ګرنډ ترنک لار

د ګرنډ ترنک لار (چې پخوا د اتراپت، سرک اعظم، شاهراه اعظم، بادشاهي سرک، او اوږد مزل یا لانګ واک په نوم یادېده)، د آسیا ترټولو پخوانۍ او اوږده ستره لاره ده. دې لارې لږترلږه د ۲۵۰۰ کلونو په اوږدو کې منځنۍ آسیا د هند له نیمې قارې سره نښولولې ده. دا لار نږدې ۲۴۰۰ کیلومتره (۱۴۹۱ مایله) اوږده ده چې د میانمار سره په پوله کې د بنګله دېش له ټیکناف څخه پیل کېږي او په افغانستان کې لوېدیځ کابل ته رسېږي او په بنګله دېش کې له چتاګانګ او ډاکا، او په هند کې له کلکتې، پریاگراج ، ډیلي او امرتسر، او په پاکستان کې له لاهور، ګجرات، راولپنډۍ او پېښور څخه تېرېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د لرغوني هند د موریا سترواکۍ بنسټ ایښودونکي چندراګوپتا موریا، دا لویه لاره د اتراپتا په نوم د لرغونې لارې په اوږدو کې له میلاد نه مخکې په دریمه پېړۍ کې جوړه کړه، چې د ګنګا له خولې څخه د سترواکۍ شمال لوېدیځې پولې ته غځېدلې ده. په دې لار نورې رغونې د اشوکا په واکمنۍ کې ترسره شوې. پخوانۍ لار د شېرشاه سوري له خوا د سونارګاون او روهتاس سره يو ځای شوه. د دې لارې د افغانستان برخه د محمود شاه دراني په وخت کې ورغول شوه. دا لار د ۱۸۳۳ او ۱۸۶۰ کلونو تر منځ د بریتانویانو په دوره کې په پراخه کچه ورغول شوه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دا لار د N1، فیني، (چټاګ څخه تر ډاکا)، N4 & N405 (له ډاکا څخه تر سراج ګنج)، N507 ( له سراج ګنج څخه تر ناتور) او N6 ( له ناتور څخه تر راجشايي او وروسته د هند د پورینین په لور؛ NH 12 (له پوررنیا څخه ته بکخالي)، NH 27 (له پورنیا څخه تر پتنا)، NH 19 (له کلکتې څخه تر اګرا)، NH 44 (د نوي ډیلي، سوني پت، پاني پت، امبالا او لودیانا له لارې له اګرا څخه تر جلندر) او NH 3 (په هند کې له جلندر څخه تر اتاري امرتسر او په پاکستان کې د لاهور په لور) د واګې له لارې؛ په پاکسان کېN-5   (لاهور، ګوجرانواله، ګجرات، لال موسی، جهلم، راولپنډۍ، پېښور او د خیبر کنډو او په افغانستان کې د جلال اباد په لور) او په افغانستان کې AH1 (تورخم-جلال اباد تر کابل) تر غزني پورې له اوسنیو لارو سره سمون لري.

دې لارې د پېړیو په اوږدو کې، په سیمه کې د یوې لویې سوداګریزې لارې په توګه کار کاوه او هم یې د تګ راتګ او هم پوستي اړیکو مسیر اسانه کاوه. په اوسني هند د ګرنډ ترنک لار اوس د هنه په نمیه قاره کې د ترانسپورت لپاره کارول کېږي، چې په کې د لارې ځینې برخې پراخې شوې او د ملي لویې لارې په سیسټم کې شاملې شوې دي. [۱۲]

تاریخچه سمول

لرغوني وختونه سمول

په بودايي ادبیاتو او هندي آثارو لکه مهابارتا کې د موریا سترواکۍ څخه وړاندې د ګرنډ ترنک لار شتون ښودل شوی او د اتراپتا یا "شمالي لارې" په نوم یادېده. دې لار د هند ختیځه سیمه له منځنۍ اسیا او لرغوني یونان سره نښلوله. [۱۳]

