ګوریلا / لویه بیزو

ګوریلاګانې بوټي خوړونکې او تر ډېره په ځمکه کېناستونکې لویې بیزوګانې دي چې د استوایي افریقا په حاره ځنګلونو کې ژوند کوي. ګوریل په دوو ډولونو وېشل کېږي: ختیځ ګوریل او لویدیځ ګوریل چې څلور یا پنځه فرعي ډولونه لري. د ګوریلا DNA / هستوي اسیدونه ډېر زیات انسان ته ورته دي چې د هغوی د جوړښت ۹۵ تر ۹۹ سلنه برخه په دغې ورته‌والي کې شاملیږي او دوی تر شامپانزاګانو او بونوبوانو وروسته انسانانو ته تر ټولو نږدې ژوندي ژوي دي.

ګوریلاګان تر ټولو لوي ژوندي پرايميټونه (د تي لرونکيو ژويو هغه لومړني انواع چې په تکامل او بدلون سره نور ځينې منځ ته راغلي وي، ژباړن) دي چې له ۱.۲۵ تر ۱.۸ مترو قد او له ۱۰۰ تر ۲۷۰ کیلوګرامو پورې وزن لري چې د جنس او ډول په توپیر يې د مټو کړۍ تر ۲.۶ مترو پورې رسېږي. هغوی په ډله کې ژوند کولو ته لېوال دي چې خپل مشر ته سېلور بک (خړشا ‌لرونکی) وايي. ختیځ ګوریلا د ډېر تور پت‌لرونکي پوست په لرلو او د ځینو نورو کوچنیو ګړپوهنیزو/موفولوژيکي توپیرونو په لرلو له لویديځ ګوریلا څخه بېلېږي. ګوریلاګانې معمولاً له ۳۵ تر ۴۰ کلونو پورې په طبیعت کې ژوند کوي.

د ګوریلا طبعي استوګنځی د سویلي افریقا د فرعي صحرا حاره او نیمه حاره ځنګلونه دي. که څه هم د دوی لمنه د سویلي افریقا د صحرا کوچنۍ سلنې تر پوښښ لاندې راولي، خو ګوریلا د ارتفاعاتو پراخې لمنې ته پوښښ ورکوي. غرنۍ ګوریلا د البرټین ریفت غره په وریځو پټ ځنګل کې د ویرونګا په اورغورځنګونو چې ارتفاع يې له ۲۲۰۰ تر ۴۳۰۰ مترو (۷۲۰۰- ۱۴۱۰۰ فوټ) پورې بدلون مومي ژوند کوي. په اواره ځمکه ژوند کوونکې ګوریلاګانې په ګڼو ځنګلونو کې د سمندر د سطحې تر کچې په ټیټو ځمکو او جبهو کې ژوند کوي. لویدیځي ځمکنۍ ګوریلاوې د مرکزي افریقا په لویدیځو هېوادونو او ختیځې ځمکنۍ ګوریلاوې له رواندا سره پولې ته څېرمه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې ژوند کوي.

اټکل کېږي چې شاوخوا ۳۱۶۰۰۰ لویدیځې ګوریلاګانې او ۵۰۰۰ ختیځې ګوریلاګانې په طبیعت کې موجودې وي. IUCN (له طبیعت څخه د خوندیتوب نړیواله ټولنه) دغه دواړه ډولونه د انقراض/ورکېدو له خطر سره مخ ډلبندي کړي دي. له غرنۍ ګوریلا پرته چې د ورکېدو له شدید خطر سره مخ دي د ګوریلا ټول فرعي ډولونه د ورکېدو له خطر سره مخ ډلبندي کېږي. د هغوی د بقا لپاره ډېر ګواښونه موجود دي؛ لکه په ناقانونه توګه ښکار، د هغوی د طبعي استوګنځي تخریب او هغه ناروغیو موجودیت چې د هغوی بقا ګواښي. په هر حال په هغو سیمو کې چې یاد ژوي په‌کې ژوند کوي د هغوی د خوندیتوب لپاره هڅې بریالی دي.

