کينډۍ:دنغا/2009-02-17
د نن غوره انځور | |
دا د ايراني گنگو د تارونو (چې هر يو يې ۲۰ ملي متره اوږدوالی لري) يو انځور دی. گنگو يو ډول مساله ده چې د گنگو له گُل نه په لاس راځي. گنگو د نړۍ تر ټولو گران بيه مساله ده چې په لويديځو هېوادونو کې یې د يوه کيلوگرام گنگو د پېرودلو منځوۍ بيه ۲۲۰۰ ډالره /۱۵۵۰ يورو/۱۱۰۰ پونډه ده. گنگو نه يواځې د مسالې په توگه استعمال شوی، بلکه دا بوټی د ښه وږم، د رنگ ورکولو او د دارو درملو په توگه هم کارېدلی. د انځور د امتياز خاوند: رېنر زينز |