د موریان سترواکي سمول

د اوسنۍ ګرنډ ترنک لارې مخکینۍ لاره د سترواک چندراګپتا موریا لخوا جوړه شوه او د پارس د شاهي لارې پر بنسټ وه (په دقیق ډول، د هغې ختیځه برخه ، د لوی خراسان لار چې له مادا څخه تر باختر پورې غځېدلې وه). له میلاد نه مخکې په دریمه پېړۍ کې د موریان سترواکۍ په وخت کې، ځمکنۍ سوداګري د هند او د لویدیځې آسیا د څو برخو او باختر ترمنځ د شمال لوېدیځ ښارونو، په عمده توګه د تکشاشیلا او پورشاپورا (په ترتیب سره په پاکستان کې اوسني ټکسلا او پیښور) څخه تېرېده. تکشاشیلا د موریانو سترواکۍ د نورو برخو سره د سرکونو په واسطه ښه وصل شوی و. موریا د تاکاشیلا څخه پاتلیپوترا (اوسنی هند کې پټنا) ته د دې لرغونې لویې لاره ساتنه کوله. لکه څنګه چې د یونان ډیپلومات میګاستینیس، چې د موریانو په دربار کې یې پنځلس کاله تېر کړل، وایی: چندراګپتا موریا د چارواکو لویه ډله درلوده چې د دې لار د ساتنې څارنه یې کوله. دا لار چې په اتو مرحلو کې جوړه شوې، ویل کېده چې د پورشاپورا، تاکشاشیلا، هستیناپورا، کنیاکوبجا، پریاگ، پاتلیپوترا او تامرالیپتا ښارونه سره نښلوي، چې په د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره (۱۶۰۰ مایله) په فاصله کې پراته دي.  [۱۴][۱۵]

د چندراګوپتا لاره د لرغوني "اتاراپاتا" یا شمالي لارې په اوږدو کې ورغول شو چې د پاني له خوا یې هم یادونه شوې وه. سترواک اشوکا په خپل فرمان کې د نیالګیو کېنول، په هر کاس (۱۵۰۰ مترو) کې څاه ګان کیندل او زیات "نیمیسدایا"، چې ډېری وختونه د مسافرینو لپاره د لارې په اوږدو کې د استراحت خونو په مفهوم ژباړل کېږي، ثبت کړي دي. ویل کېږي چې سترواک کنیشکا هم د اتراپتا کنټرو کوله. [۱۶][۱۷][۱۸]

سوري او مغل سترواکۍ سمول

د سوري سترواکۍ د منځنی واکمن، شیرشاه سوري، په ۱۶ پېړۍ کې د چندرګپتا شاهي لار د ترمیم هوډ ونیو. پخوانۍ لار په سونارګاون او روهتاس کې نوره هم بدله شوه او پراخوالی یې زیات شو، په اوږدو کې یې کاروان سرای جوړ شو او منارونه او د قدم-څاګانو شمېر زیات شو. د لویې لارې د ځینو برخو ترڅنګ باغونه هم جوړ شول. هغه کسان چې په سرای کې درېدل وړیا خواړه ورکول کېدل. د هغه زوی اسلام شاه سوري د هر سرای په منځ کې، چې په اصل کې د شیرشاه سوري لخوا د بنګال په لاره کې جوړه شوي وو، یوه اضافي سرای جوړ کړ. د مغلو په واکمنۍ کې نور سرایونه هم جوړ شول. جهانګیر د خپلې واکمنۍ پر مهال یو فرمان صادر کړ چې ټول سرایونه دې له پخو خښتو او ډبرو څخه جوړې شي. د لاهور او اګرا په اوږدو کې پراخ-پاڼې ونې کېنول شو شوې وې او د لویو لارو په اوږدو کې یې د اوبو پر ټولو برخو پلونه جوړ کړل. دا لاره د سوریانو له خوا د "سرک اعظم" او د مغلو په وخت کې "بادشاهي سرک" یادېده.  [۱۹][۲۰][۲۱]

بریتانوي سترواکي سمول

د ختیځ هند شرکت په ۱۸۳۰ لسیزه کې د سوداګریزو او اداري موخو لپاره د پخو لارو جوړولو پروګرام پیل کړ. دا لار چې اوس د ګرنډ ترنک لارې په نوم یادېږي، له کلکتې څخه د ډیلي له لارې، د افغانستان تر کابل پورې، ۱۰۰۰ پونډه فی مایل په لګښت بیا ورغول شوه.

