ګایاتري چکراورتي سپيواک
ګایاتري چکراورتي سپیواک ایف بي اې ( د کال ۱۹۴۲ د فبرورۍ په ۲۴ کې زېږېدلې) یوه هندۍ پوهانده، ادبې نظریه جوړونکې او ښځینه منتقده ده. هغه د کولمبیا په پوهنتون کې پروفیسوره او د پرتلیزوادبیاتو او ټولنې د انستیتوت له بنسټ ايښودونکو څخه ده. [۱][۲]
له استعمار وروسته د یوې نفوذ لرونکې روڼ آندې په توګه پېژندل شوې سپیواک د هغې د (( ایا مادون خبرې کولای شي)) په نامه مقاله او د جاکوس دیریدا دې لا ګراماتولوژې Jacques Derrida's De la grammatologie ( جا کوس یو الجیریا الاصله فرانسوی فیلسوف و) د ژباړې او معرفی له امله مشهوره ده. هغه د مها سیویتا دیوي ډیر آثار انګلیسی ژبې ته ژباړلي او د هغه په ژوند او لیکلو په طرز یې یاددښتونه لیکلي په تیره بیا د هغه د خیالي نقشې او د سینې کیسې کتاب په اړوند یې ياددښتونه لیکلي. [۳][۴]
هغې ته د کال ۲۰۱۲ په آرت او فلسفه کې د کیوتو جایزه له دې امله ورکړل شوه چې هغه یوه منتقده تیوري جوړونکې او ښوونکې وه چې د بشر په ملاتړ یې په نړۍ کې د معنوي استعمار په ضد خبرې کړې دي. په کال ۲۰۱۳ کې هغې د هند له دولت څخه د پادما بوشان دریمه درجه ملکي جایزه ترلاسه کړه. که څه هم هغې له وروستې استعمار سره اړیکې درلودې خو هغې له دې برخې څخه خپل بیلتون په خپل کتاب کې چې له استعمار څخه وروسته عقل نومېږي او په ۱۹۹۹ کې خپور شو تصدیق کړ. د هغې (( له استعار وروسته د مطالعاتو میراث څنګه د اوسنې استعارپه هکله فکر کوي)) په نامه مقاله چې د جانس ان بوند د نقدی مطالعاتو په ژورنال کې خپره شوه هغې ته ښه مقام ورکړ. [۵][۶][۷][۸][۹]
ژوند
سمولد ژوند لومړي وختونه
سمولسپیواک د ګایاتری چکراورتي په نامه د هند په کلکته کې د پارېس چندرا (پلار) او سیوانی چکراورتي ( مور) په کور کې وزېږېده. د سنټ جان دیوسیسن د نجونو په لېسه کې له زده کړو بشپړولو وروسته هغه په کلکته کې پریزدینسې په کالج کې چې د کلکتې د پوهنتون تر ادارې لاندې و شامله شوه او په کال ۱۹۵۹ کې ترې فارغه شوه. [۱۰]
سپیواک دوه ځله واده کړی. لومړی واده یې له تلبات سپیواک ( ۱۹۶۴ـ۱۹۷۷) او دویم واده یې له باسودي چاترجی سره و. هغه ماشومان نه لري. [۱۱]
د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونه
سمولپه کال ۱۹۵۹ کې، له فارغېدو وروسته، هغه د انګلیسي ژبې د ښوونکې په توګه چې په یوه اونۍ کې یې ۴۰ ساعته درس ورکاوه دنده پیدا کړه. د هغې د ام اې د درجې تیزس له ام اچ ابرام ( یو امریکایي ادبي منتقد ) سره د وردس ورت ( یو انګرېزی شاعر او ادیب ) د بې ګناهې د استاذولۍ په هکله و. په کال ۱۹۶۱ کې سپیواک د امریکا په کومېل پوهنتون کې د انګلیسي ژبې د فراغت له پروګرام سره یوځای شوه. هغې امریکا ته د دې پروګرام کې ګډون له پاره په هغو پیسو سفر وکړ چې په اصطلاح د ژوند د ګرو کولو پروګرام څخه یې په پور اخیستې وې. په کال ۱۹۶۲ کې چې نوره ونه توانېده د انګلیسي ژبې دپارتمنت څخه مالي مرسته تر لاسه