یوولسم رامسېس

یوولسم رامسس (چې د رامسس یا رامسز په توګه هم لیکل کېږي) له میلاد وړاندې ۱۱۰۷ کال څخه تر ۱۰۷۸ کال یا ۱۰۷۷ کال پورې د لسم او وروستي فرعون په توګه د مصر د ۲۰مې لړۍ واکمن و چې د ده د واکمنۍ په پای سره د مصر د نوې پاچاهۍ دوره پای ته ورسېده. ده په مصر باندې ۲۹ کاله حکومت وکړ، په داسې حال کې چې یو شمېر مصر پوهان د هغه د حکومتولۍ دوره ۳۰ کاله حسابوي. [۱][۲]

مخینه سمول

یو مهال داسې انګېرل کېده چې یوولسم رامسېس د لسم رامسېس او ملکې تیتي زوی دی چې دغې ملکې د پاچا د مور، د پاچا د مېرمنې او د پاچا د لور لقبونه لرل. ورته مهال د لرغوني مصر پېژندونکي انتوني چارلز هاریس له خوا په راغونډو کړای شوو پاپیروس هریس (یا پاپیروس BM EA 10052) ځانګړو هغو نسخو باندې چې د دریم رامسېس پر وړاندې د هغه د حرم سرای د توطئو اړوند دي، وروستۍ علمي څېړنې ښيي چې تیتي د دغې ادعا پر ځای د فرعون دریم رامسېس مېرمن وه. له همدې امله تیتي د یوولسم رامسېس مور نه ده، خو کېدای شي چې دی د خپل مخکښ واکمن (لسم رامسېس) زوی وي؛ له دې سره چې دا هم نه ده ثابته شوې. باور دا دی چې یوولسم رامسېس د نسبني له لور تنت آمون سره واده کړی و چې بیا یې لور دوات حتحور حنوت تاوی له لوی کاهن لومړي بینوزم سره واده وکړ. یوولسم رامسېس د تنت آمون په نامه بله لور هم لرله چې هغې بیا د راتلونکې لړۍ د واکمن سمندس سره واده وکړ. [۳][۴]

د هغه د سلطنت پر مهال د آمون لوی کاهن، آمنهوتپ د کوش د نایب السلطنت پینهسي له خوا چې د یوه څه مودې لپاره یې تبس ونیو له واکه ګوښه کړای شو. په داسې حال کې چې «د آمون د لوی کاهن د ځپلو بهیر» تر ډېره پورې د ده د سلطنت په لومړنیو کلونو (د سلطنت له ۹ کال وړاندې) کې و؛ له همدې امله وروستي عام لیدلوري دغه لیدلوري ته بدلون کړی چې دغه چاره د رنسانس (Whm Mswt) له پیل کېدو لږ وړاندې ترسره شوې، هغه دوره چې د نوموړي د واکمنۍ په ۱۹ کال کې پیل شوه؛ دا په ډېر احتمال سره په دې باندې د تاکید په موخه وه څو د پینهسي له کودتا وروسته رامنځته شوی حالت بېرته عادي کړي. [۵]

د واکمنۍ موده سمول

د یوولسم رامسېس د واکمنۍ پر مهال، نه د رنسانس د دورې موده او نه هم د هغه واکمنۍ ته د اړوندو یو شمېر اسنادو نېټه د بحث وړ ده. اوس مهال د تییس دغه څرګندونه چې د پاپیروس بي ام ۱۰۰۵۴ (BM 10054) لرغونتیا د رنسانس دورې ته رسېږي د فون بکرات او آني ګاس په څېر د یو شمېر څېړونکو له خوا تائید شوې ده – دویمي یې په ۲۰۰۱ زکال کې د « JEA 87» تر عنوان لاندې مقاله کې دغه سند ته اړوند نوي کشف شوي قطعات څېړلې دي. پایله یې دا ده چې اوس مهال د یوولسم رامسېس د واکمنۍ کره موده د رنسانس تر ۱۱ کال پورې بلل کېږي، په دې معنی چې هغه ۲۹ کاله سلطنت کړی، هغه مهال چې نوبیایي پیانخ مبارزې پای ته ورسېدې؛ یعنې دا چې هغه د خپلې مړینې ترمهاله ۲۹ کاله د مصر واکمن و – همدارنګه کېدای شي له دې امله یې د سلطنت موده ۳۰ کاله ښوول شوې چې د نوې ۲۱مې لړۍ د پاچاهۍ د پیل او د هغه د واکمنۍ د پای ترمنځ فاصله یې هم په کې حساب کړې وي. خو دا یوازې یوه فرضي انګېرنه ده چې ګویا هغه ۳۳ کاله سلطنت کړی دی. [۶][۷][۸][۹]

