کينډۍ:تانبه:ستورپوهنه/غوره شوې لیکنه

یوري ګاګارین په تشیال کې

يوری الکسويچ گاگارين (روسي : Юрий Алексеевич Гагарин) يوري گاگارين د ۱۹۳۴ز کال دمارچ پر ۹ شوروي اتحاد لومړنۍ هواباز دی. دی د سمولنسک د ويلايت د گژاتسك دښار دکلوشينو د کلي ديوه بزگر اوغريب سړي په کورنۍ کې دنياته سترگې پرانستلې. د گژاتسك ښار په ۱۹۶۸کال کې د گاگارين په نامه ونومول شو. ددوهمې نړيوالي جگړې په دوام کې د گاگارين کورنۍ هم لکه دشوروی نوروگړي داقتصادي ستونزو سره مخامخ وه . ددې ستونزوترڅنگ د هغه ورور اوخور جرمني نازيانوپسله هغه چې ددوی داوسېدوسيمه يې ونيوله د اجباري کارلپاره په زورجرمني ته بوتلل او د دوهمې نړېوالې جگړې تر پايه پوري هلته پاته شول. د جگړې تر پای ته رسېدو وروسته خپل هيواد ته راستانه شول . نور دلته...