۴ تلپاتې پرمختیايي موخه
تلپاتې ۴ پرمختیایي موخه (SDG4 یا ۴ نړیواله موخه) د باکیفیته زدکړو په اړه ده، چې د هغو ۱۷ تلپاتې پرمختیایي موخو له ډلې شمېرل کېږي، کوم چې د ۲۰۱۵ ز کال د سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا رامنځ ته شوه. د SDG4 بشپړ سرلیک «ټولشموله او برابر کیفیت لرونکو زدکړو په اړه ډاډ ترلاسه کول او د ټولو لپاره د زدکړو د فرصتونونو برابرول» دی.[۱][۲]
SDG4 د لسو موخو په درلودو، د ۱۱شاخصونو په مټ اندازه کېږي، اووه موخې یې (پایله لرونکې) موخې دي، چې دا دي: وړیا لومړنۍ او ثانوي زدکړې؛ باکیفیته لومړنیو زدکړو ته یو ډول لاسرسی؛ ارزانه تخنیکي، مسلکې او لوړې زدکړې؛ د هغو خلکو په شمېر کې ډېروالی راوستل، چې د ځانګړو مهارتونو له لارې خپل مالي اړخ پیاوړی کوي؛ په زدکړو کې د ټولو تبعیضونو له منځه وړل؛ نړیوال لیک لوست او تلپاتې پرمختګ. درې نورې موخې یې (د موخو لاسته راوړل) دي، چې دا دي: ټولشموله او د خوندي ښوونځیو جوړول؛ د پرمختللو هېوادونو لپاره د لوړو زدکړو بورسونو برابرول او په دغو هېوادونو کې د وړ ښوونکو په شمېر کې ډېروالی راوستل.[۳]
د SDG4 موخه دا ده تر څو ماشومانو او ځوانو کسانو ته کیفیت لرونتکي او په اسانه توګه سره د لاسرسي وړ زده کړې او همداشان د زده کړې نور فرصتونه چمتو کړي. له همدې امله، د لا زیاتو روزنیزو مرکزونو د جوړولو بېړنۍ اړتیا او د اوسنیو اسانتیاوو د لوړولو لپاره اړینه ده تر څو د ټولو لپاره خوندي، ټولشموله او د اغېزمنو زدکړو چاپېریال چمتو کړي.
په ډېری مخ پر وده هېوادونو کې پراخې بې وزلۍ، جګړو، ډله ییزو شخړو او نورو عواملو د هغوی پرمختګ را کم کړی دی. څرنګه چې، د کلیو او ښارونو ترمنځ توپیر لا هم لوړ دی؛ نو د بډایه کورنیو ماشومان د بېوزلو کورنیو د ماشومانو په پرتله، ښوونځي ته د تګ ډېر امکانات لري. په لوېدیځه اسیا او شمالي افریقا کې روانې جګړې د هغو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راوستی، چې ښوونځي ته نه ځي. د افریقا په فرعي صحرا کې ابتدایي ښوونځیو خورا پرمختګ کړی دی، چې دغه پرمختګ په ۱۹۹۰ز کال کې ۵۲سلنه او په ۲۰۱۲ ز کال کې ۷۸سلنې ته لوړ شوی؛ مګر غټ توپیر پکې لا هم شته. [۴]
شالید
سمول" د ټولو لپاره زده کړې" یو مشهور شعار دی، چې له ۱۹۹۰ز کال راهیسې ورته د بېلابېلو نړیوالو پرمختیایي سازمانونو پاملرنه شوې ده. په پیل کې تلپاتې پرمختیایي موخې ((SDGs خورا مهمې وګڼل شوې او SDG 4 په کې په نښه شو. زده کړې؛ د تلپاتې پراختیا، سولې او د ملت جوړولو لپاره یو ځواک دی. هغه ماشومان او ځوانان چې ځینې مهارتونه؛ لکه لوستل، لیکل، یا شمېرل زده کوي د خپلو همزولو په پرتله، چې دا مهارتونه نه لري ډېر ښه راتلونکی لري. نړۍ د بدلون په حال کې ده او نړیوال کېدل ((Globalizationد نړۍ نفوس ته اړتیا لري چې ژر تر ژره په نوو ټکنالوژیو سمبال شي.[۵][۶]
دتلپاتې ۴ پرمختیایي موخې ( (SDG 4لویه موخه د ټولشمولو او باکیفیته زده کړو چمتو کول دي، چې د زده کونکو د ژوند معیار او د ټولنې راتلونکی ښه کړي.[۷][۸]
ښوونې او روزنې ته د لاسرسۍ د ډېرولو لپاره لوی پرمختګونه شوي، په ځانګړې توګه د هلکانو او نجونو لپاره د لومړنیو زده کړو په برخه کې. دافریقا په صحرايي هېوادونو کې د لومړنیو زده کړو د بشپړولو کچه په ۲۰۰۰ز کې ۴۹سلنه وه، خو په ۲۰۰۶ز کال کې ۶۰ سلنې ته لوړه شوه.
