گرامر د هغو قواعدو او اصولو ټولگه ده چې په ژبې کې د سم لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي .هره ژبه ځان ته ځانگړی سیستم او قواعد لري که چیرې د غونډلو په جوړولو کې د ژبې قواعد او سیستم په نظر کې و نه نیول شي نو کومې جملې چې د لیک لپاره جوړېږي هغه به بې مانا او بې مفهومه وي.