ويکيپېډيا:یو بل ته کافر ویل

(له یو بل ته کافر ویل نه مخ گرځېدلی)

٨.د ډاکتر يوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې رئيس) فتوا پوښتنه : په مذهب او نظر کې د مخالفت په پار د يو عقيدتي،فقهي او سلوکي مذهب لارويانو تکفيرول جايز دي ؟ ځواب : "الحمدلله و الصلاة و السلام على سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ، د الهي توفيق تر غوښتو روسته،د پوښتنې په ځواب کې وايم : څوک چې د زړه له اخلاصه ووايي :" اشهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله "؛نو مسلمان دى .له ټولو مسلماني حقوقو برخمن دى او ټولې دندې يې هم پر غاړه دي .داسې وګړي د دوزخ اور ته له ورننووتو خلاصون موندلى .که يوازې په ژبه شهادتين ووايي او زړه يې ايمان پرې نه لري؛نو منافق دى .په ظاهر کې د مسلمانانو احکام پرې جاري کېږي، که څه د دوزخ په خورا لاندېنيو برخو کې يې ځاى دى؛په یو متفق عليه حديث کې راغلي دي : "امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا : (لا اله الا الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها و حسابهم على الله : حکم راته شوى،چې له خلکو سره ترهغې وجنګېږم،چې " لا اله الا الله" وايي؛نو دا غونډله يې چې وويله؛نو زما له لوري يې وينه او شتمني خوندي ده؛خو د اسلامي قوانينو له مخې (د قصاص او دياتو تر بريده)؛خو اخروي حساب يې له خداى سره دى.) " ؛نو ځکه ځينو اسلامي علماوو ويلي دي : اسلام په يوه جمله کې پټ دى،د شهادت جمله،په دې جمله انسان اسلام ته ورننوځي او اسلامي حکم پرې جاري کېږي . ډېرى احاديث هم په دې چار دلالت کوي؛لکه : ١."من شهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله حرم الله عليه النار: څوک چې " لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله " ووايي؛نو خداى پرې د دوزخ اور حراموي ." ٢-"من شهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له،و ان محمدا عبده و رسوله و ان عيسى عبده و رسوله و ابن امته و کلمته التى القاها الى مريم و روح منه و ان الجنة حق،و ان النار حق و ان البعث حق،ادخله الله الجنة على ماکان من عمله،من اى ابواب الجنة الثمانية شاء : څوک چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خداى بل خداى نشته او شريک نه لري او محمد يې بنده او استازى دى او عيسى يې هم بنده او استازى او د هغه د وينځې او کلمې زوى دى او کومه کلمه يې چې مريم ته ورالقاء کړه او روح يې دى او جنت حق دى،دوزخ حق دى او قيامت حق دى؛نو هره کړنه،چې لري،خداى به يې جنتي کړي،د جنت له اتو روڼو، چې په هر يوه يې خوښه وي ." ٣- ("من شهد ان لا اله الا الله دخل الجنة ": څوک،چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛ نو جنتي دى"). ٤- ( "من قال لا اله الا الله مخلصا دخل الجنة: څوک چې د اخلاص له مخې ووايي :" لا اله الا الله "؛نو جنتي دى.") ٥-("من قال لا اله الا الله و کفر بما يعبد من دون الله حرم ماله و دمه و حسابه على الله: څوک،چې ووايي :" لا اله الا الله " او پر هغه څه کافر شي،چې بې له الله نمانځلېږي؛ نو مال او ځان يې محترم دى او حساب يې له خداى سره دى .") ٦- (" من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة: څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته پر څه څيز پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي .") ٧- ("من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة و من مات يشرک بالله شيئا دخل النار: څوک چې په داسې حال کې ومري،چې خداى ته پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي او څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته يې شريک نيولى وي؛نو اور ته به ننوځي .") ٨-"من مات و هو يعلم ان لا اله الا الله دخل الجنة: څوک چې په داسې حال ومري،چې پوه شي،چې بې له ايکي يوه خدايه بل خداى نشته؛نو جنت ته به ننوځي .") دا ټول روايتونه – چې صحيح هم دي – پردې دلالت کوي،چې اسلام ته د ورننووتو لار د شهادت کلمه ده او که انسان په رښتیا ويلې وي او ومري – نه د نفاق له مخې – نو له اوره يې د خلاصون لاملېږي او جنتي دى،په ژوند کې يې چې هر څه کړې وي؛يعنې که د يو انسان ګروهه سمه وي؛نو اور ته له ورننووتو خلاصون مومي،که څه ډېرى ګناهونه يې هم کړې وي. کومې نامې ،چې ځينې مسلمانان يې نورو ته اخلي، مهم نه دي .سلفي ،صوفي ،شيعه، سني، اشعري ،معتزلي ،ظاهري ، مقاصدي او ....مسمى دي او مضمون اصل دى؛نه نامه او عنوان . همداراز دا حديثونه د نورو هغو احاديثو په باب وارد دى،چې ايمان له ځينې کبيره ګناه کوونکيو؛لکه زنا،غلا، شرابخورۍ او ... څخه نفې کوي؛لکه د " لايزانى الزانى حين يزنى و هو مؤمن، زناکار د زنا پر حال ايمان نه لري" حديث په څېر.د حديث منظور د ايمان د کمال نفې ده؛نه په خپله ايمان . البته د حديث د مانا لپاره داسې تاويل اړين دى،چې د احاديثو ترمنځ ټکر نه وي او په عربي ژبه کې داسې تاويلونه جايز دي . د بېلګې په توګه وايو : پوهه هغه ده،چې ګټوره وي. مراد ترې کامل علم دى. يا مور هغه ده،چې ماشوم وروزي؛يعنې کامله مور؛ځکه تر زېږون روسته موروالى تر لاسه کېږي. څوک چې اسلام ته ننوځي؛نو کافي ده،چې د اسلام پر ارکانو او واجباتو قلبي التزام او باور ولري .که څه په عمل کې ګناهکار وي او پر ځاى يې نه کړي؛ځکه رسول الله (ص) به د هغو خلکو بې ځنډه اسلام مانه،چې شهادتين يې ويل او په مسلمانانو کې به يې شمېره . که څه بيا یې د نمانځه، روژې او زکات په څېر احکامو عمل و کړ . د چا په اسلام راوړو چې ډاډمن شوئ؛ له مسلمانانو يې ایستای نشو؛ خو دا چې په کفر يې يقين پيدا کړو؛ځکه يقين په شک له منځه نه ځي او څه چې له اسلامه د وتو لپاره ډاډ راوړوونکي دي،دادي،چې له بالضروره معلومه انکار وکړي يا کوم قطعي حرام،چې شک پکې نشته،حلال وشماري او يا داسې خبره يا کړنه وي،چې بې له کفره بل تاويل و نه لري؛لکه بې اجباره،چې بوت ته سجده وکړي يا قرآن تر پښو لاندې ولتاړي يا يې په ګند کې واچوي يا خداى او استازې (ص) وکنځي يا داسې څرګند څه وليکي،چې په کفرتوب کې يې شک نه وي . جايز نه ده،چې يو مسلمان بل مسلمان د ګناه په پار له اسلامه بهر کړي،که څه ګناه يې کبيره هم وي؛ځکه سمه ده ،چې کبيره ګناه د انسان مسلمانتوب ټکنى کوي؛خو په ټوليزه يې له منځه نه وړي او په دې دليل،چې قرآن مجيد قاتل،د مقتول د اولياء دم رور ګڼي،وايي : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ: مؤمنانو! د قتل په پېښو كې د قصاص حكم ورته ليكل شوى دى : ازاد، د ازاد او مريى د مريي او ښځه دې د ښځې په بدله كې ووژله شي او كه له قاتل سره ( ديني ) رور څه نرمي وښووه (او د قصاص حكم يې د وينې په بيه بدل كړ)؛نو له غوره لارې دې كار واخلي ( او د وينې خاوند دې د ديه وركوونكي حال په پام كې ونيسي) او قاتل دې هم په نېكۍ او خوښۍ ( د مقتو ل ولي ته) ديه وركړي ( او ناغېړي دې پکې نه كوي) )) قرآن هم د هغو مسلمانانو ايمان قبول کړى، چې يو له بل سره جګړې کوي،وايي : ((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ  : او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه يوه یې پر بلې تېرى وكړي؛نو له تېري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نوکه راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . ))

او په بل آيت کې وايي :

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ  : په حقيقت كې مؤمنان يو د بل روڼه دي؛ نو د خپلو روڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي . )) او په دې ډول اسلام د زنا،تور،غلا،لارلوټ، شرابخورۍ او د ارتداد په سزا کې پر توپير قايل دى . که هره کبيره ګناه کفر وګڼل شي؛نو بايد ټولو ته د ارتداد سزا ورکړه شي؛ نو ځکه علماء دې ديني نصوص يو له بل سره يو ځاى مانا کړي ،متشابهات دې له محکماتو سره او فروع دې له اصولو سره په اړيکه کې کړي او هغه روايتونه تاويل کړي،چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کفر او ځينې کړنې یې کفري کړنې شمېري؛لکه دا روايت : "لا ترجعوا بعدى کفارا يضرب بعضکم رقاب بعض: تر ما روسته کفر ته مه ور مخه کوئ او ځينو مو د ځينو نورو ورمېږونه مه وهئ ." لکه څنګه چې جايزه نه ده، يو مسلمان د ګناه په پار له مسلمانۍ بهر کړو،همداراز جايزه نه ده،چې د خطا او تېروتنې په پار هم دا کار وکړو؛ځکه هر عالم تېروتاى شي او د خطا عقوبت له امته اخستل شوى دى . له حضرت ابن عباس نه د ابن ماجه د روايت له مخې،چې ابن حبان او حاکم تصحيح کړى،خداى له دې امته خطا،نسيان او اکراه لرې کړې ده. په نړۍ کې د مشهورو مذاهبو لارويان،ټول په اسلامي مفهوم کې ننووتي دي،چې توضيح يې ورکړه شوه. هم فقهي مذاهب ،چې د اسلام د عملي احکامو څرګندونه يې پر غاړه ده؛لکه د اهلسنتو څلورګوني مذاهب او ظاهري مذهب او هم اعتقادي او کلامي مذاهب،چې د دين له اصولو د اخستنې- برداشت له مخې رامنځ ته شوي؛لکه امام ابوالحسن اشعري (٣٢٤س مړ) ته منسوب اشعري مذهب، امام ابومنصور ماتريدي (٣٣٣ س مړ) ته منسوب ماتريدي مذهب او هم فقهي- اعتقادي مذهب؛لکه امام جعفر صادق (١٤٨ س مړ) ته منسوب جعفري مذهب،امام زيد بن علي بن الحسين (١٢٢ س مړ) ته منسوب زيدي مذهب او عبدالله بن اباض تميمي (د عبدالمالک مروان د پېر په وروستيو کې مړ) ته منسوب اباضي مذهب . دا ټول مذاهب د ايمان هغه ارکان مني،چې په قرآن کې راغلي دي : " و من يکفر بالله وملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر: څوک چې پر خداى، پرښتو، کتابونو، د خداى پر استازيو او د قيامت پر ورځ کافر شي ...." پر قدر ايمان درلودل (چې په نبوي سنتو کې راغلي) پر خداى د ايمان يوه برخه ده . دا مذاهب همداغسې د اسلام پر عملي ارکانو، شهادتينو، نمونځ، زکات ،د رمضان پر روژې او د چا چې وسه وي د بيت الله پر حج، ايمان لري .

