آخوند احمد
احمد آخوند د اسمعيل زوی او د پاينده خان لمسی دی. هغه د پېښور په لنډۍ نومي کلي کې اوسېده، دا کلی د همدی په نامه اخوند احمد لنډۍ تر اوسه مشهور دی. په نسب فاروقي او د عربو په لومړنيو اسلامي فتوحاتو کې يې نيکونه له عربستان نه افغانستان ته راغلي وو او په بلخ کې اوسېدل. د افغانستان د شمالي سيمو واکمني د همدې کورنۍ په لاس کې وه. ابراهيم بن ادهم بلخي د همدې کورنۍ يو شهزاده و چې سلطنت يې پرېښود او مسکنت يې غوره کړ، وروسته يې کورنۍ کابل ته راغله او لوړ اعتبار يې درلود. د آخوند احمد پلار اسماعيل ته د وخت حکومت د ننگرهار د کوټ تيراهي درې خاني وسپارله په خپله دی هم هلته زېږېدلی دی چې د خانۍ له کوره روان شو او د ملنگۍ ژوند يې غوره کړ. په کامل پير پسې گرځېده، وزير آباد ته ولاړ هلته يې د حاجي سعيد الله وزير آبادي نه بيعت وکړ او همدلته د روحانيت لوړ مقام ته ورسېد او د خپل مرشد په اشاره د پېښور په لنډۍ کې استوگن شو. اخوند احمد د خپل وخت نامتو عالم، متشرع او په شرعي امورو کې د خلکو مرجع و، ډېرې درنې شرعي پرېکړې به په ده کېدلې او منکرين به ده ته راوستل کېدل او ده به شرعي پوښتنې او گروېږنې ترې کولې. دا لوی پښتون صوفي په ۱۰۶۰ س. کال وفات او د لنډۍ د جامع جومات په محوطه کې خاورو ته وسپارل شو چې زيارت يې اوس هم د زياتو عقيدتمنو مرجع دی. د ده په کورنۍ کې د علم او عرفان ډيوه بله پاتې شوه، ډېر عالمان او فاضلان يې په کورنۍ کې پيدا شول چې د ده ځوی غلام محمد هم د خپل د وخت لوی صوفي تېر شوی دی اخوند احمد په پښتو او دري ژبو ليکنې کولې په پښتو کې څو ديني داستاني رسالې ترې راپاتې دي چې په پښتو مسجع نثر او نظم يې کښلي دي د اخوند دروېزه د فکري او نثري مکتب لاروی او په عين حال کې د پښتو د داستاني آثارو رانښلوونکی دی.
ليکلي آثار
د اخوند احمد نه دا لاندې آثار راپاتې دي:
- د حضرت محمد او ابو جهل کيسه - په دې کيسه کې د حضرت محمد يوه معجزه په مسجع نثر راغلې ده.
- قيامتنامه - په دې رساله کې د قيامت د ورځې او د پيغمبرانو د شفاعت په باب خبرې شوي او پکې وييل شوي چې د ټولو شفيع حضرت محمد دی، دا هم په مسجع نثر ليکل شوې.
- د بي بي خديجې کيسه - د حضرت محمد او بي بي خديجې د واده او گډ ژوند حالات دي چې په مسجع نثر ده.
- د حضرت داود کيسه - په دې کيسه کې د حضرت داود او عزرايل تر مېنځ هغه پېښه راغلې چې د ده د مرگ لپاره راغلی و، دا هم په مسجع نثر ده.
- د بې نمازانو بيان - په دې رساله کې اخوند احمد د بې نمازانو په باب ديني روايات راغونډ کړي. دا رساله هم په مسجع نثر ده.
- د ابراهيم خليل الله کيسه - په دې رساله کې د ابراهيم خليل الله له خوا د اسماعيل ذبيح الله د قربانۍ کيسه راغلې چې د دويم ځل لپاره د زوی قرباني تر سرليک لاندې خپره شوې.
- د مرگ په باب يوه منظومه - د مرگ په ناڅاپي راتگ او د مرگ په ويرانيو خبرې پکې شوي دي.
- تولد نامه د حضرت رسول - د حضرت محمد د زېږېدلو حالات په مسجع نثر پکې بيان شوي دي.
- د حضرت يوسف کيسه - د نوموړي پيغمبر د قراني او روايتي کيسې گډه رساله ده چې د ورک ځوی څنگه پيدا شو؟ تر سرليک لاندې خپره شوې.
- شمايل نامې - د دريو مخمسونو مجموعه ده چې د اخوند درويزه د شمايل نامې په پيروي يې ويلی دی.
- وصيتنامه - دا په دري ژبه د اخوند احمد په خپل لاس ليکل شوې رساله ده چې خپل وصيت يې پکې کړی دی. همدا راز ده گڼ کتابونه په خپل لاس ليکلي چې اوس هم د خطي نسخو په توگه په لاس کې دي.
سرچينه
- د آريانا دايرة المعارف - لومړی ټوک