کړي، هغه د پرتلیزو ادبیاتو په نامه یوه بل پروګرام ته لاړه که څه هم په فرانسوي او جرمني کې یې بشپړ چمتو والی نه درلود. د هغې دیسرتشن د نوموړي پروګرام لومړي دایرکتر پاول دي من تر لارښوونې لاندې د (( زه باید خپل ځان بیا جوړ کړم)) : د دبلیو بي ییتز ( یو ایرلندی شاعر او ډرامه لیکونکی و) ژوند او شاعري په نامه و. په ۱۹۶۳ او ۱۹۶۴ کې، د کمبریج د ګیرتون کالج ته د یوې تحقیق کوونکې زده کوونکې په توګه لاړه او هلته یې پروفسیور ټي آر هېن تر لارښوونې لاندې د ييتز په شاعرۍ کې د غزلي موضوع د پرمختګ د بیا ښودلو په هکله لیکنه وکړه. هغې د کال ۱۹۶۳ په دوبي کې د آیرلند په سلیګو کې د دوبي په ښوونځي کې د (( ییتس او د مرګ موضوع )) په نامه وړاندې کړه. ( هغه هلته په کال ۱۹۸۷ کې د ییتز اوسنې ځای ځایګي ته ستنه شوه ). [۱۲]
د کال ۱۹۶۵ په مني کې، سپیواک د لووا په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په دپارتمنت کې مرستیاله پروفیسوره شوه هغې په کال ۱۹۷۰ کې خپل موقف تر لاسه کړ. هغې د خپل د داکترۍ دیزرتشن خپور نه کړ بلکه تصمیم یې ونیو چې د ییتس په اشعارو د نقد یو کتاب ولیکي چې دهغې د لسانس دورې زده کوونکو ته پرته له دې چې د دې فکری موقعیت ته زیان ورسوي دلاس رسي وړ وي. د دې پایله د هغې لومړی کتاب و چې د تنکیو ځوانانو لپاره لیکل شوی و چې نوم یې (( زه پخپله باید ځان بیا جوړ کړم)): د دبلیو بي ییتس ژوند او شعرونه.[۱۳]
په کال ۱۹۶۷ کې، د ځان د رغولو لپاره د منظمو هڅو په لړ کې، سپیواک یو کتاب واخیست چې د لا ګراماتولوژي نومیده او لیکوال یې داسې څوک وه چې ده نه پېژانده. دې وپتیله چې دا کتاب وژباړي او په هغه یې د ژباړن یوه اوږده سریزه ولیکله. دا خپرونه په فوري توګه یو بری و، او د(( ژپاړن سریزه)) په نړۍ کې د ادبي نقد د فلسفي د پېژندلو په توګه یې استعمالېدل پیل شول او د دې کتاب لیکوال جاکوس دریدا و چې سپيواک په کال ۱۹۷۱ کې ورسره لیدلي و. [۱۴]
په کال ۱۹۷۴ کې، سپيواک د لووا د پوهنتون د پرتلیزو ادبیاتو په دپارتمنت کې د MFA ( دښکلو هنرونو ماسترۍ) اساس کېښود. راتلونکي کال کې هغه د پرتلیزو ادبیاتو د څانګې مشره شوه او استادۍ ته یې ارتقا وکړه. په کال ۱۹۷۸ کې، هغه د شیکاګو په پوهنتون کې د انساني علومو ملي پروفیسوره وه. هغې له دې وروسته د هستوګنه لرونکي او لیدونکې ډیرې استادۍ او فیلوشیپونه تر لاسه کړل. په کال ۱۹۷۸ کې، هغه په استین کې تکزاس پوهنتون ته د د انګلیسي ژبې او پرتلیزو ادبیاتو د استادې په توګه لاړه. [۱۵]
له ۱۹۸۰ څخه تر اوسه