همداراز اسلامي پرېکنده محرمات (لکه : وژنه،ځان وژنه،زنا، لواطت ،شرابخوري ،غلا ،غصب ،رباخوري ،د  پلارمړي - يتيم د مال خوړل او پر پاکلمنو مؤمنو ښځو تور او نور ګناهونه،چې د کتاب او سنتو په محکماتو کې د کولو په صورت کې د عذاب وعده ورکړه شوې او اسلامي امت يې پر ګناهتوب اجماع لري) حرام ګڼي .ټول د اسلام پر قطعي احکامو(لکه عباداتو، معاملاتو، واده، حدودو، قصاص او شرعي او مالي سياستونو او نورو احکامو) ايمان لري .ټول په هغو چارو کې اجتهاد مني،چې په اړه يې قطعي الثبوت والدلاله نص نه وي راغلى.

اجتهاد يو لړ اصول او ضوابط لري،چې د شرع اصولو ته ورګرځي که څه طريقه يې په بېلابېلو مذاهبو کې سره توپير لري.ځينې مذاهب،نص ته ډېره لېوالتيا لري،ځينې يې ډېر د راى پلوي دي،ځينې يې ظواهر اخلي او ځينې يې مقاصد غوره کوي . له مجتهدينو ځنې هر يو يې،چې په اجتهاد کې واقعي الهي حکم ته ورسېد؛دوه اجره لري او هغه چې په دې لار کې تېرواته؛نو يو اجر به لري؛ځکه خپله ټوله هڅه يې کړې ده او د حق په لټه کې و؛نو بايد له اجره بې برخې نشي .په دې باب يو صحيح متفق عليه حديث رارسېدلى دى .د مجتهد تېروتنه توپير نه کوي،چې په اصولو کې وي که په فروعو کې،په علمي چارو کې وي که په عملي چارو کې . څېړونکيو علماوو دا خبره ښه څرګنده کړې ده.د تېروتنې په پار د مجتهد ګناهکار ګڼل (کافر خو لا لرې خبره ده)هغه څه دي،چې د بقرې سورت له دې آيت سره په ټکر کې دی: ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ  : خداى هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي (انسان) چې څه ( ښه) وكړي؛نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛نو د ځان په زيان به يې كړې وي .(مؤمنان وايي:) پالونكيه! كه څه هېره او خطا را نه وشي؛ موږ پرې مه نيسه . پالونكيه! پرموږ هغه پېټى مه ږده؛لکه چې هغه دې (د ګناه اوسرغړونې له امله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! پر موږ هغه پېټۍ مه ږده،چې د پورته كولو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه ووينځه،ومو بښه،راباندې ولورېږه،ته مو پالندوى ( او مرستندوى) يې او پر كافرانو مو بريالي كړه . )) په صحيحو روايتونو کې راغلي،چې خداى دا دعا قبوله کړې ده. که خداى هغه مجتهد ته سزا ورکړي،چې خپله ټوله هڅه يې کړې ده؛خو حقيقت ته په وررسېدو کې تېروتى دى؛نو د هغه تېروتنې له امله يې مجازات کړى دى،چې د پورته آيت له مخې يې سزا معاف شوى او داسې يو تکليف يې ور ترغاړې کړى،چې له وسې يې پورته و . امام ابن تيميه وايي :هر مؤمن،چې د حق په غوښتنه کې اجتهاد وکړي او تېروځي،تېروتنه يې چې هر څه وي،خداى يې بښي،که په علمي او نظري چارو کې وي او که په عملي فروعو کې وي.د پېغمبراکرم (ص) اصحاب او اسلامي مشران ټول پر همدې راى وو؛ خو پر اصولي مسایلو (چې انکار ترې د کفر لامل دى) او فرعي مسایلو (چې انکار ترې د کفر نه لاملېږي)د مسایلو ډلبندي يو بې بنسټه ډلبندي ده،چې نه له صحابه وو رارسېدلى نه له تابعانو او نه له نورو اسلامي مشرانو . امام ابن الوزير هم وايي : له تېروتنې د تېرېدو لپاره خورا آيتونه راغلي دي. ظاهرا اهل تاويل ددې آيتونو په مانا کې تېروتي دي – ځکه له آيتونو يې په غلط تفسير کې په لویی لاس څه معلومات نه لرو او باطن علم يوازې له خداى سره دى –چې يو يې دا آيت دى : ((وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ : او په هغه (خبره) كې،چې تېروتي ياست (او بې پامه ورته د نورو په نامه غږ وكړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛خو هغه چې له زړونو يې وكړئ (؛نوپه اړه يې مسؤول ياست) او همداراز :((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا  : پالونكيه! كه څه هېره او خطا را نه وشي؛ موږ پرې مه نيسه .)) ددې آيت په تفسير کې دوه سم حديثه لرو؛يو له حضرت ابن عباس (رض) او بل حضرت ابوهريره (رض)،چې خداى تعالى وايي : (("قدفعلت: يعنې قبوله مې کړه او تاسې د هېر او تېروتنې له امله نه نیسم.)) په بل آيت کې خداى تعالى وايي : ((وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ  : او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ځكه پوهېږي (چې بديې كړي دي) . )) خداى هغه ګناهکاران،چې د پوهې له مخې ګناه کوي،د پوهې په پار يې رټي او د مؤمن د وژنې په باب په سخته وايي : ((وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ  : او څوك چې مؤمن په لویى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى .)) په دې آيت کې د دوزخ وعده په وژنې کې په لویی لاس پورې تړاو لري . د احرام په حال کې د ښکار په باب وايي : ((وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا  : او كه چا ښکار په لویى لاس وواژه )) ډېرى احاديث هم په دې مانا راغلي؛ لکه د سعد، ابوذر او ابي بکره (رضي الله عنهم) احاديث،چې پر سموالي یې دهغه په باب یوه خوله دي،چې د پوهې له مخې په دروغو د پردي سړي په باب ادعا وکړي،چې پلار يې دى .دلته هم پوهه د عذاب د وعدې لپاره شرط ګنل شوى دى . په دې باب څرګند حديث د هغه بوډا په باب دى،چې د ناپوهۍ له امله يې وصيت وکړ،چې تر مړينې روسته يې وسوځوئ او په يوه توپاني ورځ کې يې نيمه ايره په بيديا او نيمه په سمندر کې خوشې کړي،چې د خداى لاسونو ته ورنشي،چې په عذاب يې نه کړي، بيا وېره پرې ورکېناسته او خداى پرې ولورېد او ... دا خبره يې يا پر خداى او معاد د ناپوهۍ له امله وه او يا د خداى له قدرته د ناپوهۍ له مخې او فکر يې کاوه،چې که ايره يې وشيندل شي؛نو خداى ته يې راټولول ناشوني دي . خو خداى پرې ولورېد او ناپوهۍ يې له منځه ولاړه او له الهي عقوبته ووېرېد او .....دا سړى په دې ځانګړنې ،چې خبره يې د ناپوهۍ له امله وه،چار يې کفر ته نه رسي؛خو داچې د الهي پېغمبرانو په ښوونو پوهه ولري او داچې دا چار خداى کړای شي محال ورته نه دی؛خو بيا هم پېغمبران دروغجن وګڼي. خداى تعالى وايي : ((وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً  : او موږ هېڅكله (يو قوم) نه عذابوو،څو مو پېغمبر ور استولى نه وي (چې خلك په خپلو دندو پوه كړي ) . دا حديث هغوى ته خورا هيلمنوونکى حديث دى،چې د آيتونو په تاويل کې تېروتي او هغه حديث دى،چې پر سموالي يې يوه خوله دي او يوې ډلې اصحابو؛لکه حذيفه،ابوسعيد او ابوهريره (رضی الله عنهم) رانقل کړى؛بلکې لکه څنګه چې په جامع الاصول او مجمع الزوايد کې راغلي،هغه حديث دى،چې راويان يې تواتر ته رسېدلي ،د حذيفه (رض) په روايت کې راغلي، چې دا سړى نباش او کفن کش و . څه مو چې وويل،په تاييد کې یې يو لړ حديثونه لرو،چې خداى وايي : " انا عند ظن عبدى بى فليظن بى ما شاء: زه هغسې يم،چې بنده مې ګومان کوي؛نو څنګه يې چې خوښه وي،زما په باب دې ګومان وکړي ." دا احاديث له درېیو سمو لارو راغلي دي. ډېرى اسلامي علماوو ويلي: مسلمان د هغه الفاظو په پار،چې له خولې یې راوځي،تکفيرولاى نشو؛خو داچې ويونکى يې په کفر پوهه ولري.د محيط د کتاب خاوند وايي : دا د ابوعلي جبايي ،محمد بن حسن شيباني او شافعي عقيده ده . ان "په درې اوياوو د امت د ويشل کېدو"حديث،چې ډېرى علماء يې مني او وايي،چې دا درې اويا واړه فرقې په دوزخ کې دي ؛خو يوه فرقه يې ،چې "ناجيه فرقه" نومول شوې ده . ان دا حديث هم – له ټولو ستونزو سره،چې په سند او دلالت کې يې شته – بېلابېلې فرقې يې د امت؛يعنې د اسلامي امت او "محمدي امت" برخې ګڼلي دي.د روايت د سرچینې له امله،چې د پېغمبراکرم (ص) له خولې يې راوړی،چې :"ستفترق امتى"؛يعنې امت مې ډله ډله کېږي .دې حديث ټول د امت په متن کې راوړي او موږ ته جايز نه دي،چې په خپلو تاويلاتو او تکلفاتو يې له امته بهر کړو بخاري له حضرت انس بن مالک (رض) رانقلوي،چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :" من صلى صلاتنا و استقبل قبلتنا و اکل ذبحتنا،فذلک المسلم الذى له ذمه الله و ذمه رسوله،فلا تخفروا الله فى ذمته: يعنې څوک زموږ په څېر نمونځ وکړي او زموږ قبلې ته ور مخه کړي او زموږ له حلالې وخوري،مسلمان دى او د خداى او د هغه د استازي په پناه کې دى؛نو تاسې يې د خداى د واک تر ولکې لاندې څارن ووسئ ." بخاري هم داسې رانقل کړي،چې حضرت بن مالک وپوښتل شو: اباحمزه ! څه څيز د بنده وينه او مال حراموي؟ ځواب يې ورکړ: څوک چې شهادت ورکوي،چې بې له ايکي خدايه بل خداى نشته او زموږ قبلې ته ور مخه کړي او زموږ په څېر نمونځ وکړي ،زموږ له حلالې وخوري؛نو مسلمان دى او د مسلمانۍ له ټولو حقوقو برخمن دى او د مسلمانۍ ټولې دندې ور ترغاړې دي . ددې خبرې مانا داده،چې بايد ددې وګړي پر مسلمانۍ حکم وکړو او اسلامي احکام پرې جاري کېږي که څه ګناهکار وي يا په ځينو علمي چارو کې تېروځي که په اصولو کې وي که په فروعو کې؛لکه څنګه چې دا خبره په علم کې راسخينو جوته کړې ده . خداى هغه دعا اجابت کړې،چې د بقرې سورت په پاى کې يې رازده کړې او د تېروتنې او هېر ګناه يې رانه اوچته کړې ده :" ((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا  : پالونكيه !كه څه هېره او خطا رانه وشي؛موږ پرې مه نيسه .)) په دې موضوع کې خداى تعالى د علمي او عملي مسایلو او په اصولي او فرعي پېښو پورې اړوند مسالو ترمنځ توپير نه دى ايښى . د صحابه وو عمل هم زموږ کړنې تاييدوي. صحابه وو خوارج تکفير نه کړل؛لکه څنګه چې له حضرت علي (ک)،سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو نه روايت شوی دی.ابن الوزير وايي : د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو نه تکفيرول راته له څو لارو جوت شوي دي .همداراز د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو د مالونو بېرته ورکول هم راته له څو لارو جوت شوي دي. له حضرت جابر (رض) نه روايت دى، چا ورته وويل :ايا کوم قبلې والا ته د مشرک وایئ؟ ورته يې وويل: اعوذبالله او بيا يې وژړل . ورته وويل شول : ايا څوک پکې کافر ګڼئ ؟ و يې ويل : نه !

د تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوې کوم مطالب مو چې وويل، د اسلامي مذاهبو سترو مشرانو هم ويلي او موږ هم پردې مطالبو د ټينګار لپاره يې ځينې هغه ويناوې راوړي،چې زموږ د موخو له مخې د تکفيرولو مخنيوى کوي . د اشاعره وو او نورو متکلمانو وينا د عضدالدين ايجي په المواقف کتاب او د سيدشرف الدين جرجاني په شرح کې يې،چې د را روسته اشاعره وو له مهمو کتابونو ځنې دى، راغلي دي : " ډېرى متکلمان او فقهاء په دې آند دي،چې د هیڅ قبلې والا تکفيرول جايز نه دي ".شيخ ابوالحسن اشعري د "مقالات اسلاميين" د کتاب په پيل کې ويلي دي :"ځينې مسلمانان ځينې نور بې لارې ګڼي او کرکه ترې کوي او په پايله کې ډله ډله شول؛خو اسلام يې سره راټولوي او ټول په خپله غېږ کې رانغاړي ." دا د اشعري مذهب دى،ډېرى اصحاب هم همدا رايه لري . له امام شافعي رانقل شوي،چې وايي : " د يوه مذهب د لاروي شهادت هم نه ردوم؛خو د "خطابيه وو"؛ځکه د حليت په کذب ګروهن دي ". حاکم د المختصر د کتاب خاوند په المنتقي کتاب کې له حضرت امام ابوحنيفه (ره) رانقل کړي:"له اهل قبله وو ځنې یې څوک هم نه تکفيراوه .ابوبکر رازي هم همدا راى له "کرخي" او نورو رانقل کړې ده. ويلي یې دي :"معتزله،چې تر ابوالحسن مخکې وو،په شخړه کې شول او زموږ اصحاب-؛يعنې اشاعره- يې په ځينو چارو کې تکفير کړل . زموږ ځينو يارانو هم ورته کار وکړ په ځينو چارو کې یې تکفير کړل . استاد ابواسحاق اسفراييني ويلي دي : " هر مخالف،چې موږ تکفير کړي،مو يې هم تکفيروو او که داسې نه وي؛نو نه ". د مواقف خاوند او شارح يې د مسلمانانو د عدم تکفير لپاره د ډېرى متکلمانو او فقهاوو راى تاييد کړې،که څه په ځينو ګروهیزو چارو کې له حق ګروهې سره مخالف هم وي؛ځکه کوم ګروهیز مسايل،چې اهل قبله پرې يو له بل سره اړپېچ لري؛لکه ايا خداى د بندګانو د کړنو پنځوونکى دى که نه ؟ ايا خداى څېره لري که نه؟ايا په آخرت کې ليدل کېږي که نه؟ ايا هغه غواړي، چې ګناه وشي که نه ؟ او دې ته ورته پېښې، ټولې نظري چارې دي،چې پېغمبر اکرم (ص) به یې په باب تازه مسلمان شوي وګړي نه پوښتل او دې چارو ته بې له څه پاملرنې او بې له دې چې په لټه کې يې شي،د وګړيو مسلماني منله.اصحاب او تابعان هم همداسې کول . له دې چلنه معلومېږي، چې د وګړيو د مسلمانۍ سموالی ددې پوښتنو ځوابولو ته تم نه دی او په دې چارو کې تېروتل يې د مسلمانۍ حقيقت نه ټکنى کوي او که د وګړيو د اسلام د سموالي حقيقت په دې پورې اړه درلوده او پکې تېروتنې به د وګړيو د اسلام حقيقت ټکنى کاوه؛نو واجب به وه،چې په دې چارو کې د خلکو د ګروهې څرنګوالى وڅېړل شي؛خو پوهېږو،چې نه د پېغمبر اکرم (ص) په پېر کې،نه د اصحابو په پېر کې او نه د تابعانو په پېر کې د داسې چارو په باب څه خبره نه وه . امام محمد غزالي د معتزله وو، مشبهه وو او نوښتګی و ډلو په باب،چې د ديني متونو په تاويل کې د اجتهاد له مخې تېروتي دي، تر ويناو روسته وايي: " څه چې بايد زده کړیالان ډډه ترې وکړي،له تکفيره ډډه کول دي،تر هغه وخته چې لار ورته وي؛ځکه د قبلې پر لوري د نمونځ کوونکيو او د لا اله الا الله د ويونکيو د ځان او مال مباح ګڼل ناسم چار دى او د زرو کافرو په ژوندي ساتلو کې تېروتنه،د يو مسلمان د يو څاڅکي د وينې د تويېدو تر تېروتنې اسان دي ." او پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي : "امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا لا اله الا الله محمد رسول الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها: حکم راته شوى، چې له خلکو سره تر هغه مهال وجنګېږم،چې "لا اله الا الله او محمد رسول الله" ووايي او دا جمله يې چې وويله؛نو ځان او مال يې په امن کې دى؛خو په حقه ." غزالي هم داسې ويلي دي : "جوته شوې را ته نه ده، چې په تاويل کې تېروتنه د کفر لاملېږي .دا چار دليل ته اړتيا لري ؛خو د لا اله الا الله د ويوونکيو عصمت بیخي جوت شوی دی او هېڅ څه يې نشي زايلولاى؛خو پرېکنده پوهه.همدومره بسیا ده،چې پام مو وي په تکفير کې افراط او ‏ښنده- مبالغه د برهان د دليل مؤيد نه دى؛ځکه برهان بايد يا يو شرعي اصل وي يا د يو شرعي اصل پر بنسټ يو قياس وي.هغه شرعي اصل،چې د کفر لامل دى (د خداى او استازي يې او ....)څرګند تکذيب دى .څوک چې تکذيب و نه کړي، بل هر چار هم چې د کذب په مانا وي، په هکله یې نه دى؛ نو ځکه نوموړی د شهادت د کلمې په ويلو تر عمومي عصمت لاندې پاتېېږي ."

