کوینسي جونز

کوینسي جونز
(انګلیسي: Quincy Delight Jones, Jr. د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کوینسي جونز
کوینسي جونز

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Quincy Delight Jones د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ مارچ ۱۹۳۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
شیکاګو[۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 66 اينچ  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 7   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر
فلم پروډیوسر
لوبگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 400000000 امريکايي ډالر  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
سټيګر جايزه  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۵][۱۶]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وینسي ډيلایټ جونز جونیر د ۱۹۳۳ز کال د مارچ په ۱۴ مه زېږېدلی. یو امریکایي ریکارډ جوړوونکی، موسیقي جوړوونکی، د ملي سندرو لیکوال، کمپوزر، د فلمونو او تلویزیوني خپرونو ترتیب کوونکی دی. په تفریحي صنعت کې د هغه 70 کلن مزل، د ۸۰ ګرامي (Grammy Award)، ۲۸ ګرامي جایزې له  نوماندۍ او په ۱۹۹۲ز کال کې د ګرامي لېجنټ جایزې سره مل و.[۱۷][۱۸][۱۹]

جونز په فلمونو او پاپ موسیقۍ کې تر کارکولو مخکې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د جاز د تنظیموونکي او لارښود په توګه شهرت تر لاسه کړ. په ۱۹۶۸ زکال کې جونز او د هغه سندرې لیکونکی ملګری باب راسیل لومړني افریقایي الاصله امریکایان وو چې د بانېنګ فلم د اصلي سندرې "د مینې سترګې" په پار د يوې اکادمۍ د غوره اصلي امتیاز جایزې ته نوماند وو. جونز په ۱۹۶۷ ز کال کې د سړې وینې (کولډ بلډ/ (Cold bloodپه فلم کې د خپل کار په پار د موسیقۍ د غوره متن لیکونکي په توګه د اصلي امتیاز اکادمي جایزې ته نوماند شو او په دې توګه هغه لومړنی افریقایي الاصله امریکايی ش،و چې په یو کال کې دوه ځلې د جایزې ترلاسه کولو ته نوماند شو. جونز د مایکل جکسن درې تر ټولو بریالي البومونه تولید کړل: چې په ۱۹۷۹ کال کې له دېوال نه بهر (Off the Wall)، په ۱۹۸۲ ز کال کې ټرېلر(Thriller ) او په ۱۹۸۷ ز کال کې د بد (Bad ) البوم و. جونز په ۱۹۸۵ز کال کې د «موږ نړۍ یو» خیریه سندره ترتیب او تولید کړه، چې په اتوپيا کې یې د قحطۍ ځپلو لپاره مالي مرسته راټوله کړه. [۲۰]

په ۱۹۷۱ز کې هغه لومړنی افریقايي الاصله امریکايی شو، چې د موسیقۍ مدیر او د اکاډمۍ د جایزو لارښود مشر وټاکل شو. په ۱۹۵۵ ز کال کې هغه لومړنی افریقايي الاصله امریکايی شو چې د جان هیرشولټ اکادمۍ (Jean Hersholt Humanitarian Award) د انسان دوستۍ د جایزې ګټونکی شو. هغه د غږ له طراح او اوسکار جایزې ته له هرو اووه نوماندانو نه ډېر ځله نوماند شوی دویم افریقايي الاصله امریکايي ويلي‌ډي.بورټون (Willie D. Burton) سره تړلی و. جونز په ۲۰۱۳ز کال کې د احمد ارتګان / Ahmet Ertegun (یو ترکي الاصله امریکایی انسان دوست او ملي ترانه ویونکی) جایزې د ګټونکي په توګه له لو اډلر (Lou Adler) سره د راک او رول د پېژندل شویو څېرو تالار ته ورپېژندل شو. هغه په شلمه پېړۍ کې د هغه وخت د جاز موسیقۍ له خورا اغېزمنو موسیقي غږوونکی نه و.   [۲۱][۲۲]

