کينډۍ:Infobox planet

ګانميډ (انګليسي: Ganymede) د مشتري او شمسي نظام تر ټولو لويه سپوږمۍ ده چې په کابو 7.155 ورځو کې پر مشتري راڅرخي. دا سپوږمۍ چې له مشتري څخه کابو 1,070,400 کيلوميټره واټن لري [= يعنې د واټن له مخې مشتري ته اوومه نيژدې سپوږمۍ ده] د ګلېليو ګلېلي Galileo Galilei په نامه ايتالوي ستورپوه په 1610 کې کشف کړه. ګانميډ کابو 5,262 کيلوميټره قطر او کروي شکل لري. ګانميډ په يوناني اساطيرو کې د اسمان او تالندې د خدای زيوس Zeus ساقي و.