د حنفي مذهبو فقهاوو نظر جامع الفصولين د حنفيانو يو کتاب دى،چې پکې راغلي دي :" طحاوي زموږ له اصحابو رانقل کړي دي :هېڅ څوک له ايمانه نه وځي؛خو داچې له هغه څه منکر شي،چې ايمان ته د ورننووتولامل وي .په چا چې يقين حاصل شو،چې مرتد شوى؛نو د ارتداد حکم پرې جاري کېږي او د چا په ارتداد،چې شک و؛نو د ارتداد حکم پرې نه ورجاري کېږي؛ځکه وګړيو ته ثابت شوى اسلام په شک له منځه نه ځي او اسلام او مسلماني برلاسي دي .... نو ښایي که په دې باب څه شکايت کوم عالم ته راوړل شي؛نو اهل اسلام دې نه تکفيروي ". زه (د جامع الفصولين خاوند) وايم: "دا مطلب مې ځکه مخکې راووړ،چې د هغه ويناوو لپاره يوه کچه وي،چې په دې څپرکي کې مې را وړې؛ ځکه په ځينو منقولاتو کې د تکفير حکم راغلى دى،حال دا ددې سريزې له مخې،د تکفير ځاى نه دى- پام وکړئ ." په "خلاصه" او نورو کتابونو کې راغلي دي : که په يو چار کې بېلابېل احتمالات وو،يو احتمال يې د تکفير لامل او نور احتمالات يې د تکفير مانع شمېرل کېږي؛ نو مفتي بايد د هغه احتمال اړخ ونيسي، چې د تکفير مانع وي او مفتي بايد مسلمانانو ته حسن ظن ولري . په بزازيه کې زيات شوي دي : " خو داچې وګړى ټينګار وکړي ،چې د يو مطلب اراده يې کړې ده،چې د کفر لامل دى ؛نو په دې بڼه کې به تاويل ته څه ځاى پاتې نشي ." د بېلګې په توګه : که څوک د يو مسلمان وګړي د دين سپکاوى وکړي،په يوه احتمال دا سپکاوى د دين د سپکاوي او استخفاف پر مانا ده؛ نو د کفر لامل دى او په بل احتمال مراد يې د مسلمان پرېوتي اخلاق او ناوړه چلن دى – نه په خپله د دين سپکاوى – په هر ځاى کې،چې په کفر کې اختلاف وي؛نو خبره بايد په ښه محمل حمل کړو که څه پر يوه ضعيف او کمزوري روايت ډډه وهل وي؛نو ډېرى په کفر ککړ لغات ،چې کارېږي؛ له مخې يې د تکفير حکم ورکولای نشو او ژمن يم، چې هړو په دې اقوالو د تکفير حکم صادر نه کړم ...." ابن عابدين په ردالمختار کتاب کې له خير رملي نقل کړي، چې د بحر د خاوند په دې وينا (که څه په ضعيف روايت ډډه وهل وي) پسې یې ويلي دي : " که څه روايت زموږ له نامذهبانو هم وي. دليل يې دادى، شرط شوى له هغه څه انکار د کفر لامل دى،چې د مسلمانانو پرې اجماع وي." حنفي څېړونکى،کمال الدين بن الهمام وايي :" د مذهبيانو په خبرو کې د تکفير حکم خورا زيات دى؛خو دا يوه هم د مجتهدانو اوفقيهانو خبره نه ده او دا احکام نافقهاوو ويلي او پر خبرو یې ډاډ نشته ."

د مالکي مذهبو فقهاوو ويناوې د مالکي مذهبو د نظريو په رانقلولو کې يوازې د شاطبي د نظر په رانقلولو بسيا کوو :د الاعتصام په کتاب کې د بدعتپالو او کوږ اندو تر یادولو روسته وايي :" اسلامي امت ددې فرقو،چې بدعتونه يې کړي،د لارويانو د تکفير په باب اړپېچ لري؛خو څه چې سم برېښي او له روايتونو سره ډېر همغږي دي،د دوى پر تکفير د پرېکندتوب نشتوالى دى او دې مطلب ته دليل مو د صالح سلف عمل دى . نه ګورئ،چې حضرت علي –رضى الله عنه- له خوارجو سره څنګه چلن وکړ ؟ علي (رض) د اسلاموالو په څېر چلن ورسره وکړ،د خداى د وينا له مخې، " وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا  : او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ " کله چې حروريان (خوارج) راټول شول او د مسلمانانو له ټولي بېل شول؛نو آنحضرت بريد پرې و نه کړ او ورسره و نه جنګېد او که دوى په خپلو وتو مرتد شوي وو؛نو حضرت علي (ک) به کله هم نه وو پرېښي؛ځکه پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :" من بدل دينه فاقتلوه: چا چې خپل دين بدل کړ؛ نو ويې وژنئ ." حضرت ابوبکر – رضي الله عنه- هم،چې له اهل رده سره جګړې ته راووت؛ پرې يې نه ښوول؛ ځکه دې دوو ډلو توپير درلود ،معبد جهني او نور اهل قدر هم چې راښکاره شول؛نو صالح سلف يې يوازې په شاته کولو،شړلو،دښمنۍ او ورسره په کرکې بسیا وکړه او که په خپلو وتو یې په محض کفر لاس پورې کړى و؛نو د مرتد حد به پرې جاري کېده . عمر بن عبدالعزير(رض) هم په موصل کې د خپل پېر د حروريانو (خوارجو) له وژنې ډډه وکړه؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) ويلي وو، د مرتدانو چلن ورسره و نه کړئ . خو د مانا له پلوه :که څه وايو : هغوى د فتنې او تاويلپالۍ له مخې د خپلو ځاني غوښتنو او د قرآن کريم د متشابهاتو لارويان دي؛خو هغوى يوازې د ځاني غوښتنو لارويان نه دي او په بشپړه توګه د قرآن له متشابهاتو لاروي نه کوي ؛ځکه که داسې وه؛نو کافر ګڼل کېدل؛ځکه په اسلامي شريعت کې دا چار يوازې هغوى کوي،چې د عناد له مخې د قرآن محکمات نفې کوي،چې البته دا چار کفر دى؛خو څوک چې اسلامي او محمدي شريعت تصديقوي، بالاخره د وفاق پر لوري دي؛لکه څنګه چې د حضرت علي –رضي الله عنه- د زمانې دوه زره خوارج هم ورستانه شول؛که څه زیاترو يې داسې و نه کړل .

د شافعي مذهبو فقهاوو نظر د ابوحامد غزالي نظر مو راووړ،چې هم د شافعي مذهب له مشرانو ځنې دى او اشعري عالم دى،دلته به د نورو شافعي مذهبو علماوو نظر راوړو:

د صحيح مسلم په شرح کې د نووي ويناوې "پوه شئ ! د حقوالو د مذهب له مخې،يو اهل قبله هم د ګناه په پار نه تکفيرېږي، اهل هواء او بدعتپال هم (لکه خوارج او معتزله او ...) هم نه تکفېرېږي .څوک چې د اسلام له اړتياوو ځنې له يوه منکر شي،مرتد او کافرېږي؛خو داچې نوى مسلمان شوى وي او يا په لرې بيديا کې لوى شوى وي يا داچې له هغو وګړيو ځنې وي،چې دا چارې ترې پټې پاتې وي . په دې ترڅ کې لومړى يې سمه عقيده ورپېژندل کېږي که بيا يې هم ترې انکار وکړ؛نو د کفر حکم پرې کېږي همداراز که څوک د زنا، شرابخورۍ وژنې او نورو محرماتو پر حلالوالي قايل وي،چې د اسلام له اړتياوو ځنې دي ." ابن حجر په تحفه کې وايي :"غوره ده،چې مفتي تر شوني بريده د وګړيو په تکفيرولو کې احتياط وکړي؛ځکه تکفيرول خطرناک چار دى او په دې چار کې ډېرى کفرويونکي – په تېره عوام وګړي – کوټلي هوډ نه لري.پخواني او اوسني شافعي مشران مو په همدې نظر وو، د حنفي مذهبي مشرانو پر خلاف، چې د تکفيرولو حکم يې ډېرو ځايونو ته ورپراخ کړ،حال داچې دا ځايونه د تاويل وړ دي؛بلکې ناکفر ککړې مانا ترې راولاړېږي." بيا له زرکشي د حنفيانو له نظره د تکفير د پراخوالي لاملونه رانقلوي وايي : " ډېرى موارد،چې د تکفير د لاملونو په باب د فتواوو په کتابونو کې راغلي ،له حنفيه مشايخو روایت دي او را روستي او پرهیزګاران یې له دې نظرياتو سره مخالف او ترې منکر دي او وايي :له دې وګړيو تقليد جايز نه دى؛ځکه دوى په اجتهاد پېژندل شوي نه دي او دا څرګندونې يې د امام ابوحنيفه پر يوه کتاب هم مستندې کړي نه دي؛ ځکه د ابوحنيفه له عقېدې سره په ټکر کې دي .امام ابوحنيفه وايي : زموږ په نزد بنسټيز اصل ايمان دى،چې یوازې د یقین پر خلاف یو څیز یې نفې کوي ." دې مطلب ته بايد پاملرنه وکړو او هغوى چې مسلمانان تکفيروي،بايد له موږ او حنفيه پرهیزګاروعلماوو دې لرې وي؛ ځکه وېره ده، چې د مسلمانانو په تکفيرولو په خپله پر کفر اخته شي . زموږ ځينو څېړونکيو (شافعيانو) او هغوى (حنفيانو) خورا ارزښتمې ويناوې کړې دي: ابوزرعه، چې له را روستیو څېړونکيو دى، ويلي دي :که څوک ووايي،چې د خداى په پار مې پرېږده او ځواب درکړي، چې ته مې د زرو خدايانو په پار پرېښوولې؛ نو پر کفر یې حکم نه شو کولاى؛ ځکه مراد يې دادى،چې په زرو الهي لاملونو يا په زرو الهي خوشې کولو مې پرېښوولې،که څه د لفظ ظاهر دا نه وايي؛خو تر شوني بريده دې انسانانو ته له سزا ورکولو ډډه وشي په تېره په هغو ځايونو کې،چې ددې خبرې ويونکى په ناوړه عقيده نه وي پېژندل شوى؛خو دا چې د ناوړه وينا د ظاهر له امله تاديب شي ."

