گاوېن دوبر

ګاوېن دو بیر – Sir Gavin de Beer د نومبر په اوله نیټه کال ۱۸۹۹ کې د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د جون په ۲۱ نیټه کال ۱۹۷۲کې د الفریستون په سوسیکس کې مړ شوی. د انګلستان زولوجیسټ(zoologist)او مورفولوجیسټ (morphologist)وو. د نامتوالي وجه ېې په امبرلوجي(embryology)، اناتومي (anatomy)او د تکامل (evolution)آزمېښتونو کې ونډه اخیستل دي. په کال ۱۹۲۶ کې د امبرلوجي تعریف خپور کړ. په کوم کې چې هغه لیکلی وو چې ځنې جوړښتونه ( لکه د پوستکي لرونکي هډوکو ځنې غضروف او د غاښونو سلول یا د عاج جوړونکي سلولونه) چې مخکې فکر کېده له ميسوډرم (mesoderm)څخه جوړ شوي د تکثري طبقې تيوري (germ-layer theory)له مخې هغه تشریح کړه چې له ايکټوډرم(ectoderm)یا عصبي کرسټ څخه جوړ شوړ شوي. په کال ۱۹۳۵ کې ېې د (Development of the Vertebrate Skull) تشریح خپره کړه. هغه دامبریو (embryonic)د تجربوي، کيمياوي، او فزيولوژيکي تکامل سره هم مینه لرله چې له ژولین هوکسلي (Julian Huxley)سره ېې په ګډه په کال ۱۹۳۴ کې یوه تشریح د (Elements of Experimental Embryology)په نامه لیکلې او خپره کړې. په کال ۱۹۴۰ کې د (concept of paedomorphosis)مفهوم خپور کړ. وروسته ېې د آرکئوپتریکس مارغانو د سینې چناق کشف کړ او د دې چناق په پیدا کولو سره وتوانیده چې د موزایک دورې (mosaic)د مرغانو د تکامل ځانګړنې تشریح کړي. له دې وروسته ېې ډول ډول فوسیلي حیوانات وپېژندل. همداسې ېې د پيټويټري مرغړي ( pituitary gland) په اړه څېړنې تر سره کړې.

تړلې لیکنې سمول

ژوپوهان ژوپوهنه