ابسه

(له آبسه نه مخ گرځېدلی)

آبسه د عضويت بېلا بېلو ووبونو کې د خيرو سيمه اييزې راټولېدنې ته وېل کېږي . چې د يوې التهابي ساحې په مرسته چې هلته د ليوکوسايټونو خپرېدنه او احتقان وي ، په روښانه توگه ښکاري او راچاپېره کېږي . يا په يوه ووب کې دقيح داسې راټولېدل چې دانتان له لامله زيانمن شوی وي د آبسې په نوم يادېږي . په بله وينا آبسه دباکټرياؤ د تلقيح شاوخوا کې د تميعي نکروز په يوې ساحې کې د نيوتروفيلونو د محراقي راټولېدو په بڼه پيل کېږي او وروسته له بشپړ تاسيس څخه آبسه په پيوجېنېک پرده کې د خيرو موضعې او څپه اييز راټولېدل دي . خيرې د نکروټيک ووبيزو ژونکو او نکروټيک سپين کرويات نيمه اوبلنه پاتې شونی دی . يا د مکروبونو راټولېد دي چې سپين کروياتو څخه او ووب له منځه تللي وي او د يوه کېريم دوله مايع د رامنځته کېدو لامل گرځېدلی وي . په بله وينا د خيرې په نوم يادېږي . پيوجېنيک غشاّ يوه داغلي طبقه لري چې د نيوټروفيلو څخه جوړه شوې او بله باندنۍ طبقه لري چې لهوعايي گرانولېشن ووب څخه جوړه شوې وي . آبسه ځانگړو ميکروبونو د مداخلې له کبله چې د ټپونو زرقياتو او نورو انتانونو له لامله پيدا شوي وي ، په ووب باندې پيداکېږي. کله چې ميکروبونه ووبونه تخريب کړي د وينې سپين کرويات او انټي باډي په هغه ځای کې راټولېږي او په ميکروبونو يرغل کوي. په پيل کې ابسه د گرانولېشن کپسول په مرسته او وروسته بيا د منظمو ووبونو د کپسول په مرسته احاطه کېږي. ابسه اکثراً د پيوجېنېک، سټافېلوکوکس، سټرېپټوکوکس، نيموکوکس، اېشريشا کولي، معايي مکروبونو او نورو په مرسته رامېنځ ته کېږي. همدارنگه معقم ابسه (Aseptic Abscess) د هايپرټونيک محلولونو د زرق کولو او نورو مخرشو موادو له امله رامېنځ ته کېږي. ځني وخت د تايوپينټون (Thio-pentone) په شان مخرشو موادو د زرق کولو له امله په نرمو ووبونو کې هم يوه معقمه ابسه جوړېږي.