د حنبليانو څرګندونې دلته به يوازې د امام ابن تيميه د ويناوو په رانقلولو بسيا وکړو ،څوک چې له بدعتپالو سره په سخت دريځۍ او شدت عمل مشهور و.شيخ الاسلام ابن تيميه وايي : "د ګناه کولو په پار او د هغو ګروهیزو تېروتنو له امله د مسلمانانو تکفيرول جايز نه دي،چې مسلمانان پکې اختلاف لري،ان بې لارې خوارج هم،چې پېغمبر اکرم (ص) ورسره د جګړې حکم ورکړى و او اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب (ک) يو له راشده خلفاوو ځنې ورسره وجنګېد او ټول صحابه، تابعان او نور ديني مشران د جګړې لپاره ورسره يوه خوله وو؛خو سره له دې حضرت علي ابن ابيطالب (ک) او حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو صحابه وو تکفير نه کړل او سره له دې،چې ورسره وجنګېدل؛خو مسلمان يې ګڼل او علي (ک) ورسره جګړه پیل نه کړه،تردې چې هغوى د مسلمانانو وينې تويې کړې او د خلکو شتمنۍ يې چور کړې؛نو په دې وخت کې د ظلم د لرې کولو او بريد د تمبونې لپاره ورسره وجنګېد،نه د کافرتوب په پار يې؛نو ځکه يې د هغوى ښځې اسيرانې نه کړې او د هغوى مالونه يې غنيمت نه کړل ." په هغه ځاى کې،چې د يوې ډلې بې لاري په نص او اجماع جوته شوې وي او خداى او استازي (ص) يې ورسره د جګړې حکم ورکړى وي، نه تکفيرېږي؛ نو د هغوی پر وړاندې دریځ خو څرګند دی، چې په ځينو ځايونو کې حق ورته رې مشتبه دى. يوه مسلمانه ډله هم بله مسلمانه ډله تکفير ولای نشي، کېداى شي ددې ډول تکفيرولو بدعت خورا سخت وي.حقيقت خو دادى،چې ډېرى کږلاري،هغه وګړي دي،چې پر حقيقت د نه پوهېدو او د حقيقت په پوهه کې د ناپوهۍ له امله يې اړپېچ پيدا کړى دى.اصل دادى،چې د مسلمانانو ځان،مال او پت یو پر بل حرام دي او بې د خداى او استازي له اجازې یې نه حلالېږي . که يو مسلمان له ديني متونو د ناسمې اخستنې او تاويل له مخې،له بل مسلمان سره وجنګېږي يا يې تکفير کړي؛نو نه کافرېږي؛لکه څنګه چې حضرت عمر بن الخطاب (رض) د خاطب به ابي بلتعه په باب پېغمبر اکرم (ص) ته وويل : رسول الله (ص) ! اجازه راکړئ،چې ورمېږ يې ورغوڅ کړم . پېغمبر اکرم (ص) وويل : دا هغه دى،چې په بدر کې حاضر شوى و او ته څه پوهېږې،کېداى شي خداى بدريانو ته ويلي وي:"څه چې مو خوښه وي و يې کړئ، مابښلي ياست ." دا حديث په صحيحينو کې راغلى دى . او بيا په صحيحينو کې راغلي دي :سيد بن خضير(رض)، سعد بن عباده (رض) ته وويل : ته منافق يې او د منافقانو دفاع کوې !دواړه سره دښمنان شول او بيا يې پېغمبر اکرم (ص) په منځ کې روغه وکړه . دا بدريان دي،چې ځينو يې پر ځينو تور ولګاوه او ويې ويل،چې ته منافق يې؛خو پېغمبراکرم (ص) دوى تکفير نه کړل؛بلکې ټولو ته يې د جنت وعده ورکړه .همداسې دي په صفين او جمل کې پخواني جنګېدلي مسلمانان،سره له دې،چې دوى ټول مسلمانان او مؤمن وو،لکه څنګه چې خداى په باب وايي : " وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا  : او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ " " إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ  : په حقيقت كې مؤمنان يو د بل روڼه دي؛ نو د خپلو روڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي ." خداى ويلي هغوى چې يو له بل سره جنګېدلي او يو پر بل يې بريد کړى، يو د بل مؤمن روڼه دي او حکم يې کړى،چې ترمنځ يې په عدالت چلن وشي .

د زيديه او خپلواکو مشرانو ويناوې په تېرو مخونو کې مو د ابن الوزير د ويناوو مهمه برخه رانقل کړه .دلته هم له السيل الجرار نه د امام شوکاني ځينې ويناوې رانقلوو : پوه شئ، کوم مسلمان چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري ورته روا نه ده، چې له اسلامه د مسلمانانو د وتو او کفر ته يې د ورننووتو حکم ورکړي؛خو داچې د لمر په څېر روښانه دليل يا برهان ولري؛ځکه په صحيحو حديثونو کې او له يوې ډلې صحابه وو رانقل شوي دي،چې "من قال لاخيه يا کافر فقد باء بها احدهما: څوک چې خپل رور ته ووايي : کافره! نو يو له دوى پرې ککړ شوى دى." (؛يعنې که رښتيا وي؛نو هغه کافر دى او که پر ناحقه يې ويلي وي؛نو په خپله ويونکى يې کافر شوى دى) په يو صحيح حديث کې راغلي او په صحيحينو او نورو کې په نورو الفاظو راغلى دى : "من دعا رجلا بالکفر او قال عدوالله و ليس کذلک الا حارعليه –اى رجع- و فى لفظ فى الصحيح فقد کفر احدهما: څوک چې چاته د کفر په لقب غږ وکړي يا ورته ووايي : (د خداى دښمنه) او هغه داسې نه وي؛نو دا وینا يې خپل ځان ته ورګرځي يا په بل تعبير : يو یې بیخي کافر دى . دا ډول او ورته حديثونه ستر نصحيتونه او د لارې خنډونه دي،چې د نورو په تکفيرولو کې بيړه و نه کړو .خداى تعالى ويلي دي : " وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا  : خو چاچې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته " بايد د کفر پر وړاندې پراخه سينه،ارام روح او ډاډمن زړه ولرو. شرکي ګروهې مو چې غوږو ته رارسي،اعتبار نه لري په تېره که ويونکى یې له اسلام سره د مخالفت په باب جاهل وي او کوم اعمال،چې کوي، له اسلامه د وتو او کفر ته ورننووتو هوډ پرې و نه لري،دا راز کفر لړلي الفاظ که د يوه مسلمان له خولې راووځي؛خو ويونکى يې پر مانا او مفهوم ګروهه نه لري؛نو د اعتبار وړ نه دي . شوکاني ددې کتاب په يو بل ځاى کې،د وضوء النهار د خاوند په دې غونډله د تعليق ترڅنګ "و المتاول کالمرتد و قيل کالذمى "وايي : تاويل ګر د مرتد حکم لري او ځينو ويلي،چې د ذمي حکم لري ". په دې کوټليو او عبرتناکو جملو يې ويلي:"دلته دي،چې بايد اوښکې تويې شي او اسلام او مسلمانانو ته وير وشي،چې په دين کې تعصب پر ډېرى مسلمانانو څومره کړښتونه ورتپي او د کفر ټاپې وهي؛نه د سنتو پر بنسټ او نه د قرآن د آيت له مخې،نه د خداى د کلام په استناد او نه د کوم دليل او برهان له مخې؛بلکې د ديني تعصب د دېگ خوټېدو او په مسلمانانو کې درز اچونې ته د شيطان د بري په پار،چې د يو بل په باب يې يو لړ القائات ورشيندل؛ لکه خس و خشاک، چې په هوا او سراب په بيديا کې وي .نو خدايه ! د مسلمانانو پر حال ژړا په کار ده ددې کړښت او بلا په پار،چې دين ته خورا ملاماتوونکې ده او مسلمانانو ته یو بې سارى کړاو دى او که لږ عقل هم درپاتې وي او لږ الهي مراقبت درسره وي او اسلامي غيرت ولرې،پوهېږې او ټول هغه وګړي ،چې د اسلام له فرهنګ سره اشنا دي،پوهېږي،چې " پېغمبر اکرم (ص)د اسلام په باب وپوښتل شو.آنحضرت (ص) يې د حقيقت او مفهوم په باب وويل :" انه اقامه الصلاة و ايتاه الزکاة و حج البيت و صوم رمضان و شهادة ان لا الا الا الله: لمونځ وکړي،زکات ورکړي،د خداى د خونې حج ته ولاړ شي،د رمضان د مياشتې روژه ونيسي او شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته ." په دې مانا احاديث خورا ډېر دي . څوک چې دا پينځګوني ارکان ومني او سم يې پر ځاى کړي، د ټولو منکراتو په درلودو بیا هم ،مسلمان دى هر څوک چې وي او څوک،چې د پېغمبراکرم (ص) د وينا پر خلاف بې بنسټه او ناپوهه خبره کوي؛نو پر مخ يې ور وولئ او ورته وواست: پرتې دې له ځان سره کېږده،دا د محمد بن عبدالله –صلوات الله و سلامه عليه- برهان دى . "دعوا کل قول عند قو محمد فما آمن فى دينه کمخاطر" (هر خبره د محمد وينا ته ورپرېږدئ،چې څوک په خپل دين کې ډاډمن دى؛د هغه په څېر نه دى،چې په خطر کې دى) لکه څنګه چې ددې پينځګونو ارکانو د پر ځاى کوونکيو په باب د رسول الله (ص) حکم تېر شو،آنحضرت (ص) د هغو وګړيو پر ايمان حکم ورکړى،چې پر خداى، پرښتو،کتابونو،الهي پېغمبرانو،قضا او قدر یې که شر وي او که خير ايمان ولري او دا خبره ترې متواتره رانقل شوې ده؛نو څوک چې داسې وي،حقيقتا مؤمن دى . او موږ لږ مخکې هغه دلايل وويل،چې د مسلمانانو تکفيرول منع کوي او د دوى د پت ساتلو وجوب مو هم وويل،چې په دين کې ورته په هره وزله له پېغور ورکونې مخه نیسي؛دا خو لا لرې خبره ده،چې له دينه يې بهر کړو او کفر ته يې وردننه کړو؟دا هغه جنايت دى،چې سارى نه لري او هغه سپين سترګي ده،چې ساری نه لري .دا خړ سترګي،چې خپل رووڼه تکفيروي چېرته او د رسول الله (ص)دا وينا چېرته؟،چې وايي :" المسلم اخوالمسلم لا يظلمه و لا يسلمه: مسلمان د مسلمان رور دى؛ نه پرې ظلم کوي او نه يې (دښمنانو) ته ورسپاري ." او دا هم د سرورکائنات حضرت محمد مصطفى (ص) وينا ده، چې : " سباب المسلم فسوق و قتاله کفر: مسلمان ته کنځل فسق او ورسره جنګېدل کفر دى ." همداراز بله وينا يې ده :" ان دمائکم واموالکم و اعراضکم حرام: سکه، وينې مو، مالونه مو او پت مو حرام دي." دا احاديث سم دي . دا ډول سم احاديث خورا ډېر دي او همداراز په دې باب خورا قرآني آيتونه راغلي او ښيون - هدایت د خداى په لاس کې دى : " إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ: په حقيقت کې ستا،چې چاته خوښه وي (؛نو) ته ورته (په زوره) سمه لار نشې ورښووای؛خو د خداى،چې چاته خوښه شي،سمه لار ورښيي او پالونكى دې سم لاري ښه پېژني . " دا ویناوې مې په لویى لاس ځکه اوږدې راوړې،چې پرهغوى لار وروتړي،چې د "لا اله الا الله" د ويوونکيو له تکفيرولو هېڅ وېره نه لري. دوى بايد له خدايه وډارېږي،هم په خپل حق کې او هم د مسلمانانو په حق کې او له فتنې اچونې دې ډډه وکړي،چې د هغو وينو د تويېدو او د هغو شتمنيو د له منځه تلو لامل دى،چې د شهادتينو په کلمې يې خوندېينه لاس ته راوړې ده او نه بايد د مذهبي اختلاف او په عملي چارو کې د نظر د اختلاف په پار په فتنه لاس پورې کړو ولا حول ولا قوة الا بالله ...." و آخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين دوحه،١٤ جمادي الاول ١٤٢٦ هجري،١٢ جون ٢٠٠٥ زېږديز د پالونکي بښنې ته اړمن،يوسف قرضاوي


