يوناني افسانې یا اسطورې (Greek mythology) د افسانو هغه مجموعه یا ټولګه ده چې اصلا د لرغونو يونانيانو له خوا ویل شوې او د لرغوني یوناني فولکلور یو ژانر دی. دا کيسې د نړۍ اصليت او څرنګوالی، د خدایانو،  اتلانو او افسانوي مخلوقاتو ژوند او کړنې، او د لرغونو يونانيانو د ادابو او دودونو اصليت او اهميت بيانوي. ننني پوهان دغه افسانې په دې موخه څېړي چې د يونان پر مذهبي او سياسي جوړښتونو رڼا واچوي او په خپله د افسانو جوړولو پر څرنګوالي لا ښه پوه شي.[۱]

Greek trinity.png

يوناني افسانې په لومړيو کې په ۱۸مې مخزېږدي پېړۍ کې د مینو تمدن (Minoan) او مسيني تمدن (Mycenaean) د سندرغاړو له لوري په شفاهي-شعري بڼه خپرې شوې دي‌. بالاخره، د تروجان جګړې (Trojan War) پایلې او د هغو د اتلانو افسانې د هومر د حماسي شعرونو، ايلياد او اوډېسي (Iliad, Odyssey) د شفاهي کلتور برخه وګرځېدې. د هومر تقریبا معاصر هېسویید (Hesiod) دوې شعري ټولګې، چې د تیوګوني او کارونه او ورځې (Theogony, Works and Days) په نوم دي، د نړۍ د پیدایښت، د الهي واکمنانو ځایناستۍ، د انساني نسلونو لړۍ، د انساني دردونو د سرچینې، او د قربانۍ اړوند دودونو په اړه ډېر څه لري. دا افسانې یا اسطورې همدا راز په هومري مناجاتو کې، د حماسي پېر د حماسي شعرونو په ټوټو کې، په غزلونو کې، د پنځمې مخزيږدې پېړۍ د تراژیدي لیکوالو او کومېډینانو یا طنز لیکونکو په اثارو کې، د هېلېنېزم پېر د شاعرانو او پوهانو په لیکنو او د روم امپراتورۍ د لیکوالانو لکه پلوټارک (Plutarch) او پاوسانیاس (Pausanias) په لیکنو کې شته دي.[۲]

د لرغوني یوناني ادب پر دغو داستاني زېرمو سربېره، د لرغونو ګلدانیو په نقاشیو، د نذري ډالیو په ډیکورېشن او دېرو نورو هنري اثارو کې د خدایانو، اتلانو، او افسانوي پېښو انځوريزې نمونې لیدل کېږي. د اتمې مخزیږدې پېړۍ په خاورینو لوښو کې هندسي ډیزاینونه د تروجان دورې صحنې او همدا راز د هېراکلیس (Heracles) ماجرایي سفرونه انځوروي. په ورپسې لرغونو، کلاسیکو او هېلېنېسټیک (Hellenistic) پېرونو کې بېلابېلې هومري او نورې بېلابېلې افسانوي صحنې ښکاري چې د شته ادبي شواهدو او اثارو بشپړوونکې ګڼل کېږي.[۳]

یوناني افسانو د لوېديځ تمدن پر کلتور، هنر او ادب پراخه اغېزه کړې او د لوېديځ میراث او ژبې یوه برخه پاتې شوې. لیکوالانو او شاعرانو له لرغونې زمانې څخه تر ننه پورې له یوناني افسانو الهام اخیستی او په موضوع ګانو کې یې معاصر اهمیت او تړاو موندلی دی.[۴]

سرچينېسمول

يوناني افسانې نن ورځ په ابتدايي توګه له يوناني ادبياتو او په بصري رسنيو کې د تمثیل له لارې پېژندل کېږي چې تاريخ يې هندسي دورې ته له ۹۰۰ تر ۸۰۰ مخزيږد راوروسته پورې رسېږي. په حقيقت کې، ادبي او د لرغون پېژندنې سرچينې سره ګډېږي چې ځينې وختونه له يو بل سره مرسته کوي خو ځينې وخت بيا د يو بل په مخالفت کې واقع کېږي، خو په ډېرو مواردو کې د دا ډول معلوماتو شتون د دې ښودنه کوي چې د يوناني افسانو ډېری عنصرونه پیاوړې حقيقي او تاريخي ریښې لري.[۵][۶]

