کوپره کونه کبر

کوپره کوني کبر Coconut crab د غل چنګاښ (robber crab) په نامه هم یادیږي. د ډول نوم یې بېرګوس لاترو (Birgus latro) ده، د شپې لخوا په وچه کې ژوند کوونکی چنګاښ ده چې د ارام سمندر په سوېل غرب او د هند سمندرګي په سیمو کې ژوند کوي. له پاچا او منزوي چنګاښ (hermit crab and king crab) سره ډېر نږدې تړاو لري. غل چنګاښ په دیکاپوډوا ډله (order Decapoda) او کروستاسیا کلاس (class Crustacea) کې ډلبندي شوی. غټ یې تر یو متر (۴۰ انچه) پورې اوږدوالی او تر ۴.۵ کیلو ګرامه (۱۰ پونډه) پورې وزن لري. د بدن رنګ یې له بانجاني او ارغواني تر نصواري پورې شته. تازه غټ شوي یې نصواري رنګ لري او په پښو یې تور خالونه موجود وي.

ناریال چنګاښ په مردارو شو حیواناتو او میوې ځان تغذیه کوي له دې پرته د نورو چنګاښونو صدف هم تېروي کوم چې له کلسیم څخه جوړ شوي وي. خپل پنسونه چې د کیلای (chelae) په نامه یادیږي د کوپرې ماتولو لپاره کاروي. تر ټولو غټ ناریال چنګاښ په خپلوپنسونو ۳۳۰۰ نیوټنه ځواک (۷۴۲ پونډه ځواک) کارولی شي. د کوپرې یا ناریال د ماتولو لپاره ونې ته خیژي او له هغه ځایه کوپره راغورزوي، یا یې په پنسونو کې نیسي او په ځمکه یې وهي له دې پرته خپل پنسونه هم د کوپرې د پوستکي د شکولو لپاره کاروي.

ښځه یې رسېدلې یا پخې شوې هګۍ (ripe eggs) په سمندر کې پرېږدي چې په فوري توګه مایکروسکوپي زویس لاروای بچیان (zoeas) تر جوړیږي، زویس یې لمړی لاروا پړاو ده کوم چې په اوبو کې ژوند کوي او په وړو اورګانیزمونو یا غړو ځان تغذیه کوي. له ۲۰ تر ۳۰ ورځو پورې زویس وده کوي او په ګلوکوتوی (glaucothoe) بدلیږي چې دا یې منځنی پړاو یا مرحله ده. په دې پړاو کې سمندر پرېږدي او د درې یا څلور اونیو لپاره په سمندري صدفونو کې پټیږي. له دې مودې وروسته دغه صدفونه پرېږدي او په شګه کې ځان خښوي چې له راوتو وروسته په واړه چنګاښ بدلیږي. ناریال یا کوپره چنګاښ د ورځې لخوا په ۶۰ سانتي متره (۲ فټه) ژورو غارونو کې پټیږي او د شپې لخوا خوړو پسې راوځي. په کومو سیمو کې چې دا چنګاښ پیدا کیږي د هغو سیمو خلک یې د خوړو وړ ګڼي.

تړلې لیکنې سمول

د چنگاښ کورنۍ چنگاښ