کتابښود ١.ابن ابي الحديد،عبدالحميد بن هبة الله؛شرح نهج البلاغه،سمونه : محمد ابوالفضل ابراهيم،لومړى چاپ، بيروت : داراحياءالتراث العربي –دارالجيل ،١٣٧٨ س . ٢.ابن ابي شيبه،ابوبکر عبدالله،المصنف،بمبۍ : بي نا ،١٤٠٣ س ٣.ابن ابي الوفاء،عبدالقادر بن محمد؛الجواهر المضيئه فى طبقات الحنفيه،حيدر آباد دکن :دائرة المعارف العثمانيه ،١٩٩٨ز . ٤.ابن الجوزي البغدادي،عبدالرحمن بن علي،الضعفاء و المتروکين، څېړنه :ابوالفداء عبدالله القاضي،بيروت :دارالکتب العلميه، بي تا . ٥.ابن بابويه (شيخ صدوق)،محمد بن علي؛ التوحيد،قم :جماعة المدرسين فى الحوزة العلمية بقم،١٣٦٣ ل . ٦.ابن بزازي الکردري،محمد بن محمد؛مناقب ابي حنيفه،قم :مکتبة الداوري،١٣٩٦ س . ٧.ابن تيميمه،احمد بن عبدالحليم؛مجموع الفتاوي، لومړى چاپ، بيروت :دارالکتب العلميه،١٤٢١ س . ٨.ابن حجر العسقلاني؛تهذيب التهذيب ،لومړى چاپ، حيدر آباد دکن: بي نا،١٣٢٥ ل . ٩.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛لسان الميزان،څېړنه :مکتب التحقيق باشراف محمد عبدالرحمن المرعشي،دويم چاپ،بيروت :دار احياء التراث العربي،١٤٢٢ س . ١٠-ابن حجر حيتمي مکي،شهاب الدين؛الخيرات الحسان فى مناقب الام الاعظم ابي حنيفة النعمان ،لومړى چاپ،بيروت،دارالکتب العلميه،١٩٨٣ ز . ١١.ابن حنبل،ابوعبدالله احمد بن محمد؛مسند احمد بن حنبل،بيروت: المکتب الاسلامي – دارالصادر،١٣٩٨ س . ١٢.ابن خلدون،عبدالرحمن بن محمد؛د ابن خلدون سريزه،څېړنه : درويش جويدي،صيدا – بيروت : المکتبة العصريه ،١٤٢٣ س . ١٣.ابن سعد،محمد؛الطبقات الکبرى، لومړى چاپ، بيروت : دار صادر،١٤٠٥ س . ١٤.ابن شاذان،فضل؛الايضاح،تهران :محدث ارموي،١٣٦٣ ل . ١٥.ابن شهر آشوب،محمد بن علي؛المناقب لآل ابي طالب،بيروت : دار الاضواء،١٤٠٥ س . ١٦.ابن عبدالبر،يوسف بن عبدالله؛الاستيعاب فى معرفة الاصحاب، لومړى چاپ،بيروت :دارالجليل ،١٤١٢ س . ١٧.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛الانتقاء من فضائل الثلاثة الائمة الفقهاء،بيروت :دارالکتب العلميه،بي تا . ١٨.ابن قتيبه،عبدالله بن مسلم؛تاويل مختلف الحديث، بيروت : دارلجيل،بي تا . ١٩.ابن قيم الجوزيه،شمس الدين محمد؛اعلام الموقعين عن رب العلمين،تقديم و تعليق :طه عبدالروف طه،بيروت:دارالجيل ،١٩٧٣ ز. ٢٠.ابن منظور،محمد بن مکرم؛لسان العرب،بيروت :دار احياء التراث العربي،١٤٠٨ س . ٢١.ابوالعز،علي بن علي بن محمد؛شرح العقيدة الطحاوية،تحقيق و تعليق :الداکتر عبدالله بن عبدالمحسن الترکي،دويم چاپ ،بيروت : دار ابن رجب –دار ابن حزم ،١٤٢٤ س . ٢٢.ابوالفرج اصفهاني؛الاغاني،مصر :وزارة الثقافة و الارشاد القومي – المؤسسة المصرية العامه،١٩٦٣ ز . ٢٣.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛مقاتل الطالبيين،څېړنه :احمن حنفي؛بيروت :مؤسسة الاعلمي،١٤٠٨ س . ٢٤.ابوالليث سمرقندي،نصر بن محمد؛بستان العارفين،دهلي : د اشاعة الاسلام کتابتون،بي تا . ٢٥.ابو زهره،محمد؛الامام الصادق (عصره و حياته _آروه و فقه)، قاهره،دارالفکر العربي،١٩٩١٣ ز . ٢٦.ــــــــــــــــــــــــــــــــ؛الامام ابوحنيفه(عصره و حياته _آروه و فقه)، بي جا: دارالفکر العربي،١٣٦٩ س . ٢٧.ابونعيم اصفهاني،احمد بن عبدالله؛حلية الاولياء،قاهره: بي نا،١٣٥١ س. ٢٨.ابويوسف،يعقوب بن ابراهيم؛الآثار،د ابوالوفاء افغاني په زيار؛ قاهره:بي نا،١٣٥٥ س . ٢٩.اسفرائيني،طاهر بن محمد؛التبصير فى الدين د محمد زاهد کوثري په زيار؛قاهره :بي نا،١٣٧٤ س . ٣٠.اسکافي،ابوجعفر؛المعيار و الموازنه،څېړنه : الشيخ محمد باقر المحمودي،لومړى چاپ،بيروت :مؤسسة فؤاد بعينو للتجليد،١٤٠٢ س. ٣١.اشعري،ابوالحسن علي بن اسماعيل؛مقالات اسلاميين،څېړنه : محمد محى الدين عبدالحميد؛لومړى چاپ،مصر:مکتبة النهضة المصريه،١٣٦٩ س . ٣٢.اشعري،سعد بن عبدالله؛المقالات و الفرق،څېړنه : ابن معاذ محمد بن عبدالحى عوينه،لومړى چاپ،بيروت :دار ابن حزم،١٩٩٧ ز . ٣٣.الامام ابوحنيفه،نعمان بن ثابت؛الوصيه،څېړنه : ابي معاذ محمد بن عبدالحى عوينه،لومړى چاپ،بيروت :دار ابن حزم ،١٩٩٧ ز . ٣٤.ايتسکويتس،نورمن؛امپراطوري عثماني و سنت اسلامي،ژباړه : احمد توکلي،لومړى چاپ ،تهران :نشر پيکان ،١٣٧٧ ل . ٣٥.البخاري؛عبدالعزيز؛کشف الاسرار عن اصول فخر الاسلام البزودي الحنفي،نوى چاپ،قاهره :دارالکتب الاسلامي،بي تا . ٣٦.بخاري ،محمد بن اسماعيل؛الجامع الصحيح،بيروت :دار احياء التراث العربي،١٤٠٠ س . ٣٧.بغدادي،اسماعيل و مصطفى بن عبدالله؛هدية العارفين،لومړى چاپ،بيروت:دارالکتب العلميه،١٤١٣ س . ٣٨.بلخي،صفي الدين عبدالله بن عمر؛فضائل بلخ،ژباړه : محمد بن محمد حسيني بلخي د عبدالحى حبيبي په زيار،تهران : بي نا ،١٣٥٠ ل . ٣٩.بي آزار شيرازي،عبدالکريم،رساله نوين –عبادت و خودسازي،دفتر نشر فرهنگ اسلامي،شپږم چاپ،١٣٦٤ ل . ٤٠.ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ،همبستګي مذاهب اسلامي، زاهدان :نهاد نمايندگي رهبري د امور اهلسنت سيستان و بلوچستان، ١٣٨٢ ل . ٤١.البياضي العاملي،الصراط المستقيم،نجف :مطبعة الحيدريه، ١٣٨٤ س . ٤٢.بيضاوي،ابوسعيد عبدالله بن عمر؛انوار التنزيل و اسرار التاؤيل ، لومړى چاپ،بيروت : دارالکتب العلميه –دار احياء التراث العربي، ١٤٠٨ س . ٤٣.بيهقي،ابوبکر احمد بن حسين؛الاسماء و الصفات؛ بيروت : دارالکتب العلميه،بي تا . ٤٤.توکلي،محمد رئوف؛چهار امام اهلسنت و جماعت،بي جا : انتشارات توکلي ،١٣٧٧ ل . ٤٥.ثعالبي،عبدالرحمن بن محمد؛الجواهر الحسان فى تفسير القرآن، لومړى چاپ،بيروت :دارالکتب العلميه،١٤١٦ س . ٤٦.جرجاني،علي بن محمد؛التعريفات،قاهر،بي نا ،١٣٠٦ س . ٤٧.جصاص،احمد بن علي؛احکام القرآن،بيروت : بي نا،١٤٠٥ س. ٤٨.جعفري،سيد محمد حسين؛تشيع در مسير تاريخ، ترجمه محمد تقي آيت اللهي،نهم چاپ،دفتر نشر فرهنگ اسلامي،١٣٧٨ ل . ٤٩.جعفريان،رسول؛تاريخ تشيع در ايران،دويم ټوک،درېم چاپ،قم، انتشارات انصاريان،١٣٨٠ ل . ٥٠.ــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛مقالات تاريخي (دفتر ششم و هشتم) لومړى چاپ، قم :انتشارات دليل،١٣٧٩ ل . ٥١.ــــــــــــــــــــــــــــــــ؛حيات فکري وسياسي امام شيعه، لومړى چاپ،قم :انتشارات انصاريان،١٣٧٦ ل . ٥٢.ــــــــــــــــــــــــــــــــ؛صفويه در عرصه دين،فرهنگ و سياست،لومړى ټوک،لومړى چاپ :پژوهشگاه حوزه و دانشگاه ،١٣٧٩ ل . ٥٣.ـــــــــــــــــــــــــــــــــ؛مرجئه،تاريخ و انديشه،قم :نشر خرم، ١٣٧١ ل . ٥٤.ــــــــــــــــــــــــــــــــ صفويه از ظهور تا زوال،لومړى چاپ، تهران :مؤسسه فرهنگي دانش و انديشه معاصر،١٣٧٨ ل. ٥٥.الجندي،عبدالحليم؛ابوحنيفه بطل الحرية و التسامح فى الاسلام،قاهره :دار المعارف،بي تا . ٥٦.حسن محمود،عبدالرحمن؛مسند الامام ابي حنيفه (برواية الامام الحصکفي)،بي جا :مکتبة الآداب،بي تا . ٥٧.حسين بر،محمد امين،زندگاني امام ابوحنيفه،څلورم چاپ،تهران،نشر احسان،١٣٧٧ ل . ٥٨.حکيم سمرقندي،اسماعيل بن محمد؛السواد الاعظم،د عبدالحى حبيبي په زيار،تهران،بي نا،١٣٤٨ ل. ٥٩.حميري،نشوان بن سعيد؛الحور العين،سمونه : مصطفى کمال،قاهره،مکتبة الخانجي،١٩٤٨ ز . ٦٠.حنفي قندوزي،سليمان،ينابيع المودة،سمونه :علاء الدين الاعلمي،لومړى چاپ،بيروت :مؤسسة الاعلمي، ١٩٩٧ ز . ٦١.الحنفي،ابن ابي العز؛شرح العقيده الطحاوية . ٦٢.حيدر،اسد؛الامام الصادق و مذاهب الاربعه،لومړى چاپ،بيروت :دار الکتب العربي،١٤٠٣ س . ٦٣.خراساني،محمد واعظ زاده،زندگى آيت الله العظمى بروجردي ،تهران،مجمع جهاني تقريب مذاهب اسلامي، لومړى چاپ،١٣٧٩ ل . ٦٤.الخضري بک،الشيخ محمد،تاريخ التشريع الاسلامي، لومړى چاپ،بيروت :دارالفکر العربي،١٩٩٢ ز. ٦٥. خطيب بغدادي،احمد بن علي؛تاريخ بغداد او مدينة الاسلام،دريالسم ټوک،بيروت :دارالکتب العلميه،بي تا. ٦٦.الخلال،ابوبکر احمد بن محمد؛السنة،څېړنه :الداکتر عطية الزهراني،رياض،دارالرايه ،١٤١٥ س . ٦٧.الخميس،محمد بن عبدالرحمن؛اصول الدين عند الامام ابي حنيفه،لومړى چاپ،سعودي عربستان: دارالصميعي،١٩٩٦ ز . ٦٨.الخويي،ابوالقاسم،معجم رجال الحديث و تفصيل طبقات الروات ،دويم چاپ،بيروت :دارالزهراء للطباعة و النشر،١٤٠٣ س . ٦٩.دينوري،ابوحنيفه احمد بن داود؛اخبار الطوال،سمونه : حسن زين؛بيروت:دارالفکر الحديث،١٩٨٨ ز ٧٠.ذهبي،شمس الدين؛تذکرة الحفاظ،بيروت :دار احياء التراث العربي،١٣٧٤ س . ٧١.ذهبي،محمد بن احمد؛سير اعلام النبلاء د شعيب ارنؤوط او نورو په زيار؛بيروت :بي نا :١٤٠٥ س . ٧٢.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛ميزان الاعتدال فى نقد الرجال، څېړنه :علي محمد البجاوي،بيروت :دار المعرفه،بي تا . ٧٣.رازي،فخرالدين محمد بن عمر؛التفسير الکبير (مفاتيح الغيب)،لومړى چاپ، بيروت:دارالکتب العربي،١٤٠٧ س . ٧٤. راغب اصفهاني،حسين بن محمد؛المفردات فى غريب القرآن، څېړنه : صفوان عدنان داوودي،لومړى چاپ،دمشق :دارالقلم،١٤١٦ س. ٧٥.الزمخشري الخوارزمي،محمود بن عمر؛الکشاف عن حقايق التنزيل،دويم چاپ،بيروت :دار احياء التراث العربي،١٤٢١ س . ٧٦.سرخسي،ابوبکر محمد بن احمد؛اصول الفقه؛ د ابوالوفاء افغاني په زيار، حيدر آباد دکن :بي نا ،١٣٧٢ س . ٧٧.ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛فهارس کتاب المبسوط، بيروت : دارالمعرفة،١٤١٤ س . ٧٨.سلفي الافغاني،الشمس؛عداء الماتريديه للعقيدة السفيه،دويم چاپ،بيروت :مؤسسه فؤاد بعينو للتجليد،١٤١٩ س . ٧٩.سنايي غزنوي،حديقة الحقيقة و شريعة الطريقة، سمونه : مدرس رضوي،تهران :انتشارات دانشگاه تهران ،١٣٥٩ ل . ٨٠.السيد،محمود؛تاريخ الدولة العثمانية و حضارتها، مدينة المنورة : مؤسسه شباب الجامعه،٢٠٠٠ ز . ٨١.شافعي،محمد بن ادريس؛الرسالة،د احمد محمد شاکر په زيار، قاهره،بي نا ،١٩٣٩ ز . ٨٢.شاه ولي الله محدث دهلوي،احمد بن عبدالرحيم؛ الانصاف فى بيان سبب الاختلاف،درېم چاپ،بيروت :درالنفائس،١٤٠٦ س ٨٣.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛حجة الله البالغة، قاهر : مکتبة التراث،بى تا . ٨٤.شريف مرتضى؛رسائل ،اعداد،السيد احمد الحسيني؛ لومړى چاپ قم :دارالقرآن الکريم،١٤١٠ س . ٨٥.شريف،ميان محمد،تاريخ فلسفه در اسلام،ژباړه :ګروهي از مترجمان،تهران :مرکز نشر دانشگاهي،١٣٦٢ ل . ٨٦.الشعراني،عبدالوهاب؛الميزان الکبرى،بيروت :دارالفکر للطباعة والنشر،١٤٢١ س . ٨٧.الشکعه،الدکتور مصطفى؛الائمة الاربعة،څلورم چاپ، مصر: دارالکتب المصري،١٤١٨ س . ٨٩.الشيبى،دکتر کامل مصطفى؛الصلة بين التشيع و التصوف، دويم ټوک،درېم چاپ،بيروت : دارالاندلس،١٩٨٢ ز . ٩٠.شيخ مفيد،محمد بن علي؛الاختصاص، د شيخ مفيد د آثارو دولسم ټوک،لومړى چاپ،قم :المؤمتمر العالمي لالفية الشيخ المفيد،١٤١٣ س . ٩١.ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛الارشاد، (د شيخ مفيد د آثارو يوولسم ټوک)،لومړى چاپ،قم : المؤمتمر العالمي لالفية الشيخ المفيد،١٤١٣ س . ٩٢.ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛الامالي، د شيخ مفيد د آثارو ديارلسم ټوک،لومړى چاپ،قم :مؤسسة النشر الاسلامي ،١٤١٣ س . ٩٣.ــــــــــــــــــــ؛الجمل ، د شيخ مفيد د آثارو لومړى ټوک،لومړى چاپ،قم :مکتبة الاعلام الاسلامي ،١٤١٣ س. ٩٤.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛الفصول المختارة من العيون و المحاسن ، د شيخ مفيد د آثارو دويم ټوک،لومړى چاپ،قم :المؤتمر العالمي الالفيه الشيخ المفيد،١٤١٣ س. ٩٥.صبحي،احمد محمود؛فى علم الکلام،دويم ټوک،پينځم چاپ : بيروت : دارالنهضة العربيه ،١٤٠٥ س ٩٦ .صفري فروشاني ،نعمت الله؛غاليان (کاوشي در جريانها و برآيندها)،لومړى چاپ،مشهد :بنياد پژوهشهاى اسلامي آستان قدس رضوي ،١٣٧٨ ل . ٩٧.صيمري،حسين بن علي؛اخبار ابي حنيفة و اصحابه،بيروت : بي نا، ١٤٠٥ س . ٩٨.طبرسي،احمد بن علي؛الاحتجاج،د محمد باقر موسى خرسان په زيار؛بيروت : بي نا ،١٤١٧ س . ٩٩.طبرسي،ابوعلي فضل بن حسن؛مجمع البيان في تفسير القرآن، لومړى چاپ، بيروت : مؤسسة الاعلمي للمطبوعات ،١٤١٥ س . ١٠٠.طبري،محمد بن جرير؛جامع البيان عن تاويل آى القرآن،لومړى چاپ،بيروت :دار ابن حزم ،١٤٢٣ س . ١٠١.الطحاوي،ابوجعفر احمد بن محمد؛العقيدة الطحاوية، تصحيح او تعليق :نجم الدين محمد الدرکاني،زاهدان :انتشارات صديقي،١٤١٢ س. ١٠٢.طوسي،ابوجعفر محمد بن حسن؛التبيان فى تفسير القرآن ،لومړى چاپ ،قم :جماعة المدرسين فى الحوزة العلمية :١٤١٣ س . ١٠٣.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ؛رجال طوسي؛لومړى چاپ، نجف : مطبعة الحيدرية ،١٣٨١ س . ١٠٤.عاملي،سيد جعفر مرتضى؛اهل البيت فى آية التطهير،ژباړه : محمد سپهري :دويم چاپ ،قم :انتشارات دفتر تبليغات اسلامي، ١٣٧٩ ل . ١٠٥.عصام العماد،الدکتور على يحيى؛المنهج الصحيح و الجديد فى الحوار مع الوهابين،لومړى چاپ ،هولندا :مؤسسة الفکر الاسلامي، ٢٠٠٢ ز . ١٠٦.عطار نيشابوري،محمد بن ابراهيم،تذکرة الاولياء،تهران :مولى ، بي تا . ١٠٧.عقيقي بخشايشي،عبدالرحيم؛فقهاى نامدار شيعه،دويم چاپ، قم: کتابخانه آيت الله مرعشي نجفي،١٣٧٢ ل . ١٠٨.علامه حلي،حسن بن يوسف؛خلاصة الاقوال فى معرفة الرجال، بي جا :نشر الفقاهه،١٤١٧ س ١٠٩.علامه طباطبايي،سيد محمد حسين؛الميزان فى تفسير القرآن، لومړى چاپ، بيروت :مؤسسة الاعلمي،١٤١٧ س . ١١٠.علامه عسکري،سيد مرتضى؛آية تطهير در کتب دو مکتب،ژباړه : محمد جواد کرمي،لومړى چاپ،قم :مجمع علمي اسلاميو١٣٧٦ ل . ١١١. غاوجي،وهبي سليمان؛ابوحنيفة النعمان امام الائمة الفقهاء، څلورم چاپ ،دمشق –بيروت :دارالقلم ،١٤٠٧ س . ١١٢.غزالي،ابوحامد محمد؛المستصفى فى اصول الفقه،لومړى چاپ، بيروت : مؤسسة الثقافيه ،١٤١٠ س ١١٣. غيب غلامي،الشيخ حسين؛الامام البخاري و فقه اهل العراق، لومړى چاپ، بيروت : دارالاعتصام،١٤٢٠ س. ١١٤. غيب غلامي،الشيخ حسين؛البخاري و صحيحه، دويم چاپ، قم: مرکز الابحاث العقائديه؛١٤٢٣ س . ١١٥.فاضل،محمد موحدي و شهاب الدين اشراقي؛اهل البيت يا چهره هاى درخشان در آيه تطهير،قم :چاپخانه مهر استوار، بي تا ١١٦.فياض،الداکتر عبدالله؛تاريخ الامامية و اسلافهم من الشيعة، مقدمه : الشهيد محمد باقر الصدر ،درېم چاپ،بيروت : مؤسسة الاعلمي للمطبوعات ،١٤٠٦ س . ١١٧.قاري هروي،ملا علي بن سلطان محمد؛شرح الفقه الاکبر،سمونه : محمد علي دندل؛بيروت :درالکتب العلميه ،١٤١٦ س . ١١٨.قاضي عبدالجبار؛شرح اصول الخمسة،دويم چاپ،قاهره : مکتبة وهبة،١٤٠٨ س . ١١٩.قاضي نعمان مغربي؛دعائم الاسلام،د آصف فيضي په زيار؛قاهره : بي نا ،١٣٨٣ س . ١٢٠.قرطبي،محمد بن احمد؛الجامع لاحکام القرآن،دويم چاپ،بيروت : دارالفکر للطباعة و النشر ،١٣٨١ س . ١٢١.قزويني رازي،عبدالجليل؛النقض،د جلال الدين محدث ارموي په زيار؛تهران: بي نا ،١٣٥٨ ل . ١٢٢.کراجکي،محمد بن علي؛کنز الفوائد،تبريز : بي نا ، ١٣٢٢ س ١٢٣.کرمي،سيد علي رئيس،سيد جمال الدين اسدآبادي و همبستګي جهان اسلام ،لومړى چاپ،زاهدان :نهاد نمايندگي رهبري د امور اهلسنت سيستان و بلوچستان ،١٣٨٢ ل . ١٢٤.کشي،محمد بن عمر؛معرفة الرجال ، د حسن مصطفوي په زيار،مشهد، بي نا ،١٣٤٨ ل . ١٢٥.کليني،محمد بن يعقوب؛اصول کافي، د محمد باقر کمره اى ژباړه او شرح ،څلورم چاپ،تهران :اسوه،١٣٧٩ ل . ١٢٦.الکوثري ،محمد زاهد بن الحسن؛تانيب الخطيب على ما ساقه فى ترجمة ابي حنيفة من الاکاذيب ،لومړى چاپ،مصر :مکتبة الازهية للتراث ،١٩٩٨ ز . ١٢٧.مجلسي،محمد باقر؛بحارالانوار،١٠،٤٦،٤٧ ټوکونو درېم چاپ، بيروت :دار احياء التراث العربي ،١٤٠٣ س . ١٢٨.محسني،الشيخ محمد آصف؛مشرعة بحار الانوار،لومړى چاپ، قم : مکتبة عزيزي،١٤٢٣ س . ١٢٩.محلي،حميد بن احمد؛الحدائق الوردية في اخبار الائمة الزيدية، د مادلونگ په زيار ،بيروت : بي نا ،١٩٨٧ ز . ١٣٠.محمد جواد،محمد کاظم؛اهلبيت قيادة ربانية، لومړى چاپ،قم : مؤسسة انصاريان ،١٤١٧ س . ١٣١.مدرسي طباطبايي،سيد حسين؛مکتب در فرايند تکامل ،لومړى چاپ ،تهران : انتشارات کوير ،١٣٨٦ ل . ١٣٢.مدرسي،محمد تقي؛امامان شيعه و جنبشهاى مکتبي،دويم چاپ، مشهد :آستان قدس رضوي،١٣٦٩ ل . ١٣٣.المرعشي،شهاب الدين؛ملحقات احقاق الحق ،سمونه : محمود مرعشي،قم :مکبة آيت الله المرعشي النجفي ،١٤١٨ س . ١٣٤.مروزي،محمد بن نصر؛اختلاف العلماء،څېړنه :الداکتر محمد طاهر حکيم ،لومړى چاپ،المملکة العربية السعودية : مکتبة اضواء السلف ،١٤٢٠ س . ١٣٥.مزي،جمال الدين ابي الحجاج يوسف؛تهذيب الکمال ،لومړى چاپ،بيروت :مؤسسة الرسالة،١٤١٣ س ١٣٦.مسعودي،علي بن حسين؛مروج الذهب،د يوسف السعد داغر په زيار،بيروت :بي نا ،١٣٨٥ س . ١٣٧.مطهري،مرتضى؛آشنايي با علوم اسلامي،درېم ټوک (اصول فقه- فقه)،٢٥ چاپ،تهران:انتشارات صدرا ،١٣٨١ ل . ١٣٨.معرفت ،الشيخ محمد هادي؛اهلبيت و القرآن الکريم ،لومړى چاپ ،تهران :المؤسسة الثقافيه للمجمع العالمي لاهل البيت،١٤١٩ س. ١٣٩.المکي الخوارزمي،موفقه بن احمد؛مقتل الحسين،لومړى چاپ، قم : انوارالهدى ،١٤١٨ س . ١٤٠. المکي الخوارزمي، موفق بن احمد،جامع مسانيد ابي حنيفه،حيدر آباد دکن: بي نا،١٣٣٢ س . ١٤١. المکي الخوارزمي،موفق بن احمد؛مناقب ابي حنيفه،درېم چاپ، قم :مؤسسة الاسلامي ،١٤١٧ س . ١٤٢.موسوي،امام روح الله،استفتا آت ،تهيه و تنظيم دفتر انتشارات اسلامي، (وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم)،١٣٦٦ ل . ١٤٣.مولوي،جلال الدين محمد؛کليات ديوان شمس،سمونه :بديع الزمان فروزانفر ،لومړى چاپ،تهران : انتشارات بهزاد ،١٣٧٦ ل . ١٤٤.ناشي اکبر،عبدالله بن محمد؛مسائل الامامة و مقتطفات من الکتاب الاوسط فى المقامات،څېړنه :يوسف فان اس،بيروت : (فيسبادن) : دارالنشر فرانتس شتاينر ،١٩٧١ ز . ١٤٥.نقشبندي،شيخ امين علاء الدين؛حقيقت تصوف و بحثى از طريقه نقشبنديه،دويم چاپ،کابل :اداره دارالنشر افغانستان ،١٣٧٩ ل . ١٤٦.نوبختي،حسن بن موسى؛فرق الشيعه؛نجف :بي نا ،١٣٥٥ س . ١٤٧.النوري الطبرسي،الحاج الميرزا حسين؛کشف الاستار عن وجه الغائب عن الابصار ،لومړى چاپ،بيروت :مؤسسة النور للمطبوعات، ١٤٠٨ س . ١٤٨. هاشمي شافعي،سيد محمد طاهر؛مناقب اهل بيت از ديدگاه اهلسنت،لومړى چاپ،مشهد : بنياد پژوهشهاى اسلامي آستان قدس رضوي،١٣٧٨ ل . ١٤٩.الهامي،داوود؛امامان اهلبيت در گفتار اهلسنت،لومړى چاپ، قم:مکتب اسلام ،١٣٧٧ ل . ١٥٠.واعظ کاشفي،ملا حسين؛روضة الشهداء،سمونه او لمنليکونه : ابوالحسن شعراني،تهران :کتابفروشي اسلاميه ،١٣٥٨ ل . ١٥١.ياقوت حموي،ياقوت بن عبدالله؛معجم الادباء، رياض : دارالنفائس ،١٤٠٠ س .


