ګډ (مختلط) تضمامنی شرکتونه
ګډ / مختلط تضامني شرکتونه
سمولمختلط تضامني شرکتونه
(کوماندیت)
تعریف:هغه سوداګریز شرکتونه چي د ټاکلي عنوان لاندي د مربوطو سوداګریزو معاملاتو د سرته رسولو په منظورجوړیږی چي په دی ډول شرکت کي یو یا څوتنو مسؤلیت دشرکت د داینینو په وړاندی غیرمحدود وي د نوروشریکانو مسؤلیت په ټاکلی پانګی باندی محدود وي عبارت دمختلط تضامني شرکتونو څخه دی. [1]
مختلط تضامني شرکت دتضامني شرکت یوه نوع ده اوله حقوقی نظره داشخاصوشرکتونو څخه شمیرل کیږی ،پدی معنی چي دتضامني شرکتونو په څیرشریکان دهغه اعتماد په اساس چي دشریکانوترمنځ موجود ده ددغه ډول شرکت دجوړولو تصمیم نیسی.
مختلط تضامني شرکتونه دسوداګریزوشرکتونو یو پخوانی ډول ده.
مختلط تضامني شرکتونه په دی اصل کي له تضامني شرکتونوسره متفاوت دی چي دتضامني شرکت ټول شریکان تضامني نه وي بلکه یو شمیر دهغه دشریکانو محدودالمسولیت هم وي دیادونی وړده چي مختلط تضامني شرکتونه په ټولو امورو کي دتضامني شرکتونو داحکامو تابع دی خوپه بعضی مواردوکي یی تابع ندی په ځانګړی ډول دشریکانو دمسؤلیت په موضوع کي ، اوس هغه موضوعات چي دمختلط تضامني شرکتونو مربوط دی تر مطالعی لاندی نیسو.
اول مبحث:- دجوړیدوطرزاوطریقه:
سمولدتضامني شرکت سره په مقایسی دمختلطو تضامني شرکتونو تشکیل دشریکانو دسرمایی اوموضوع په برخه کي فرق لری .
دشرکت شریکان :مختلط تضامني شرکت حد اقل ددوه کسانوڅخه جوړیږی چي یو یی تضامني مسؤلیت لری اوبل یی محدودالمسؤلیت وي دا ضروری نده چي یودشریکانوڅخه دتجارت اهلیت ولری تجار شخص وي نوپدی بنا یوحقوقی غیر تاجرشخص کولی شی په یومختلط شرکت کښی شریک شی .دشریکانو دحقوقی شرایطوپه باره کي باید دشریکانوحقوقی وضیعت دهغوي دمسؤلیت اودسهم انتقال دقابلیت حدودباید برسی شی.
الف:دشریکانوحقوقی وضیعت:-
دضامن شریک حقوقی وضیعت په مختلط تضامني شرکتونوکي کټ مټ داسی دی لکه په تضامني شرکتونوکي چي دی ،نوپدی برخه کي دمحدودالمسؤلیت شریکانو دحقوقی وضیعت په برخه کي بحث کوو.
محدودالمسؤالیت شریک په شرکت کي یوکامل شریک دی یعنی ټول صلاحیتونه ورته سپارل شوي دی لکه دهغه نوم او امضا دشرکت په اساسنامه کی، چي داکولی شی نوموړی شریک ثالث یا دریم شخص ته وروپیژنی دا نقطه پدی خاطر داهمیت وړده چي محدودالمسؤلیت شریک دشرکت په ګټه اوتاوان کي شریک دی.
ب:دشریکانودمسؤلیت اندازه :
دضامن شریک برخلاف چي دشرکت دټولوقرضونودپرداخت مسؤلیت په تنهایی ډول لری ولی محدودالمسؤلیت شریک دهغه اندازی پانګی په اندازه مسؤل دی چي دده لخوا شرکت ته راوړل شوي ده خوکه چیری دمحدودالمسؤلیت شریک نوم دشرکت د نوم يوه برخه وي نوشریک مجبوردی چي دشرکت دطلبکارانوپه مقابل کي ضامن شریک معرفی شی یاپه نظرکي ونیول شی چي پدی برخه کي ثالث اشخاص یا طلبکاران ددی په اړه فکرنه کوي چي دشریکانوپه مابین کي څه قسم قرارداد امضاشوي دی چي په نتیجه کي دده شخصیت په اعتباردشرکت سره معامله کیږی که چیری محدودالمسؤلیت شریک دشرکت لپاره یوه معامله سرته ورسوي نودجانب مقابل لپاره دامعامله داسی فرض کیږی چي دضامن شریک سره یی دامعامله سرته رسولی ده نوپه نتیجه کي که مختلط تضامني شرکت مخکي دثبت څخه داسی معاهدات یاقراردادونه کړی وي نومحدودالمسؤلیت شریک دثالثواشخاصوپه مقابل کي دضامن شریک اهمیت لری.