لومړنی ژوند سمول

کوینسي ډيلایټ جونز جونير د ۱۹۳۳ز کال د مارچ په ۱۴مه د شیکاګو د سویلي برخې په ایلینویزکې زېږېدلی، مور یې ساره فرانسس (Sarah Frances) د یوه بانک افیسره او د اپارتماني مجتمع مدیره وه چې په ۱۹۹۹ ز کال کې وفات شوې او پلار یې کوینسي ډیلایټ جونز (Quincy Delight Jones) د بېسبال لوبغاړی او نیمه مسلکي ترکاڼ(نجار) و چې د کېنتاکي (Kentucky) اوسېدونکی و. د جونز پلرنۍ انا د لوئیزویل (Louisville) له پخوانیو لامانو نه وه او جونز وروسته وپوهېده چې پلرنی نیکه يې ولزش(Welsh )(د انګستان یو ولایت) و. جونز په ۱۹۷۲ ز کال کې د سالټ لیک سیټي د اخرې زمانې د څېړونکو او لیکوال الکس هیلي (Alex Haley) په مرسته دا ومونده چې د جېمزلنیر (James Lanier) په ګډون د شاعر سیدني لینر له خپلوانو نه یو د هغه د مورنیو اجدادو نه دی. جونز وویل: «هغه زما د مشرې انا [یوې غلامې] نه یو ماشوم درلود او زما انا همالته [د کېنتاکي په یوه باغچه کې] زېږېدلې. موږ دا موضوع تر لنیرز، د ټینسي ویلیامز ترهمغې کورنۍ وڅارله. په دې وپوهېدو چې د لنیرمهاجر شوي نیکونه له فرانسوي هیوګنوټ (Huguenot ) (د فرانسوي ټبر نوم) نه وو چې د خپلو نیکونو په منځ کې يې درباري موسیقي غږوونکي لرل، جونز د خپلې موسیقۍ غږونې يوه برخه په هغوی پورې وتړله. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

جونز په ۲۰۰۶ ز کال کې د  BPS (په امریکا کې د عامه نشراتي خدماتو په نوم لویه تلویزیوني او راډیويي شبکه ده) لپاره د افریقايي امریکایانو ژوند تلویزیوني خپرونه کې د خپلې  ډي ان اې ازموینه(معاینه) وکړه او نسب پېژندونکو څو څو ځله د هغه د کورنۍ تاریخچې په اړه څېړنه وکړه. د هغه له DNA نه دا څرګنده شوه چې هغه تر ډېره افریقايی دی، خو له دواړو غاړو د هغه د کورنۍ اجداد ۳۴ سلنه اروپايي نسب هم لري. څېړنو وښوده چې د پلار له طرفه د هغه ټبر انګلیسي، فرانسوي، ايټالوي او ولزي دی. د مور له خوا یې ټبر د لوېديځې او مرکزي افريقا نه، په ځانګړي ډول د کامرون (Cameroon) د ټېکار (Tikar ) له خلکو نه دی. د هغه مور هم اروپايي نیکونه لرل چې د نارینه‌وو له ډلې يې لانیر یادولی شو چې د یووالي لپاره جنګېده، دغې مبارزې هغه د تجربه لرونکو پخوانیو سرتېرو د زامنو د همتړونۍ(کنفدرالي) سازمان (Sons of Confederate Veterans) د غړیتوب وړ وګرځاوه. د هغه له اناګانو نه یوه د ولسمشر جورج واشنګټن خور بيټي واشنګټن لوئیس (Betty Washington Lewis) وه. [۲۹][۳۰]

د جونزکورنۍ د لوی مهاجرت پر مهال شیکاګو ته کډه شوه. جونز د لویډ (Lloyd) په نوم یو کشری ورور درلود چې د خپل مرګ تر ورځې (۱۹۹۸) یې د سيټایل ښار په کومو(KOMO) تلویزیون کې د انجینر په توګه دنده تر سره کړه. جونز د خپلې مخامخ ګاونډۍ لوسي جکسون (Lucy Jackson) او خپلې مور په واسطه چې تل به یې مذهبي سندرې ویلې، له موسیقۍ سره اشنا(بلد) شو. کله چې جونز د پنځو یا شپږو کلونو و، جکسون د دروازې په څنګ کې ګام په ګام پيانو غږوله او هغه به د دېوال تر شا ورته غوږ نیولی و. لوسي هغه یوه ورځ د پیانو غږولو ته بللی و، کله چې هغه واورېده، نو لوسي ونه شو کولی چې هغه له پيانو نه لرې کړي. [۳۱]

