ګنج اباد کلی

ګنج اباد کلی:

ګنج اباد په فراه ولایت کې د يو کلي نوم دی اصلي موقيعت يې په بالابلوک ولسوالۍ کي دی د دې کلي اکثریت پښتانه دي

په دې کلي کې یو مشهور زیارت د ملاعثمان نیکه نامه شتون لري، چې خلک ورته د لېري ولایتونو څخه هم راځي ،  د کلي خلک اکثریت په کرهنه بوخت دي  د کلي کې ډېره مشهوره عالي لیسه د ملاعثمانیکه ده چې په کال 1947زېږدیز کي تاسیس سوېده او یو وخت د فراه په سطحه دوهمه عالي لیسه وه چې د هېواد په سطحه یې وزیران ، والیان او لوړ رتبه اشخاص روزلي کړي دي ،

دې کلي کې زیات وکم لس زره اوسېدونکي لري چي ډېری یې اوس ښارونو ته کډه سویدي ، کلي کې غنم ، اوربشي ، جوار ، معاش ، لوبیا ، اوداسي نور حبوبات کرل کېږي بادرنګ ، رومیان ، بهنډۍ( لېړو ) سبزيجات هندوانې ، انګور، اعناف ، انار ، مڼې ، زردالو هم سته ـ

دا کلی  د شېوان او ګراني د ښکلو کلو ترمنځ پروت دی ـ
  1. پاڅون اڅکزی