ایتمولوژي/آرپوهنه

سمول

د ګوریل کلیمه د سویلي افریقا په سمندرغاړو کې چې وروسته د سیرالئون سیمه ونومول شوه د کارتاژاني کاشف سمندروال هانو (له میلاد څخه شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې) له سفر څخه راغلې. د لښکرلېږد غړي «له وحشي خلکو سره چې ډېری يې ښځې وې او بدن یې په ویښتانو پوښل شوی و مخ شول او دا زموږ ژباړونکو ګوریلا ونومولې». دا روښانه نه ده چې هغه څه چې هغه مهال کاشفان ورسره مخ شول همدا څه و چې اوس يې موږ ګوریلا، د بیزوګانو یا شادیانو او یا انسانانو بل ډول نوموو. ویل کېږي د ګوریلا ښځو پوستکی چې هانو له ځان سره راوړی و ۳۵۰ کاله وروسته، له میلاد څخه ۱۴۶ کاله مخکې د پونیک په جګړه کې د روم تر ویجاړېدو په کارتاژ ښار کې ساتل کېده. [۱][۲][۳][۴][۵]

امریکايي ډاکتر او دیني مبلغ ټوماس اسټاټون ساوېج او طبیعت‌پوه جېفریس وایمن د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۷ کال کې لویدیځې ګوریلا له ليبریا څخه ترلاسه شوې بېلګې یادې کړې. دوی د شامپانزا جنس د اوسني نوم له کارولو سره دا ټروګلوډیټس ګوریلا ونومولې. د نوعې دا نوم د لرغوني یوناني کلیمې Γόριλλαι  (ګوریلا) څخه اخیستل شوی چې د هانو د تشرېح پر بنسټ «په ویښتانو پوښل شویو ښځو ټبر» په معنا دی. [۶][۷]

تکامل او ډلبندي

سمول

د ګوریلاګانو تر ټولو نږدې خپلوان د هومینینیا له جنس څخه شامپانزې او انسانان دي چې دا ټول شاوخوا ۷ میلیون کاله مخکې له یو مشترک نیکه څخه جلا شوې دي. د انساني جینونو پرلپسې‌والی په منځنۍ کچه یواځې ۱.۶ سلنه د اړونده ګوریلا د جینونو له ترتسب سره توپیر لري، خو د هر جین په کاپيو کې یې توپير زیات دی. تر همدې وروستیو وختونو پورې ګوریلاګانې د يو واحد ډول په توګه په پام کې نیول کېدې چې درې فرعې ډولونه: ختیځې ځمکنۍ ګوریلا، لویدیځې ځمکنۍ ګوریلا او غرنۍ ګوریلاوې په کې شامل وې. اوس‌مهال توافق پر دې دی چې دوه اصلي نوعې لري چې هره یوه يې دوه فرعي ډولونه لري. په دې وروستيو کې داسې ادعا شوې چې له دې انواع څخه یوه درېمه فرعي نوع هم لري. د ګوریلاګانو اصلي او فرعي انواع د کنګل کېدلو د زمانې په بهیر کې پراختیا موندلې کله چې د دوی ځنګلي استوګنځي کوچني شول او یو له بل څخه جلا شول. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پریماتولوژيستان د ګوریلاګانو د بېلابېلو ټولنو تر منځ د اړیکو ارزولو ته دوام ورکوي. دلته یادې شوې اصلي او فرعي انواع هغه دي چې ډیری پوهانو پرې توافق کړی. [۱۴][۱۵][۱۶]

د برینګي ګوریلا درېیمه فرعي نوعه چې لا یې د نوم اېښودنې د سیستم له مخې درېیم نوم (تراینومن) نه دی ترلاسه کړی، د غرنۍ ګوریلا باونډي ټولنه ده چې ځینې وختونه د باونډي ګوریلا په نوم هم یادیږي.

د تراکم، اندازې، ویښتانو رنګ، طول، فرهنګ او د مخ د پلنوالي په ګډون ځینې بدلونونه د ګوریلا ډلبندي مشخصوي. د ځمکنۍ ګوریلا جنتیک ښيي چې ختيځې او لویديځي ځمکنۍ ګوریلاګانې شاوخوا ۲۶۱ زره کاله پخوا له یو بل څخه جلا شوې دي. [۱۷][۱۸]