کله چې جونز زلمی و، د هغه مور په شېزوفرینیک(schizophrenic ) (یو ډول اروايي ناروغي) اخته شوه او رواني مرکز ته ولېږل شوه. پلار يې له مور نه طلاق واخیست او له الورا جونز سره یې واده وکړ، هغه د وېمونډ، ترزا او کاترین په نوم درې ماشومان لرل. وروسته الورا او کوینسي په ګډه د درې ماشومانو څښتن شول: چې جانت، مارګي او ريچارډ نومېدل. جونز او کورنۍ يې په ۱۹۴۳ ز کال کې د واشنګټن برمېرټون ښار ته کډه شول او هلته يې پلار د جنګ پرمهال د پوګېټ سونډ (Puget Sound) په نوم د سمندري ځواکونو د بېړۍ جوړولو په یوه فابریکه کې  دنده ترلاسه کړه. تر جګړې وروسته یې کورنۍ سيتایل ښار ته لاړه او هلته جونز د ګرافېلډ په عالي لېسه کې شامل شو. په لېسه کې هغه د ټرامپېټ (د موسیقۍ آله) د غږوونکي او تنظیموونکي په توګه خپلو مهارتونو ته وده ورکړه. چارلس ټایلر يې ټولګیوال و چې ساکسیفون (د موسیقۍ آله) یې غږاوه، مور یې اېولين ‌بانډي د سيټایل د جازموسیقۍ ډلې له مشرانو نه وه. جونز او ټایلر د موسیقۍ غږول یو ځای پيل کړل او په څوارلس کلنۍ کې يې د نېشنل ريزيرف (National Reserve) له ډلې سره موسیقي وغږوله. جونز وویل په یو کوچني ښار کې له لویېدلو سره یې د موسیقي په برخه کې ډېره تجربه ترلاسه کړې، ځکه له دې حالت پرته به هغه له ډېرو سیالانو سره مخامخ و.   [۳۲][۳۳]

جونز په څوارلس کلنۍ کې ۱۶ کلن رې چارلس ته ځان وروپېژنده، ځکه هغه یې په بلاک اېلکس کلب (Black Elks Club) کې د لوبېدو په حال کې لیدلی و. جونز له چارلس نه د هغه د موسیقۍ د مسلک د لومړني الهام ورکوونکي په توګه یادونه کوي او دې ټکي ته هم اشاره کوي چې چارلس د موسیقۍ په برخه کې د خپلو موخو له ترلاسه کولو سره په خپلې ناتوانۍ (ړوندوالي) برلاسی شو. هغه د خپلې کورنۍ د یوه موټي ساتلو په برخه کې د خپل پلار د مینې ځواک او کاري اخلاقو ته کرېډیت(امتیاز) ورکړ.  یو ځل یې وویل چې پلار يې یو قافیه لرونکی شعار درلود: «کله دې چې یو تازه کار پيل کړ ،هېڅکله يې مه پرېږده، تر هغو دې چې پای ته نه وي رسولی. کار که لوی وي يا کوچنی په ښه توګه یې ترسره کړه، یا یې بیخي مه ترسره کوه.» جونز په ۱۹۵۱ ز کال کې د سیټایل پوهنتون تحصیلي بورس ترلاسه کړ، چېرې چې هغه ځوان کلېنټ اېسټوډ (د موسیقۍ له پېژندل شویو څېرو نه و) د پوهنتون د موسیقۍ په ډله کې د موسیقۍ غږولو په حال کې وليده. تر یو سمستر وروسته جونز په بل بورس د بوستون ښار د برکلي د موسیقۍ پوهنتون ته ولاړ. کله یې چې په برکلي کې زده‌کړې کولې، په لزي اورتس بار او ګریل (Izzy Ort's Bar & Grille) کې يې له بوني کمپبېل او پرېستون یندیفورډ (Bunny Campbell and Preston Sandiford) سره موسیقي وغږوله، چې هغه د خپلې موسیقۍ په برخه کې د خورا اغېزناکو څېرو په توګه یاد کړي. هغه د یو سفر په لړ کې د موسیقۍ د یوې ډلې له مشر ليونل هيمپتون (Lionel Hampton) سره ولیدل او د ټرومپېټ او پيانو د غږوونکي او تنظیموونکي په توګه يې د کار وړاندیز ترلاسه کړ، چې په پایله کې هغه خپلې زده‌کړې پرېښوې او په خپل مسلک کې يې کار پيل کړ. هغه له هيمپتون سره پر سړک د یوې سندرې د تنظیمولو ننداره وړاندې کړه. هغه نیویارک ته ولاړاو هلته یې د خپلو نږدې ملګرو سارا وان (Sarah Vaughan)، دیناواشنګټن (Dinah Washington)، کنت بیسي (Count Basie)، ډک‌الینګتون (Duke Ellington)، جېن‌کروپا (Gene Krupa) او رې‌چارلس (Ray Charles) له خوا د تنظیماتو د لیکلو ازاد ماموریت ترلاسه کړ. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې سمول