سمولپه کال ۱۹۸۲ کې، هغه د ایموري په پوهنتون کې د انګلیسي او پرتلیزو ادبیاتو دا لانګ ستریت پروفېسورې استادې په توګه وګمارل شوه. په کال ۱۹۸۶ کې، هغه د پیتسبرګ په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې لومړنۍ میلون پروفیسوره شوه اوهلته یې د کلتورې مطالعاتو پروګرام جوړ کړ. له ۱۹۹۱ څخه را په دې خوا، هغه د کولمبیا د پوهنتون د یوې فاکولتې د غړې او د اوالون د بنسټ پروفیسوره ده چې په انساني علومو کې تدریس کوی اوهمدلته هغه په کال ۲۰۰۷ کې د انساني علومو پروفیسوره شوه. له کال ۱۹۸۶ څخه را په دېخوا، سپيواک د لویدیځ بنګال او بیحار/ جارخند تر منځ په سرحد کې د بې ځمکې او نالوسته ځوانانو او کوچنیانو په روزنه او تدریس کې ښکېل ده. دا ډول دوامداره هڅه د دې لپاره وه چې تر څو هغې معرفت پېژندنې ته لاس رسی پیدا شي چې د کیست د سیستم ( داسیستم په هند کې د اجتماعي طبقه بندۍ نمونه اي توکمیز مثال دي) د زرونو کلونو ظلم په واسطه زیانمن شوی دی او سپیواک ته یې دا موکه ورکړه چې د نړي په وضعیت اود های تیوری ( لوړې نظریې) په محدودیتونو په واضحه توګه پوه شی. په کال ۱۹۹۷ کې، د هغې ملګري لور میتزګر، چې په جرمني کې د نازي دولت څخه ژوندۍ پاتې وه دې ته لس زره ډالره ورکړل ترڅو په کلیوالو سیمو کې د ښوونې اوروزنې په برخه کې مرسته وکړي. هغې له دې پیسو سره د خپلې کیوتو د جایزې د پيسو ډیره برخه یو ځای کړه او د کلیوالي ښوونې روزنې لپاره یې د پارېس چندرا او سیوانی چکراورتي یادګاري بنسټ جوړ کړ.
کار
سمولسپيواک د دیراید د دیرا ګراماتولوژي د کتاب د ژباړې له امله چې په هغه کې د ژباړې مقدمه هم شامله وه او په هغه کې (( د ځان د انعکاسولو لپاره نوي ستندردونه تعین شوي و)) شهرت ته ورسېده. له دې وروسته د "Subaltern Studies Collective" ( د فرعي مطالعاتو مجموعه) د یوې غړې په توګه، هغې د امپریالیزم او نړیوال فیمینیزم ( د نارینه وو او ښځو د ټولنیزو او سیاسي حقونو د تساوۍ د ملاتړ غورځنګ) په اړوند یولړ تاریخي مطالعات او ادبې نقدونه تر سره کړل هغې ډيرۍ وخت ځان یوه عملي مارکسسته فیمینسته او ادبي منتقده بللې ده. د هغې سیاسي اخلاقي اندېښنې د هغې خلا لپاره دي چې د مادونانو له خوا ډکېږي په تېره د مادونو ښځو چې هم په خبرو اترو متودونو او هم د لویدیځو کلتوري بنسټونو کې شاملې دي. ادوارد ساید دسپيواک د کار په اړه لیکلي، (( هغه د غیرغربي ښځو د ادب د تیورۍ په مطالعه کې مخکښه ده او د دې نقش ډير پخوانی او مرتبط راپور یې جوړ کړ چې لاهم مونږ سره شته. [۱۶][۱۷][۱۸]
آیا مادون خبرې کولای شي
سمولد سپيواک د (( آیا مادون خبرې کولای شي)) د کال ۱۹۸۸ مقاله ، سپیواک دفیمینستانو هغه کتار کې راوستله چې هغوی د ښځو په باره کې د فکر کولو په وخت کې تاریخ، جغرافیا او طبقه په پام کې نیسي. د (( آیا مادون خبرې کولای شي)) په مقاله کې سپيواک [۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ "Gayatri Chakravorty Spivak". Department of English and Comparative Literature. Columbia University in the City of New York. Archived from the original on 11 January 2018. نه اخيستل شوی March 22, 2016.
- ↑ "Spivak, Gayatri." Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica Ultimate Reference Suite. Chicago: Encyclopædia Britannica, 2014.