خصوصیات/بېلوونکې نښې  

سمول

د نارینه وحشي ګوریلا وزن له ۱۳۶-۲۲۷ کیلو ګرامه (۳۰۰-۵۰۰ پونډ) پورې رسېږي، حال دا چې د بالغې ښځينه ګوریلا وزن له ۶۸-۱۱۳ کیلوګرامه (۱۵۰-۲۵۰ پونډ) دی. د بالغو نارینه‌وو قد له ۱.۴ تر ۱.۸ متر (۴ فوټه او ۷ اېنچه تر ۵ فوټه او ۱۱ اېنچه) دی چې مټو پلنوالی يې ۲.۳ تر ۲.۶ متره (۷ فوټه او ۷ اېنچه تر ۸ فوټه او ۶ اېنچه)  پوري غزېږي. ښځينه ګوریلاګانې له ۱.۲۵ تر ۱.۵ متره (۴ فوټه او یو اېنچ تر ۴ فوټه او ۱۱ انچه) له نارینه‌وو څخه ټیټې دي او همدارنګه يې د مټو پلنوالی هم کوچنی دی. کولین ګرووز په۱۹۷۰کال کې د ۴۲ نارینه وحشي ګوریلاګانو د وزن منځنۍ کچه ۱۴۴ کیلوګرامه محاسبه کړ، حال دا چې سمېټ و یونګرز په ۱۹۹۷ کال کې د ۱۹ بالغو نارینه وحشي ګوریلاګانو د وزن منځنۍ کچه ۱۶۹ کیلوګرامه محاسبه کړه. نارینه بالغ ګوریلاګان په خپله شا کې تر کوناټیو پورې د خړو یا نقره‌يي رنګه ویښتانو د لرلو له امله د خړشا (سېلور بک) په نوم یادیږي. تر ټولو لوړ خړشا ثبت شوی ګوریل ۱.۹۵ متره و چې د مټو پلنوالی یې ۲.۷ متره (۸ فوټه او ۱۰ اېنچه) د سینې قفس يې ۱.۹۸ متر (۶ فوټه او ۶ اېنچه) او وزن یې ۲۱۹ کیلو ګرامه (۴۸۳ پونډ) و، د ۱۹۳۸ کال په مې میاشت کې د الیمبونګو په شمالي کیوو کې وویشتل شو. تر ټولو ډېر وزن لرونکی ثبت شوی ګوريل ۱.۸۳ متره (۶ فوټه) لوړ خړشا ګوریل و چې ۲۶۷ کیلوګرامه (۵۸۹ پونډ) وزن یې درلود او د کامرون په امبام کې وویشتل شو. نارینه په بندیتوب کې ډېر وزن اخیستی شي چې وزن يې تر ۳۱۰ کیلوګرامه (۶۸۳ پونډ) پورې رسېدای شي.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ختیځې ګوریلا رنګ د لویدیځې په پرتله ډېر تیاره دی او غرنۍ ګوریلا بیا تر ټولو ډېره توره ده. غرنۍ کوریلاګانې هم ډېر ګڼ ویښتان لري. لویدیځې ځمکنۍ ګوریلاګانې په قهويي یا هم خړ رنګ کې چې تندی يې سور ته ورته وي موندل کېدای شي. پر دې سربېره هغه ګوریلاګانې چې په ټيټو ځنګلونو کې ژوند کوي تر حجیمو غرنیو ګوریلاګانو نرۍ او چابکې دي. ختیځې ګوریلاګانې د لویدیځو په پرتله اوږد مخ او پلنه سینه لري. ګوریلاګانې هم د انسان په څېر ځانګړی او جلا د ګوتو نښان لري. د سترګو رنګ يې تېز قهويي دی چې د عنبیې په شاوخوا کې له یوې تورې حلقې سره ځای پرځای شوې دي. د ګوریلا د مخ جوړښت د لاندینۍ زامې د پروګناتیزم یا راوتلو له امله چې پورتنۍ زامه يې ډېره د بیرون خواته بېولې په فعلي بڼه لیدل کېږي، بالغ نارینه د مخکښ ساژیتال تاج (د کوپړۍ په منځنۍ برخه کې یوه راوتلي هډوکنۍ برخه، ژباړن) لرونکي هم دي. [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. Müller, C. (1855–1861). Geographi graeci minores. pp. 1.1–14: text and trans. Ed. J. Blomqvist (1979).
  2. "A carthaginian exploration of the West African coast". Archived from the original on 14 March 2017.
  3. Montagu, M. F. A. (1940). "Knowledge of the Ape in Antiquity". Isis. 32 (1): 87–102. doi:10.1086/347644. S2CID 143874276.
  4. Groves, C. (2002). "A history of gorilla taxonomy" (PDF). In Taylor, A. B.; Goldsmith, M. L. (eds.). Gorilla biology: A multidisciplinary perspective. Cambridge University Press. pp. 15–34. Archived from the original (PDF) on 26 March 2009.
  5. Hair, P. E. H. (1987). "The Periplus of Hanno in the history and historiography of Black Africa". History in Africa. 14: 43–66. doi:10.2307/3171832. JSTOR 3171832. S2CID 162671887.
  6. Conniff, R. (2009). "Discovering gorilla". Evolutionary Anthropology: Issues, News, and Reviews. 18 (2): 55–61. doi:10.1002/evan.20203. S2CID 221732306.
  7. Liddell, H. G.; Scott, R. "Γόριλλαι". A Greek-English lexicon. Perseus Digital Library. Archived from the original on 6 June 2011.
  8. Glazko, G. V.; Nei, Masatoshi (March 2003). "Estimation of divergence times for major lineages of primate species". Molecular Biology and Evolution. 20 (3): 424–434. doi:10.1093/molbev/msg050. PMID 12644563.
