کينډۍ:تانبه:پښتو ادبیات/اتلان/3

افغان امپراتور شاه حسین هوتک

د ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد ، چې د ۱۱۱۴ هـ كال ربيع الاول په ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد . د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه ، تفسير ، منطق او د بلاغت علوم ولوستل . هغه وخت ، چې په ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ ، نو خپل كشر ورور شاه حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه . اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم ، اديب او علم روزونكى پاچا وو او دده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو ، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه ، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې ، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې . همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد . ددې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى ، چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن تشكيل كړى وو او په اوونۍ كې به يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما ، شاعران او اديبان خپلې كتابتون ته راتلل . شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول . شاعرانو ته به يې صلې وركولې ، چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو گرانبها اثر (( پټه خزانه )) ډگر ته راووتله او وليكل شوه او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شوه . نور دلته ولولئ...