کورنی تاوتريخوالی


کورنی تاوتريخوالی (د کورنۍ ناوړه ګټې اخيستنې يا د کورني تاوتريخوالي په نوم هم ياديږي)، په کورني ترتيب کې نوره ناوړه ګټه اخيستنه ده، لکه په واده يا ګډ ژوند کولو کې. کورنی تاوتريخوالی ډېری وختونه د نږدې ملګري تاوتريخوالي لپاره د مترادف په توګه کارول کېږي، چې د يو شخص له خوا د بل شخص پر وړاندې په نږدې اړيکو کې ترسره کېږي او کېدای شي په متضاد يا همجنسي اړيکو کې يا د پخوانيو مېرمنو يا شريکانو تر منځ رامنځته شي. په پراخ مفهوم کې: په کورنی تاوتريخوالی کې د ماشومانو او والدينو يا لويانو پر وړاندې تاوتريخوالي شامل دی. کورنی تاوتريخوالی د فزيکي، لفظي، احساساتي، اقتصادي، مذهبي، زيږون او جنسي تېري په ګډون ډېر ډولونه لري، چې کېدای شي له فرعي اجباري بڼو څخه تر جنسي تېري پورې او د تاوتريخوالي فزيکي ناوړه ګټې اخيستنې لکه: خپه کول يا زندۍ کول، وهل، د ښځينه تناسلي نسج ماتول او پر بدنونو يې تیزاب شيندل، چې پایله يې د خرابېدو يا مرګ لامل کېږي. په کورنيو وژنو کې سنګسارول، د ناوې سوځول او د ناموس وژل شامل دي، (چې ځينې وختونه د کورنۍ هغه غړي هم په کې راځي چې له کورنۍ سره ګډ ژوند نه کوي).

په نړيواله کچه د کورني تاوتريخوالي قربانيان په لويه کچه ښځې دي، چې د تاوتريخوالي خورا سخت ډولونه همدوی تجربه کوي. دوی د نارينه وو په پرتله له خپل ځان څخه په دفاع کې د نږدې ملګري له تاوتريخوالي څخه کار اخلي. په ځينو هېوادونو کې کورنی تاوتريخوالی، په ځانګړې توګه د مېرمنو له خوا د حقيقي يا شکمن کفر په قضيو کې کېدای شي، د توجيه يا قانوني اجازې په توګه وګڼل شي. څېړنو ثابته کړې ده، چې د يو هېواد د جنسيت د برابرۍ او د کورني تاوتريخوالي د کچې تر منځ مستقيمه او د پام وړ اړيکه شته. هغه هېوادونه چې د جنسيت کم مساوات لري، د کورني تاوتريخوالي لوړه کچه تجربه کوي. کورنی تاوتريخوالی په ټوله نړۍ کې د نارينه او ښځينه دواړو لپاره تر ټولو زيات راپور شوي جرمونه دي. د نارينه د قرباني کولو په اړه د ټولنيزو بدناميو له امله هغه نارينه، چې د کورنی تاوتريخوالي قربانيان دي، د روغتيايي پاملرنې چمتو کوونکو له خوا د پام وړ احتمال سره مخامخ کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

کورنی تاوتريخوالی ډېرهغه وخت پېښېږي، چې ناوړه ګټه اخيستونکي کېدای شي حس کړي، چې ناوړه ګټه اخيستنه يو مناسب عمل دی، د منلو وړ ده، توجيه شوې يا د راپور ورکولو امکان نه لري. دا کېدای شي په ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو کې د نسلونو تر منځ د تاوتريخوالي دوران رامينځته کړي، چې کېدای شي دا ډول تاوتريخوالی د منلو يا توجيه وړ احساس وګڼي. ډېر خلک ځانونه له دې امله هم د ناوړه ګټه اخيستونکو يا قربانيانو په توګه نه پېژني، چې دوی کېدای شي خپلې تجربې د کورنۍ شخړې په توګه وګڼي، چې له واکه وتلي دي. د کورني تاوتريخوالي په اړه پوهاوی، درک، پېژندنه، اسناد او شواهد په هرهېواد کې په پراخه کچه توپير لري. کورنی تاوتريخوالی ډېر ځله د اجباري يا په ماشومتوب کې د ودونو په وختونو کې رامنځته کېږي. [۱۱][۱۲]