  1. پیوستون : 123946603  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6736vb4 — subject named as: Quincy Jones — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/398538 — subject named as: Quincy Jones — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Quincy-Jones — subject named as: Quincy Jones — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/17546 — subject named as: Quincy Jones — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/jones-quincy-delight — subject named as: Quincy Delight Jones — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=quincydelighttjonesq — subject named as: Quincy Jones
  8. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=quincy;n=jones — subject named as: Quincy Jones
  9. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/189497 — subject named as: Quincy Jones
  10. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/29241 — subject named as: Quincy Jones — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020486 — subject named as: Quincy Jones jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. https://www.acmi.net.au/creators/77315
  13. پیوستون : 123946603  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/34125155
  15. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/5803c81e-739a-4057-9a5c-cf84e55db630 — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  16. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/17546 — د نشر نېټه: ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱
  17. "Quincy Jones". د اصلي آرشيف څخه پر October 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په January 28, 2007 باندې). Fortune test drives a Mercedes Maybach with Quincy Jones – February 5, 2007. CNN.
  19. (په January 28, 2007 باندې). Fortune test drives a Mercedes Maybach with Quincy Jones – February 5, 2007. CNN.
  20. "Quincy Jones social activism". Biography.com. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Busis, Hillary. "Public Enemy, Rush, Heart, Donna Summer to be inducted into Rock and Roll Hall of Fame | EW.com". Music-mix.ew.com. د لاسرسي‌نېټه December 13, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Quincy Jones". د اصلي آرشيف څخه پر October 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Quincy Jones Biography and Interview". achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Quincy Jones Biography (1933–)". Film Reference. د لاسرسي‌نېټه July 18, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Quincy Jones Biography and Interview". achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په July 4, 2009 باندې). Quincy Jones on his Welsh roots. BBC
  27. "Quincy Jones tells of sadness at Michael Jackson's death". walesonline. July 3, 2009. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2018. Mr. Jones ... discovered his father was half Welsh around 15 years ago ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Quincy Jones on his Welsh roots". BBC. July 4, 2009. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2018. It's a very special occasion for me because ... [it has been] discovered that my father was half-Welsh الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په February 6, 2006 باندې). New DNA test results trace Oprah Winfrey's ancestry to Liberia/Zambia. Zambia News.
  30. (په March 14, 1993 باندې). Some Notes on Quincy Jones's Roots. Genealogy Magazine.
  31. "Quincy Jones: The Story of an American Musician". PBS. June 22, 2005. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Paul De Barros, "From his Great Depression childhood in Seattle, Quincy Jones dared to dream"". Catholic.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 29, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په March 25, 2007 باندې). Federal bench nominee Jones wins high praise from both parties. The Seattle Times.
  34. "Paul De Barros, "From his Great Depression childhood in Seattle, Quincy Jones dared to dream"". Catholic.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 29, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په September 1, 2013 باندې). Quincy Jones: Seattle's Own Music Man. Northwest Prime Time
  36. Feist, Jonathan (1999). Masters of Music: Conversations with Berklee Greats. Berklee Press. د کتاب پاڼې 177. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780634006425. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)