که چیری محدودالمسؤلیت شریک هغه حصه یا ونډه چي شرکت ته راوړل شوي ده په یوه وخت کي خپله اندازه کمه کړی خوداتغیرات په مربوطه محکمه کي ثبت نکړی اود رسمی جرایدولخواپه نشرونه رسیږی نودطلبکارانوپه مقابل کي غیر معتبره ده ،اخرنی ماده طلبکارانو ته دا زمینه برابروي چي دشرکت انحلال څخه وروسته په مستقیم ډول دمحدودالمسؤلیت شریک په کور یا ملکیت باندی دعوه وکړی.
دمحدودالمسؤلیت شریک مسؤلیت دخپلی ونډی یاسهم په اندازی سره دشرکت دټولودیونو یا قرضونولپاره ثابت شوي وي که څه هم داقرضونه مخکي دده دراتګ څخه یا وروست دده د راتګ څخه په شرکت کي موجود وي دخپل سهم په اندازه مسؤل دی نوپدی اساس هرکله چي یوشخص دمحدودالمسؤلیت شریک ترعنوان لاندی مختلط تضامني شرکت ته داخل شی نو دخپل سهم په اندازه دشرکت قرضونولپاره مسؤل دی که څه هم داقرضونه دده دراتګ څخه مخکي واقع شوي وي ،که دشرکت نوم عوض شوي وي اویا نه وي عوض شوي اویا ځنی نورشرطونه ددی قضی پرخلاف واقع شی بیاهم داشرطونه دثالثوپه مقابل کي داهمیت وړندی .
ج:د سهم یا ونډی دانتقال دقابلیت حدود:
پداسی حال کي چي مختلط تضامني شرکت هم یودهغه شرکتونو څخه دی چي دیوه نه دزیاتوشریکانو نه جوړشوي وي دسهم دانتقال شرایط یی په لاندی ډول دی داچي دضامن شریک شرطونه په مختلط غیر سهامی یا مختلط تضامني شرکت کي همداسی دی لکه په تضامني شرکتونو کي چي دی نوپه همدی دلیل دتجارت قانون په یوه مبحث کي دمختلط تضامني شرکت دسهمونو دانتقال شرایط دضامن شریک غوندی په بحث کي ندی نیول شوي برعکس دمحدودالمسؤلیت شریکانوپه برخه کي په ۱۴۸ ماده کي داسی راغلی چي هیڅ محدودالمسؤالیت نشی کولای بدون دنوروشریکانودخالت څخه خپل ټول سهم اویا دخپل سهم یوه برخه دریم شخص ته انتقال کړی نو باید دسهمونودانتقال قابلیت په برخه کي دمحدودالمسؤلیت او ضامن شریک ترمنځ فرق ته قایل شی .
کوم دریم شخص ته چي سهم انتقال شی هغه نشی کولای چي دشرکت په اداره کولویا داموراتو یا کارونوپه نظارت کي برخه واخلی په ۱۴۱مادی کي البته دتجارت په قانون کي داسی راغلی چي که چیری یو یا څو محدودالمسؤلیت شریکان خپل سهم دریمو اشخاصو ته انتقال کړی نودا دریم شخص دشرکت په اداره اوتفتیش کي حق نلری.
دهغو شریکانو پانګه چي مسؤلیت یی محدود دی کیدای شی په اسهامو وویشل شی ددغه شرکت عنوان صرف تضامني شریکانو له نوم څخه متشکل وي نه دمحدودالمسؤلیت شریکانوڅخه.
له پورته عبارت څخه دا واضح کیږی چي په مختلط تضامني شرکتونو کي دوه ډوله شریکان موجود دی یو هغه شریکان دی چي دهغو مسولیت په شرکت کي دشریک دداینینو په وړاندی غیرمحدود یا تضامني وي او بل هغه ډول شریکان دی چي دهغومسولیت په شرکت کي دهغوي داسهامو (ونډو) په اندازه محدود وي (محدودالمسؤلیت وی).
