احمدبن ابی یعقوب بن جعفر داسلامي نړۍ په تاریخ کي دنهمي زیږدیزي پېړۍ نوموتی تاریخ پوه وو چي په عباسي خلافت کي یې ژوند تېرکړی دی .

دیعقوبي ژوند سمول

دیعقوبي دپیدایښت نيټه په دقیقه توګه نه ده معلومه البته دومره څرګنده ده چي نوموړي په دریمه هجري پېړۍ کي ژوندکړی دی اودژوندانه پړاوونه یې اکثره په مصر، بغداد او ارمینیا کي تېرسوي دي . دیعقوبي پلار دتاریخونوپه حواله په عباسي دربار کي دنده درلوده چي وروسته دغه دنده یعقوبي ته پاته سول خوداهم نه ده څرګنده چي یعقوبي په کومه نېټه عباسي دربارته لاره پیداکړه . دپيدایښت ترڅنګ دیعقوبي دمذهب په اړه هم اختلافات شتون لري چي پردې بنسټ ځینو تاریخ پوهانو نوموړی شیعه اوځینو هم سني مسلمان معرفي کړی دی .

دیعقوبي پوهه او علمي آثار (کتابونه) سمول

یعقوبی په دریمه هجري پیړۍ کي دمسلمانانو له سترو جغرافیه پوهانو اوتاریخ پوهانو څخه ګڼل کېدي اودخپل ژوند په دوران کي یې په دې اړه څوکتابونه هم تالیف کړي دي چي نومونه یې په لاندي ډول دي :

۱البلدان ۲مشاکلة الناس لازمانهم ۳التاریخ ۴المسالک والممالک ۵فتح افریقیه واخبارها ۶اخبارالطاهرین ۷اخبارالامم السالفه ۸اخبار بلادالروم

په ټولو کتابونوکي یې البلدان زیات مشهوره دی چي پکښي دجغرافیې په اړه معلومات شتون لري[۱].

احمدبن ابی یعقوب
مرګ۲۸۴ یا ۲۹۲ هجري سپوږمیز کال
نور معلومات
سرلیکیعقوبي
مذهبي مسلک
کارونه[[]] and کتاب البلدان
  1. استشهاد فارغ (مساعدة)