کونستانس نيډن

کونسټانس کورلاين وډهيل نيډن (۲۴ جنوري ۱۸۵۸ – ۲۳ ډيسمبر ز کلونه) يوه انګرېزه ليکواله، شاعره او فيلسوفه وه. هغې د فلسفې او ساينس زده کړه او تدريس کړی او تر څنګ يې د شاعرۍ دوه کتابونه خپاره کړي شوي. په يودېرش کلنۍ کې له مړينې وروسته د هغې له خوا ډېر راټول شوي آثار خپاره شول. «رابرټ ليوينس» د هغې په وياړ د کونستانس نيډن نښان (مډال) جوړ کړ او په مانسون ساينس کالج (اوس د برمنګم پوهنتون) کې يې د هغې مجسمه نصب کړه. وليام ايورټ ګولډسټن هغه د نولسمې پېړۍ يوه تر ټولو مخکښه ښځينه شاعره بللې ده.

کونستانس نيډن
کونستانس نيډن
کونستانس نيډن

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۴ جنوري ۱۸۵۸
مړینه 23 ډيسمبر 1889 (31 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک

د ژوند لومړي کلونه

سمول

کونستانس نيډن د انګلستان د برمنګم د «ايج باسټن» په فرانسيس روډ د ۱۸۵۸ز کال د جنورۍ په څلوروېشتمه نېټه زېږېدلې وه، مور يې «ان وډهيل نيډن» د هغې له زېږېدلو وروسته په دوو اونيو کې مړه شوه او د پلار نوم يې «تاماس نيډن» و، هغه يو معمار او وروسته بيا د برمنګم د معمارانو د ټولنې مشر شو. له دولس کلنۍ څخه د هغې پالنه مورنۍ نيا او نيکه کړې وه چې «کارولين» او «جوسا وډهيل» نومېدل او تر مرګه پورې له هغوی سره وه. د هغې انا او نيکه چې د عيسايي مذهب معتقدين وو د «ايج باسټن» په «پاکينهام» کې اوسېدل. پلار يې هم مورنۍ نيا او نيکه سره تر يو وخت پورې واوسېد، خو په ۱۸۷۱ز کال کې ثابته شوه چې هغه په يو نژدې ځای کې د خپلې نوې مېرمنې او د نيډن له څلورو ناسکه خوېندو وروڼو سره اوسېده چې د هغوی عمرونه د درې او اووه کلونو تر منځ و. په اته کلنۍ کې «نيډن» يو نژدې مذهبي ورځني ښوونځي کې داخله کړای شوه، چېرې چې د انځورګرۍ په برخه کې د هغې وړتيا وده وکړه. هغې خپل ځينې انځورونه د برمنګم د هنرونو ټولنې ته وړاندې کړل، د يو انځور نوم يې (د مرغۍ ځاله او ځنګلي ګلان) وو، دا نقاشي د ټولنې د ۱۸۷۸ز کال د پسرلي په نندراتون کې د وړاندې کولو لپاره ومنل شوه.[۱][۲][۳][۴][۵]

زده کړه

سمول

هغې په فلسفه، ژبو او علومو کې لېوالتيا پیدا کړه. په ۱۸۷۹ز کال کې يې د برمنګم او ميډلينډ انستيتيوت کې داخله واخسته، څو نباتات پوهنه (د بوټو علم) او فرانسوي ژبه ولولي، همدا راز د ۱۸۸۱ او ۱۸۸۷ز کلونو تر منځ ماسون سانیس کالج ته حاضريده، څو فزيک، ځمکپېژندنه، کيميا، ارواپوهنه او ژوپوهنه ولولي، هغې همدا راز د برمنګم د طبيعي تاريخ ټولنې غړيتوب هم تر لاسه کړ. نيډن د ماسون کالج د جريدې سمونګره هم وه.[۶]

د ۱۸۷۰ز لسيزې له وروستيو څخه نيډن له «رابرټ ليونيس ايم ډي» سره په شريکه د «هايلو -ايډياليزم» په نوم يوه فلسفه جوړه کړه، له هغه سره يې په لومړي ځل په ۱۸۷۶ز کال کې ليدل شوي و او بيا يې د عمر تر پايه ورسره اړيکه درلوده. د دې فلسفې مهم اصل دا دی چې «انسان د خپلو کايناتو جوړوونکی دی او د هغه ټولې پوهې – ان هغه هم چې داسې برېښې د دقيق، پراخو او بهرنيو شيانو استازولي کوي – يواځې ذهني شتون لري او په داسې پولو محدود دي، کومې چې د شخصيت او شرايطو له خوا جوړې شوې دي». هغې د «هربرټ سپينسر» د يوځای کولو په فلسفه کې لېوالتيا  درلوده، کومې چې هڅه کوله کاينات د ارتقا د فلسفې په مټ تشرېح کړي. په خپل اثر «ټولنيز حياتيات (۱۸۶۰ز کال)» کې سپينسر ټولنه د يو ژوندي شي سره پرتله کړې او استدلال يې کړی، لکه څنګه چې ژوندی شيان د طبيعي غوراوي له لارې ارتقا کوي، همدا شان ټولنه هم د يو ډول عمل په مټ وده کوي او پېچلتيا يې زیاتېږي. نيډن له دې سره موافقه څرګنده کړې وه، ځکه چې د وحدت موضوع په «هايلو-ايډياليزم» کې هم مرکزي حيثيت درلود، کومه چې هڅه کوي ماده پرستي او معنويت پرستي، شاعري او ساينس، خپل ځان او نور سره يو ځای کړي.[۷][۸][۹]

