کينډۍ:تانبه:تاریخ/غوره ژوندليکنه/1

افغان لیکوال او تاریخپوه حبیب الله تږی

ډاکټر حبيب الله تږی (په انگرېزي:Habibullah Tegey) يو افغان تاريخپوه، ژبپوه، ليکوال او څېړونکی و. هغه د پښتو ژبې د فقة اللغته يا فېلالوژي د بنسټونو په څرگندولو او ثابتولو کې ډېر زيار ايستلی دی. حبيب الله تږی د گل دولا خان زوی او د محمد نبي لمسی و نوموړی د ۱۳۰۷ ل. کال د ليندۍ د مياشتې او د ۱۳۰۸ ل. کال د تلې د مياشتې ترمېنځ موده کې د کابل د شېوکي په سهاک نومي کلي کې زېږېدلی و چې د زېږون دقيقه نېټه يې نه ده څرگنده. تږی په ۱۳۱۸ ل. کال کې د شېوکيو په لومړني ښوونځي کې شامل شوی او په ۱۳۲۴ ل. کال کې د همدغه ښوونځي نه بريالی فارغ شوی. تر لومړنيو او دويمو زده کړو وروسته بيا دارالمعلمين کې شامل شوی او يه ۱۳۳۱ ل. کال کې يې هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي وې. د دولسم ټولگي د بريليک نه وروسته بيا د کابل د ادبياتو په پوهنځي کې داخل شوی او په ۱۳۳۵ ل. کال کې له نوموړي پوهنځي نه په برياليتوب سره وتلی.