نېکروسېز (په انگرېزي: necrosis) (د يوناني نه νεκρός، "مړ"، νέκρωσις، "مړينه، د مړينې عمر، د وژلو عمل") د ژوندۍ ژونکو او ووبونو مخکې د وخته مړينه ده. د ژونکو او ووبونو نه دباندې د ويجاړونکو عواملو په سبب لکه انتان، ټاکسين (زهر) او يا هم ټراوما يا فيزيکي ټپي کېدل، د نېکروسېز سبب گرځي. د ژونکو دا پروسه د اپوپټوسېز پروسې سره توپير لري. وروستۍ نومېدلې پروسه د ژونکو او ووبونو د مړينې يوه نورماله او طبيعي عمل دی. نېکروسېز ته ناورته اپوپټوسېز اکثراً گټورې اغېزې لري، نېکروسېز نژدې تل يوه پرېکنده پايله لري او کله نا کله وژونکی هم ثابتېدلای شي.

د پخښې نېکروټيک ټپ چې د نسواري غڼي د چيچلو وروسته پېښ شوی

هغه ژونکې چې د نېکروسېز په سبب مړې کېږي، د نورمالو ژونکو په څېر معافيتي غونډال ته هغه کيميايي سېگنالونه نه شي لېږدولی کوم چې د اپوپټوسېز د پروسې له مخې لېږدل کېږي. دا چار نژدې فاگوسايټونه نه پرېږدي چې د مړو شويو ژونکو موقعيت مالوم کړي او د خپل د غورځنگ لاندې يې په ځان کې منحل کړي. او په همدې توگه د مړو ووبونو پاتې شوونې هماغلته د مړينې په ځای کې سره راغونډې پاتې وي. نو په همدې سبب، د نېکروسېز په وخت کې اکثراً دا لازمه ده چې نېکروټيک ووبونه د جراحي کړنې په مرسته چې ډيبرايډمېنټ نومېږي، ليري شي.