ګمارنه (استخدام)

ګمارنه یا استخدام د مناسبو وړتیاوو یا تجربې سره د سم کارمند موندلو او د دندې د موقف یا رول ډکولو لپاره د ګمارلو یوه پروسه بلل کیږي. [۱] [۲] د دې پروسې له لارې، سازمانونه د کمیت، کیفیت له لاري کاري ځواک ترلاسه او ساتي ترڅو د خپلو سازمانونو په اغیزمنتوب مثبتي اغیزي رامینځته کړي. [۳] د یوه سازمان یا ادارې د مدیر دنده دا ده چې د پوهي، مهارت او استعداد مطابق د ادارې د بشري سرچینو اړتیاوي پوره کړي.

د یوه پیاوړي او غښتلي مدیر یو ځانګړنه دا هم ده چي د اداري اړتیاو سره سم ځانګړي دندي ایجاد کړي، د نوماندانو پوهه، وړتیا او استعداد و ارزوي او بیا یې په ایجاد سویو بستونو وګماري تر څو د ادارې د موخو په لاسته راوړلو کي اغیزناک فعالیتونه او پیاوړې بشري قوه ولري.

  1. . 1976. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  2. . USA. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  3. . Mishawaka, IN. 12 February 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)