل شوی 8 June 2011.
- ↑ Wonacott, Peter (5 September 2008). "Zardari set to assume Pakistan's presidency". The Wall Street Journal. نه اخيستل شوی 22 December 2009.
- ↑ "Pakistan opposition leader's wedding spurs frenzied protest". The Durant Daily Democrat. Durant, Oklahoma. 20 December 1987. نه اخيستل شوی 29 July 2011.
- ↑ Weisman, Steven R (19 December 1987). "The Bride Wore White; 100,000 Sang Slogans". The New York Times. نه اخيستل شوی 3 March 2011.