ګونوزوم / جنسي کروموزومونه
ګونوزوم یا جنسي کروموزومونه
یو انسان ۲۳ جوړې کروموزومونه لري. ۲۳ کروموزومونه د پلار له خوا څخه او ۲۳ کروموزومونه د مور له خوا څخه.
دا درویشتمه جوړه کروموزومونه یې د ګونوزوم یا د جنسي کروموزومونو په نوم یادېږي. په دغه جوړه کروموزومونو کې د انسان د جنس ( نر یا ښځه) جین پروت دی.
د نر جنسي کروموزومونه ایکس او وای ( X Y) دي.
د ښځې جنسي کروموزومونه بیا یوازې ایکس او ایکس
( X X) دي.