گاز پیالوگرام (Gas pyelogram) د هغې ساده بطني اکسرې څخه عبارت ده چې په هغه کې بډوډي ، حویضې ، کلیسونه او حالبونه له گاز څخه ډک معلومیږي او Radiolucent خیال ورکوي. دغه گاز د یوشمیر گاز تولیدونکو مایکروارگانیزمونو په واسطه چې د بولي سیستم علوي برخې منتنوي منځته راځي. Emphysematous pyelonephritis له یوه حاد ، نکروتیک ، پارنشیمایي او Peri renal انتان څخه عبارت ده چې د بولي سیستم د گاز تولیدونکو مایکروارگانیزمونو په واسطه منځته راځي. پتوجنیز یې په څرگند ډول معلوم ندی خو څرنگه چې دغه حالت زیاتره په شکرې ناروغانو کې رامنځته کېږي؛ داسې فکر کېږي چې په انساجو کې د گلولوز لوړه سویه د یوشمیر مایکروارگانیزمونو لکه Ecoli لپاره زمینه برابروي ترڅو دغه گلوکوز خمیره او د کاربن دای اکساید گاز تولید کړي. همدارنگه پرته له شکرې ناروغانو څخه په هغو اشخاصو کې چې د بولي سیستم انتانات ، تیږې یا Papillary necrosis ولري ؛ په څرگنده توگه د بډوډو دندې پکې خرابې شوې وي او د ادرار بندښت (Obstructive uropaty) هم ورسره ملگرې وي ؛ د مایکرو ارگانیزمونو په واسطه گلوکوز تخمر کوي او د کاربن دای اکساید گاز تولیدیږي. که چیرته په دې حالت کې یوه ساده بطني اکسرې واخستل شي نو د بډوډو په پرانشیم ، کلیسونو ، حویضې او حالب کې به د گاز خیالونه ولیدل شي چې د گاز پیالوگرام په نوم یادیږي. Emphysematous pyelonephritis یوه بیړنۍ طبي واقعه ده چې اکثره ناروغان په سپتیک (Septic) حالت کې وي ، بیړنیو طبي مرستو ، درستې درملنې او جدي مراقبت ته اړتیا لري. ناروغ باید په مناسبه اندازه مایعات او وسیع الساحه بکتریایي ضد درمل واخلي. که چیرته بډوډی دنده ولري نو طبي درملنه ترسره کېږي. Nephrectomy یواځې هغه وخت ترسره کېږي چې طبي درملنه کومه نتیجه ورنه کړي. که چیرته مأوفه بډوډی دنده ونه لري او کوم بندښت هم نه وي موجود ؛ نو اړینه ده چې Nephrectomy ترسره شي ځکه چې په دې حالت کې یواځې طبي درملنه کفایت نه کوي او د وخت د ضیاع په صورت کې وژونکې پایلې لري. که چیرته بندښت موجود وي نو په لومړي قدم کې یو کتیتر تطبیق او کله چې د ناروغ عمومي وضعیت ښه شي ؛ نو که بډوډي دنده لرله طبي درملنه او که دنده یې نه لرله Nephrectomy ترسره کیږي.

دا یوه اکسرې راښیي چې په هغه کې بډوډي او حالبونه له گاز نه ډگ دي

سرچینې

۱-wein, Kavoussi, Novick, Partin, peters, Campbell-walsh urology, 9th edition, 2007.
۲-Emil A,Tnagho,Jack W.McAninch, Smith’s general urology , 17th edition, 2008,Lange medical book, New York Chicago San Francisco Lisbon London Madrid Mexico City Milan New Delhi San Juan Seoul Singapore Sydney Toronto.