په دغوشرکتونوکي په محدودالمسؤلیت(تضامنی) شریکانو باندی دتضامني شرکتونو اوپه محدودالمسؤلیت یاغیرتضامني شریکانو باندی دسهامی شرکتونوقوانین او مقررات د تطبیق وړدی .
ددغه شرکت په عنوان کي باید حتما دمختلط تضامني کلمه ذکرشوي وي اوهمدارنګه اقلا دغیرمحدود المسؤلیت(تضامنی)شریک نوم دشرکت په عنوان کي لازم دی .
دمختلط تضامني اوسهامی شرکتونو د تاسیس قوانین دتجارت داصولنامی (۴۵۰)مادی کي واضح شوي ده ددی ډول شرکتونوپه تاسیس کي حداقل ۵ نفرو مؤسیسینو ته ضرورت ده همدارنګه دیادی مادی په اساس د۵ نفرو مؤسیسیونو دجملی څخه یو نفرباید متضامن شریک وی.
دتجارت داصولنامی له مخی دتضامني اومحدودالمسؤلیت شریکانو اودثالثو اشخاصو اودهغوي صلاحیتونه چي شرکت ته راجع کیږی ددوي ترمنځ حقوقی مناسبات اودشرکت د اداره کولومربوط صلاحیت،په خارج کي نمایندګی ، دشرکت څخه اخراج دا ټول دهغه احکامو تابع دی چي دمختلط تضامني شرکتونو په برخه کي ټول تشریح شول اوهرهغه خصوصیات یا نقطی چي مخکي ندی ذکرشوي دسهامی شرکتونو دمقرراتوتابع دی.
که چیری دشرکت دنوعیت دتعین امکان نه وي چي دا شرکت تضامني ده او که مختلط تضامني ده پدی صورت کي تضامني شرکت ورته ویل کیږی .
دمختلط تضامني شرکتونو په قرارداد کي د۱۳۷ مادی علاوه نوموړی محدودالمسؤلیت شریکانوچي کوم مقدارسرمایه شرکت ته ورکړی هم ثبت او اعلانیږی.
دافغانستان دتجارت داصولنامی د ۱۳۷می مادی لاندی دشرکت په قرارداد کي ددغه موادو ذکرکول ضروری دی .
دهغوشریکانو پانګه چي مسؤلیت یی محدود دی کیدای شی په اسهامو یعنی ونډو وویشل شی ددغه شرکت عنوان صرف دتضامني شریکانو له نوم څخه متشکل وي نه د محدودالمسؤلیت شریکانوڅخه.
له پورته عبارت څخه دا واضح کیږی چي په مختلط تضامني شرکتونوکي دوه ډوله شریکان وجود لری یو هغه شریکان دی چي دهغو مسؤلیت په شرکت کي د داینینو په وړاندی غیرمحدود یا تضامني دی او بل هغه ډول شریکان دی چي دهغوي مسؤلیت په شرکت کي دهغوي د اسهامو یعنی ونډو په اندازه وي .
په دغو شرکتونو کي غیر محدودالمسؤلیت یعنی تضامني شریکانو باندی دتضامني شرکتونو او په محدود
لمسؤلیت یاغیرتضامني شریکانو باندی دسهامی شرکتونو قوانین او مقررات د تطبیق وړ دی .
ددغه شرکت په عنوان کي باید حتما دمختلط تضامني کلمه ذکرشوي وي او همدارنګه اقلا دیوغیر محدودالمسؤلیت یعنی تضامني شریک دنوم درج دشرکت په عنوان کي لازم دی .
د مختلط تضامني او سهامی شرکتونودتاسیس قوانین دتجارت داصولنامی ۴۵۰ می مادی کښی واضح شوي دی ،ددی ډول شرکتونوپه تاسیس کښی حد اقل پنځو نفرو مؤسیسینو ته ضرورت دی یا د پنځو نفرو وجود شرط دی، همدارنګه دیادی مادی په اساس دپنځو نفرو مؤسسینوڅخه یونفر باید متضامن شریک وی.
