کينډۍ:دنغا/2009-02-05

د نن غوره انځور
هېلېن ډيوټريو

دلته په ۱۹۱۱ کال شاوخوا کې هېلېن ډيوټريو، په يوه آلوتکه کې ښکاري، دا په ټوله نړۍ کې څلورمه مېرمن (د بلجيم لومړنۍ ښځينه هوابازه) وه چې د هوابازۍ ليسانس يې درلوده او په برم له مخې لومړنۍ ښځينه پيلوټه وه چې مسافرين يې له يوه ځای نه بل ځای ته بوولي او سمندري آلوتکه يې هم چلولې. د هوابازۍ تر څنگ هغه په بايسکل چلولو کې نړېواله اتله هم وه، هغې به په بايسکل، موټرسايکل، د ځغاستې په موټرونو داربازۍ هم کولې خو په نړېواله جگړه کې نوموړې د امبولانس چلوونکې او د يوه پوځي روغتون مشره هم وه.

د انځور د امتياز خاوند: د بېن خبري خدمات
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ سمول