د افسانوي تاريخ څېړنهسمول

یوناني افسانو د وخت په تېرېدو سره د دوی د کلتور د تدریجي ودې او تکامل له کبله بدلون موندلی چې همدا افسانې هم په ښکاره او هم په ناویلو انګېرنو کې د دغو بدلونونو یو شاخص ګڼل کېږي. لکه څرنګه چې ګېلبرټ کتبېړټسن ۱۹۷۵(Gilbert Cuthbertson) استدلال کړی، د يوناني افسانو په ژوندي پاتې ادبي بڼو کې، چې تر ډېره د پرمختیایي بدلونونو په پای کې موندل شوې، په طبیعي توګه سياسي دي.

د بالکان ټاپو وزمې لومړني اوسېدونکي بزګر خلک وو، چې له انیمېزم (دا باور چې هر څه روح لري) څخه په ګټې اخيستنې سره د طبېعت هر اړخ ته روح ورکړی و. ورو ورو، دغو مبهمو روحونو انساني بڼې واخیستې او سيمه‌ييزو افسانو ته د خدايانو په توګه داخل شول. کله چې د بالکان ټاپو وزمې شمالي قبيلو يرغلونه پيل کړل، دوی له ځانه سره د فتحې، ځواک، جنګي وړتیا او تاوتریخجنې اتلولۍ پر بنسټ د خدايانو یوه نوې رب النوعي ټولګه له ځان سره راوړه. د بزګرۍ د نړۍ نور زاړه خدايان له پياوړو يرغلګرو هغو سره يوځای شول او يا هم بې ارزښته شول.[۷]

د لرغوني پېر له نيمايي وروسته د نارينه خدايانو او نارينه اتلانو تر منځ د اړيکو افسانې زیاتې شوې چې د تربيتي پېډېراسټي (pedagogic pederasty) یا نارینه-نارینه جنسي اړیکې موازي پرمختګ ښيي او داسې انګېرل کېږي چې د ۶۳۰ مخزيږد په شاوخوا کې پېژندل شوی دی. د پنځمې مخزېږدي پېړۍ تر پایه شاعرانو له اریس خدای (Ares) او ډېرو افسانوي څېرو پرته هر مهم خدای ته لږ تر لږه يو اېرومېنوس (eromenos) یا یو تنکی هلک چې د هغوی جنسي ملګری و، ځانګړی کړی و. پخوانۍ افسانې لکه د اکيليس (Achilles) او پټروکلوس (Patroclus) يو ځل بيا په یوه پېډېراسټي منظر کې واقع شوې. لومړی ځل اسکندري شاعرانو او وروسته د روماني امپراتورۍ په لومړیو ادبي افسانه لیکونکو بېرته د هماغه افسانوي کرکټرونو افسانې په خپله بڼه ومنلې. [۸][۹][۱۰]

د افسانې يوناني او رومي مفهومونهسمول

په لرغوني يونان کې افسانې د ورځني ژوند په منځ کې ځای درلود. يونانيانو افسانې د خپل تاريخ برخه ګڼله. دوی افسانې د طبيعي ښکارندو، کلتوري توپيرونو، دودیزو دښمنيو او ملګرتياوو د بيان لپاره کارولې. دا به د ویاړ یوه سرچينه وه چې د يو چا د رهبر اصل به یې کوم افسانوي اتل يا خداي ته رسولی شوای. لږو کسانو دا شک درلود چې په الياد (Iliad) او اوډېسی (Odyssey) کې د تروجان جګړې د روایت تر شا کوم حقیقت شته و. د وېکتور ډاويس هانسن (Victor Davis Hanson) له نظره، چې یو پوځي تاريخپوه، کالم ليکونکی، سياسي مقاله ليکونکی، او د کلاسيک پخوانی فروفيسور دی او همدا راز د جان هيت (John Heath) له نظره، چې د کلاسيک فروفيسور دی، د هومري دورې د حماسو ژوره پوهه د يونانيانو له خوا د دوی د کلتور منلو بنسټ ګڼل کېده. هومر "د يونان زده کړه" او د هغه شاعري "کتاب" و.[۱۱][۱۲]

