کړمانزي د شیراني(دراني) پښتو قبیلې د سترې څانګې حسن خیلو یوه لویه تاریخي زئي یا خیل دی، چې په شیراني ولسوالۍ کې خپله ځانګړې سيمه لري. حسن خېل قبیله بیا درې سترې څانګې لري، 1. ١. احمد ٢. هیزیي ٣. کړمانزیي، وروسته بیا دغه څانګې په نورو وړو وړو پښو باندې ویشل شوې دي.[۱]



د کړمانزی قبیلې څانګې سمول

کړمانزي قبیله دوې سترې څانګې لري چې هغه بیا په نورو وړو وړو زییو کې وېشل شوې دي .[۲]۱.معروفزئ ۲.سرخیلزئی

'۱ ـ معروف زیي:' معروف زیي بیا پر څلورو زییو باندې ویشل شوی دی چې تفصیل یې څه په دا لاندې ډول دی. (i) بدینزئی(۱.اټل کهول ۲.مزار کهول) (ii) ادینزئی(۱.پیګل کهول ۲.ولي داد کهول) (iii) شایب (iv) حسن

'۲ ـ سرخیل زیي:' سرخیل زیي څانګه بیا پر اوو ښاخونو سره ویشل شوې ده چې نومونه یې په دا لاندې ډول دي. (i) شېرو کهول(۱.لال خان کهول، ۲.حبیب کهول) (ii) علي (الو) (iii) مراد(مرادۍ) (iv) منګلزی (v) عبدالرحمانزی (vi) ملا کهول (vii) مندک(منداکه)

'

موقعیت سمول

کړمانزي قبیله د سهېلي پښتونخوا په شیراني ولسوالۍ یونین کونسل کړمه کڑمانزائی کې استوګن دي. د کړمانزیي منطقه له ږوب ښار څخه د شمال ختیځ لور ته پر کابو ۴۰ کلومیتره واټن باندې موقعیت لري. ددې قبیلې د شمال لور ته یاسین زی د سهېل لور ته کپیپ د ختیځ لور ته اوبه خیل او د لویدیځ لور ته انیزیي او د حریفالو قبیلې پرتې دي. کړمانزی د "کړمه کړمانزی" په خپل ځانګړی یونین کونسل کې میشت دي.

'ابادي سمول

د کړمانزي یونین د شیراني ولسوالۍ له ګن شمېره علاقو څخه دی، د تېرې سر شمېرنې پر اساس دا خبره څرګنده شوه چې یونین کونسل کړمه کړمانزی نژدې ۱۵۰۰۰ نفوس ابادي لري.

'کلي/بانډې(Villages):'

کړمانزی قبیله کابو یوولس کلي لري او دې پرته د هېواد او نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې هم استوګنه لري چې تفصیل یې څه په دا ډول دی.

۱ ـ کړمه شیراني سمول

د نور معلومات لپاره دا بره نوم "کړمه شیراني" کلک کړئ

۲ ـ غورلمه سمول

غرلمه د کړمانزی قبیلې له سترو کلیو څخه دی دا کلی نژدې سل کور ابادي ده. د غرلمې د نوم رېښه د غر له لمنې څخه اخیست شوی دی ځکه چې یاد کلی د کسې غره و لمنو ته جوت د تلهاړ نومې غره په ناوه کې موقعیت لري. د غرلمې کلي یادونه امیر عبدالرحمان خان د پښتني سیمو د سفر پر محال په خپل خود نوشت (Biography) کې هم کړی دی. امیر لیکي چې د شیراني قبیلې دوه ستر کلي دي چې د یوه نوم کړمه او بل غرلمه دی. په غرلمه کلي کې د ژوند بنسټیزې (بنیادي) اسانتیاوې شتون لري، دلته یو دولتي منځنی ښوونځی(مډل سکول) او دوې اسلامي مدرسې هم شتون لري، یو ځانګړی کلینک هم شته. دلته د غنمو ژرنده، د عمومي شیانو هټۍ(دوکانونه) هم شتون لري. د کلیوالو اقتصاد د عربو پر مسافرۍ ولاړ دی او ځینې ځوانان بیا دولتي مامورین دي. په عمومي توګه د خلکو اقتصادي وضعیت ښه دی.

