عبدالاحد اخوندزاده (غریبک)

(له (غريبك)عبدالاحد اخوندزاده نه مخ گرځېدلی)

عبدالاحد اخوندزاده چي په (غريبك) سره مشهوره وو دكندهار دزړې جامع پخوانی خطيب او امام اودخداي بخښلي عبدالخالق اخوندزاده زوي دمرحوم عبدالشكور اخوندزاده لمسئ دعبدالسلام اخوندزاده كړوسئ دشعيب اخوندزاده كوسئ او سليمان كودئ دئ .

دغریبک ټبر سمول

ارواښاد غریبک دپښتنو دكاكړانوله ټبره څخه دسران نيكه (سنځرنيكه ) دزوي((حمزه ))له او لادې څخه دي اوپه ژوندوني يې يوورور دعبدالواسع اخوندزاده په نوم هم درلود چي ددې ورور په مل يې دوې مېرمني دده په ژوند كي وفات سويدي اويوه يې دده ترمړیني وروسته وفات سوېده. دغریبک په پنځلسو تنو اولادونو كي دحاجي عبدالحميد((غمجمن )) په نوم يوزوي او يوه لور پاته سوېده .

استوګنه يې سمول

نيكونو يې دحاجي مير ويس خان نيكه دپاڅون څخه څو كاله مخكي دلورلايي څخه لمړئ كلات او بيا دكندهار ته دكورنيو ترپګنيو پراساس كوچ كړيدي اوپرهغه ځاي چي دوي استوګن سويدي دلته يې يو كلي او يو مسجد جوړ كړي چي وروسته دلوړ درشل احمدشاه بابا په دوره كي پر دې سيمه باندي دكندهارد احمد شاهي ( اشرف البلاد )• ښار څلورمه ناحيه واقع سوېده . غریبک اخوندزاده دڅلرمي ناحيې دباميزو په لمړۍ كوڅه كي پخپل پلارني ټاټوبي كي چي دزړې جامع شمال ختيځ اړخ ته موقعيت لري په ( 1274 ) لمريز كال كښي زوكړی دی اوپه ( 1329 ) لمريز كال كي یې له فاني څخه سترګي پټي كړيدي اوپخپله پلارنۍ هديره كي چي دكندهار ښار شمال پلو ته دكوټ بابا دكوڅې په ها خواته پرته ده او زوړ منار یې اوس (په ۱۴۰۱ل کال کي ) په څنګ کي دچپه کېدوپه حال کی ولاړدی خاوروته سپارل سوی دی .

زده كړي يې سمول

دا چي ددې كورنۍ پلرونه سلسله پر سلسله ديني عالمان تېر سويدي نو ددې كورنۍ دنورو غړو غوندي مر حوم (غريبك) هم له خپل پلار عبدالخالق اخوندزاده څخه په فقه ، صرف، نحوه ، حديث ، عقايد ، منطق ، او رياضي كي زده كړي ترلاسه کړي دي ، تر دې سر بېره يې دكتابتون له اثارو څخه څر ګندېږي چي نوموړي دستورو پېژندني ( علم النجوم ) او تصوفو سره هم علاقه درلودل او په تصوفو كي یې ديوخليفه غوندي دنده پر غاړه در لوده چي په دې اړخ كي يې ځيني موريدان هم په كمال رسولي دي ، په طريقو كښي يې دعالي نقشبنديې شريفي طريقه غوره اودخپلو كورنۍ دروحانيونو پليوني (پيروي) كړېده .

سرچینې سمول

کتاب : ایا غریبک پېژنی/ لیکوال / استاد نوراحمد قرآن مل دحاجي عبدالحمید کاکړ زوی اودعبدالاحد اخوندزاده لسمی