کينډۍ:تانبه:تاریخ/غوره ژوندليکنه/2

یوري ګاګارین په تشیال کې

يوری الکسويچ گاگارين (روسي : Юрий Алексеевич Гагарин) يوري گاگارين د ۱۹۳۴ز کال دمارچ پر ۹ شوروي اتحاد لومړنۍ هواباز دی. دی د سمولنسک د ويلايت د گژاتسك دښار دکلوشينو د کلي ديوه بزگر اوغريب سړي په کورنۍ کې دنياته سترگې پرانستلې. د گژاتسك ښار په ۱۹۶۸کال کې د گاگارين په نامه ونومول شو. د گاگارين پلارالكسي ايوانويچ گاگارين ( ۱۹۷۳-۱۹۰۲) Алексей Иванович Гагарин اومورئي آنا تيموفيونا ماتيوا Анна Тимофеевна Матвеева (۱۹۸۴-۱۹۰۳ دواړوپه کلخوزکي د بزگر په تو گه کارکاوه. گاگارين يو وروراودوې خويندې درلودې. د گاگارين پلار ډير غريب و،ټوله ورځ په بزگري مصروف و . له همدې لامله د گاگارين روزنه دهغه دمشرې خور پر غاړه وه.