نامتو شخصیات:

۱. لال خان نیکه ۲. ګل داد خان نیکه ۳. رحمان نیکه ۴. باښک نیکه (شهید) ۵. حاجي سفرخان نیکه ۶. رمضان نیکه ۷. ملک تاجون نیکه ۸. خدرخان نیکه ۹.روړی نیکه ۱۰.حکیم نیکه ۱۱. حاجي سعیدالله خان اکا ۱۲. حاجي غازي اکا ۱۳. حاجي مهردل اکا ۱۴. حاجي ښادي خان اکا. ۱۵.حاجي نظر خان اکا ۱۶. ملک عبدالله خان اکا ۱۷. ملا زامک اکا او داسې نور

اوسني شخصیات:

۱. حاجي غلام الدین شیراني د پښتونخوا میپ شیراني ولسوالۍ مشر ۲. ملک شهبازخان د پاکستان مسلم لیګ شیراني ولسوالۍ مشر ۳. ملک ابراهیم خان قبایلي مشر ۴.ملا فیاض شیراني د جمعیت ګوند سنئیر غړۍ ۵. ملک رحمت الله شیراني د عوامي نشنل ګوند یونین کونسل مشر ۶. حاجي امیر سیاسي مشر ۷.مولوي ګلزاده ډسټرکټ کونسل غړی ۸. مولوي ګلمیر د جمعیت علماء اسلام(ف )د یونین کونسل امیر ۹. مفتي نواز د جمعیت علماء اسلام(شیراني ډلګۍ) یونین امیر ۱۰. رحمت الله پښتونخوا ملي عوامي ګوند العین ۱۱. دلبر ازل د پښتونخوا د زدکونکو سازمان سنئیر مشر ۱۲. حافظ مولوي شاه سلم د جمعیت علماء اسلام سنئر غړی او داسې نور

۳ ـ لهړ سمول

لهړ کلی چې د کړمانزیي له لویو او شتمنو کلیو څخه دی خو په اوسني وخت کې اباد شوی دی ځکه یې په لرغونیو اثارو کې کوم ذکر نه تر سترګو کېږي یا کیدای شي هغه وخت یې نوم بل څه وو. د لهړ کلي نوم ځکه لهړ دی چې د اوبو د یوه لوی کاړ لهړ پر غاړه اباد شوی دی. په لهړ کلي کې د ژوند ډېری بنسټیزې اسانتیاوې شتون لري. دلته دوه لومړي دولتي ښوونځي دي یو څو د غلو ژرندې او دوکانونه هم شتون لري. دا کلی د کرنې بېخي زیاته للمینې زمکې لري ځکه په غلو اباده دي. ډېری کلیوال د عربو په هېوادونو کې خوارۍ مزدورۍ کوي او د ځینو بیا هلته ستر ستر کاروبارونه دي. په عمومي توګه ډېری کلیوال شتمن دي.

نامتو شخصیات:

۱. حسن نیکه ۲. مهین نیکه ۳. پاین نیکه ۴. محمد ګل نیکه ۵. کمال خان نیکه ۶. خاشک نیکه ۷. ملا کمال الدین نیکه ۸. غلام نیکه.۹ حاجي پیردل اکا او داسې نور

اوسني شخصیات:

۱. ملک حاجي سکندر اکا ۲. مولوي فیض محمد ۳ حاجي دین محمد ۴. حاجي نیکداد ۵. حاجي حیات خان شهید ۶. حاجي شیرمحمد(شیرک) ۷. عالم خان شهید(خان) ۸. حاجي ملا فیاض اکا ۹.حاجي سنت الله ۱۰. حاجي دین ګل ۱۱. حاجي ګران ۱۲. حاجي امان الله ۱۳. حاجي تورک ۱۴. حاجي عیسیٰٰ خان ۱۵. حاجي پیرمحمد ۱۶. حاجي نصیب الله او داسې نور

۴ ـ پسته ۵ ـ بند کړمانزی ۶ ـ ترۍ ۷ ـ خنکۍ ۸ ـ کڅۍ جلات خان ۹ـ منداکه ۱۰ ـ تکۍ ۱۱ـ مدرسه خنکۍ، په دا لاندې ښارو کې هم کړمانزی کورنۍ مېشتې دي ۱.کراچی ۲.ژوب ۳.خضدار ۴.کندهار ۵.کوټه ۶.اسلام آباد ۷.دبئ ۸.شیراني آباد راجهستان هند

