گوننار تېلنېس

(له گوننار تلنس نه مخ گرځېدلی)

گوننار تلنېس ډاکټر ( ناروېژي : Gunnar Tellnes) يو ناروېژی پروفیسور دی . دی له ۱۹۹۱ م زېږيز کال راپدېخوا د اُوسلو په پوهنتون کې د ټولنيزطب په برخه کې چارپوه استاد دی . همدارنگه د پوهنتون د ټولنيز طب د څانگې مشر دی . دی په دې وروستيؤ کې د آسام ( ASAM) او آيؤ (UiO) تر څنگ د ناروې د کارموندنې ټولنيزې ادارې ناؤ (NAV ) سره هم د مشورتي رنځورپوه په توگه د بوسکرود په ولایت کې له ۲۰۰۹ زېږيز کاله راپدېخوا دنده ترسره کوي .

گوننار تېلنېس

دندې

د وروی او روست په روغتونونو کې له ۱۹۷۹ زېږيز څخه تر ۱۹۸۴ ز پورې ډاکټر پاتې شوی . ددې ترڅنگ ېې د څېړونکي او لومړۍ رتبه متخصص لیکوال، گړندي استاد (1.Amanuensis) په توگه په اُوسلو پوهنتون کې دندې له ۱۹۸۴ زــ ۱۹۹۱ زېږيزه پورې او د خلکو د رفاحي ادارې سره ېې د مئ ۱۵مې کال ۱۹۹۱ زېږيژ پورې دندې ترسره کړي دي . هغه د فاکولتې د مرستيال ريس په دنده هم پاتې شوی . په 1996 ز ـ 1999 زېږيزو کلونو کې د پوهاندۍ تر کچې رسېدلی او هم د څېړنو همغاړې کوونکی په اُوسلو پوهنتون کې پاتې شوی . دی د آکرشهوس په پوهنتون کې د وقايعوي طب په څانگه کې د دوهمې کچې د پروفیسور په توگه له ۲۰۰۱م زېږيزه تر ۲۰۰۷م زېږدي پورې او همدارنگه د هېډمارک په پوهنتون کې له ۲۰۰۸م زېږيز تر ۲۰۰۹ م زېږيزپورې دندې لرلي دي . په موس او ريگه سیمو کې ، کال 1985 زېږيز ـ 1998 زېږيز پورې د سر طبیب او سلاحکار ډاکټر په توگه دندې هم درلودې . د سلاحکار ډاکټر په توگه ېې د وېست فولډ ولایت په روغتون کې اود ساگنه اوتورسهوف ، اُوسلو کې له ۲۰۰۱م زېږيز ـ ۲۰۰۲م زېږيز راهيسې په نیمه ورځ دندې درلودې .

ټولنو پورې اړونده مخینه

  1. د اروپا د ټولنيزې روغتيايي بنسټ پخوانی مشر
  2. د ناروې د ټولنيزې روغتيايي بنسټ پخوانی مشر
  3. د ستوره ډال د کلتوري مرکز د ادارې مدیر ـ په ۱۹۹۸ ز ـ ۲۰۰۲ م زېږيزه په سارپسبورگ ، اوست فولډ مرکزونو کې د (Et Natur-Kultur-Helse) يو طبیعت ـ کلتورـ روغتیا، اړونده چارو کې مدير.
  4. تلنس د ناکوهېل ) NAKUHEL ) په نامه ټولنه په ۱۹۹۴ م زېږيز کې جوړه کړه . له ۲۰۰۴ م زېږيزه راپدېخوا د ناکوهېل نړېواله ټولنې (Nature-Culture-Health International) مشر وټاکل شو. د نړېوال ساينس اکاډمي د روغتيا او ايکالوژي ((ICSDد مرستيال مشر په توگه په ۲۰۰۸م زېږيز کال . همدارنگه د EUPHA مرستيال مشر په توگه د ټولنيزې اروايي روغتيا په څانگه کې پاتې شوی .

سرچينې

کينډۍ:Offisiell*

Kategori:Norske medisinprofessorer Kategori:Professorer ved Universitetet i Oslo Kategori:Fødselsdato ikke oppgitt

http://tellnes.info/biography/cv/* Archived 2009-09-07 at the Wayback Machine.

http://www.nakuhel.no/* Archived 2001-02-23 at the Wayback Machine.

http://www.eupha.org/

http://www.nfsh.no/ Archived 2009-06-19 at the Wayback Machine.

http://www.uio.no/om/