د یوولسم رامسېس د واکمنۍ د وروستي مهال وقایع لیکنه سمول

د مصري کرونولوژي دود لیدلوری دا دی چې یوولسم رامسېس د لسم رامسېس او د سمندس د واکمنۍ ترمنځ ۲۹، ۳۰ او یا هم ۳۳ کاله واکمني کړې. هغه له مړینې لږ وړاندې د مصر سیاسي پلازمېنه تانیس ته ولېږدوله او همالته ومړ چې د هغه ځای ناستي سمندس بیا خښ کړ، خو سمندس بیا یوازې په لاندني مصر حکومت کاوه، په داسې حال کې چې هریهور په تبس کې د مصر د لوی کاهن په توګه په پورتني مصر حکومت چلاوه. د تییس دغه څرګندونه چې د یوولسم رامسېس د سلطنت لومړني اوولس کاله په بشپړه توګه د نهم رامسېس (له ۵ تر ۱۹ کال پورې) او لسم رامسېس (له لومړي تر دریم کاله) د واکمنیو سره هم مهاله و؛ یوازې د ایډان ډوډسون له خوا بل هېڅ یو مصر پېژندونکې نه ده تائید کړې، خو ډوډسون د سترواکۍ له ځلېدو وروسته (Afterglow of Empire) تر عنوان لاندې خپل کتاب کې هغه منلې ده. [۱۰][۱۱]

دفن کول سمول

د سلطنت له یوې جنجالي دورې وروسته، یوولسم رامسېس په نامعلومو شرایطو کې ومړ. په داسې حال کې چې هغه د پاچاهانو په دره (KV4) کې ځانته مقبره جوړه کړې وه، خو ودانیزې چارې یې نه وې بشپړې شوې او تر یوې کچې تزئین شوې وه، همدا و چې یوولسم رامسېس یې پر ځای لار برابره کړه څو له تبس لرې، په ډېر احتمال سره ممفیس ته څېرمه دفن شي. ورته مهال د دغه فرعون مقبرې یو لړ غیرعادي ځانګړنې لرلې، په دغو کې د دفن په خونه کې څلور مستطیلي او ۹ مربع ډوله پایې، د خښولو یو مرکزي ژور ځای – چې ۳۰ فوټه یا ۱۰ متره اوږدوالی یې درلود – شامل وو چې کېدای شي د یوې اضافي امنیتي وسیلې په توګه جوړ شوی وي څو د قبر له غلا مخه ونیسي. د ۲۱مې لړۍ پر مهال د طبس د لوی کاهن لومړي بینوزم د واکمنۍ پر مهال کېدای شي د یوولسم رامسېس یاده مقبره د حتشپسوت، تحوتموس دریم او فرعون لومړي تحوتموس د دفن کولو په موخه د وسایلو د جوړولو د ځای په توګه کارول شوې وي. د یوولسم رامسېس مقبره له لرغونې زمانې څخه پرانیستې وه او قبطیانو له هغو څخه د استوګنځي په توګه ګټنه کوله.[۱۲][۱۳][۱۴]

له دې امله چې خپله یوولسم رامسېس په کښتني مصر کې دفن کړای شو، سمندس د دغه دود پر مټ چې پاچا یې دفن کړی و، تاج او تخت یې په میراث کې ترلاسه کړ او د مصر واکمن شو. له دې امله چې هغه د تدفین مراسم ترسره کړي و، کولای یې شوای د بشپړ مصر تاج په قانوني توګه ترلاسه او ۲۱مه لړۍ له خپل زیږون ځای تانیس څخه تاسیس کړي؛ آن که چېرې هغه په منځني او پورتني مصر واک هم نه لرلای چې دغه مهال په عملي بڼه په تبس کې د آمون د لویو کاهنانو په واک کې وو.

سرچينې سمول

  1. Erik Hornung, Rolf Krauss & David Warburton (editors), Handbook of Ancient Egyptian Chronology (Handbook of Oriental Studies), Brill: 2006, p.475
  2. Ad Thijs, "Reconsidering the End of the Twentieth Dynasty. Part III: Some Hitherto Unrecognised Documents from the Whm Mswt," Göttinger Miszellen 173 (1999), pp. 175-192.
  3. Aidan Dodson & Dyan Hilton: The Complete Royal Families of Ancient Egypt. Thames & Hudson, 2004, p.191
  4. Mark Collier, Aidan Dodson, & Gottfried Hamernik, P. BM 10052, Anthony Harris and Queen Tyti, JEA 96 (2010), pp.242-247
  5. Cyril Aldred, More Light on the Ramesside Tomb Robberies, in: J. Ruffle, G.A. Gaballa & K.A.. Kitchen (eds), Glimpses of Ancient Egypt, (Festschrift Fairman), Warminster 1979, 92-99
  6. Annie Gasse, "Panakhemipet et ses complices (À propos du papyrus BM EA 10054, R° 2, 1–5)", JEA 87 (2001), pp.81-92
  7. Hornung, Krauss & Warburton, p.475
  8. Hornung, Krauss & Warburton, p.475
  9. Aidan Dodson, Afterglow of Empire, Egypt from the Fall of the New Kingdom to the Saite Renaissance, AUC Press 2012, p. 12.
  10. see this book review by David Aston in Egyptian Archaeology, February 2014
  11. Ad Thijs, Pap. Turin 2018, the journeys of the scribe Dhutmose and the career of the Chief Workman Bekenmut, GM 199 (2004), pp.79-88
  12. Nicholas Reeves & Richard H. Wilkinson, The Complete Valley of the Kings, Thames & Hudson Ltd., 1996. p.173
  13. Reeves & Wilkinson, p.173
  14. Reeves & Nicholson, p.172