'

اقتصاد سمول

د عربو مسافري سمول

د شیراني د نورو قبیلو په څېر د کړمانزی قبیلې اقتصاد هم د عربو پر خوارۍ مزدورۍ ولاړ دی.ډېری ځوانان یې په متحده عربو اماراتو٫ سعودي عربستان او نورو خلجي هېوادو کې زیارکښي کوي او د ځینو خلکو بیا هلته لویې سوداګری روانې دي. د کړمانزي ځوانانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې هم کاربارونه شته او یو څه خلک بیا دولتي مامورین هم دي دلته د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت ښه دی او ځینې کسان بیا بېخي شتمن دي.

کرکرونده سمول

د کړمانزی قبیلې د کرنې زمکه د شېراني ولسوالۍ له هوارو او خولیو زمکه څخه ده چې دلته هر ډول توخم او سبزي کرل کېږي او ښې ډېر بهاندې اوبه لري له کړمې کلي سره نژدې د اوبو یوه لویه چینه بهېږي د هغې په وسیله کړمانزي بزګر خپل پټي خړوبه وي او له دې پرته له خنکۍ جلات خان سره څېرمه هم د اوبه یوه غټه خیزۍ (چینه) ده چې د خنکۍ او شاخوا کلیو د کروندې کار په کېږي . دلته خلک په پټو کې د غنمو او اوربشې ترڅنګ سبزیانې هم کري او یو څه د مڼو(سیب) او زردلوګانو باغونه هم شته . لهړ کلي او د غرلمې بیا ویچوبه (للمینې)زمکې زیاتې دي چې په کال کې په زراوؤ بوجۍ(ګوڼۍ) غنم او اوربشې اخلي دلته د لوونو په موسم کې د شېراني له نورو سیمو څخه بېوزله خلک د لوګرۍ او خوارۍ مزدورۍ لپاره راځي تر څو یو څه غنم او کالدارې وګټي.


'

زدکړې سمول

د شیراني قبیلې د نورو څانګو په نسبت په کړمانزئ قبیله کې د زده کړو(تعلیم) سلنه (فیصدي) زیاته ده دلته لومړی دولتي ښوونځی په کړمه کلي کې په کال ۱۹۲۲ عیسوي خوا شا کې پرانیستل شوی وؤ چې په یاد ښوونځي کې پښتون ملتپال سیاستپوه سائیں کمال خان شیراني او پخواني کمشنر نصیب الله شیراني هم خپلې لومړۍ زدکړې ترسره کړېوې. اوس محال په یونین کونسل کړمه کړمانزي کې شپږ لومړي ښوونځي(Primary school) یو ځانګړۍ ښوونځی (Private school)، یو منځنی ښوونځی (middle school) او دوې عالي لېسې(High school) شتون لري.په دغه منطقه کې لومړۍ زده کړې عامې دي او ځینو کسانو بیا لوړې زده کړې(Higher education) هم کړې دي.

'

روغتیا (Health):' سمول

دلته یو وړوکۍ دولتي روغتون(BHU) او پنځه ولسي کلینکونه (Private clinics)شته چې د روغتیا عامه اړتیا بشپړ کوي خو ډېر ناروغه کسان ګوانډي ولسوالۍ ژوب ښار ته لېژدول کېږي. په عامه توګه د روغتیا وضعیت د ډاډ وړ دی

خیریه بنسټ (Welfare Orig):' سمول

۱.کړمانزیي سوشل ویلفئیر آرګنائزیشن: کړمانزی قبیله خپله خیریه بنسټ یا این جي او هم لري چې نوم یې" کړمانزی ویلفئیر آرګنائزیشن" دی. یاد سازمان پنځلس کاله وړاندی جوړ کړل شو خو له بده مرغه دا مهال غیر فعال دی.

