کينډۍ:د نن لپاره يو ښه موضوع

ارواپوهنې نښه
ارواپوهنې نښه

ساپوهنه یا ارواپوهنه د ذهن او چلند علمي مطالعې ته ویل کېږي. ساپوهنه کې د احساساتو او تفکر په شمول، د شعوري او پټ‌شعور ښکارندو مطالعه شامله ده. ساپوهنه، د یوه پراخ ډګر په درلودلو سره، یوه اکاډمیکه څانګه ده، چې د طبیعي او ټولنیزو علومو ترمنځ پولو څخه اوړي. ساپوهان د ماغزو د راولاړېدونکو ځانګړتیاوو په هکله د پوهاوي په لټه کې دي، چې دغه څانګه عصبي علومو ته اړوند ګرځوي. د ټولنیز ساینس په توګه، د ساپوهانو موخه د وګړو او ډلو د چلند په هکله پوهاوی دی. Ψ (پسي) یو یوناني توری دی چې په ټولیزه توګه، له ساپوهنې سره په تړاو کې ښودل کېږي. ارواپوهنه (انګلیسي: psychology) د دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، (psyche) د روح په معنا او (Logos) د‌ مطالعې او زده کړې په معنا ده. د سایکالوژۍ لغوي معنا د روح مطالعه ده، دې علم ته عقلي فلسفه هم وايي، سایکالوژي، روانشناسي او اروا پوهنه درې مروجې اصطلاحگاني دي، چې د روح پېژندنې معنا لري. په اروپايي او لاتیني ژبو کي سایک psyche کلمه د باد، دم، چوف او د نفس په معنا ژباړل کېږي مگر په اصطلاح کې ارواپوهنه د سلوک علم دی. بايد پوه شو، چې سلوک څه ته وايي؟ سلوک د یو کس غبرگون په یو ځانگړي وخت او په یو ځانگړي چاپیریال کي سلوک بلل کیږي. څرنګه چې بشر خپل او د خپل چاپېریال د خلکو سلوک پېژندلو ته اړتیا لري؛ نو په دې اساس د وګړو د سلوک مطالعې لپاره د بشري علومو یوې ډېري مهمې څانګې یعنې (اروا پوهنې) ته اړتیا شته د سایکالوژۍ اصلې موخه دا ده، چې د خپل ځان او نورو وګړو غبرګون په یو خاص وخت او په خاص چاپیریال کې مطالعه کړي. یو څانګوال رنځورپوه یا څېړونکي ته، چې په دغه څانګه کې بوخت وي، «ساپوه» ویل کېږي. ځیني ساپوهان کېدای شي د ټولنیز، چلندي یا ادراکي ساینس‌پوهانو ډلو په توګه ووېشل شي. ځیني ساپوهان هڅه کوي ترڅو د وګړو او ټولنیز چلند کې د ذهني کارکړنو پر ونډه باندې پوه شي. ځینې نور بیا فزیولوجیکي او بیولوجیکي بهیرونه، چې د ادراکي کارکړنو او چلندونو بنسټ دی، راسپړي. ( بشپړه ليکنه...)

نورې ښې موضوع ګانې ورګډول