  • دايرة المعارفونه

١٥٢. دائرة المعارف الاسلاميه،لومړى ټوک، عربي ژباړونکي : احمد الشنتناوي، ابراهيم زکى خورشيد و عبدالحميد يونس،بيروت : دارالمعرفة،بي تا . ١٥٣. دائرة المعارف بزرگ اسلامي ،پينځم ټوک،لومړى چاپ، زير نظر کاظم موسوى بجنوردي،تهران :مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامي، ١٣٧٢ ل . ١٥٤. دائرة المعارف تشيع،زير نظر احمد صدر حاج سيدجوادي، لومړى ټوک،درېم چاپ،تهران :نشر شهيد سعيدي محبي،١٣٧٥ س . ١٥٥.معارف و معاريف ،سيد مصطفى دشتي، لومړى ټوک، دويم چاپ، قم : حجت ،١٣٧٦ ل .

  • نشريات

١٥٦. الحياة الطيبة،العدد الرابع عشر،السنة الرابعة،بيروت :المؤسسة العالمية للمعاهد الاسلامية العالية،شتاء ١٤٢٥ س . ١٥٧.نشريه اخبار تقريب،٤١،٤١ ګڼې،تهران :مجمع جهاني تقريب مذاهب اسلامي ،١٣٧٩ ل . ١٥٨.مجله رسالة الاسلام،شپږم کال،دويمه ګڼه، شعبان،١٣٧٣ س. ١٥٩.فصلنامه هفت آسمان،١١ ګڼه،قم :مرکز مطالعات و تحقيقات اديان و مذاهب اسلامي ،منى،١٣٨٠ ل . ١٦٠. فصلنامه هفت آسمان،٥ ګڼه،قم :مرکز مطالعات و تحقيقات اديان و مذاهب اسلامي ،پسرلى،١٣٧٩ ل ١٦١. فصلنامه هفت آسمان،٩ او ١٠ ګڼې،قم :مرکز مطالعات و تحقيقات اديان و مذاهب اسلامي ،پسرلى او دوبى ١٣٨٠ ل .