د ۲۰۱۹ ز کال په پای کې لا هم میلیونونه ماشومان له ښوونځیو پاتې وو. په ز ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ ۱۹ تر خپرېدو وروسته د ښوونځیو تړل د نړۍ ۹۰ سلنې نه ډېر زده کوونکي یې اغېزمن کړي دي، چې د اټکل له مخې ۱.۵ میلیارده ماشومانو او ځوانانو ته یې د زده کړو لاسرسی ستونزمن کړی دی. په نړۍ کې، انټرنیټ ته لږ لاسرسي هم د زده کوونکو پر وړتیاوو منفي اغېز کړی، چې د زده کړې په فرصتونو کې ښکېل شي. اټکل کېږي چې د نړۍ لږ تر لږه درېیمه برخه ماشومان هغه ټکنالوژۍ نه لري، چې دوی ورته اړتیا لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
موخې، شاخصونه او پرمختګ
سمولSDG4 د لسو موخو په درلودو، د ۱۱شاخصونو په مټ اندازه کېږي .له دوی څخه اته یې باید تر ۲۰۳۰ز کال پورې ترلاسه شي، په داسې حال کې چې یوه یې باید تر ۲۰۲۰ ز کال پورې ترلاسه شوې وای او د پاتې نورو لپاره یې وخت نه دی ټاکل شوی. هره موخه د پرمختګ اندازه کولو لپاره یو یا څو شاخصونه لري. په موخو کې وړیا لومړنۍ او ثانوي زده کړې)۴.۱ (، باکیفیته لومړنیو زدکړو ته یو ډول لاسرسی (۴.۲)، ارزانه تخنیکي، مسلکې او لوړو زده کړو ته برابر لاسرسی لرل (۴.۳)، ، د هغو خلکو په شمېر کې ډېروالی راوستل چې د ځانګړو مهارتونو له لارې خپل مالي اړخ پیاوړی کوي (۴.۴)، په زدکړو کې د ټولو تبعیضونو له منځه وړل (۴.۵)، نړیوال لیک لوست او حساب زده کول (۴.۶)، زدکړې د تلپاتې پراختیا او نړیوال تابعیت (۴.۷)، د ټولشموله او خوندي ښوونځیو جوړول او لوړول (۴ الف)، د مخ پر وده هېوادونو لپاره د لوړو زده کړو د سکالرشیپونو پراخول (۴ ب) او په مخ پر وده هېوادونو کې د تکړه ښوونکو زیاتول او ټولنې ته وړاندې کول (۴ ج).[۱۴][۱۵]
ننګوونې
سمولد COVID-19 وبا اغېزې
سمولد وبا تر خپرېدو وروسته، د ښوونځیو تړل (د پوهنتونونو په ګډون) چې د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې پیل شو تر ۹۱ سلنې پورې زده کوونکي یې اغېزمن کړل. د نړۍ ډېری ماشومان د COVID-19 وبا په جریان کې له رسمي زده کړو بې برخې شوي. COVID-19 کولای شي د SDGs اصلي هیلې له ګواښ سره مخ کړي ترڅو هېڅوک پرمختګ ونه کړي.[۱۶][۱۷]
زیاتره تعلیمي ادارې هڅه کوي د انلاین زده کړو له لارې خپرونې وساتي. په هر حال، برابرو زده کړو ته لاسرسی یو لوی خنډ دی، ځکه چې په پرمختللو هېوادونو کې ډېری زده کوونکي یا انټرنیټ ته لاسرسی نه لري یا د انلاین زده کړو لپاره مناسب او خوندي چاپېریال نه لري.[۱۸]
څارنه او پرمختګ
سمولهر کال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا یو راپور جوړېږي، چې د تلپاتو پراختیایي موخو پرمختګ ارزوي. د پرمختګ تعقیبول ستونزمن کار دی؛ ځکه چې ۷۵ سلنه هېوادونه دSDG 4 موخو د روزنیزو پایلو (۱ نښه)، د ماشومتوب د لومړنیو زده کړو (۲ نښه) او د اغېزمنو زده کړو د چاپېریالونو پر وړاندې ارقام نه لري یا هم کافي نه دي. د زده کړې د پایلو او د لومړنیو ښوونځیو په اړه معلومات کم دي؛ ځکه ۷۰ هېوادونه تر اوسه پورې د پرمختګ د ارزونې لپاره لږیا کافي معلومات نه لري، په دې کې هغه هېوادونه شامل دي چې لوړ عاید لري چې د موخې د ترلاسه کولو په تمه دي او یا یې په لټه کې دي. د نړۍ په سلو کې ۴۰ هېوادونه د خپلو لومړنیو زده کړو نه لږ تر لږه یو کال دمخه منظمو زده کړو ته د لاسرسي وړ معلومات نه لري. دا ستونزمن کار دی، چې د ماشومانو د شاته پاتې کېدو تر ټولو لوی خطر وارزوي. په ۲۰۱۹ز کال کې هغه څېړنو، چې د کمپیوټر ماډلینګ نه یې کار اخیستی ترڅو د ۲۰۰۰ز نه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د نارینه وو او ښځینه وو د زده کړو لاسته راوړنې اټکل کړي، تر څو د هر هېواد لپاره پایلې وڅېړې او وروسته پاتې سیمې په ګوته کړي.[۱۹][۲۰][۲۱]