ليکوالي او د بلوغ ژوند

سمول

په ۱۸۸۱ز کال کې، نيډن د خپلې شاعرۍ لومړی کتاب «سندرې او د پسرلي غزلې» خپور کړ. دا يوه متنوعه ټولګه او د هغې د غزلو لړۍ ده چې د موسمونو د بدلون تشرېح يې په ځانګړي ډول د يادولو وړ دي.په ۱۸۸۵ز کال کې هغې د سيمې د ځمکپېژندنې په اړوند د يوې مقالې لپاره د «پاکسټن انعام» جايزه وګټله. هغې په ۱۸۸۷ز کال کې د « A Modern Apostle, the Elixir of Life, the Story of Clarice, and other Poems » (اوسنی ملاتړ، د ژوند اکسير، د کلاريک کيسه او نور شعرونه) په نوم د خپلې شاعرۍ دويم جلد خپور کړ. په دې کتاب کې د هغې تر ټولو غوره مشهور شعرونه راټول شوي، يو يې د «'Evolutional Erotics» په نوم دی، کوم چې د انسانانو تر منځ د اړيکو په اړه د طنزيه بشري ليد څخه ليکل شوی او د جنسي غوراوي په اړوند د داروين اند يې ورته د بنسټ په توګه کارولی دی. هغې همدا راز د «ساينس، پوهې، اګنويټيک کلني» او داسې نورو مهاليزو لپاره هم ليکنې کړې وې. هغې د CN، CA او Constance Arden تر نښې لاندې خپلې ګڼې علمي او فلسفي ليکنې وليکلې.[۱۰]

همدا راز، په ۱۸۸۷ز کال کې، هغې د « Induction and Deduction» مقالې لپاره د « Heslop» د سرو زرو نښان وګاټه. د هغې نيا «وډهيل» د ۱۸۸۷ز کال د جون په يو وېشتمه نېټه مړه شوه او هغې ته د پام وړ شتمني په ميراث پاتې شوه، همدې شتمنۍ له هغې سره مرسته وکړه چې د خپلې ملګرې «ميډلين ډانيال» سره يو ځای قسطنطينيې (استانبول)، فلسطين، هندوستان او مصر ته سفرونه وکړي، «ميډلين» د زده کړې پلوۍ او لوړو زده کړو ته د ښځو د لاسرسي مبارزه وه. په هندوستان کې هغې په هندي ټولنه کې لېوالتيا پيدا کړه، په ځانګړي ډول د برابرۍ او ښځو د حيثيت په اړوند.[۱۱]

هغه په ۱۸۸۸ز کال کې انګلستان ته راستنه شوه او د «ګراس وينر څلور لاري» په «پارک سټريټ» کې يې يو کور راونيو او په همدې کور کې له «ډانيال» سره اوسېده. هغې د دې لپاره بسپنې راټولې کړې چې هندوستانۍ مېرمنې طب ووايي او د هندوستان د ملي ټولنې غړې شوه. هغه له «ارستويي ټولنې» سره يو ځای شوه او هڅه يې وکړه چې «سپينسر» ټولنه جوړه کړي او د ګڼو خيريه موخو لرونکو ټولنو سره يې اړيکې درلودې. د ۱۸۸۹ز کال د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه، هغې د ماسون کالج د ټولنپوهنې څانګه کې د «هربرټ سپينسر» د ټولنپوهنې د اصولو په اړوند وينا وکړه. لکه چې د «پني» په نوم د ښځو ورځپانې په راپورونو کې ثبت شوې ده، هغې همدا راز په عامه مراسمو کې د ښځو د رايې ورکولو د حق په اړوند خبرې وکړې.[۱۲][۱۳]

نيډن په دې ډول پېژندل شوې:

وچه ډنګره او دنګه ونه چې نازکه څېره او روښانه اسماني رنګه خړې سترګې يې لرلې. هغه په خپلو عادتونو کې منظمه او فعاله وه. هغه د تېز اواز لرونکې او په عامو ويناوو کې په بشپړ ډول په ځان واکمنه او خپلواکه وه.[۱۴]

ځينې په دې باور دي، هغې په اکاډميکو بحثونو او رسمني مناظرو کې د طنز لور ته ميلان درلود، د هغې سره ډېره مېنه کېده (محبوبيت يې درلود) او ډېرې تودې شخصي او فکري ملګرتياوې يې درلودې. د دې تاييد د هغې له مرګه وروسته د هغې د ملګرو په مينه ناکو يادښتونو کې شوی دی، د بېلګې په ډول: پروفيسر چارلس لاپورټ ليکلي چې هغه «تر ډېره بريده نوموړې د يوې زده کوونکې په توګه نه ده لېدلې [بلکې] تر ډېره حده يې د يوې لېوالې او خواخوږې همکارې په توګه موندلې ده، په ډېره ځوانۍ کې د هغې په مړينې سره ما يو تر ټولو ښه او ګران شخصي ملګری له لاسه ورکړ».