په ناوړه اړيکو کې کېدای شي، د ناوړه ګټې اخيستنې يو دوران وي، چې په جريان کې يې کړکېچ يا ترينګلتيا لوړېږي او د تاوتريخوالي يو عمل تر سره کيږي، چې ورڅخه وروسته د پخلاينې او ارامۍ دوره وي. کېدای شي، قربانيان د ګوښه والي، واک او کنټرول، له ناوړه ګټه اخيستونکي سره د دردناکه اړيکو، کلتوري منښت، د مالي سرچينو کموالي، وېرې، شرم يا د ماشومانو د ساتنې له لارې په کورني تاوتريخوالي حالتونو کې را ایسار شي. د ناوړه ګټې اخيستنې د پایلې په توګه د تاوتریخوالي قربانيان کېدای شي، فزيکي معيوبيت، بې نظمه تېری، اوږد مهاله روغتيايي ستونزې، ذهني يا رواني ناروغې، محدودې مالي چارې او د روغتیایي اړيکو د رامينځته کولو کمزورې وړتيا تجربه کړي. قربانيان کېدای شي، لکه له زیانونواو تاوانونو څخه د وروسته فشار ګډوډۍ په شان، سخت رواني اختلالات تجربه کړي. هغه ماشومان چې په يوه کورنۍ کې له تاوتريخوالي سره ژوند کوي، ډېری وخت د ځوانۍ له عمر څخه رواني ستونزې ښيې، لکه: مخنيوی، ګواښونو ته ډېره پاملرنه او بې نظمه تېری، چې کېدای شي له ناوړه زيانونو سره مرسته وکړي.[۱۳][۱۴]

ريښه او تعريفونه

سمول

جيک ايشلي (Jack Ashley) په ۱۹۷۳ ز کې د انګليستان پارلمان ته خطاب وکړ، د کورني تاوتريخوالي اصطلاح يې په کور کې د تاوتريخوالي په معنا سره وکاروله، چې همدا په عصري حالاتو کې د کورني تاوتريخوالي د اصطلاح لومړنی پېژندل شوی استعمال دی. دا اصطلاح پخوا په ابتدايي توګه مدني نا اراميو ته راجع شوې ده. د يوه هېواد دننه تاوتريخوالي او د بهرني ځواک له خوا تر سره شوي تاوتريخوالي سره مخالف يا يو د بل برعکس دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په سنتي يا دوديز ډول کورنی تاوتريخوالی (Domestic Violence) يا په لنډ ډول (DV) تر ډېره له فزيکي تاوتريخوالي سره تړاو درلود. لکه: د مېرمنې ناوړه ګټه اخيستنه، د مېرمنې وهل، د مېرمنې پرله پسې وهل او وهل شوې ښځه اصطلاحات کارول شوي، مګر د غير واده شوو ملګرو د شاملولو هڅو، د فزيکي، ښځينه مرتکبينو او همجنسي اړيکو پرته د ناوړه ګټه اخيستنې له امله په شهرت کې کموالی راغلی دی. کورنی تاوتريخوالی، اوس په عمومي ډول په پراخه کچه تعريف شوی، چې "ټول فزيکي، جنسي، رواني يا اقتصادي تاوتريخوالی، چې کېدای شي د کورنۍ د غړي يا نږدې ملګري له خوا تر سره شي" په کې شامل دي. [۱۹][۲۰][۲۱]

د نږدې ملګري تاوتريخوالي اصطلاح ډېری وخت د کورنۍ ناوړه ګټه اخيستنې يا کورني تاوتريخوالي سره په مترادف ډول کارول کېږي، مګر دا په ځانګړي ډول هغه تاوتريخوالي ته راجع کېږي، چې د يوې جوړې (خاوند او مېرمنې) په اړيکو کې رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه: واده، همغږي يا غيرهمغږي او د ژوند نږدې ملګري. دې ته د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ناوړه ګټې اخيستنې په توګه د کنټرول چلند اضافه کوي. د نږدې ملګري تاوتريخوالي په متضاد او همجنسي اړيکو کې ليدل شوی او د پخوانيو بېلګو له ډلې د نارينه وو له خوا د ښځو پر وړاندې او برعکس د ښځو له خوا د نارينه وو پر وړاندې تاوتريخوالی يادولي شوو. کورنی تاوتريخوالی يوه پراخه اصطلاح ده، چې زیاتره وخت د کورنۍ د غړو تر منځ  له ماشومانو ناوړه ګټه اخيستنه، د لويانو ناوړه ګټه اخيستنه او نورې  ظالمانه کړنې رانغاړي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ ز کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو اعلاميې، کورنی تاوتريخوالی په لاندې ډول راوپېژاند:

په کورنيو کې د وهلو ټکولو، په ښځينه ماشومانو د جنسي تېري، د جهېز اړوند تاوتريخوالي، د ازدواجي جنسي تېري، د مېرمنو د تناسلي غړو د تخريب او د ښځوله خوا پرښځو تاوتريخوالي او د زبېښاک اړوند تاوتريخوالي ته زيان رسوونکو داسې نورو دوديزو کړنو په ګډون، په کورنيو کې فزيکي، جنسي او رواني تاوتريخوالی رامنځته کېږي.[۳۰]

تاریخ

سمول

انسائيکلوپيډيا بريتانيکا (Encyclopædia Britannica) وايي چې: د ۱۸۰۰ ز لسيزې په لومړيو کې ډېري حقوقي سيستمونو، په ښکاره ډول د مېرمنو وهل په خپله ښځه باندې د مېړه د حق په توګه ومنله. د انګليسي عمومي قانون چې د ۱۶ پېړۍ تاريخ ته ورګرځي، چې کورنی تاوتريخوالی يې د ټولنې پر وړاندې جرم ګڼه؛ نه د انفرادي مېرمنې پر وړاندې، چې د مېرمنې وهل د سولې ماتول يا ورڅخه سرغړونه ګڼل کېږي. مېرمنو حق درلود چې د سولې له سیمه ییز عدالت څخه د سولې د اړيکو په بڼه د تعديل غوښتنه وکړي. طرزالعملونه غير رسمي او له ريکارډ يا ثبت څخه بهر وو او هېڅ قانوني لارښود د ثبوت يا تاوتريخوالي داسې معيار نه دی مشخص کړی، چې د محکوميت لپاره کافي وي. دوه عادي جملې يو ميړه دې ته اړ باسي چې اړيکه په يوه عهده کې وټاکي، يا هغه دې ته اړ کړي چې په راتلونکي کې د ښه چلند ضمانت کولو لپاره له خپلو ملګرو څخه ژمنې واخلي. وهل هم په رسمي توګه، د بريد په ډول مؤظف کېدای شي، که څه هم دا ډول محاکمې خورا لږې وې او د سخت ټپي کېدو يا د مړينې له قضيې څخه پرته، سزا په عمومي ډول کوچنۍ جريمې وې.[۳۱][۳۲][۳۳]

د پراخوالي په وسیله، د کارچوکاټ په امريکايي مستعمرو کې دایر شوی دی. د ۱۶۴۱ز د ميساچوسټس (Massachusetts) خليج استعمارګرو د آزادۍ بدن اعلان وکړ، چې يوه واده شوې ښځه بايد "د خپل مېړه له خوا د بدني اصلاح يا تغمې څخه پاکه وي." نيو هامپشاېر (New Hampshire) او رودي ټاپو (Rhode Island) هم په خپلو جزايي کودونو کې، د ښځو وهل په څرګند ډول منع کړل.[۳۴]

د امريکا د انقلاب په پیروي، په حقوقي سيستم کې بدلونونو د سیمه ییزو عدالتونو په پرتله مخکينيو دود شوو دولتي محکمو ته ډېر واک ورکړ.