۲. کړمانزیي کمېټۍ امارات: په متحده عربو اماراتو کې کړمانزیي قبیله خپله کمېټۍ لري چې د غم ښادۍ پر محال د خپلې قبیلې د مسافرو وګړو مرسته کوي. خدای مه کړه که کوم کړمانزی مسافر هلته وفات شي نو د کمېټۍ هر غړی ۱۰۰ درهمه مفته چنده ورکوي په دغه چنده د مړۍ د کور ته د را رسولو لګښت بشپړ کوي او پاتې پیسې بیا غمجنې کورنۍ ته را لېږل کېږي. یاده کمېټۍ څه باندې ۴۵۰ غړي لري. ددغې کمېټۍ لومړی مشر ملا فیاض کړمانزی (ادینزی) وو اوس محال یې مشر محمد آمین دی. نن سبا د ټول شیراني قام ګډه کمېټۍ هم شته چې د مسافر مړه لپاره هر شیراني مسافر ۱۰ درهمه چنده ورکوي. دا د ویاړ (اعزاز)خبره ده چې په لومړي ځل دا د کمېټۍ کار کړمانزیي قبیلې د ارواښاد ملا فیاض په مشرۍ کې پیل کړو وروسته بیا نورو شیراني قبیلو هم خپلې کمېټیانې جوړې کړې. د شیراني قبیلې د ګډې کمېټۍ مشر هم ارواښاد ملا فیاض کړمانزی و.

بازار(Bazar):' سمول

د کړمانزی په مرکزي کلي کړمه کې یو وړوکۍ غوندې بازار هم شته چې د اړتیا وړ هر ډول توکي په کې تر لاسه کېدای شي ، دلته هره ورځ د شاخوا کلیو خلک هم د سودا لپاره په ګڼ شمېر کې تګ را تګ کوي دلته د ګاډو او موټر سائیکلانو مستري خانې او د غنمو ژرندې هم شته او د یادې قبیلې په نورو کليو کې هم دکانونه شتون لري

لوبې(Sport):' سمول

په کړمانزي کې د کرکټ او فټبال لوبه ډېر مینه وال لري دلته وخت په وخت د کرکټ او فټبال د لوبو سیالۍ کېږي.پخوا به ځایي لوبې لکه کبډي، هینډه، همۍ او خوسی مشهورې لوبې وي خو اوس یادې لوبې مخ پر وروکېدو دي چې دا اندېښنې وړ خبره ده.

'

قامي مبارزه(National resistance):' سمول

له نور شیراني قام سره د کړمانزي قبیلې مېړني خلکو هم تل اوږه پر اوږه د هر یرغلګر ځواک په وړاندې مبارزه کړېده هغه بیا د کال ۱۸۹۰ میلادي د شیراني فرنګي جګړه ده او که د کال ۱۹۱۹ میلادي د افغانستان د استقلال په نن ملي پاڅون دی کړمانزي مشرانو او ځوانانو تل پر خپله خاوره ننګ کړی دی.په قامي سیاسي غورځنګ کې د صوفي نور محمد شیراني، ملک اخترجان شیراني او غلام دین شیراني هڅې د ستایلو وړ دي یاد مشران لومړي د نشنل عوامي ګوند(NAP) او وروسته بیا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (PKMAP)ملګري وؤ.نن هم په شیراني ولسوالۍ کې د پښتون قامي تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) لومړۍ کمپايني غونډې پیل له دغه انقلابي ټاټوبي څخه وشو ترڅو په شیراني کې غورځنګ فعال کړل شي. [۱]

افغان انګریزجګړه(Anglo Afghan war1919):' سمول

د کال ۱۹۱۹ انګریز افغان جګړه چې د ژوب ولسوالۍ په سیلیزي سیمه کې وشوه چې پکې مشوخان شیراني هم په شهادت ورسید.په دغه تاریخي جګړه کې د ځینې ګډونوالو کړمانزي غازیانو نومه په دا لاندې ډول دي. ۱.باښک نیکه (شهید) ۲.شکور نیکه ۳. ملک بهار نیکه غازي ۴.ستاندار نیکه (ټپي) ۵.باران نیکه ۶.لال خان نیکه ۷.مهین نیکه ۸.ملا جانک نیکه او داسې نور

'

