کوپیپوډ چنگاښ

کو پېپوډ چنګاښ Copepod د کوپېپوډا فرعي کلاس (subclass Copepoda) چنګاښونه دي. ایکولوجیکي ارزښت لري، د ډېرو سوداګریزو کبانو لپاره خواړه دي، تقریبا ۱۳۰۰۰ ډولونه لري چې ډېری ازاد یا ګرځېدونکی ژوند کوي. سمندري شکلونه یې د ټولې نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې په تازه اوبو کې هم شته دي. ځینې ډولونه یې پرازیتي دي لکه د اوبو ګونګټه (Water fleas) چې مایکروسکوپي کچه لري او د انسان بدن ته د اوبو د څښلو له لارې داخلیدای شي.

د ډېرو د بدن کچه له ۰.۵ تر ۲ ملي متره پورې ده، تر ټولو غټ ډول یې پېنېلا بالا اېنوپتېرا (Pennella balaenopterae) ده چې تر ۳۲ سانتي متره پورې اوږدیږي او د نهنګ پرازیت ګڼل کیږي؛ تر ټولو وړوکی ډول یې سفایرونېلوپسیس مونو تریکس (Sphaeronellopsis monothrix) ده چې د بدن اوږدوالی یې تر ۰.۱۱ ملي متره پورې وي او د سمندري اوستراکوډ (ostracod) پرازیت ګڼل کیږي.

ترکیبي سترګې نلري، کاراپاس یا کاسه (carapace) نلري. دځینې ډولونو خواړه یې مایکروسکوپي بوټي او ژوي دي، ځینې د خپلې کچې نور ژوي ښکار کوي. کوم چې پرازیتي ډولونه دي د مېزبان نسجونه زبېښي. ډېر ډولونه یې د جنسي نزدیکت له لارې د مثل تولید کوي خو ځینې ډولونه یې د پارتېنو جنسیس (parthenogenesis) له لارې د مثل تولید کوي په دې مانا چې بچیان یې له هغو هګیو پیدا کیږي چې د نر لخوا القاح شوي نه وي. په پښتو کې ورته خاکي بچیان وایي.

تړلې لیکنې سمول

ملخ سیېرپېډ