دتجارت داصولنامی له مخی دتضامني او محدودالمسؤلیت شریکانو او ثالث اشخاص دشرکت د اداره کولو مربوط صلاحیت،په خارج کي نمایندګی ،دشرکت څخه اخراج دا ټول دهغه احکامو تابع دی چي دمختلط تضامني شرکتونو په برخه مخکي ولوستل شول او هرهغه خصوصیات یا نقطی چي مخکي ندی ذکرشوي دسهامی شرکتونو دقوانینو تابع دی.
دمختلط تضامني شرکتونو عمومی حکمونه
سمولدافغانستان دتجارت داصولنامی له مخی د هغو موادو په استثنا چي پدی فصل کښی دی دهغو حکمونوچي مخکي ذکر شول په خلاف نوموړی احکام په تضامني شرکتونوکي دتطبیق وړ دی او دمختلط تضامني شرکتونو لپاره هم دتطبیق وړدی .
که چیری د شرکت دنوعیت دتعین امکان نه وي چي داشرکت تضامني ده او که مختلط تضامني ده پدی صوت کي تضامني شرکت ورته ویل کیږی .د مختلط تضامني شرکتونو په قرارداد کښی د۱۳۷ می مادی علاوه نوموړو محدودالمسؤلیت شریکانو چي کوم مقدار سرمایه شرکت ته ورکړی هم ثبت او اعلانیږی . دافغانستان دتجارت د اوصولنامی ۱۳۷می مادی په لاندی مهم مسایل دشرکت په قرارداد کښی حتمی دی.
دقرارداد مواد یی په لاندی ډول دی :
1. دقرار داد نیټه .
2. نوم ،شهرت، داوسیدوځای اود شریکانو نور ممیزه صفتونه .
3. دشرکت تجارتی مرکز.
4. دشرکت تضامنتوب.
5. دشرکت عنوان.
6. دهغوشریکانو نومونه باید دشرکت په قرارداد کښی ذکر شی چي دامضا یا لاسلیک کولو صلاحیت ولری .
7. دشرکت موضوع.
8. شرکت ته دهغی سرمایی راوړل چي هرشریک یی تعهد کړی وي اودهغی غیرنقدی سرمایی دتخمین قیمتونه.
9. دهرشریک دګټی اوتاوان ونډه.
10. د هرشریک تاسیس او انحلال نیټه.
ددی علاوه شریکان کولای شی هغه کوم مواد چي دشرکت دقرارداد لپاره ضروری دی په قرارداد کښی درج کړی مثلا:
· دقرارداد دنشر مندرجات.
· په مختلط تضامني شرکت کي د محدودالمسؤلیت شریک لپاره دکار یا شهرت جوازنشته بغیرله دی نه چي یوه اختراع یا پوهه ولری .
· دمحدودالمسؤلیت شریک مسؤلیت په شرکت کښی د سرمایی په اندازه ده ،یا به یی اوس شرکت ته راوړی او یا به یی په آینده کښی تعهد کړی وي .
· محدودالمسؤلیت شریک کولای شی چي دمالی کال په پای کښی خپله ګته واخلی ا اوکه چیری په قرارداد کښی ذکر شوي وي خپله سرمایه هم اخستلی شی .
· که چیری شرکت تاوان کړی وي نو محدودالمسؤلیت شریک ته تر هغه وخته پوری پولی تکت نه ورکول کیږی ترڅوچي دهمغه تاوان تلافی شوي نه وي یعنی تاوان بیرته پوره شوي نه وي کله چي تاوان تلافی شونو دتیروکلونو ګټه داوسنی ګتی څخه ورکول کیږی.
· محدودالمسؤلیت شریکان دی ته اړ ندی چي ترڅوخپل پولی تکت اوهغه ګټه چي مخکي یی لاسته راوړی ده دآینده یا راتلونکو ضررونو دجبران لپاره پرداخت کړی یابیرته اعاده کړی .
کله چي یومحدوالمسؤلیت شریک مړشی نودهغه ورثه یا خپلوان دده په ځای کښیناستلی شی او دده ونډه اخستلی شی.
که چیری محدودالمسؤلیت شریک دخپلی ونډی یوه برخه یا ټوله برخه بدون د نوروشریکانو داجازی څخه بل چاته پریږدی یایی په بل چا خرڅه کړی نوپدی صورت کښی خریداردشرکت د اداری اوکارونو دمداخلی اجازه نلری.