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. McQuigg, Ronagh J.A. (2011), "Potential problems for the effectiveness of international human rights law as regards domestic violence", in McQuigg, Ronagh J.A. (ed.), International human rights law and domestic violence: the effectiveness of international human rights law, Oxford New York: Taylor & Francis, p. 13, ISBN 9781136742088, archived from the original on 2016-05-15, This is an issue that affects vast numbers of women throughout all nations of the world. ... Although there are cases in which men are the victims of domestic violence, nevertheless 'the available research suggests that domestic violence is overwhelmingly directed by men against women ... In addition, violence used by men against female partners tends to be much more severe than that used by women against men. Mullender and Morley state that 'Domestic violence against women is the most common form of family violence worldwide.'
  2. García-Moreno, Claudia; Stöckl, Heidi (2013), "Protection of sexual and reproductive health rights: addressing violence against women", in Grodin, Michael A.; Tarantola, Daniel; Annas, George J.; et al. (eds.), Health and human rights in a changing world, Routledge, pp. 780–781, ISBN 9781136688638, archived from the original on 2016-05-06, Intimate male partners are most often the main perpetrators of violence against women, a form of violence known as intimate partner violence, 'domestic' violence or 'spousal (or wife) abuse.' Intimate partner violence and sexual violence, whether by partners, acquaintances or strangers, are common worldwide and disproportionately affect women, although are not exclusive to them.
  3. Swan, Suzanne C.; Gambone, Laura J.; Caldwell, Jennifer E.; Sullivan, Tami P.; Snow, David L. (2008). "A Review of Research on Women's Use of Violence With Male Intimate Partners". Violence and Victims. 23 (3): 301–314. doi:10.1891/0886-6708.23.3.301. PMC 2968709. PMID 18624096.
  4. Esquivel-Santoveña, Esteban Eugenio; Lambert, Teri L.; Hamel, John (January 2013). "Partner abuse worldwide" (PDF). Partner Abuse. 4 (1): 6–75. doi:10.1891/1946-6560.4.1.6. S2CID 143682579. Archived (PDF) from the original on 2016-02-05.
  5. Strong, Bryan; DeVault, Christine; Cohen, Theodore (February 16, 2010). The Marriage and Family Experience: Intimate Relationships in a Changing Society. Cengage Learning. p. 447. ISBN 978-1133597469. Archived from the original on January 10, 2017.
  6. Concannon, Diana (July 11, 2013). Kidnapping: An Investigator's Guide. Newnes. p. 30. ISBN 978-0123740311. Archived from the original on January 10, 2017.
  7. Riviello, Ralph (July 1, 2009). Manual of Forensic Emergency Medicine. Jones & Bartlett Learning. p. 129. ISBN 978-0763744625. Archived from the original on January 10, 2017.
  8. Finley, Laura (July 16, 2013). Encyclopedia of Domestic Violence and Abuse. ABC-CLIO. p. 163. ISBN 978-1610690010. Archived from the original on January 10, 2017.
  9. Hess, Kären; Orthmann, Christine; Cho, Henry (January 1, 2016). Criminal Investigation. Cengage Learning. p. 323. ISBN 978-1435469938. Archived from the original on January 10, 2017.
  10. Lupri, Eugene; Grandin, Elaine (2004), "Consequences of male abuse – direct and indirect", in Lupri, Eugene; Grandin, Elaine (eds.), Intimate partner abuse against men (PDF), Ottawa: National Clearinghouse on Family Violence, p. 6, ISBN 9780662379751, archived from the original (PDF) on January 4, 2009, نه اخيستل شوی June 21, 2014
  11. Halket, Megan Mcpherson; Gormley, Katelyn; Mello, Nicole; Rosenthal, Lori; Mirkin, Marsha Pravder (2013). "Stay with or Leave the Abuser? The Effects of Domestic Violence Victim's Decision on Attributions Made by Young Adults". Journal of Family Violence. 29: 35–49. doi:10.1007/s10896-013-9555-4. S2CID 8299696.
  12. WHO (7 March 2013). "Child marriages: 39,000 every day". who.int. World Health Organization. Archived from the original on 14 April 2014. نه اخيستل شوی 11 April 2014. Joint news release Every Woman Every Child/Girls Not Brides/PMNCH/United Nations Foundation/UNFPA/UNICEF/UN Women/WHO/World Vision/World YWCA/
