برېښنایي مولد (جنراتور)

(له Electric generator نه مخ گرځېدلی)


د برېښنا په تولید کې، مولد یوه داسې آله ده چې، په یوه بهرني سرکټ کې د استفادې لپاره، محرکه انرژي (میخانیکي انرژي) برېښنایي انرژي ته بدلوي. د میخانیکي انرژي سرچینې، د بخار توربینونه، د ګاز توربینونه، د اوبو توربینونه، د دننۍ سوځېدنې انجنونه، بادي توربینونه او ان لاسي انډلونه دي. د فارادي ډېسک لومړنی الکترومقناطیسي مولد دی چې د بریتانوي ساینس‌پوه «مایکل فارادي» له‌خوا په ۱۸۳۱ز کال کې اختراع شو. جنراتورونه کابو ټولو برېښنایي شبکو لپاره انرژي تولیدوي.[۱]

د متحده ایاالتو د NRC تصویر د عصري بھاب توربین جنراتور) STG (.

په معکوسه توګه، برېښنایي موټور برېښنایي انرژي میخانیکي انرژي ته بدلوي او موټورونه او جنراتورونه ډېر ورته‌والي لري. په میخانیکي توګه، ډېري موټورونه د برېښنا د تولید لپاره کارولای شو؛ ډېري وخت دغه موټورونه د منلو وړ لاسي جنراتورونو دي.

آرپوهنه سمول

الکترومقناطیسي جنراتورونه د دوو لویو ډلو په کتار کې راتللای شي: ډاینموګانې او الټرناتورونه.

  • ډاینموګانې د کموتاتور کارولو له‌لارې ارتعاشي مستقیم بهیر تولیدوي.
  • الټرناتورونه متناوب بهیر تولیدوي.

په میخانیکي توګه، جنراتور له یوې څرخېدونکې او یو ثابتې برخې څخه جوړ شوی دی.

  • روتور: د یوه برېښنایي ماشین څرخېدونکې برخه ده.
  • ستاتور: د روتور پر شاوخوا د یوه برېښنایي ماشین ثابته برخه ده.

یوه له دغو برخو یوه مقناطیسي ساحه رامنځ‌ته کوي او بله یوه په سیم پېچل شوې ده چې په‌کې د متحولې ساحې پرمټ برېښنایي بهیر القا کېږي

  • په سیمو پېچل شوې ساحه یا مقناطیس لرونکې (دایمي) ساحه: د یوه برېښنایي ماشین د مقناطیسي ساحې تولیدوونکې برخه ده. د یوې ډاینمو یا الټرناتور مقناطیسي ساحه کېدای شي د ساحې کوایلونو په نامه د سیم په پېچلو سره یا دایمي مقناطیسونو په مرسته رامنځ‌ته شي. برېښنایي فعال شوي جنراتورونه، د ساحوي فلکس د تولیدولو لپاره یو القایي سیسټم لري. هغه جنراتور چې په‌کې دایمي مقناطیسونه کارول شوي دي، ځیني وخت د «مګنېټو» یا «دایمي مقناطیسي سنکروني جنراتور» په نامه یادېږي.
  • ارمېچر: د یوه برېښنایي ماشین د انرژي تولیدوونکې برخه ده. په یوه جنراتور (الټرناتور یا ډاینمو) کې، په سیمو پېچل شوی ارمېچر برېښنایي بهیر تولیدوي، چې د بهرني سرکټ لپاره انرژي تامینوي.

د جنراتور بڼې ته په کتو سره، ارمېچر کېدای شي پر روتور یا ستاتور باندې، له ساحوي کوایل یا مقناطیس سره لګېدلی وي.

تاریخ سمول

د مقناطیس او برېښنا ترمنځ د اړیکې تر کشفولو دمخه، الکتروستاتیک جنراتورونه اختراع شوي وو. الکتروستاتیک جنراتورونه، د برېښنایي چارج شویو متحرکو تسمو، صفحو او ډېسکونو په کارولو سره، چې چارج یوه لوړ پوټنشیل لرونکي الکترود ته لېږدوي، د الکتروستاتیک اصلونو له‌مخې کار کاوه. چارج د الکتروستاتیکې القا یا تریبوالکتریک اثر میکانیزم په کارولو سره تولیدېده. نوموړو جنراتورونو لوړ ولټېج او ټیټ بهیر تولیدوه. الکتروستاتیک جنراتورونو، د ناوړتیا او د عایق ماشینونو د ستونزې له‌امله چې خورا لوړ ولټېجونه یې تولیدول، د انرژي ټیټ ظرفیت درلود او هېڅکله د برېښنایي انرژي موثر تولید لپاره ونه‌کارول شول. یوازېنی عملي کارکړنه یې د X-وړانګې پخوانیو ټیوبونو برېښنا تامینول او وروسته بیا د اتومي ذراتو په ځینو چټک کوونکو ماشینونو کې کارونه وه.

د فارادي ډېسک مولد سمول

د الکترومقناطیسي مولدونو عملیاتي اصل د مایکل فارادي له‌خوا په ۱۸۳۱-۳۲ز کلونو کې کشف شو. دا اصل وروسته «د فارادي قانون» په نوم یاد شو او بیانوي چې، یوه برېښنایي محرکه قوه په داسې یوه برېښنایي کانډکتور کې تولیدېږي چې یو متغیر مقناطیسي فلکس یې احاطه کړی وي.

همدا راز، هغه لومړنی الکترومقناطیسي مولد هم جوړ کړ، چې د فارادي ډېسک په نامه یادېږي او دا د هوموپولر مولد داسې یوه بڼه ده چې د یوه «آس نعلي» ډوله مقناطیس قطبونو په منځ کې یو څرخېدونکي مسي ډېسک په‌کې کارول شوی دی. د فارادي ډېسک ټیټ DC ولټېج تولیدوي.

سرچينې سمول

  1. Also called electric generator, electrical generator, and electromagnetic generator.