  9. Goidts, V.; Armengol, L.; Schempp, W.; et al. (March 2006). "Identification of large-scale human-specific copy number differences by inter-species array comparative genomic hybridization". Human Genetics. 119 (1–2): 185–198. doi:10.1007/s00439-005-0130-9. PMID 16395594. S2CID 32184430.
  10. Groves, C. (2002). "A history of gorilla taxonomy" (PDF). In Taylor, A. B.; Goldsmith, M. L. (eds.). Gorilla biology: A multidisciplinary perspective. Cambridge University Press. pp. 15–34. Archived from the original (PDF) on 26 March 2009.
  11. Stewart, K. J.; Sicotte, P.; Robbins, M. M. (2001). "Mountain gorillas of the Virungas". Fathom / Cambridge University Press. Archived from the original on 21 September 2008. نه اخيستل شوی 11 September 2008.
  12. Mittermeier, R. A.; Rylands, A. B.; Wilson, D. E., eds. (2013). Handbook of the Mammals of the World. Volume 3. Primates. Barcelona: Lynx Edicions. ISBN 978-8496553897.
  13. Prince-Hughes, D. (1987). Songs of the gorilla nation. Harmony. p. 66. ISBN 978-1400050581.
  14. Groves, C. (2002). "A history of gorilla taxonomy" (PDF). In Taylor, A. B.; Goldsmith, M. L. (eds.). Gorilla biology: A multidisciplinary perspective. Cambridge University Press. pp. 15–34. Archived from the original (PDF) on 26 March 2009.
  15. کينډۍ:MSW3 Groves
  16. Mittermeier, R. A.; Rylands, A. B.; Wilson, D. E., eds. (2013). Handbook of the Mammals of the World. Volume 3. Primates. Barcelona: Lynx Edicions. ISBN 978-8496553897.
  17. Prince-Hughes, D. (1987). Songs of the gorilla nation. Harmony. p. 66. ISBN 978-1400050581.
  18. McManus, K. F.; Kelley, J. L.; Song, S.; et al. (2015). "Inference of gorilla demographic and selective history from whole-genome sequence data". Molecular Biology and Evolution. 32 (3): 600–612. doi:10.1093/molbev/msu394. PMC 4327160. PMID 25534031.
  19. Aryan, H. E. (2006). "Lumbar diskectomy in a human-habituated mountain gorilla (Gorilla beringei beringei)". Clinical Neurology and Neurosurgery. 108 (2): 205–210. doi:10.1016/j.clineuro.2004.12.011. PMID 16412845. S2CID 29723690.
  20. Miller, Patricia (1997). Gorillas. p. 64. ISBN 978-0919879898. Archived from the original on 10 May 2016.
  21. Wood, B. A. (1978). "Relationship between body size and long bone lengths in Pan and Gorilla". American Journal of Physical Anthropology. 50 (1): 23–25. doi:10.1002/ajpa.1330500104. PMID 736111.
  22. Leigh, S. R.; Shea, B. T. (1995). "Ontogeny and the evolution of adult body size dimorphism in apes". American Journal of Primatology. 36 (1): 37–60. doi:10.1002/ajp.1350360104. PMID 31924084. S2CID 85136825.
  23. Tuttle, R. H. (1986). Apes of the world: their social behavior, communication, mentality and ecology. William Andrew. ISBN 978-0815511045.
  24. Wood, G. L. (1983). The Guinness book of animal facts and feats. Sterling Publishing. ISBN 978-0851122359.
  25. Smith, R. J.; Jungers, W. L. (1997). "Body mass in comparative primatology". Journal of Human Evolution. 32 (6): 523–559. doi:10.1006/jhev.1996.0122. PMID 9210017.
  26. Groves, C. P. (July 1970). "Population systematics of the gorilla". Journal of Zoology. 161 (3): 287–300. doi:10.1111/j.1469-7998.1970.tb04514.x – via Onlinelibrary.
  27. Wood, G. L. (1983). The Guinness book of animal facts and feats. Sterling Publishing. ISBN 978-0851122359.
  28. Rowe, N. (1996). Pictorial guide to the living primates. East Hampton, NY: Pogonias Press.
  29. "Santa Barbara Zoo – western lowland gorilla". Santa Barbara Zoo. Archived from the original on 28 September 2006. نه اخيستل شوی 10 October 2006.
  30. "Gorillas". Smithsonian National Zoological Park. Archived from the original on 1 June 2010.