گل محمد نورزاد

استاد گل محمد نورزاد د نورمحمد زوی په ۱۳۲۵ه ش کال کي د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د لایق په کلي کي زیږیدلی دی .

استاد لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې کړي دي، منځني او ثانوي زده کړې یې په کابل کې کړي دي .

په ۱۳۴۵ کال د کابل له سید جمال الدین عالي دار المعالمین نه فارغ شوی دی.

وروسته بیا په ۱۳۴۶ ه ش کال د کانکور له لارې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ریاضي او فزیک څانگې ته کامیاب شوی دی او په ۱۳۵۰ ه ش کال ترې د کدر په درجه کې فارغ شوی دی .

له ۱۳۵۰ ه ش کال څخه تر ۱۳۷۰ ه ش کال پوري یې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د استادي سپیڅلي دنده ترسره کړې ده .

د کورنیو جگړو له وجې یې د استادۍ دنده پریښوده او یو څه موده په کور کښیناست بیا یې د هیواد په گوټ گوټ کې له تعلیمي او خیریه مؤسسو سره کار پیل کړ او په څنگ کې یې په ډیرو ښوونځیو کې تدریس هم کاوه.

په ۱۳۸۸ ه ش کال یې یو ځل بیا د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې خپله د استادۍ دنده پیل کړه.

د دې ترڅنگ یې په زراعت، وترنري، انجینري او نورو پوهنځيو کې د ریاضي تدریس کاوه او ورسره په گڼو شخصي پوهنتونو او تعلیمي مؤسساتو کې یې د استادي دنده درلوده .

استاد د ریاضي په برخه کې چاپ او ناچاپ کتابونه او گڼ شمیر علمي مقالې لیکلي دي چې گڼ شمیر محصلان ورڅخه استعفاده کوي.

چاپ سمول

  1. د یو متحوله توابعو انالیز …………… لومړي ټوک
  2. د یو متحوله توابعو انالیز…………….دوهم ټوک
  3. تفاضلي معادلي

ناچاپ سمول

  1. تحلیلي هندسه په دوه اړخیزه (بعدي) فضا‌‌ء کي
  2. تحلیلي هندسه په دري اړخیزه (بعدي) فضاء کي
  3. عمومي ریاضي

استاد پنځه دیرش کاله د هیواد د معارف او ښوونې په برخه کې تیر کړل او گڼ شمیر شاگردان او محصلین روزلي دي . د روان ۱۳۹۳ ه ش کال د لندۍ د میاشتې په نهمه نیټه په یوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسید . روح یې ښاد او یاد دې تل وي .