که ډیموکراسي نه وای

که ډیموکرسي نه وای:

دخلکو سر اومال به په ښارونوکې څه چې په لرواطرافو کې هم خوندي وای خو په تأسف سره چې اوس دښارپه منځ کې هم دخلکومالونه چور او غلاکیږي!

که ډیموکرسي نه وای:

پولیس به دادې په ځای چې دخلکوڅخه دلویولارو په سر پیسې واخلي دخلکو رښتنی حدمت به یې کولی!

که ډیموکرسي نه وای:

زموږ دفتمنې خویندو د ډلیز جنسي تیري ریفوټونه به په نړیوالو اوکورنیو رسنیوکې سر ټکي نه ګرځیدای!

که ډیموکرسي نه وای:

زموږ پیغلوبه دکوټسنګي له پول څخه ځانونه  نه غورزولی!

که ډیموکرسي نه وای:

زموږ مکاتب او زموږ تعلیمي او حکومتي ادرې به( دزنا، لوطت او دفخشی اډې اومراکز هم نه وای!

که ډیموکرسي نه وای:

زموږ تنکي ځوانانوبه( دټیک ټوک) هندي او ترکي سریالونو په ځای  (دمحمد بن قاسم) او( صلاح دین ایوبي) دستانونه لوستلی، خو اوس د دې بدو مرضونو له کبله خپلې تنکۍ ځوانۍ هم په توپنچو  ولي!

که ډیموکرسي نه وای:

دالله ج ددعظیم کتاب حفظانو او دبخاري اومسلم د محصلینو په ځای به    دغلو، پوډریانو، فسادګرو  او اخطاطف ګرو  په لاسونوکې به دپلچرخي او بګرام  هدکړۍ پرتې وای خو اوس دعه فاسد خلک ازاد او مخلص خلک بندیان دي

که ډیموکرسي نه وای:

په قندز کې به تنکي نوي فارغ شوي مشومان  دترهګرو په تور په وینو نه لمبې دی !

که ډیموکرسي نه وای:

په هلمند کې به د(ناوي) سره لاسونه  او ور سره نورې په لس ګونه بې دفاع مورګانې او مشومانې د طالب او ترهګر په تور دکلشټراو نورو بې رحمه بمونو نه ښکارکیدای!

که ډیموکرسي نه وای:

په فره کې  کلي هدیرې نه ګرځیدل!

که ډیموکرسي نه وای:

دښځو دحقوقو په نوم به زموږ فتمنې او مستورې خویندو او مندو څخه دسرپړوني نه غورځیدی!

که ډیموکرسي نه وای:

امن به وای فساد او رشوت به نه وای حق به خپل مستحق ته رسیدلی وی ظالم به په مظلوم ظلم نه شوای کولی!

که ډیموکرسي نه وای:

په منځونو عبادتونو کې به بېل خوند وای  هرې خواته به دسپین قرأن قانون نافذ وای

زړونه به خواښ دوښمنۍ به نه وای

نو ډیمکرسي و راټۍ په وړندې یې مبارزه وکړۍ