تاریخي شخصیتونه(Historical personelities):' سمول

۱. ملک ساکو نیکه شهید ۲. تور پیګل نیکه شهید ۳.باښک نیکه شهید ۴.ملک شکور نیکه ۵.ملک لال خان نیکه شهید ۶.باران نیکه ۷. کوهاړ نیکه شهید ۸.کجل نیکه ۹.ژلئ نیکه ۱۰.باکو نیکه شهید ۱۱.مهین نیکه ۱۲.محمد ګل نیکه ۱۳.ملک ترکو نیکه ۱۴.ګلداد خان نیکه ۱۵.ملک بهار نیکه ۱۶. ملا شنا نیکه ۱۷.ملک روړی نیکه ۱۸.ملک بلوخان نیکه ۱۹.قربان نیکه شهید ۲۰.رمضان نیکه ۲۱.ملک تاجون نیکه ۲۲.کمال خان نیکه ۲۳.ظفرخان نیکه(میراث) ۲۴.خدر خان نیکه ۲۵.حاجي سفرخان نیکه ۲۶.انعام نیکه ۲۷.ملا جانک نیکه

'

سیاسي مشران(Political leadership):' سمول

۱.ملک غلام دین شیراني د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شیراني ولسوالۍ مشر او د شیراني تحصیل پخوانی نایب ناظم او پخوانی ممبر ډسټرکټ کونسل ژوب ۲. ملک شهبازخان شیراني د مسلم لیګ(ق) شیراني ولسوالۍ مشر او د مانیخوا پخوانی ناظم ۳.مولوي فیض محمد د جمعیت علماء اسلام شیراني ولسوالۍ پخوانی امیر ۴. ارواښاد ملک اختر جان د نشنل عوامي ګوند(نیپ) د ضلعي کومېټې غړۍ ۵.فیض محمد شیراني د پښتونخوا میپ سنیئر مشر ۶.ډاکټر عزیزالله شیراني د پښتونخوا ایس او کوټې پخوانی مرستیال مشر ۷.عبدالکریم شیراني د جمعیت طلباء اسلام شیراني ولسوالۍ پخوانی ضلعي عمومي منشي (سیکرټري جنرل) ۸.رحمت الله شیراني د پښتونخوا ګوند العین مشر ۹.مناف شیراني د پښتونخوا میپ دوبئ ثقافت سیکرټري ۱۰.دلبر خان ازل د پښتونخوا سټوډنټس آرکنائزیشن د کوټې پوهنتون د کېمپس پخوانی عمومي منشي (سیکرټري جنرل) ۱۱.قطب خان شیراني د پښتونخوا ګوند سنئیر غړۍ ۱۲.مجید افغان د پښتونخوا سټوډنټس آرکنائزیشن فعال غړۍ ۱۳.رحمت شیراني د پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ فعال ملګرۍاو پښتونخوا ملي عوامي ګوند کراچۍ(سندھ) فعال غړۍ ۱۴.مولوي ګلزاده پخوانی ممبر ډسټرک کونسل شیراني ۱۵.ملک رحمت الله شیراني د عوامي نیشنل ګوند یونین کونسل مشر ۱۶.ملک شهباز خان د جمیعت علماء اسلام سنیئر غړۍ اه ۱۷.نعمت خان چیرمین یونین کونسل کړمه کړمانزی ۱۸.شیرالله پخوانی ناظم یونین کونسل مانيخوا ۱۹.مفتي نواز شیراني د جمیعت ګوند د یونین کومېټې غړۍ او داسې نور

 
شاغلی عبدالکریم شیراني او رفیق پښتون ایډوکیټ

'............پای.........'

سرچینې: سمول

1.تړونی (لنک) شجره نسب قوم حسن خیل(برغه) اردو https://m.facebook.com/1391432277569297/posts/1801721083207079/

2. تاریخ شیراني ، اطلس خان

3. شجره نسب قوم شیراني برغه ، حاجي عمر شاه شیراني

4.The opreations Zhob field force 1890

5. ملک بهار شېراني( تاریخي ویډیو)

https://www.facebook.com/1966305580123774/posts/4669482623139376/

6. په کړمه کړمانزی روغتون کې مفت یو ورځنی دولتي روغتیایي کیمپ

https://www.urdupoint.com/pakistan/news/zhob/national-news/live-news-2642668.html

  1. The Operations Zhob Field Force 1890
  2. شجره نسب قوم شیراني برغه ، عمر شاه شیراني