دا لار د فوسټر او روډیارډ کیپلینګ په ګډون، د په یو شمېر نورو لیکوالانو په ادبي کارونو کې یاد شوي دي. کیپلینګ د لارې په اړه داسې وایي: "وګوره، بیا وګوره! او چماران (چرمګران)، صرافان او ګلکاران، سلمانان او بقالان، زیارت کوونکي - او کلالان - ټوله نړۍ ځي او راځي. دا زما لپاره د یو سیند په څېر ده چې زه یې له سېل وروسته د لوګو په څېر یم. او په ریښتیا د ګرنډ ترنک لاره، په زړه پورې یوه ننداره ده. دا لار سیخه تېرېږي، پرته له دې چې د هند د پنځلس سوه میلونو ټرافیک لپاره بیروبار شي - د ژوند داسې سیند چې په نړۍ کې هېڅ ځای شتون نلري."[۲۲]

د هند جمهوریت سمول

په هند کې د لار په اوږدو کې د تاریخي ځایونو ټولګه، چې د "اتتراپت، بادشاهي لار، صرک اعظم، بنو، ګرنډ ترنک لار" تر سرلیک لاندې وه، په ۲۰۱۵ کا کې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو د سایټونو لنډمهاله لیست ته وسپارل شوه. د ګرنډ ترنک لارې هندي برخې په هند کې د ملي لویو لارو له NH 19 او NH 44 سره سمون لري.[۲۳]

د ټاکنیز شننونکي ځینې وختونه د GT لار شاوخوا سیمې ته د "GT روډ بیلټ" "GT سرک کمربند"  وایي. کله ناکله د ټاکنو په وختونو د ګجرات لارې په نوم هم یادېږي. د بېلګې په توګه، په هریانا کې د ټولټاکنو په اوږدو کې د امبالا څخه تر سوني پت پورې د GT لار دواړو غاړو ته سیمه، چې د تقنیني شورا ۲۹ حوزې لري چې په کې طبقې یا ټولنې واکمني شتون نلري، د هریانا د "GT لار بیلټ" په نوم یادېږي. ".[۲۴][۲۵]

ګالري سمول

·

سرچينې سمول

  1. Centre, UNESCO World Heritage. "Sites along the Uttarapath, Badshahi Sadak, Sadak-e-Azam, Grand Trunk Road". UNESCO World Heritage Centre (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. UNESCO, Caravanserais along the Grand Trunk Road in Pakistan
  3. The Atlantic: "India's Grand Trunk Road"
  4. (په 1 January 2015 باندې). A road to empires.
  5. (په 15 September 2015 باندې). Cuisine along G T Road.
  6. . How to Redraw the World Map.
  7. Vadime Elisseeff, p. 159-162, The Silk Roads: Highways of Culture and Commerce
  8. Romila Thapar, p. 236, Early India: From the Origins to AD 1300
  9. Farooqui Salma Ahmed, p. 234, A Comprehensive History of Medieval India: From Twelfth to the Mid-Eighteenth Century
  10. K. M. Sarkar (1927). The Grand Trunk Road in the Punjab: 1849-1886. Atlantic Publishers & Distri. د کتاب پاڼي 2–. GGKEY:GQWKH1K79D6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. David Arnold (historian); Science, technology, and medicine in colonial India (New Cambr hist India v.III.5) Cambridge University Press, 2000, 234 pages p. 106
  12. Singh, Raghubir (1995). The Grand Trunk Road: A Passage Through India (الطبعة First). Aperture Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780893816445. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sanjeev, Sanyal (2012-11-15). Land of the Seven Rivers: A Brief History of India's Geography (په انګلیسي ژبه کي). Penguin Random House India Private Limited. د کتاب پاڼي 72–73, 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788184756715. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Benjamin Walker, p. 69, Hindu World: An Encyclopedic Survey of Hinduism. In Two Volumes. Volume II M-Z
  15. K. M. Sarkar (1927). The Grand Trunk Road in the Punjab: 1849-1886. Atlantic Publishers & Distri. د کتاب پاڼي 2–. GGKEY:GQWKH1K79D6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Vadime Elisseeff, p. 159-162, The Silk Roads: Highways of Culture and Commerce
  17. "Grand Trunk Road since Pre Mahabharata Times; Here are Evidences". 20 April 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Grand Trunk Road: Uttarapatha, The Silk Route of India". 26 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Vadime Elisseeff, p. 159-162, The Silk Roads: Highways of Culture and Commerce
  20. Romila Thapar, p. 236, Early India: From the Origins to AD 1300
  21. Anu Kapur, p. 84, Mapping Place Names of India
  22. A description of the road by Kipling, found both in his letters and in the novel Kim.
  23. Centre, UNESCO World Heritage. "Sites along the Uttarapath, Badshahi Sadak, Sadak-e-Azam, Grand Trunk Road". UNESCO World Heritage Centre (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. NuNuBJP on a strong footing in northern districts, Hindustan Times, 30 March 2016.
  25. Haryana assembly elections: BJP counts on strategy, Times of India, 6 October 2019.