کنډیباغ

کنډیباغ په چیرهار ولسوالۍ کې پرته سیمه ده چې کڼ شمیر پښتانه قومونه پکې ژوند کوي

کنډیباغ کنډى باغ او کنډي باغي کنډی په ساکي ژبه کې د « کنډ» کلمه د ښار په مانا ده، په سانسکریتي ژبه کې د قریې یا ناحیې په مانا ده په لرغوني پښتو ژبه کې «کنډی» د قریه ، کلې او بانډې په مانا ده. دغه راز دوست شینواری صیب هم «کنډ» د قریې په مانا یاد کړی دی. پوهاند رښتین صیب د تون یا ځای په مانا یاد کړی. مخکې له دې چې د کنډیباغ په اړه وړاندې لاړ شم ، غواړم یوې بلې ورته سیمې ته اشاره وکړم. هډه: هډه هم ورته موازي سیمه ده چې قبلالمیلاد لرغونتوب لري. هډه د لرغونې ګندهارا یو مذهبي ښار وو چې تاریخي آثر پکې تر اوسه شتون لري. د (آشوکا) په وخت کې بودایزم اوج ته ورسید، د هډې سیمه هغه مهال ډیر ارزښت وموند، کله چې د بودا کپړۍ (ککرۍ) د هیون سهنګ له خوا کشف او پیدا شوه. کنډی هم له همدغې سیمې څخه سویل لویدیځ خوا ته په څو کیلومترې کې پرته سیمه ده. د «کنډی» له کلیمې سره ځکه د باغ ورستاړی راوړل شوی ده چې دا سیمه نسبتا نورو سیمو ته هواره او شنه سیمه وه، بهیقی د کنډی سیمه د فتح آباد تر سیمې یاده کړی ده. دغه راز منصور مبارک شاه ځوی محمد چې د «فخر مدبر» په نوم یادیده ، د غوریانو د واکمنۍ په مهال هند کې اوسیده، نوموړی د « آداب الحرب و الشجاعه » په کال 607 هجري کې سلطان التمش ته یو تاریخي کتاب ولیکه. د همدې کتاب په یو ځای کې داسې لیکل شوی « کله چې جیپال د کنډی په صحرا کې د غزنوي لښکرو سره مخ شو نو په پایله کې له ماتې سره مخ شو» . بهیقی ددغې ماتې سیمه د فتح آباد او دکنډی ترمنځ سیمه ښودلی ده چې په ننګرهار کې ده د څیړنو مطابق د بهیقی خبره صحیح ده. د کنډی سیمه ډیره پراخه وه، آن په شمال لویدیځ کې د سرخرود د فتح آباد(فتیوات) سیلو او کان قطرغي تر سیمو یې برید وو. د جیپال لښکرې چې کله له ماتې سره مخ شوې او وروسته د غزنوي د لښکرو له خوا وڅارل شوې او ځای ځای ووهل شول او مړي یې پاتې شول د ننني کنډی باغ د مرغه شاه ( مرغان شاه) غوندۍ ته څیرمه ځمکو نوبادو کې تر ورستیو داسې د مړو آثار پیداکیدل ګواکې جنګي عسکر ول، دیته ورته د کنډیباغ د خوړ غاړې کمرونو چې د لوړا (لوړې) په نامه یادیږي او ځنې ورته تخت شاه وایې ، تخت شاه ورته ځکه وايې چې د جیپال لښد څه وخت لپاره دیره او دمه شو چې تر اوسه په همدې کمرونو کې د انسانانو پاتیشونې هډوکې او آثار لیدل کیږي. د کنډی اصلي اوسیدونکي د آشوکا دوخت بودایان ول چې د آشوکا له زمانې وروسته تر ډیره وخته پورې په همدې سیمه کې بودایان او هندو مذهبې ول چې تر اوسه د هندو کلي په نامه هلته د دوی کلی شتون ل دا هندو مذهبی د کنډی باغ له خلکو سره تر ورستیو کلونو راشه درشه درلود او د کنډیباغ وروستی هندو «کرمنچمټټړړذرړړند) نومیده چې په ورستیو کلونو کې له کنډی باغ څخه جلال آباد ښار مرکز ته کډه شو. پښتو او پښتانه دادب په رڼاکی”مجاویر احمد زیار“ پښتانه څوک دی” دوست شینواری“ بهیقی حیات افغانی په کنډيباغ کې تر بودايانو ورسته د پښتون لمړى کوچيدلى قوم دلزاک، ډله زاک، دلزاق اوسيدل حيات افغانى ليکلى دا هغه قوم دى چى دمحمود غزنوى سره د فتوحاتو په برخه کى پوره مرسته کړې په کنډى باغ کى دلزاک اوس هم شته دى له دلزاکو اخوا د پښتنو ګڼى قبيلى دلته اوسيږى لکه ل، قدم خیل،تترخیل) مومند(مهمند) سادات دلزاک زرګران ملاخيل خليفه اخندزادګان ناصر اعوان امرخيل سهاک او اغاګان ( حضرت صاحبان) دا پورتنى قومونه د کنډي باغ ګډ کلتور او فرهنګ جوړ وي کنډى باغ د دغو ټولو قومونو ګډ کور دى.

سرچينې

  1. افغانستان درمسير تاريخ،لمړى ټوک،غلام محمد غبار
  2. حيات افغانى ، ډپټى حيات خان
  3. مخزان الفغانى،نعمت الله هروى
  4. خورشيد جهان، شير محمد ګنډاپورى
  5. بهيقى ، خواجه ابوفضل محمد بن حسين بهيقى
  6. تاريخ مختصرافغانستان، پوهان عبدالحى خبيبى