معاصر تفسیرونهسمول

د يوناني افسانو د اوسني یا معاصر پوهاوي پيدايښت د ځينو پوهانو له نظره د اتلسمې پېړۍ په پای کې "د عیسوي دښمنۍ دودېز چلند" په مقابل کې، چې افسانې يې دروغ او يا هسې کیسې ګڼلې، د یوه دوه‌ګوني غبرګون په توګه ګڼل کېږي. په جرمني کې د ۱۷۹۵م په شاوخوا کې په يوناني افسانو او هومر کې لېوالتیا زياته شوه. جوهان متياس ګېسنر (Johann Matthias Gesner) په ګاتېنګن (Göttingen) کې په داسې حال کې د يونان څېړنه بيا راژوندۍ کړه چې كريسټین جوټلوب هاين (Christian Gottlob Heyne) ځايناستي يې له یوهان یواخیم وینکلمن (Johann Joachim Winckelmann) سره کار کاوه او د افسانوي څېړنې بنسټ يې په جرمني او نورو ځایونو کې کېښود. [۱۳][۱۴]

په غربي هنر او ادبیاتو کې یې انګېزېسمول

د عیسویت په پراخه کچه منلو هم د افسانو د شهرت او محبوبیت مخنیوی ونه شو کړای. په رنسانس کې د کلاسيکې لرغونتيا له بیا کشف سره، د اووېډ (Ovid) شاعرۍ، د شاعرانو، ډرامه لیکونکو، ساز غږوونکو او هنرمندانو پر تصوراتو او تخیل پراخه اغېزه وکړه. د رنسانس له لومړيو کلونو د ليونارډو داوېنچي (Leonardo da Vinci)، مايکل انجېلو (Michelangelo) او رافېل (Raphael) په څېر هنرمندانو د مروجو عیسوي موضوع‌ګانو تر څنګ، د يوناني افسانو شرکي مضامین انځور کړل. د لاتيني ژبې او اووېډ (Ovid) د اثارو له لارې يوناني افسانې د منځنیو پېړیو او رنسانس دورو پر شاعرانو لکه په اېټالیا کې پېټرارک (Petrarch)، بوکچيو (Boccaccio) او ډانټې (Dante) اغېزې وکړې.[۱۵][۱۶]

سرچينې او ياداښتونهسمول

  1. "Volume: Hellas, Article: Greek Mythology". Encyclopaedia The Helios. (1952). 
  2. Cartwirght, Mark. "Greek Mythology". World History Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Greek Mythology". Encyclopædia Britannica. (2002). 
  4. Foley, John Miles (1999). "Homeric and South Slavic Epic". Homer's Traditional Art. Penn State Press. کينډۍ:ISBN.
  5. Graf, Fritz. 2009 [1993]. Greek Mythology: An Introduction, translated by T. Marier. Baltimore: Johns Hopkins University Press. کينډۍ:ISBN.
  6. Alms, Anthony. 2007. Theology, Trauerspiel, and the Conceptual Foundations of Early German Opera. City University of New York.
  7. Albala, Ken G, Claudia Durst Johnson, and Vernon E. Johnson. 2000. Understanding the Odyssey. Courier Dover Publications. کينډۍ:ISBN.
  8. Calimach, Andrew, ed. 2002. "The Cultural Background." Pp. 12–109 in Lovers' Legends: The Gay Greek Myths. New Rochelle, NY: Haiduk Press. کينډۍ:ISBN.
  9. Percy, William A. 1999. "The Institutionalization of Pederasty" in Pederasty and Pedagogy in Archaic Greece. London: Routledge. کينډۍ:ISBN.
  10. Dowden, Ken. 1992. "Myth and Mythology" in The Uses of Greek Mythology. London: Routledge. کينډۍ:ISBN.
  11. Albala, Ken G, Claudia Durst Johnson, and Vernon E. Johnson. 2000. Understanding the Odyssey. Courier Dover Publications. کينډۍ:ISBN.
  12. Hanson, Victor Davis, and John Heath. 1999. Who Killed Homer, with translations by R. Karakatsani. Kakos. کينډۍ:ISBN. p. 37.
  13. Ackerman, Robert. 1991. Introduction to Jane Ellen Harrison's 'A Prolegomena to the Study of Greek Religion'. p. xv.
  14. Graf, Fritz. 2009 [1993]. Greek Mythology: An Introduction, translated by T. Marier. Baltimore: Johns Hopkins University Press. کينډۍ:ISBN.
  15. "Greek Mythology". Encyclopædia Britannica. (2002). 
  16. L. Burn, Greek Myths, 75