سازمانونه
سمولبا کیفیته زده کړو لاسته راوړلو په برخه کې ځینې سازمانونه ښکېل دي، چې هغه دا دي:
- یونیسکو
- یونیسیف
- د تعلیم لپاره نړیوال ګډون
- د نجونو د زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو نوښت
- نړیوال ابتدایي تعلیم
- د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان - د احصایې انسټیټیوټ (UNESCO-UIS)
- د ملګرو ملتونو د روزنې او څېړنې انسټیټیوټ UNITAR))
- د مخابراتو نړیواله اتحادیه ITU
سرچینې
سمول- ↑ "Goal 4: Quality education". UNDP. بياځلي په 13 April 2017.
- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 4) SDG-Tracker.org, website (2018).
- ↑ "Goal 4: Quality education". UNDP. بياځلي په 13 April 2017.
- ↑ Lane, Andy (2017). "Open Education and the Sustainable Development Goals: Making Change Happen". Journal of Learning for Development. 4 (3): 275–286.
- ↑ African Cultures and the Challenges of Quality Education for Sustainable Development. Commission for International Adult Education. 30 November 2017.
{{cite book}}
:|website=
ignored (help) - ↑ "Education : Number of out-of-school children of primary school age". data.uis.unesco.org. بياځلي په 2019-03-10.
- ↑ World Bank (June 2010). "Improving Education Management in African Countries" (in American English).
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. بياځلي په 2 April 2018.
- ↑ United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
- ↑ "sustainability".
- ↑ Unicef (2020-08-26). "COVID-19: At least a third of the world's schoolchildren unable to access remote learning during school closures, new report says". unicef.org. بياځلي په 2020-09-25.
- ↑ "the sustainable development goals report 2020" (PDF).
- ↑ Education, Global Campaign for (2020). "SDG4's 10 targets".
- ↑ Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 4) SDG-Tracker.org, website (2018).
- ↑ Martin. "Education". United Nations Sustainable Development (in American English). بياځلي په 2020-09-25.
- ↑ The Lancet Public Health (September 2020). "Will the COVID-19 pandemic threaten the SDGs?". The Lancet Public Health (in انګليسي). 5 (9): e460. doi:10.1016/S2468-2667(20)30189-4. PMC 7462553. PMID 32888438.
- ↑ Leal Filho, Walter; Brandli, Luciana Londero; Lange Salvia, Amanda; Rayman-Bacchus, Lez; Platje, Johannes (2020-07-01). "COVID-19 and the UN Sustainable Development Goals: Threat to Solidarity or an Opportunity?". Sustainability (in انګليسي). 12 (13): 5343. doi:10.3390/su12135343. ISSN 2071-1050. S2CID 225547434.
- ↑ United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
- ↑ Local Burden of Disease Educational Attainment Collaborators (January 2020). "Mapping disparities in education across low- and middle-income countries". Nature (in انګليسي). 577 (7789): 235–238. Bibcode:2020Natur.577..235L. doi:10.1038/s41586-019-1872-1. ISSN 0028-0836. PMC 7015853. PMID 31875853.
{{cite journal}}
:|last=
has generic name (help) - ↑ Patru, Mariana; Balaji, Venkataraman (2016). Making Sense of MOOCs: A Guide for Policy-Makers in Developing Countries (PDF). Paris, UNESCO. pp. 17–18. ISBN 978-92-3-100157-4.