دوهم مبحث:دشریکانومناسبات یا اړیکي یوله بل سره:
سمولکه چیری دشرکت په قرارداد کښی دشریکانو داړیکو په اړه څه نه وي واضح شوي نوپدی صورت کښی دتضامني شرکتونواحکام پری تطبیق کیږی چي په لاندی ډول دی .
دشرکت اداره: دشرکت اداره کول صرف تضامني شریک پوری لری ،محدودالمسؤلیت شریکان د شرکت د اداره کولو صلاحیت نلری او همدارنګه نشی کولای هغه څوک صلب صلاحیت کړی (یعنی دصلاحیت څخه لری کړی) چي د اداره کولو صلاحیت لری مګر کولی شی چي خپل نظرونه وړاندی کړی دشرکت دفتر اوهمدارنګه اسناد دشخص یا داهل خبرپواسطه چک یا له نظره تیرکړی.
دافغانستان دتجارت داصولنامی ۱۵۸ماده دمحدودالمسؤلیت شریکانو په برخه کښی نه تطبیقیږی چي داشریکان نوری معاملی اویاهم په نوروشرکتونو کښی برخه اخستل وغواړی ،خوکه چیری محدودالمسؤلیت شریک داسی یوه مؤسسه تاسیس کړی چي عین موضوع ولری یاعین کاروبار شروع کړی وي شریک شی نوپدی صورت کښی ددفترد اوراقو او اسنادوپه برسی اوکتنه کښی حق نلری.
دریم مبحث:د شرکت دشریکانواوثالثو اشخاصو ترمنځ مناسبات:
سمولهغه محدودالمسؤلیت شریک چي د هغه نوم دشرکت په عنوان کښی شامل وي دثالثو اشخاصو په مقابل کښی غیر محدود شمیرل کیږی ،لیکن دمشوری ورکولوصلاحیت ،دشرکت دامورونظارت اوتفتیشی،دشرکت دکارګرو اومامورینو اولیری کول دغیر محدود شریکانوپوری اړه نه لری .
دمختلط تضامني شرکتونو اداره او کنترول دتضامني شریکانوصلاحیث ده دشرکت مدیر کولی شی چي محدودالمسؤلیت شریکان په بعضی کارونوکي دوکیل په حیث استخدام یا وټاکي .پدی حالت کي شرکت هغه کارونو دسرته رسولوجواب ورکوونکي وي که چیری له خپل حد څخه چي ورته ټاکل شوي وي تجاوز وکړی نو مسؤلیت یی په خپله غاړه ده .
څلورم مبحث :دشرکت اوشریکانو داینین :
سمولمحدودالمسؤلیت شریکان دداینینوپه وړاندی دخپلو ونډوپه اندازه په شرکت کي مسؤلیت لری داینین ترهغه وخته چي ترڅودشرکت دمنحل کیدو او همدارنګه دمحکمی له طرفه دشرکت تعقیبول صورت نه وي نیولی داینین ددعوي حق نلری دتضامني مختلط شرکت د افلاس په صورت کي دشرکت قرضداران نسبت دشریکانو شخصی قرضدارانو ته لومړی توب لری ، اوکه چیری دشرکت دارایی د قرضونولپاره کفایت ونه کړی قرضداران کولی شی خپل متباقی قرض دغیرمحدودالمسؤلیت شریکانو دشخصی اموالو یا مالونوڅخه لاسته راوړی په دغه حالت دشرکت قرضداران دشریکانود شخصی قرضدارانوسره مساوي حقوق لری .
دتضامني شرکتونود انحلال او تصفیی احکام دتضامني مختلطوشرکتونو په برخه کي هم د تطبیق وړ دی که چیری یوشخص په شرکت باندی یومعین اوخاص پور ولری اوهمدارنګه دیومحدودالمسؤلیت شریک قرضداره وي پدی صورت کښی دا امکان شته دی چي خپل قرض دمحدودالمسؤلیت شریک دقرض سره مجرا کړی.