- ↑ Simons, Jon (2010-09-10). From Agamben to Zizek: Contemporary Critical Theorists: Contemporary Critical Theorists (په انګليسي). Edinburgh University Press. ISBN 9780748643264. Archived from the original on 17 July 2022. نه اخيستل شوی 17 October 2020.
- ↑ Morton, Stephen (2010). Simons, Jon (ed.). From Agamben To Zizek Contemporary Critical Theorists (په انګليسي). Edinburgh: Edinburgh University Press. p. 210. ISBN 978-0-7486-3973-1. Archived from the original on 7 April 2022. نه اخيستل شوی 17 October 2020.
- ↑ "The Kyoto Prize / Laureates / Gayatri Chakravorty Spivak". Inamori Foundation (په انګليسي). Archived from the original on 16 March 2016. نه اخيستل شوی 19 April 2016.
A Critical Theorist and Educator Speaking for the Humanities Against Intellectual Colonialism in Relation to the Globalized World.
- ↑ "Columbia University Professor Gayatri Spivak Selected as 2012 Kyoto Prize Laureate in Arts and Philosophy". Kyoto Symposium Organization. Kyoto Prize USA. Archived from the original on 6 May 2016. نه اخيستل شوی 19 April 2016.
- ↑ "Professor Gayatri Spivak Selected as 2012 Kyoto Prize Laureate in Arts and Philosophy". Columbia News. Columbia University. Archived from the original on 21 June 2016. نه اخيستل شوی 19 April 2016.
Known as the 'Nobel of the arts,' the Kyoto Prize is an international award presented annually to individuals who have contributed significantly to the scientific, cultural and spiritual betterment of mankind in categories of advanced technology, basic sciences and arts and philosophy.
- ↑ "Padma Awards Announced". Ministry of Home Affairs (India). 25 January 2013. Archived from the original on 19 November 2018. نه اخيستل شوی 25 January 2013.
- ↑ Spivak, Gayatri Chakravorty (11 November 2021). "How the Heritage of Postcolonial Studies Thinks Colonialism Today". Janus Unbound: Journal of Critical Studies. 1 (1): 19–29.کينډۍ:Psc
- ↑ Landry, Donna; MacLean, Gerald, eds. (1996). "Reading Spivak". The Spivak Reader. New York: Routledge. pp. 1–4. ISBN 978-0415910019. Archived from the original on 4 January 2020. نه اخيستل شوی 21 April 2016.
- ↑ Smith, Dinitia (9 February 2002). "Creating a Stir Wherever She Goes". The New York Times.
- ↑ Landry, Donna; MacLean, Gerald, eds. (1996). "Reading Spivak". The Spivak Reader. New York: Routledge. pp. 1–4. ISBN 978-0415910019. Archived from the original on 4 January 2020. نه اخيستل شوی 21 April 2016.
- ↑ MYSELF MUST I REMAKE: The Life and Poetry of W. B. Yeats by Gayatri Chakravorty Spivak | Kirkus Reviews (په انګليسي). Archived from the original on 4 January 2020. نه اخيستل شوی 10 March 2018.
- ↑ "Gayatri Spivak on Derrida, the subaltern, and her life and work". e-flux conversations (په انګليسي). Archived from the original on 10 March 2018. نه اخيستل شوی 2018-03-09.
- ↑ "Writing at Iowa | the Writing University". Archived from the original on 17 June 2019. نه اخيستل شوی 19 March 2016.
- ↑ "Reading Spivak". The Spivak Reader: Selected Works of Gayatri Chakravorty Spivak. Routledge. 1996. pp. 1–4. ISBN 9780415910019. Archived from the original on 4 January 2020. نه اخيستل شوی 19 April 2016.
- ↑ Lahiri, Bulan (6 February 2011). "Speaking to Spivak". The Hindu. Chennai, India. Archived from the original on 24 April 2013. نه اخيستل شوی 7 February 2011.
- ↑ Dinitia Smith, "Creating a Stir Wherever She Goes," Archived 1 May 2017 at the Wayback Machine. New York Times (9 February 2002) B7.
- ↑ Sharp, J. (2008). "Chapter 6, Can the Subaltern Speak?". Geographies of Postcolonialism. SAGE Publications.