  13. Dutton, Donald; Painter, S.L. (1981-01-01). "Traumatic bonding: The development of emotional attachments in battered women and other relationships of intermittent abuse". Victimology. 6: 139–155.
  14. Schechter, Daniel S.; Zygmunt, Annette; Coates, Susan W.; Davies, Mark; Trabka, Kimberly A.; McCaw, Jamie; Kolodji, Ann; Robinson, Joann L. (2007). "Caregiver traumatization adversely impacts young children's mental representations on the MacArthur Story Stem Battery". Attachment & Human Development. 9 (3): 187–205. doi:10.1080/14616730701453762. PMC 2078523. PMID 18007959.
  15. National Women's Aid Federation Archived 2012-01-13 at the Wayback Machine..
  16. House of Commons Sitting (1973) Archived 2012-10-24 at the Wayback Machine. Battered Women.
  17. "Domestic violence in the Times: From civil unrest to spouse abuse". The New York Times. September 10, 2014. Archived from the original on July 22, 2016. نه اخيستل شوی March 26, 2016.
  18. "The federalist papers: no. 43 The same subject continued (The powers conferred by the constitution further considered)". Yale Law School, Avalon Project, Documents in History, Law and Diplomacy. Archived from the original on March 26, 2016. نه اخيستل شوی March 26, 2016.
  19. "Convention on preventing and combating violence against women and domestic violence (CETS No. 210)". conventions.coe.int. Council of Europe. Archived from the original on 6 September 2013. نه اخيستل شوی 8 September 2013.
  20. کينډۍ:Cite act
  21. Ramos Jr., George H. "San Diego Domestic Violence Attorney". ramoscriminallawyer.com. George H. Ramos Jr. Archived from the original on 13 June 2014. نه اخيستل شوی 24 January 2014.
  22. "Domestic Abuse & Violence Support in UK".
  23. Wallace, Harvey (2005), "Characteristics of family violence", in Wallace, Harvey (ed.), Family violence: legal, medical, and social perspectives, Boston, Massachusetts: Pearson, p. 2, ISBN 9780205418220
  24. Krug, Etienne G.; Dahlberg, Linda L.; Mercy, James A.; Zwi, Anthony B.; Lozano, Rafael (2002). World report on violence and health. Geneva, Switzerland: World Health Organization. ISBN 9789240681804.
  25. WHO. Understanding and addressing intimate partner violence (PDF). Geneva, Switzerland: World Health Organization. WHO/RHR/12.36. Archived from the original (PDF) on 2016-03-07.
  26. Renzetti, Claire M.; Miley, Charles Harvey, eds. (1996). Violence in gay and lesbian domestic partnerships. New York: Harrington Park Press. ISBN 9781560230748.
  27. Johnson, Michael P.; Ferraro, Kathleen J. (November 2000). "Research on domestic violence in the 1990s: making distinctions". Journal of Marriage and Family. 62 (4): 948–963. doi:10.1111/j.1741-3737.2000.00948.x. JSTOR 1566718. S2CID 12584806.
  28. WHO (2015). "Child maltreatment" (PDF). Geneva, Switzerland: World Health Organization. Archived from the original (PDF) on 1 May 2015. نه اخيستل شوی 22 August 2015.
  29. WHO (2015). "Elder abuse". Geneva, Switzerland: World Health Organization. Archived from the original on 8 September 2015. نه اخيستل شوی 22 August 2015.
  30. General Assembly (20 December 1993). 85th plenary session: declaration on the elimination of violence against women. United Nations General Assembly. A/RES/48/104. Archived from the original on 24 September 2013. نه اخيستل شوی 8 September 2013.
  31. The Editors of Encyclopædia Britannica "Domestic violence". Encyclopedia Britannica Online.  “In the early 1800s most legal systems implicitly accepted wife-beating as a husband's right, part of his entitlement to control over the resources and services of his wife.” 
  32. Felter, Elizabeth (1997), "A history of the state's response to domestic violence", in Daniels, Cynthia R. (ed.), Feminists negotiate the state: the politics of domestic violence, Lanham, Maryland: University Press of America, pp. 5–10, ISBN 9780761808848.
  33. Bloch, Ruth H. (2007). "The American Revolution, Wife Beating, and the Emergent Value of Privacy". Early American Studies. University of Pennsylvania Press. 5 (2): 223–251. doi:10.1353/eam.2007.0008. JSTOR 23546609. S2CID 144371791.
  34. Ward, Nathaniel. "The Massachusetts Body of Liberties (1641)". history.hanover.edu. Hanover Historical Texts Project, History Department, Hanover College. Archived from the original on 2015-12-28.