دمختلط تضامني شرکتونودقرض دورکړی طریقه:
مثال:په مختلط تضامني شرکت کي چي دری تنه احمد ،محمود اوجواد دی چي سرمایه یی ۲۵۰۰۰۰ افغانیوته رسیږی شریک دی ،جواد یوتضامني شریک ده او دوه تنه یی محدودالمسؤلیت دی اودشرکت دیون ۴۸۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږی اودشرکت سرمایه د دیونو لپاره تکافو نه کوي نوپدی اساس دجواد سهم ۱۵۰۰۰۰افغانیوپه اندازه ده او داحمد سهم ۷۵۰۰۰ افغانی ده اودمحمود سهم ۲۵۰۰۰ افغانی ده دهرشریک ونډه په دیونوکي وټاکی؟
دمختلط تضامني شرکت دکار طریقه
سمولدتضامني شرکت په څیر،مختلط تضامني شرکتونه دیو یا څو کسه مدیرانو په واسطه اداره کیږي.او ټولنیزی پریکړی هم دشریکانو له خوا تر سره کیږي.پورتني دوه مسلي د مختلط تضا منی شرکت خاص وضعیت ته په دوه بیلو بحثونو کي بیانیږي.
لومړی بحث: دشرکت مدیریت
په مختلط تضامني شرکتونو کي د شرکت د ادارې اصل دتضامني (غیر محدودالمسئوولیت) شریکانو په وسیله ترسره کیږي. برعکس محدود مسئوولیت لروونکي شریکان په اداره کي له دخالت څخه منع شوي دي.
الف) دضامنو شریکانو انحصاري مدیریت
دتجارت دقانون د۱۴۴ مادی په آساس :« دمختلط تضامني شرکت اداره د ضامن شریک یا شریکانو په غاړه دی او د اختیار درلودلو حدود یی دتضامني شرکتونو دشریکانو په أساس مقرر دي».
لکه څرنګه چي د محدود مسوولیت شریکان دشرکت دمدیریت نه شی کولای ،نو ایا شریکا ن نه شی کولای چي دشرکت په قرارداد یا اساسنامه کي داسی شرط ولری چي یو شخص له خارج له شرکت څخه د شرکت د مدیریت لپاره وټاکي، یعنی داسی څوک چي نه د ضامنوشریکانو څخه او نه هم د محدودالمسئوولیت شریکانو څخه وي ؟
دفرانسی په قانون کي دا نقطه منل شوي ده چي شریکان کولای شی چي له شرکت څخه بیرون شخص دشرکت دمدیر په حیث وټاکي او فقط د محدود المسئولیت شریکانو ټاکنه دشرکت دمدیریت لپاره ممنوع دی.[2]
دایران د تجارت د قانون ۱۴۴ماده دغه حکم منع کوي چي د ضامنو شریکانو څخه بغیربل شخص دمختلط تضامني شرکت دمدیر په حیث وټاکل شي.
دلته دا پوښتنه مطرح کیږی چي په داسی حال کي چي دتجارت دقانون ۱۲۰ مادی له شرکت څخه خارج دمدیر انتخاب دشریکانو په واسطه قبول کړی ، معلومه نده چي ولی داسی یو امر د مختلط تضامني شرکت لپاره ندی منل شوي . داسی معلومیږی چي قانون جوړوونکي ندی غوښتی چي د د محدود مسوولیت شریکانو پریکړه د مدیر په انتخاب کي ،په هغه صورت کي چي په اکثریت کي قرار ولري ،په ضامن شریک یا شریکانو چي دټولو پورونو د ورکړی مسوولیت لری تحمیل کړۍ چي دا یوه منطقي د حل لاره په نظر راځي.
ب)د محدود المسوولیت شریک دګډون ممانعت د شرکت په اداره کولوکی
د تجارت د قانون ۱۴۵ماده داسی لیکي:«د محدود مسوولیت لرونکي شریک دشریک په توګه نه شی کولای د شرکت اداره وکړي ،او نه دشرکت د امورو اداره د هغه له دندو څخه دی ».دلته لازم دی چي چي ددغه ممنوعیت علت،پراخولی او حدود یی او په پای کي د شریک داحتمالی دخالت د اجرا ضمانت په مختلط تضامني شرکتونو کي روښانه کړو.
۱.د محدودالمسوولیت شریک دنه اشتراک علت.
دغه قاعده چي محدودالمسوولیت شریک د شرکت د اداره کولو حق نلری ، ددی لپاره وضع شوي ده چي دریمي(ثالث) اشخاص فکر ونه کړی چي هغه په شرکت کي تضامني مسوولیت لرونکي دی.