ناروغي او مړينه

سمول

په ۱۸۸۹ز کال کې هغه د رحم په ناروغۍ اخته شوه چې ګومان کېده د جراحي عملياتو ته به اړتيا ولري، د ديسمبر په پنځمه نېټه هغه «لاوسن ټايټ» عمليات کړه او په داسې حال کې چې دا عمليات په لومړي سر کې بريالي شول، د ديسمبر په درويشتمه نېټه هغه د عفونيت له امله مړه شوه. نيډن «رابرټ لويوينس» ته وروستی ليک ليکلی و، دا لیک «د کونسټانس نيډن زيات آثار» په نوم د لیکنو د ټولګې په لومړۍ پاڼه په ۱۸۹۱ز کال کې خپور شوی و، په دې ليک کې د عملیاتو د شرايطو او د عملياتو په اړه د هغې د اندېښنو په هکله تفصيلات ورکړل شوي دي. هغه د برمنګم د «کي هيل» د پروتسټانت عيسايانو په هديره کې خښه شوه. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د هغې د قبر پېژندونکې ډبرې ډېر زيان وليد او د ۲۰۱۷ز کال د سپتمبر په مياشت کې هڅې پيل شوې چې ډېره ښه يادښتي ډبره پرې ولګول شي.  د ۲۰۱۹ز کال د مۍ مياشتې په يوولسمه نېټه د قبر د نوې ډبرې د بیا نصبولو لپاره مراسم جوړ شوي و.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. William Richard Hughes; Charles Lapworth; Sir William Augustus Tilden; Robert Lewins (1890). Constance Naden: A Memoir. Bickers & Son. p. page. نه اخيستل شوی 20 July 2013.
  2. "Featured New Women: Constance Naden (1858–1889)". The Latchkey – Journal of New Women Studies. Archived from the original on 19 ډيسمبر 2013. نه اخيستل شوی 20 July 2013.
  3. کينډۍ:Cite DNB Text is available under the Creative Commons Attribution/Share-Alike License.
  4. Christine L. Krueger (1 January 2009). Encyclopedia of British Writers, 19th and 20th Centuries. Infobase Publishing. p. 251. ISBN 978-1-4381-0870-4. نه اخيستل شوی 19 July 2013.
  5. England, Wales & Scotland Census. Folio 21. 1871. p. 33. Archive Reference RG10, Piece Number 3081.{{cite book}}: ساتل CS1: موقعيت (link)
  6. Marion Thain, "Scientific Wooing": Constance Naden's Marriage of Science and Poetry' Victorian Poetry, 41.1 (2003), pp.151–169
  7. Constance Naden, ‘The Brain Theory of Mind and Matter’, in Induction and Deduction (London: Bickers & Son, 1890), p. 157
  8. "Constance Naden". University of Guelph. Archived from the original on 2 اپرېل 2015. نه اخيستل شوی 20 July 2013.
  9. Herbert Spencer (1860). "The Social Organism". The Westminster Review. reprinted in Herbert Spencer (1892), Essays: Scientific, Political and Speculative, London and New York
  10. Clare Stainthorp, 'Songs of Spring, Summer, Autumn, and Winter', Changeful yet Changeless blog (7 Jan 2015)
  11. کينډۍ:Cite ODNB
  12. 'Women Voters for the County Council', Women's Penny Paper, 12 January 1889, p.2
  13. 'The Women's Suffrage Question in Parliament', Women's Penny Paper, 15 February 1890, p.194
  14. کينډۍ:Cite DNB Text is available under the Creative Commons Attribution/Share-Alike License.
  15. Further Reliques of Constance Naden, (London: Bickers & Son, 1891)
  16. Constance Naden: A Memoir, ed. William R. Hughes (London: Bickers & Son, 1890), p.56
  17. 'Famous graves of Key Hill Cemetery in the Jewellery Quarter', Birmingham Mail, 7 November 2014.
  18. Stainthorp, Clare (10 September 2017). "Constance Naden Grave Restoration Appeal". Changeful, yet changeless. نه اخيستل شوی 22 October 2017.
  19. "Constance Naden Grave Rededication Ceremony". Changeful, yet changeless. 27 April 2019. نه اخيستل شوی 8 May 2019.