کچکول
کچکول له هغه لوخي څخه عبارت دی چې صوفیان او ملنگان یې د خیر خیرات، اعانې، صدقې او خیرات راټولولو لپاره کاروي.[۱] یا په بل عبارت، کچکول له هغه فلزي یا لرگین لوخي څخه عبارت دی چې چې ملنگانو په کې ځنځیر اچولی او په خپله غاړه کې راځوړند کړی وي.[۲] د ظهیرالدوله او شاه نعمت الله ولی کچکولونه په تصوف کې ډېر مشهوره گڼل کېږي.[۳]