د همدی لپاره د ثالثو اشخاصود حقوقو دساتلو لپاره هغوي ته اجازه ورنکړی چي دشرکت په اداره کولو کي برخه واخلي.(ماده۱۴۴ ق.ت)
۲.د مداخلی ممانعت اوحدودیی. قانون جوړونکي چي دتجارت دقانون په ۱۴۵ماده کي یی د محدود مسوولیت لرونکي شریک د شرکت داداری څخه منع کړی ده مفهوم او وسعت ددغه ممنوعیت یی ټاکلی ندی.چي دشرکت د اداری څخه منظور دټولو عملیاتو او معاملاتو ترسره کول دی چي دشرکت دجوړیدو لپاره موافقه کوي ،لکه داموالو خرید اوفروش او داسنادو اومکتوبونو امضا کول .
۳.د نه ګډون دضمانت قاعده.د تجاردقانون ۱۴۶ ماده لیکي چی:«که محدودالمسوولیت شریک دشرکت لپاره معامله وکړي ،ددغی معاملی د تعهد په چاروکي په مقابل طرف د معاملی دضامن شریک حکم ولري،مګر چي دا یی جوته کړی وي چي معامله د شرکت دوکالت په طرف سرته ورسوي»
په دغه ماده کي دوه نقاط دیادونی وړدي:
۱.د محدود مسوولیت لرونکي شریک مسوولیت د ضامن شریک په څیر دی، نه داسی چي خپله د نامحدود مسوولیت لرونکي وي،
۲.د محدود المسوولیت شریک مسوولیت فقط په هغه معامله کي چي له مقابل طرف سره یی تر سره کوي تضامني دی بنا پر دی دشرکت شریکا ن نه شی کولای د هغه په مقابل کي خپل مسوولیت تضامني کړي،ددغه عنوان لاندی په هغه باندی د دعوي اقامه وکړي. دغه قاعده قانون جوړونکي ددی لپاره را منځ ته کړی چي دشریک استثنایی کړنی دضامنو شریکانولپاره بهانه نه وي چي دهغه تضامني مسوولیت مطرح کړي، یو شان کړنی دیو برات د صدور لپاره چي غالبا د تضامني شریکانو دحقوقو دساتلو لپاره دی[3]
دوهم بحث:د شریکانو جمعی تصمیم ګیري
دایران دتجارت قانون د مختلط تضامني شرکت د جمعی تصمیم ګیری (پریکړه نیونی) په باره کي نصی (دلیل) نه لري.هغه څه چي مسلم دی هغه دادی چي دشرکت اساسنامه یا قرار داد کولای شي چي دغه مسله په صراحت سره پیشبینۍ کړي .
دمختلط تضامني شرکت دګټۍ او تاوان ویش
دشرکت د سود او تاوان د ویش څخه منظور دشرکت په موجودیت کي دویش څخه عبارت دی.
اول :دسود(ګټۍ) تقسیم
دشرکت اساسنامه یا شرکتنامه دشریکانو تر منځ د سود ویش ټاکلی شي اوپه دی مورد کي دشریکانو تر منځ روابط د شرکت نامی یا آساسنامی تابع دی( دتجارت دقانون ۱۴۲ماده )
که چیری شریکا نو په دغه باره کي کوم ترتیب نه وي ټاکلی نو د کلي اصولو او دشریکانو دوحدت په بنآ د تجارت دقانون د۱۱۹ مادی پر اساس د ګټی ویشل دشریکانود ونډی په نسبت تر سره کوو
دوهم:دتاوان ویش
د شرکت د تاوان ویش دشریکانو په واسطه د شرکت دآساسنامی له مخی ټاکل کیږي او شریکان کولای شي چي یو ټاکلی نسبت معین کړي
کله چي په شرکت کي دشریکا نو تر منځ د تاوان دویش نه وي ټاکل شوي نو دشریکانو تر منځ تاوان ویش که هغه تضامني وي او که محدود مسوولیت لروونکي وي دهغوي د پانګی په نسبت تقسیمیږي
» References ماء خذونه«
سمول۱.پوهندوي ستانکزی،نصرالله،کابل پوهنتون ،حقوق تجارت کال ۱۳۸۸ هجری
۲.دوکتور اسکینی،ربیعا ،حقوق تجارت:شرکت های تجاري،. تهران
3 .Internet: www.google.com
ستانکزی نصرالله،کتاب حقوق تجارت ،۱
[2] . Ibid.,no.868 et Droit Commercial,Societes Commerciales,no.168.
[3] رویه قضایی فرانسه